(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارواښاد مندوخیل

[24.May.2021 - 22:29]

" ارواښاد محترم عبدالرحیم مندوخیل صیبدپښتون افغان ملت ویاړلې قومی اثاثه

لیک: خورشیدکاکاجی

"ستا د ښائیست ګلونه ډیر دی

جولئ مې تنګه زه به کوم کوم ټوله وومه "

 

نن 20 م مئ ده او د ارواښاد محترم عبدالرحیم خان مندوخیل څلورم تلین کلیزه ده ـ

د محترم عبدالرحیم مندوخیل صیب سره زما ځانی پیژندګلو او سیاسی و تنظیمی رشته د کال  1985 نه تر د هغوی د وفات 2017 د نیټې پورې نزدې دریدیرش کاله اوسیدلې ده ـ په دغه ټوله دورانیه کښې ما محترم عبدالرحیم مندوخیل صیب د یو قومی او ګوندی مشر په حیث ډیر د نزدې لیدلې او اوریدلې دې ، د یو فعال سیاسی کارکن په حیث ورسره په ګوندی سیاسی و تنظیمی سرګرمو کښې شریک ووم او د نورو قومونو او حزبونو سره د اتحادی سیاستونو په حواله مې هم د MRD، سندهی بلوچ پختون فرنټ، پونم او پښتون رهبر کمیټئ وغیره په تنظیمی اجلاسونو او سیاسی جلسو کښې مې ډ یر د نزدې نه لیدلې او اوریدلې دې، د پښتونخوا وطن په کلو او بانډو ورسره ګرځیدلې او د سنده،پنجاب په سفرونو کښې ورسره مل اوسیدلې یم، یقینأ چی دغه زما د ژوند پر افتخاره حصه ده چی ما ته د خپل ګوند د نورو مشرانو سره سره د محترم رحیم صیب سره هم د صحبت یوه اوږده موده په لاس راغلې ده، په خپل قومی تاریخ ، وطنی و سیمه ایز سیاستونو او تنظیمی امورو باندې مې ترې بلها ایزدکړې کړی دی او واقعتأ چی په هره حواله د علم کان وو او د عمل د جیهان نه ستړې کیدونکې انقلابی مبارز وو،د پاک و شفاف کردار خاوند او عالم با عمل وو، یو عظیم انسان، کامل مومن، سوچه پښتون او لوئ افغان وو، زیرک سیاستدان او هوښیار و جرآتمند قانونی و آئینی ماهر او پارلیمنټیرین وو، لوئ ادیب او تاریخ پوهه وو، په ریښتیا د خان شهید عبدالصمد خان اڅکزی سوچه ملګرې او همقدم وو، د رنګ،نسل،ژبې او مذهبی عقیدې بالاتر د هر رنګه ظلم و جبر او غلامئ خلاف وو او د خپل ویاړلی پښتون افغان لپاره ئی د قومی برابرئ او سیالئ په بنیاد د نورو قومونو سره د ریښتونی پائیدار امن، رورګلوئ او ژوند تیرولو علمبردار وو، په خپل سیاست کښې د سامراجی او استعماری قوتونو دوښمن، دوطنی استبدادی عناصرو سخت مخالف او د اولسونو لپاره د مترقی سیاسی نظام بیرغ بردار وو ـ

بحیثیت مجموعی ارواښاد محترم عبدالرحیم مندوخیل صیب ډیر مینه ناک او شفیق انسان وو او بالخصوص د پارټئ د ملګرو او کارکنانو لپاره لکه د خوږ او مهربانه پلار رنګه وو البته په ژوند کښې ئې درست نظریاتو،سیاست و سیاسی کارونو او خپل قومی اهدافو ته  تل اولیت ورکړې او ورکاوه او په دې لړ کښې ئی د کړاو او قربانئ ورکولو نه نه خپله ډډه کوله او نه ئی ملګری بې زړه و بې جرآته ساتل بلکه تل به ئی د پارټئ کارکن او ملګری په ډیر همت او جرآت په کار اچول، په نه ستړی کیدونکې سیاسی مبارزه ئی یقین ساته او د سیاسی جدوجهد په دوران کښې ئی د نظریاتو پاکوالې او شفافیت بیانول او ساتل ئی نه فناه کیدونکې عظمت دې، د آذاد افغانستان د آذادئ و ملی استقلال د دفاع،د هغې د ارضی تمامیت د بشپړتیا ،  د مینځنئ پښتونخوا (فاټا) د اولسونو د خپلواکئ او ترقئ لپاره د هغوی د جمله حقونو د ګټلو او له محکوم وطن له چتراله تر بولانه د پښتون افغان ملت د کلهم سیاسی،معاشی،ټولنیز او کلتوری مشکلاتو د دائمی حل لپاره د وطن په بنیاد جوړه د پښتونخوا ملی عوامی پارټئ په تشکیلاتو کښې ئې رول بنیادی او جوهری دې ـ

د آذادئ،خپلواکئ او اولسواکئ د ګټلو لپاره محترم رحیم صیب تل اګاهانه او شعوری سیاست کړې دې او په دې لړ کښې ئې په خپله پارټئ، د هغې په تنظیمی یونټونو او فولادی ډسپلن باندې بې حده مئین وو او په دې ئې په هیڅ صورت کمپرومائیز یا سمجهوته نه کوله او په دې لار کښې د فولادی مزاحمت بهترین علامت دې ـ

د خپلې پوهې،پاک و شفاف کردار،جرآت، اولس دوستئ او اعلی ا انسانی خویونو په برکت یقینأ چی محترم رحیم صیب په خپل عصر کښې ممتاز مقام ګټلې دې ـ

         غرض ارواښاد عبدالرحیم مندوخیل صیب د پښتون افغان ملت په هغه څو مشرانو کښې دې چی د فکر و عمل هر اړخ ئې مونږ ته بهترینه لارښودنه کوی،یقینأ چی په تاریخ کښې داسې قومی مشران او عظیم انسانان خال خال زیږی ـ 

  لیکن نن دا چې د محترم رحیم صیب

محبوب وطن ګران افغانستان د  خپل 40 کلن تورتم نه په بریالیتوب وتونکې او پښتون افغان ملت د تاریخ یو اهم پړاو کې داخلیدونکې دې ـ

*   دا چې له چتراله تر بولانه د محکوم پښتون افغان ملت سیاسی پوهه او شعوری سطح کافی لوړه شوې ده ـ

*   دا چې ګوندی اولسونو او بالخصوص ګوندی سیاسی کارکنان حزبی آئین، تنظیمی ضابطو او ډسپلن ته پابند د یو متحد، متحرک وطنی قومی سیاسی ګوند په اهمیت او قدروقیمت نو هم پوهیدلی او په دغه حواله احساسات ئې نور هم زیات حساس شوی دی ـ

*   دا چې د ګران وطن د خپلواکئ، آبادئ، سیالئ او پرمختګ دښمن سامراجی و استعماری قوتونه د پخوا په نسبت زیات بې نقابه شوی او د دغه قوتونو اله کار او سرغنه پنجابې استعمار په جیهانی او ملکی دواړو سطح د بې پناه تنهائي سره مخ دې او د سیاست او معیشت کشتئ ئې په ډوبیدو ده ـ

*    دا چې د غیرجمهوری او عوام دښمنه حکمرانئ په سبب د دهشتګردئ، بې روزګارئ، بې پناه ګرانئ، لوټ تالان، بې عدالتئ، په ملکی میډیا د بدترن بندیزونو او بې رخئ د پالیسو په وجه چې نن په پاکستان کې د پښتون قام ټول ملی افتخارات او حقوق د پښو لاندې دی او حتی ا د سر، مال او ناموس د خطرو سره مخ دې ـ

 

نو په داسې تاریخی پړاو کې زمونږ ویاړلی پښتون افغان ملت ته د مشرانو په قطار کې د عبدالرحیم مندوخیل په رنګه د یو قوی عزم، اقدام، باتدبیره او حوصله مند  سیاسی و تنظیمی رهبر او استاذ ضرورت د پخوا نه هم زیات محسوسیږی ـ

 

 لیکن بد بختانه چی څلور کاله اګاهو په 20 مئ کال 2017 کښې د یو اوږدې ناجوړئ وروسته دا  عظیم انسان او د سیاست دا لو ئې استاد د خپل محبوب پښتون افغان ملت او پښتونخوا ملی عوامی پارټئ نه ډ یر ارمانی د دارلاجل په خوا رخصت شو لیکن د سیاست او ژوند په میدان کښې ئې خپلو پیروکارو ته نه هیریدونکې او نه فناه کیدونکې خاطرې، ډیر قیمتی علمی اثار لکه" انګریزی استعمار او افغانستان، افغان او افغانستان ، د زرو اقتصاد " او دا رنګه نور د ویناؤ او لیک په صورت کې د لارښودنې بلها رڼا ګانې. پری ایښی دی ځکه صرف د نن نه بلکه د راتلونکی هر دور لپاره د لیارې بل مشال او بهترین لار ښود دې ـ

 دغه عظیم انسان نن د خپل کلی اومژه (ژوب) په پلرنئ هدیره کښې په دائمی خوب اوده دې، په ګور دې نور وی، درجې دې لوړې وی او دلوئې الله پاک نه ورته جنتونه غواړو ـ

د لیک په پائی کښې محترم عبدالرحیم مندوخیل صیب ته د هغه په ډیر قیمتی سیاسی جدوجهد او بیش بها قربانیو دذړه د تله خراج او د عقیدت سره ګلونه وړاندې کوم ـ

          ومن الله توفیق

-
بېرته شاته