(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غزل عنایت

[20.May.2021 - 20:55]

لیک : سترګور سلیمانخیل:

زموږ ځوانه موسیقي، ځوانه سندرماره، ښکلی انداز د فن او هنر جلال او جمال آغلې غزل عنایت:

 

دا یو منلی حقیقت او زموږ د ژوند تجربه چې موسیقي د روح غذا ده او دا هم منو چې هنر او موسیقي له سره مرز نلري!! ژبه او نور محدودیتونه نه مني ښه او عالي موسقي په انساني عواطفو او احساساتو اثر کوي.

دا بحث اوږد او زیاتو خبرو ته اړ دی؛ نو را لنډوو یې او راځو د آغلې غزال عنایت پر ځوان استعداد او له هنر سره هغوی پر مینه یو څو خبرې کوو!!

زه باوري یم ټول افغانان او هغوی چې په ځانګړي توګه د آواز او هنر مینه وال دي؛ د دې بریالی فنکارې له موسیقی او عالي انتخاب او هنري فعالیت سره مینه او آشنایي لري، ما یې شاو خوا یوه لسیزه وړاندې له ښاغلي نذیر خارا سره یوه مشهوره دري سندره په دقت او علاقه مندی اوریدلې.

بیا په را وروستیو کې چې پښتو موسیقی ته یې مخه کړه، ولسي سندره، غزل او په زړه پورې تصنیفونه، کمپوز چې دا ټول د یوه آهنګ بشپړونکي دي نو دا هڅې یې د قدرونې او ستایلو دي!!

ځیني مشهوره ښځینه سندرې یې تر اصل ښې بیا وویلې؛ په خپله هم نوښتګره ده، هنر د هنر په توګه وړاندې کوي او مبتذل او بازاري ذوقونه په پام کې نه نیسي او په دې توګه ژبه او هنر ته په ریښتیني توګه خدمت کوي هغه یوه تعلیم یافته او روښان فکره پیغله ده، په بهر کې یې زده کړې کړي او همالته اوسی.

له ولس او هیواد سره مینه لري؛ دا مینه په خپلو بې شمیرو سندرو خوړبوي، زیار ګالي، د پردیسی په ماحول کې د کمپوز او بیا په بصري توګه د سندرې برابرول زیات کار او زیار ته اړتیا لري.

د ښاغلي منظر فریادي دا غزل یې خورا بریالی اجراء کړی "ټول عمر به دا ستا یم، ټول عمر به دې ستایم " .. 

مشهوره پښتو ولسي سندره "او عاشقان حلالوینه، سترګې مې تورې تورې .. " په لږ تغیر او د ښځینه احساس پر ور ګډولو ډیره ښکلې کاپي کړي!

یا دا مشهوره ولسي سندره:

"پیغلو راځی چې سره ځونه.. "

ریمیکس او بیا ویلې ده؛ په هنر کې نوښت او خپل ځای لري، نوې سندرې چې د ساري په توګه "مړوند مې پریږده درنه ځمه وه جانانه "

یا 

"زه نکړم، مینه نکړم "

او نورې ډیرې ........

خدای ورکړی استعداد، ډیر ښکلی آواز، په خپله عالي ذوق او انتخاب لري، همدې لنډې لیکنې په یادونې سره خپلې خبرې راټولوو.

آغلې عنایت که څه هم مورنی ژبه یې دري ده خو پښتو په معیاري او اصلي بڼه وایي زه یې د دې هنري فعالیتونو د زړه له کومې منندوی یم؛ هنرمند ټولنې ته د هنر په هره برخه کې ډیر لوی خدمت کوي، په آخره کې ورته د لا بریا، نیکمرغه ژوند او د داسې ورځې په تمه چې په هیواد کې بشپړه سوله وي او ټول مهاجر مرغان بیا خپلو ځالو ته راستانه شي .. 

-
بېرته شاته