(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لیکوال

[24.May.2021 - 22:21]

ليکوال

لیک :  سېد مامون الرشيد  باچا  

داسې چل دے کنه چې يو ځل چا د ميرتقي مير نه تپوس اوکړو چې نن سبا څوک څوک شاعران دي؟هغه جواب ورکړو چې يو سودا(مرزا محمدرفيع سودا)دے او بل دا خاکسار(يعني ځان ئې ياد کړو)د لږ سوچ نه پس ئې اووې چې خواجه ميردرد هم څه نيم شان شاعر دے،تپوس کوونکي اووې  مير سوز(محمد مير سوز)ميرتقي مير وې ولې هغه هم شاعر دے څه؟ تپوس کوونکي وې چې آخر د بادشاه آصف الدوله استاذ دے،مير اووې ښه چې دا خبره ده نو پاؤ کم درې ئې اوګنړه،خو ليکوال د سيرونو منونو نه مبراء دے،مولانا جلال الدين رومي رح وائي چې انسان تشه غوښه هډوکي دي اصل هستي شوچ دے ليکوال سره دا د هر چا نه قوي دے،داسې چل دے کنه چې پخوا زمانه کښې يو بادشاه وو په  يو  قيدي ئې د پهانسۍ حکم کړې وو،د قيدي نه د آخري خواهش مطابق تپوس اوشو،قيدي اووې چې ماله  په کومو آسونو پهانسي راکوئ(هاغه وخت به دوو آسونو په تيزه منډه د پهانسۍ رسۍ راښکله) هغه به اعلي نسل وي،آسونه راوستلي شول،قيدي اووې چې دې کښې دا يو د خپل نسل نه دے،بادشاه د مالک نه تپوس اوکړو؟مالک هم اووې چې آؤ يو اصل آس دے دا بل د خچر(قچر)د ذات نه دے،بادشاه قيدي ته وې چې تاته څنګه پته اوپګيده چې دا يو اصل نه دے؟قيدي وې دا اصل آس په خپل ځائ غلے ولاړ وو دا د خچر د ذات چې دے ده لکه د خر کله زمکه بويوله کله به ئې لکۍ ړکوله کله به ئې مخ يو طرف ته اړوو کله بل طرف ته،بادشاه د قيدي په هوښيارتيا ډير خوشحاله شو د پهانسۍ سزا ئې ورته معاف کړه په خوراک کښې ورله يوه ډوډۍ سيوا کړه،څو ورځې پس يو زرګر دربار ته راغے دوه هيرې ورسره وے،بادشاه ته ئې وې که ستا په رعايا کښې چا دا معلومه کړه چې دې دوو هيرو کښې کومه اصلي او کومه نقلي ده نو دا دواړه هيرې ستا شوې،ټولې رعايا معلومه نه کړه د بادشاه په ذهن د قيدي خيال راغے حکم ئې اوکړو چې قيدي حاضر کړئ،قيدي چې په لاسو کښې دواړه هيرې اومږلې اصلي او نقلي ئې جدا کړې،بادشاه ورته اووې چې تاته څنګه پته اولګيده چې اصلي هيره کومه ده او نقلي؟قيدي اووې چې د اصلي هيرې دا نښه ده چې دا په لاسو کښې هر څومره هم اومږې نو نه ګرميږي او نقلي زر ګرمه شي،بادشاه د قيدي په خوراک کښې د يوې بلې ډوډۍ اضافه اوکړه،سپاهيانو چې قيدي له ډوډۍ اوړله قيدي ورته اووې چې ستاسو دا بادشاه خو هم د لنګري(ډوډو پخولو واله)ځوے دے،سپاهيانو ټک په ټک بادشاه ته دا خبره اورسوله،اول خو د غصې نه تک سوور شو حکم ئې اوکړو چې قيدي حاضر کړئ،قيدي حاضريدو سره وضاحت اوغوښتو چې بادشاه سلامت تاسو د چا مشر نه تپوس اوکړئ،يو عمرخوړلے سړے وو چې د بادشاه پلار نيکه ئې ښه پيزندل،هغه بادشاه ته اووې  چې دلته ستا نه مخکښې ستا پلار بادشاه وو  خو د بادشاه جوړيدو نه مخکښې هغه لنګري وو،خو ستا د پلار نه مخکښې چې کوم بادشاه وو اصل بادشاه هغه وو د هغه خپل اولاد نه وو،هغه يوه ورځ اعلان اوکړو چې ما د پاره داسې سړے پکار دے چې زما رعايا ته په وخت ډوډۍ رسوي چې د لوږې نه بچ شي نو ستا پلار دا ذمه واري ترسره کړه،هغه اصلي بادشاه د ځان نه پس ستا پلار بادشاه کړو نو ته په اصل کښې د هغه لنګري ځوے ئې،بادشاه قيدي نه تپوس اوکړو چې تاته څنګه پته اولګيده چې زه د لنګري ځوے يم؟قيدي اووې چې څنګه غر نو هاغسې کربوړے،ما تا ته څومره د عقل پوهې نه ډکې حبرې په عملي طور اوښودلې د دې په بدل کښې تاله پکار وو چې د هر څه نه اول دې آزادي راکړے وے او بيا دې ورسره هيرې جواهرات په انعام کښې راکړے وے خو تابه د هغې په بدل کښې زما خوراک کښې خالي يوه ډوډۍ زياته کړه ماته ستا دې حرکاتو سکناتو ستا اصل راوښودلو ځکه چې د معمولي ظرف خاوند هميشه د لوے نعمت نه محرومه وي،ليکوال هم لکه د قيدي د علم پوهې نه ډک دے،هر څوک ئې د خپلې عالي ظرفئ په سوب ډېر زر پيزني؟د يورپي ژبې متل دے؛؛چې چا ته دوه نعمتونه مپسر وي نو هله د هغه ژوند ژوند وي  يوه داسې مشغله چې د هغه طبعت سره مناسب وي او دويمه د هغه کورودانې؛؛(د اکثرو شاعرانو اديبانو  دغه اړخ د ادبي ذهني هم آهنګئ په وجه کمزورے وي)د ليکوال خو اولنئ مشغله په فطري توګه نصيب شوې ده او د دويمې په حقله والله علم،ديرش کاله وړاندې ليکوال په پوليس کښې هم پاتے شوو وو خو لکه د سپاهي ئې چرې پخپله ځان ستائيلې نه دےخو پته نه لګي چې لکه ئې سياره مشتري ده که؟ځکه چې دا سيارې واله بيخي د چا غلامي نه مني لکه زما ئې چې هاغه د پوليس نوکرۍ له   په دې سينه کښې داسې ناتوګلې لته ورکړې ده چې هاغه نوکري خواره لاتروسه ځاے له راغلې نه ده،هاغه وخت به ئې لکه د چکليټي اداکار خداے بخلي وحيدمراد تک تور چکه چکه يټوکے په تندي پروت وو بريت به بې هم لکه د دليپ کمار پريخے وو د هاغه وخت نه ئې د پښتنو  د  پاره  د پښتو قافله(شعري مجموعه)تياره کړې وه چې د پښتو او پښتون سره د تړون هغه مزے ئې لاتروسه ټينګ نيولے دے،که ډاکټرعلامه محمداقبال رح خواجه حسن نظامي او شيخ عبدالقادر ته به ئې شيخين پنجاب(هغه وخت د علامه صيب ږيره وه)وې نو سيدفريدالله شاه حساس ډاکټر حنيف خليل او ليکوال درې واړه صاحبان زمونږ شيخين خيبرپښتونخوا دي،رشيداحمد صيب که ډېر د ليکوال د چوتي يار دے خو د ارواښاد فضل الرحمان صابر صيب په قول ږيره فيلو ئې نه دے،دا بيله خبره ده چې لکه د؛؛  اتريشي هانس اسټينينګريو په شان ئې يو نيم ميټر اووږده ږيره نه ده چې لکه د هغه به ئې په خپو کښې اونخلي او د راپريوتو سره به شهيد شي،ليکوال دې الله ژوندے لري خو داسې هم نه ده چې د دهلي په مشاعره کښې يو ادب ذوقه مجيد شاعر ته وې چې جي په خپل موټر کښې به د مغل ګارډن چکر درکړم خوا کښې ورسره شاه جهانپوري بسمل ولاړ وو مجيد صيب د هغه په اووږه لاس کيخودو وې ئې ما خو ستاسو مغل دلته اوليدو چې ظالم شاعر هم دے مغل هم دے بيا ئې د شاه جهانپوري بسمل ډکې ډکې ببرې ږيره ته اشاره اوکړه چې ما ګارډن هم دلته اوليدو،ما شاالله ليکوال په سنتو برابر دے،کتابي مخ،ګلابي څهره،عقابي سترګې،شهبازي نظر،په خاموشئ کښې لکه غر،په سخاوت کښې لکه د نمر،ژوروالي لکه د سمندر،په برداشت کښې لکه اوبه،په خاکسارۍ کښې لکه زمکه،په ظاهر باطن سپين سپيځلے،د وينا انداز داسې چې لکه د شاتو د ګبين ترې خانداني شرافت راڅڅيږي،يوه خبره ئې هم د پوهې او حکمت نه خالي نه وي دغه هر څه ئې ليک کښې هم محسوسيږي ځکه چې تخليق د تخليقار اولاد وي،د تعليم يافتوو نه دنيا ډکه ده خو د انسان نه انسان جوړيدو د پاره د هر څه نه زيات د تربيت ضرورت وي په دې خاصيت پوور مامور دے،مولانا شيبلي وائي چې ماله انګريز د شمس العلماء خطاب راکړو زه پرې خوشحاله نه وم زما د خپل اولس د طرف نه هر څه خوښ وي د حکومت دغه وخت سره ختم شي او د خلقو هغه تل تر تله وي لکه حجة الاسلام د امام غزالي رح،امام د فخرالدين رازي او علم الهدي د شريف مرتضي، ثناء الله(ميراجي) به د مشرق او مغرب په شاعرانو مضمونونه ليکل خو ليکوال د مشرق مغرب سره د شمال جنوب په شاعرانو هم خاکې ليکلي دي خو ثناء الله د هندوې جينۍ؛؛(ميرا)په مئيندو خپل نوم د هغې نه ځار کړے وو ولے ليکوال په مسلمانه هم چرته عاشق دړۍ شوے نه دے،

اسرارالحق مجاز چې د رانچي د دماغي هسپتال نه کور ته راغے چا ترې تپوس اوکړو چې واقعي ستا عقل ضائع شوے وو؟مجاز يو سوړ اسويلے اوکړو وې که عقل مې وې نو دې ملک کښې به مې تخليق کولو،خو ليکوال حوصله نه بائيلي زړه زړه کښې وائي چې د ګنډهيري دا قلم به هم چرته يوه ورځ ګل شي کنه،ځنې کسان د ليکوال نه د فرمائشي ليکونو تقاضه کوي خو هغه سره په موقع جواب وي چې د هغې نه پس بيا د ګوو ګووشتو آواز نه کوي،لکه فيض احمدفيض يو ځل خپل يو دوست ته اووې چې يار تا هډو په ما ليکل اونه کړل؟دوست ورته اووې چې ستا د نوم يوه قافيه ده ؛؛حيض؛؛او هغه هم ډېره خطرناکه ده،ليکوال لکه د ابوزيدولي الدين ابن عبدالرحمان ابن ابي بکر ابن عبدالله محمد ابن الحسن ابن محمد جعفر ابن محمد ابراهيم ابن عبدالرحمان ابن خلدون په شان ليکوال نه دے(ابن خلدون اميرتيمور له د هغه په وينا د افريقې تاريخ ليکلې وے)چې چا ظالم جابر له به د هغه د خوښې ليکل اوکړي خو کله کله پټ پټ چاله په خاکه ماکه کښې ګوتې وهي،د علم ښار،د چرچنړو توت، د دستار سړے،روښانه څھرې چې د دې نوم کم از کم روښانه او تتې څهرې پکار وو ځکه چې  مګري عطاء الرحمان عطا صيب  په يو نظم کښې خپله ډېره توانائي خرڅ کړې وه دغه شان ليکوال هم په تتو څهرو  بې ځايه ادبي توان ضائع کړې دے

ارواښاد جلبل خټک چې د مردان کچرۍ کښې اولسي شاعر سردارغمژن صيب سره مخامخ شو نو وې ئې پؤو وۍ دا غمژن داسې وي سردار هم پوره حاضرجوابه دے سم دستي ئې ورته اووې ولې دا سوزيدلے(جلبل)ستا په شان وي څه؟لکه هغه جوش مليح آبادي سره يو ځل چا د عبدالحميد عدم ملاقات اوکړو(عدم ډېر غټ وو)چې جوش صيب دا شاعر دے عدم،جوش ورته ښکته پورته اوکتل وې ئې که دا عدم وي نو چې وجود به څنګه وي؟د ليکوال تخلص هم دقسے دے،په ناليدلي مخ به ډېر زړه کښې وائي چې لکه د امتيازاحمد عابد به داسې نرے نروچکے وي چې ګني په تيزه سيلۍ کښې به بهر راوتلے نه شي خو ليدلو پيژندلو ته پته ده چې طوفانونه ئې د ځايه خوځولے نه شي،د دننه انساني غم نه ئې لکه د هدايت الله ګل څوک نه خبريږي 

دننه ټول رانړيدلے ومه

بهر محکم لکه د غره ښکاريدم

خوراکي دے خو پخپل کور نر دے ځکه پردۍ ډوډۍ په خپل شکور کښې ويني دوه په تناره خوري دوه په تله راتله خوري دوه چې کيني هله اوخوري چې دا خوار به  لا څه خوري خو د اقبال حسين افکار صيب په شان چاټؤر نه دے چې لکه د هغه اوخاندي نو ناست کسان نه خاندي بلکې د هغه د خيټې رقص سره په خندا سر شي،

ليکوال ميان ملا نه دے خو د قرآن او حديث نه خبر دے د شپږويشتمې سيپارې؛؛حم؛؛د سورة آلحجرات د ديارلسمې رکوع د يولسم آيت په رڼا کښې چاته نيمګړے او غلط نوم نه اخلي خپل نوم ښه پوره؛؛ګل محمد بيتاب؛؛ليکي، لکه د چا په شان نه دے چې سره د پوهې د نوم لنډيز(مخفف) ليکي،مولولانا ابواکلام آزاد به د اخترالايمان باره کښې وې چې د يو بنده خپل نوم غلط وي نو هغه صحي شعر څه اوليکي،

د انجمن ترقي دهلي معتمده(جنرل سيکريټري)حميده سلطان يوه مشاعره راجوړه کړې وه،حضرت نوور ناروي يو شاعر وو چې چرې به ئې نه خندل،هغه پکښې خپل غزل وې چې داسې زمکه ئې وه؛؛حالات کيا کيا،آفات کيا کيا؛؛هغه چې کله د خپل غزل دې مصرعې له راورسيدو چې ؛؛يه دل هے يه جګر هے يه کليجه؛؛ نو هري چند اختر يو دم اووې چې؛؛قصائي لايا هے سوغات کيا کيا؛؛سره د نوورناروي ټولو په کړس کړس اوخاندل،ليکوال سره هم لکه د ملاء نصرالدين قصې نه ختميږي،خپله هم خاندي نور هم خندوي او کله کله به تاسره خبرې کوي خو لکه د سرمايه دارو به ګوري بل خوا او داسې غلے غلے به لګيا وي لکه په چا نظر وهلي چې مولائي صيب دم اچوي،د ليکوال ليکونه هم لکه د شاعر د محبوبۍ د زلفو ډېر اووږده اووږده وي خو دا ګر ورسره شته دے چې جملې ئې دومره چټک او چستې وي چې لوستونکي څو په ځانونو پوهيږي پوهيږي نو د ليک نه پورې راپورې وتي وي،په تخليق کښې ئې ډېر زور دے خو ګټې ترې دکاندارانو پورته کړې،د ساحرلدهيانوي خبره چې ما فلم کبھي کبھي له لوبې(ګيت)ليکلې وې فلم کامياب شو د هغې په خوشحالۍ ګښې جشن؛؛ کائش جشن؛؛ نمانځلے شو زه هم وم چې په هغې کښې پاميلا چوپړا د لتامنګيشکر په غاړه کښې هار واچوو د يوې د اداکارې او د بلې د سندرغاړې په حيث مشهورتيا اوشوه ،ما پاميلا چوپړا ته اووې چې تاته صرف مور(لتا)په نظر راغله دلته دې پلار(ساحر)حيران ولاړ وو نو هغه دې نه ليدو؟خو داسې چل دے کنه چې ليکوال د دوي نه ډېر اوچت دے، ګني مشهور ډرامه ليکونکے جارج برنارډ شاه د کتابونو دوکان ته ورغے د خپلو ډرامو مجموعه ئې اوليده چې پانړې ئې ورل اړولې خپل لاس ليک ئې اوليدو؛؛خپل دوست ته خپل کتاب بصد خلوص؛؛ هغه خپل کتاب ئې د  دکاندار نه پ پيسو واخستو دوباره ئې پرې اوليکل؛؛خپل دوست ته خپل کتاب دوباره بصد خلوص؛؛نن وخت کښې هم د زياتره کتابونو او شاعرانو هم دا حال دے ځکه چې په هر وخت کښې سوچه ليکوال د ګوتو په شمير وي چې په هغې کښې يو دا ليکوال دے،دا صحي ده چې د ژمي سپوږمۍ او د غريپ ځوانۍ ته څوک نه ګوري خو عمل په مثال په مينه کښې د عاشق د قربانۍ دے چې امر شي ځکه چې ريښتياوالے د دنيا د ټولو ښآئستونو نه غوره ښآئست دے،

د ليکوال هر رنګ د نورو نه جدا دے هغه د دعا ئې هم ناآشنا رنګ دے،خلق د مال دولت د ژوند د نورو سهلولتونو سوالونه کوي ليکوال د هر مانځه نه پس دا سوالونه کوي چې اے پاکه ربه ما د ګناهونو نه داسې پاک کړے داسې پاک کړے کنه لکه څنګه چې د پيسو نه پاک يم خو نصيب دار دے ځکه چې د چا قرضدارے نه دے ګني مشهور انګريز ناؤل  ليکونکے چارلس ډکنز به اکثر قرضدارے وو  چې يو پيره ئې پکښې جيل هم تير کړے وو،که ليکوال قرضدارے وے نو د مرزا اسدالله خان غالب د مشرې خور هغه قصه به د ده هم وه،غالب د بيمارې خور تپوس له تلے وو ورته ئې وې خورې څنګه ئې هغې ورته وې مړه کيږمه خو فکر دې راسره پردے قرض دے راباندې په هغې به مې غاړه نيولي شي غالب ورته اووې پريږده قرض مرض ولې خداے پاک سره به مفتي صدرالدين  ناست وي څه؟چې ډګري به اوکړي او غاړه به دې اونيولې شي،مړه اے داسې چل دے کنه چې د ليکوال کلام او تکيه کلام هم په جدا جدا رنګ دي خو نورالبشرنويد صيب وائي کنه چې

زما نه اوس هم لا د خپلو  خولو بوي راخيژي

ستا نه د عطرو او پليلو يو رومال جوړ شو

خداے چې ويشلې لوئې برخې په قامونو باندې

 

پښتو مې مور شوه او زما  نه ئې ليکوال جوړ شو

تش پښتانه نا پښتو مور ژبه به هم خپل دا ساهو ليکوال ښاغلے ګل محمد بيتاب صيب ژوندے ساتي فخر به پرې کوي چې آؤ داسې يو سر تيره ليکوال زمونږ هم وو

(افکار)

-
بېرته شاته