(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

عصبي سېسټم

[12.May.2021 - 13:46]

عصبي سېسټمليکوال : Ihsanullah Darmal

عصبي سیسټم زموږ په وجود کې لږ تر لږه درې لویې دندې لري. حسي، تحلیلي او حرکي دندې.

حسي دندې چې د ټولو حسي غړیو او حسي اعصابو په مرسته ترسره کېږي، د انسان بېروني او دروني چاپېریالونه د هغه له عصبي سیسټم سره نښلوي. په چاپېریال او د انسان په بدن کې چې څومره پېښې کېږي، خبر یې د حسي اعصابو په مرسته مرکزي عصبي سیسټم ته وړل کېږي. دغه خبرونه چې له چاپېریال او بدن څخه مرکزي عصبي سیسټم ته یو وړل شي، هلته تحلیلېږي، چې د عصبي سیسټم دوهمه لویه دنده ده. د دغه پېچلي سیسټم درېیمه او لا مهمه دنده دا ده چې د را وړل شویو خبرونو او پېښو په مقابل کې عکس العمل ایجاد کړي او دغه عکس العمل د حرکي اعصابو پواسطه حرکي غړیو ته وړل کېږي

په وجود کې روان عمومي نظم ټول د عصبي سیسټم د دغو درو لویو دندو په پایله کې روان دی او که په دې درو کې یوه برخه هم له فعالیته ولوېږي، د ناروغیو او حتی مرگ سبب کېدای شي. د شکرې د ناروغ حسي اعصاب بلاخره له کاره لوېږي. داسې هم شوي چې د یوه ناروغ پښه په اور ډېره زیاته سوځېدلې وي خو دی ترې خبر شوی هم نه وي. د عصبي ناروغانو د تحلیل قوه له کاره لوېږي او ځکه ډېر وخت لېدل شوي چې د عادي تنبهاتو په مقابل کې دغه ناروغان داسې بې منطقه عکس العملونه ښیي چې د دوی یا د نورو د مرگ سبب شوي دي. د حرکي برخې د له کاره لوېدو په صورت کې بلاخره د بدن لویې عضلې او بیا د حیاتي غړو عضلې فلجېږي او د ناروغ د مرگ سبب کېږي. نامتو فزیکپوه سټیفن هاوکینگ له دې وروستۍ ډلې ناروغیو څخه پر یوه اخته و او بلاخره یې مړ کړ.

د ټولنیز نظم لپاره هم په ټولنه کې د حاکم نظام او خلکو د دغو درې واړو برخو گډ او Synchronized فعالیت ته اړتیا ده. زموږ ټولنه که یو لوی بدن او د هغې لوستې او حاکمه طبقه د دې بدن عصبي سیسټم فرض کړئ، نو د دغه عصبي سیسټم په درې واړو دندو کې جنجال دی. یوه برخه یې دومره بې حسه ده چې که ټولنیز بدن څلوېښت کاله هم په اور کې سوځي، د دوی غږ نه پورته کېږي. اصلاً یې نه حسوي چې څه روان دي. فعاله حسي برخه صرف چیغې وهي. دوی د بل کار نه دي، صرف خبر ورکوي چې دا دی کور اور اخیستی دی. پر ما صرف خبر ورکول او سیلفي اخیستل ول چې په ایماندارۍ مې تر سره کړل، نور کار به نور کوي. بله برخه چې گډ وډ تحلیلونه کوي، ټوله ورځ حالات د رواني ناروغانو د عصبي سیسټم په څېر تحلیلوي. عقدو، کرکو، مینې اونورو سل زر غرایزو د دوی تحلیلونه داسې تور او سپین کړي دي چې د دغو تحلیلونو پر بنسټ د یوه منظم عکس العمل ایجاد ناممکن دی. که په بدن کې پښه له ستنې سره ولگېږي، حسي برخه یې سمدستي مرکزي عصبي سیسټم ته خبر وړي؛ هلته په آني ډول پېژندل کېږي چې پښه پر ستن لگېدلې او پښې ته د حرکي اعصابو پواسطه امر کېږي چې له ستنې را لرې شي. خو زموږ په ټولنیز بدن کې چې همدغسې پېښه وشي، د تحلیل قوه یوه نه وي. ځينې وایي ستن ده؛ ځینې یې اغزی گڼي؛ یو نیم وایي نه اور و؛ بل وایي ډبره ده او.... د دغو گډو وډو تحلیلونو پایله یو منظم عکس العمل نشي ایجادولای چې پر ستن ایښودل شوې پښه له خطره وژغوري. او بلاخره د تحرک برخه خو ټولو ته مالومه ده چې فلج ده. که د حس او تحلیل برخه یو څه فعاله هم وگڼو، زموږ د ټولنیز بدن د حرکي سیسټم فلج د دې باعث شوی چې ټولنه په اوږده بحران کې پاتې شي

موږ ټول داسې یو لکه یوه کور چې اور اخیستی وي خو ټول په یوه خوله دا قبلوو چې کور اور اخیستی. هو بلکل، اور یې اخیستی. والله اور یې اخیستی. رښتیا وایې اور یې اخیستی. د انسان اصلي دنده تر دې وروسته پیلېږي. ښه اور خو یې اخیستی، بیشکه چې اخیستی یې دی، اوس به کوو څۀ؟

موږ چې په ډېرې خوارۍ دې پوښتنې ته را ورسېږو، درز بله پېښه وشي او اور اخیستی کور د ټولو هېر شي.

په معنوي لحاظ د انسان تکامل درې پوړۍ لري. حسي پوړۍ؛ تحلیلي، عاطفي یا فکري پوړۍ او بلاخره حرکي یا اکشن پوړۍ.

په لومړیو دوو پوړیو کې ټول ژوندي موجودات سره مشترک دي. په دې پوړۍ کې موږ یوازې حس لرو. په سترگو وینو چې هغه دی کور اور اخیستی؛ په پوزه د سویو غوښو بوی حسوو او په غوږونو له کوره د ښځو او ماشومانو چیغې اورو. د میر تقي میر خبره:

 

دیکھ تو دل کہ جاں سے اٹھتا ہے؟

یہ دھواں سا کہاں سے اٹھتا ہے

 

په دوهمه پوړۍ کې دغه اور، دغه د سویو غوښو بوی او دا د ماشومانو او ښځو سوې چیغې موږ عاطفي کوي. ښایي وژاړو، ښایي شعر ولیکو او ښایي درد پر زړه تېر کړو. حیوانات او حتی بوټي هم د ښو او بدو پېښو پر وړاندې عاطفي عکس العملونه لري. دغه پوړۍ تر حسي پوړۍ لوړه ده خو د انسان د تکامل نښه نه ده. پدې پوړۍ کې موږ وایو چې:

 

راشه د رحمت بارانه ښار اخیستی اور دی

ژوند لکه د کلي د چنار اخیستی اور دی

کاروان

یعنې هم مو اور پېژندلی او هم خپه یو.

درېیمه او تر ټولو لوړه پوړۍ د اکشن او حرکت پوړۍ ده. څوک شته چې د اوبو غم وکړي؟ څوک به په کور کې ایسار ماشومان او ښځې د لمبو له منځه را وباسي؟ په دې پوړۍ کې باید غږ وشي چې:

 

اوښکو! را رسېږئ! زړه کړ غم ایرې

چېرې دي اوبه؟ اور لگېدلی دی

 

د انسان د تمدن او تکامل د کیسې ټول نچوړ همدغومره دی. یو وخت انسان حسي ژوی و؛ بیا عاطفي یا فکري ژوی شو چې نوح حراري یې شناختي انقلاب بولي او بلاخره حرکي موجود شو چې ساینسي دور او ساینسي تمدن یې را منځته کړ. ساینسي تمدن اصلاً د چاپېریال د جبر او محسوساتو په اړه د انسان درک، شناخت، تحلیل او بلاخره اکشن دی.

زموږ ټولنه که د دغه تکامل په مقیاس وسنجول شي، تاسې خپله ووایاست چې په کومه پوړۍ کې یو؟

زه خپل ځواب د استاد پسرلي په خوله ویلای شم:

 

حس چې پکې نه وي که لویېږي او اوږدېږي هم

نوک دی که ویښته دی دغو دواړو ته مې مړه وایم.

 

شاوخوا ۶ میلیونه کاله مخکې انسان په لومړۍ پوړۍ کې و؛ نږدې ۷۰۰۰۰ کاله مخکې دوهمې او دا ۵۰۰ کاله پخوا درېیمې پوړۍ ته ور پورته شو. همدغه دلیل دی چې لویو شاعرانو رښتونی انسانیت هغه پوړۍ بللې چې ور رسېدل ډېرو انسان ډوله موجوداتو ته هم نا ممکن دي. بقول حضرت غالب:

 

بسکہ دشوار ہے ہر کام کا آساں ہونا

آدمی کو بھی میسر نہیں انساں ہونا

-
بېرته شاته