(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جمهور رئیس سره مرکه

[24.May.2021 - 22:25]

               له شپیګل الماني مجلې سره د جمهور رئیس غني د مرکې پښتوژباړه

(دا مرکه د می میاشت په ۱۵مه نېټه شپيګل مجله کې خپره شوې ده.)

شپيګل: ښاغلی جمهور رئيس، متحده ایالاتو بې ستاسې له دخیلولو، له طالبانو سره سوله وکړه او اوس له افغانستانه وځي، داسې نه احساسوئ چې خیانت درسره شوی؟

جمهور رئيس غني: دې کې خیانت کوم دی؟ د ښاغلي باېډن ادارې یوه ستراتيژیکه پرېکړه وکړله. هغوی خپلې ګټې ارزیابي او تعریف کړې دي. زه د دې پرېکړې درناوی کوم. هېڅ ډول د غوسې، کرکې او نهیلۍ څرګندونه به ګټوره نه وي. ما هېڅکله د امریکایي ځواکونو له ستنېدو سره مخالفت نه دی کړی او نه مې په پښېمانۍ وخت ضایع کړی. اوس پوښتنه دا ده چې په راتلونکي کې زموږ شریکې ګټې کومې دي او موږ به بیا څنګه له متحده ایالاتو سره خپله همکاري ترسیموو.

 

شپیګل: د متحده آيالاتو له ملاتړ پرته، ستاسې حکومت د طالبانو پر وړاندې تر څه وخته مقاومت کولای شي؟

جمهور رئيس غني: د تل لپاره! ما چې یو کار وکړ هغه دا و چې خپل ځواکونه مو داسې حالت سره د مبارزې لپاره چمتو کړل. موږ دا اوس هم د می په میاشت کې د بریدونو له لومړۍ څپې سره په اغېزناک ډول مقاومت کړی ، خو آيا تاسې به د هغه په اړه هم (په خپله مجله) کې لیکل وکړئ؟ موږ دفاع کولای شوو. اصلي ستونزه د ابهام وه چې امریکایان وځي که پاتې کېږي؟ دا ابهام دوه کاله اوږد شو. اوس وضاحت شته، یو نوی فصل پیلېږي او د لوبې نوي اصول پلي کېږي.

 

شپیګل: آیا دا د ۱۹۹۰لسیزې په څېر د کورنیو جګړو پيل دی؟ لکه په هغه وخت کې چې د شوروي اتحاد پوځونه ووتل.

جمهور رئيس غني: د کورنۍ جګړې اټکل شته، خو حالات باید تر هغه بریده لاړ نه شي. تاسې پوهېږئ چې کله په ۲۰۱۴ کال کې د (متحده آيالاتو او بین‌المللي ځواکونو) له لوري جنګي ماموریت رسماً پای ته ورسېد او په روزنیر ماموریت بدل شو، هر چا داسې تصور کاوه چې جمهوریت به را وپرځېږي، خو موږ بریالي شوو. دې ته هم پام کوئ چې دا ټول د یوه روایت خبره ده: څومره چې د افغانستان د بې‌ثباتۍ سناریو پراخېږي، دومره به موږ دلته له تاوتریخوالي سره ډېر مخ کېږو.

 

شپیګل: په کابل کې د هیواد نخبه‌ګان هڅه کوي له ټولو احزابو متشکله د دولت شورا جوړه کړي چې دا به نه یوازې د سولې پروسه، بلکې د طالبانو په مقابل کې مقاومت تنظیموي، فکر کوئ چې ګټوره به وي؟

جمهور رئیس غني: دا شورا په جوړېدو ده او زه یې په خپل ټول وس ملاتړ کوم. د سولې پروسه اساسي سناریو ده. که طالبان پر دې پوه شي چې د افغانستان حکومت نه شي پرځولای، نو بیا اړتیا ویني چې د سولې برلاسې سناریو ته مراجعه وکړي.

 

شپیګل: آیا تاسې پخپله اوس هم د سولې پر پروسه باور لرئ؟

جمهور رئيس غني: د سولې په اړه به لومړنۍ پرېکړه د سیمې په کچه کېږي، زه فکر کوم موږ په حساسو او د بیا فکر کولو په شېبو کې یوو. لومړی په دې موضوع کې د پاکستان د دخیلولو مسئله ده. متحده ایالات اوس کوچنۍ ونډه لري. د سولې او خصومت خبره اوس د پاکستان په لاس کې ده.

 

شپیګل: د پاکستان حکومت د طالبانو پر جګړې څه اغېز لري؟

جمهور رئیس غني: پاکستان (د طالبانو) د ملاتړ یو منظم سیستم مخ ته وړي. طالبان په پاکستان کې تجهیز او تمویلېږي او هلته جلب و جذب کوي. د طالبانو د پرېکړې کولو د بېلابېلو جوړښتونو نومونه (د کوېټې شورا، د میرام شاه شورا او د پېښور شورا) دي، دا نومونه د هغو ښارونو دي چې طالبان په کې مېشت دي. دوی له پاکستاني دولت سره ژوره اړیکه لري.

 

شپیګل: امریکایانو پخوا ولې په پاکستان کې مداخله ونه کړله چې د طالبانو دا نفوذ ضعیفه کړي؟

جمهور رئیس غني: دا پوښتنه له امریکایانو کولای شئ. زه درته دا د تجربې له مخې ویلی شم چې هغوی (امریکايي ځواکونو) د لوجستیک او انتقالاتو په برخه کې، پر پاکستان کلکه تکیه لرله.

 

شپیګل: پاکستان چې اوس خپل هدف ته نږدې دی او زر به د طالبانو په وسیله، په کابل کې د سیاست لوری وټاکي، نو په دې حالت کې ولې باید خپله دایمي ستراتیژي بدله کړي؟

جمهور رئیس غني: ما چې پرون د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره وکتل، په زغرده یې ډاډ راکړ چې د طالبانو د امارت یا دیکتاتورۍ بیا‌راتګ په سیمه کې د هېڅ هیواد او خصوصاً د پاکستان په ګټه نه دی. که څه هم ویې ویل چې پوځ کې یې په ټیټو کچو کې اوس هم په ځينو قضیو کې مخالف ذهنیت لري، خو اصلي خبره د سیاسي ارادې ده.

 

شپیګل: د پاکستان د پوځ مشر د برېتانیا د لوی درستیز جنرال نېک کارټر له لوري بدرګه کېده. لندن د طالبانو د مهارولو په هڅو کې څه ونډه لري؟

جمهور رئيس غني: جنرال کارټر زموږ ګډ ملګری دی. زه یې له لسو کالو، له هغه وخته راهیسې پېژنم چې په کندهار کې د ایساف ځواکونو قومندان و. ډېر په زړه پورې سړی دی. په تاریخ کې کله کله داسې کېږي چې په بحراني حالت کې خاص خلک سره راټول شي.  

 

شپیګل: آیا په راتلونکي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ امنیتي تړون د سولې کونجي کېدای شي؟

جمهور رئيس غني: هو، مهم عامل کېدای شي، خو زما هدف د افغانستان بې‌طرفي ده. موږ نوی ملاتړی ځواک نه غواړو او دا هم نه غواړو چې د سیمې او نړۍ د رقابتونو برخه شوو.

 

شپیګل: که تاسې په راتلونکي کې له طالبانو سره واک شریک کړئ، نو مشارکتي ټولنه به څنګه وي؟ آيا سړي به یو ځل بیا اوږدو ږیرو پرېښودو ته اړ کړل شي او ښځې به له کورونو د وتلو اجازه ونه لري؟

جمهور رئيس غني: (په دې اړه) طالبان وپوښتئ! موږ به یې دې کار ته پرې نه ږدو. طالبان به افغانان ځوانان په زور تسلیم نه کړي.

 

شپیګل: افغانستان کې چې په تېرو ۲۰ کلونو کې څه رغېدلي، ټول ډېر زر له منځه تللی شي. مثلاً طالبانو یوازې په یوه شپه کې، پر کندز د برید په لړ کې ټول بنسټونه، ښوونځي او پوهنتونونه ولوټل. آيا د جرمني د وسله وال پوځ په شمول، د لویدیځ د بیارغونې ټول کارونه عبث وو؟

جمهور رئيس غني: زه ډاډ درکوم چې ښځې به دلته له خپلو حقونو بې برخې نه شي او نه بهرنیو مشاورینو ته اړتیا لري چې د دوی استازیتوب وکړي. د حکومت ۳۰٪ اداره ښځې تشکیلوي، ۵۸٪ سلنه حکومتي کارکوونکي ځوانان، باسواده او له ۴۰ کلنۍ ټيټ دي. اردو مو داوطلبه ده. افغانې ټولنې په خپلو کې یو پراخه بحث پیل کړی او مستقلې پرېکړې کوي. زه فکر کوم چې په ټولنه کې دغه پوهاوی له منځه نه شي تللی.

 

شپیګل: او که طالبان واک ترلاسه کړي، آیا ګاونډي او اروپایي هیوادونه دې یو ځل بیا ځان د ۱۹۹۰مې لسیزې یا نږدې ۲۰۱۵ کلونو په څېر د کډوالۍ نوې څپې ته چمتو کړي؟

جمهور رئيس غني: دغه د تراژېدۍ روایت باید بس شي. څومره چې رسنۍ د تراتيژیدۍ په دغو روایتونو غږېږي، دومره خلک هیواد پرېښودو ته هڅوي. رسنۍ دې ددې پرځای لطفاً هغه فرصتونه تشریح کړي چې دلته حتی په سختو او جنګي شرایطو کې موجود دي.

 

شپيګل: تاسې د دې فرصتونو کومه بېلګه لرئ؟

جمهور رئيس: ولې نه! افغانستان په نړۍ کې د جلغوزی لوی تولیدونکی دی. تر ډېره وخته جلغوزي پاکستان ته او بیا چین ته د پروسس لپاره قاچاق کېده. اوس موږ له ترکش ایرلاین هوایي شرکت سره د تړون له مخې، دا (جلغوزی) مستقیماً جرمني ته لېږو. په تېرو ۲۰ کالو کې موږ ډېر داسې وړ ځوانان وروزل چې له نړۍ سره اړیکې رامنځته کولای شي. موږ ډیجیټل سازي کوو چې دا ټول کار (دندې) رامنځته کوي او کار د ثبات په معنی دی.

 

شپیګل: طالبانو سره د سولې په پروسه کې اروپایان او خصوصاً جرمنیان څه مرسته کولای شي؟  

جمهور رئيس غني: ډېر څه کولای شي. پاکستان بالاخره یو دولت دی او دا دولت باید اوس یوه مهمه پرېکړه وکړي. د جرمني له لوري واضح پیغامونه او هڅونې مرسته کولای شي. او که په مقابل کې پرېکړې د توقع خلاف په بل مسیر کېږي، نو دوی باید بندیزونه وضع کړي. تاسې باید د اروپایانو په توګه ځانونه یوازې څارونکي ونه ګڼئ، بلکې تاسې د دې هڅو مستقیمه برخه یئ.

 

شپیګل: آیا تاسې د لویدیځو سازمانونو محلي کارکوونکي چې د دوی همکاران بلل کېږي، د طالبانو له لوري له وژل کېدو ساتلی شئ؟ یا همداسې شیعه اقلیت چې (کافر) بلل کېږي او له ګواښ سره مخ دی؟

جمهور رئيس غني: موږ له خپلو امنیتي ځواکونو سره کار کوو. ځينې خلک به اروپا ته لاړ شي، خو موږ یې دې کار ته نه هڅوو. د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل، په اروپا کې د کډوالو د منلو او ادغام په بحران کې خپله قوي رهبري وښودله. دې د اروپا بشري او د اساسي قانون ارزښتونه وساتل. موږ یې منندوی یوو، خو دلته چې څوک اوسېږي، موږ باید ورته دا واضح کړو چې په یونان، ترکیه یا مدیترانه يي هیوادونو ته کډوالي آسانه نه ده. چا چې له ائتلافي ځواکونو سره کار کړی، موږ یې هڅوو چې همدلته پاتې شي. دوی به هلته څه کوي؟ څومره چې تاسې موږ سره د افغانستان په ثبات کې مرسته کوئ، دومره به هلته (ستاسې په هیوادونو کې) کډوال لږ وي.

 

شپیګل: بالاخره به څه شی طالبان سولې کولو ته وهڅوي؟

جمهور رئیس غني: د لویدیځ دیپلوماسي باید په هر صورت د دوی نازول بس کړي. طالبان مجرمان دي. دوی بې‌ګناه خلک وژني، لکه څنګه یې چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د نجونو په ښوونځي برید وکړ او په دې برید کې ۸۵ تنه ووژل شول. دغو مجرمینو ته د سیوري حکومت په توګه اعتبار مه ورکوئ.

 

شپیګل: طالبان ادعا کوي چې دغه برید دوی نه دی کړی، ویل کېږي چې د اسلامي دولت (داعش) کار و.

جمهور رئيس غني: تاسې پوهېږئ چې زما زړه زیاتره وخت کلک وي، خو دغه جنایت راباندې ژور اغېز وکړ. طالبانو د دغه جنایتونو ترسره کېدو ته زمینه برابره کړې ده، دوی لکه څنګه چې ادعا کوي، له القاعده سره خپلې اړیکې نه دې پرې کړي. دوی د دې (برید) مسوول دي.

 

شپيګل: که څه هم په هیواد کې زیاتره خلک له طالبانو کرکه کوي، خو ستاسې حکومت هم رد کوي. فساد له زغمه وتلی دی، ۵۰٪ سلنه افغانان اوس هم د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي، دا ولې؟

جمهور رئيس غني: له حکومته مرورتیا د ولس حق دی، خو دې ته هم باید پام وکړو چې په بحراني هیواد کې د فساد اصلي عامل بې باوره حالت وي. کله چې خلک داسې فکر کوي چې: «دا سیستم دوام نه کوي»، نو بیا یې لومړی فکر دې ته وي چې په دې وخت کې څنګه د ځان لپاره یو څه ترلاسه کړي.

 

شپيګل: تاسې هم تېروتنه کړې؟

جمهور رئیس: د نړیوالو پيسو (مرستو) ډېره برخه د افغانستان حکومت ته نه ورکول کېږي. ځينې قراردادونه شپږم لاس پلورل شوي تر دې چې پروژه یې له لږې پاتې بودیجې تطبیق شوې ده. موږ داسې بنسټونه رامنځته کړل چې د فساد د قضیو تعقیب ډاډمنوي. قضا کار کوي. په افغانستان کې د فساد یوه برخه له جرمي اقتصاد او د مخدره توکو له قاچاقه سرچینه اخلي. دا مه هېروئ، د طالبانو او متحده ایالاتو په مذاکراتو کې چې کوم ۵۰۰۰ بندیان خوشې شول، په دې لیست کې د مخدره توکو د ۶۰ تنو مشهورو قاچاقبرانو نومونه هم شامل وو.

 

شپيګل: له متحده ایالاتو سره د سولې د هوکړې د ترسره کېدو لپاره چې تاسې د طالبانو کومې غوښتنې ومنلې، آیا په هغو پښيمانه یئ؟

جمهور رئیس غني: موږ ته ویلي شوي وو چې دا به مو سولې ته نږدې کړي، خو آيا تاوتریخوالی کم شو؟ نه! بلکې لا ډېر شو. هیله لرم چې نړیوال همکاران به له دې سبق واخلي.

 

شپیګل: اوس بیا د سولې د خبرو لپاره د شرط په توګه د ۷۰۰۰ طالب زندانیانو د خوشې کېدو خبره کېږي، آیا تاسې به یې ومنئ؟

جمهور رئيس غني: یوازې په هغه صورت کې چې د سولې د هراړخیزې هوکړې لامل شي.

 

شپیګل: د افغانستان د جمهور رئيس په توګه کار کول داسې دي لکه د پړانګ په ملا سورلي کول، د وظیفې له امله درباندې څومره فشار دی؟

جمهور رئيس: د آرام لپاره هر ورځ لږ تر لږه یو ساعت مطالعه کوم. اوس د درېیم سکتور، په اروپا کې د مدني مشارکت په اړه یو کتاب او همدارنګه د فارسي شعرونو یوه مجموعه لولم. په ځوانۍ کې مې ۵۰۰۰ شعرونه په یادو زده کړي وو، اوس مې ذهن په نورو شیانو بوخت دی.

 

شپيګل: شخصاً ته د خپل هیواد پر راتلونکي څومره ډاډه یې؟ آیا دا وېره درسره شته چې که څه وضعیت خراب شي، ته به هم په وروستۍ الوتکه کې کابل پرېږدې، لکه څنګه چې امریکایانو ویتنام پریښی و؟

جمهور رئیس: زه له مرګه یوه مرمۍ لرې یم! پر ما ډېر بریدونه شوي، خو افغانستان جنوبي ویتنام نه دی او نه ما واک په کودتاه ترلاسه کړی. زه ولس ټاکلی یم. هېڅکله مې امریکايي ساتونکی نه دی لرلی او نه امریکایي ټانک ساتلی یم. له جهوري ریاست مخکې مې ۲۸ کاله ډېر بریالی مسلکي ژوند درلود، خو خوښ نه وم. د نړۍ هېڅ ځواک مې دې ته نه شي اړ کولای چې الوتکې ته پورته شم او دا هیواد پرېږدم. زه له دې هیواد سره مینه لرم او په دفاع به یې سر ورکوم.

 

شپیګل: ته به همدلته یې؟

جمهور رئيس: هر څه چې کېږي!

شپيګل: ښاغلی جمهور رئيس، د مرکې لپاره ډېره مننه.

-
بېرته شاته