(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پان اسلامېزم او امان الله خان

[24.May.2021 - 22:31]

غازي امان الله خان او پان اسلامیزم:

لیکحیات الله آریا

پان اسلامیزم: د هغه سیاسي خوځښت نوم دی چې سید جمال الدین افغان یې ( ۱۸۳۸۱۸۹۷ ل. ) کې بنسټ کېښودل. د دې خوځښت موخې دي، چې اسلامي نړۍ بیا سره متحده او د واحد مرکز امر ته ژمنه شي، افغان سید په دې اړه داسي وایې « اسلامي نړۍ باید په یوه دفاعي تړون کې سره را غونډه شي، تر څو له شوړېدا څخه وژغوله شي » او د اسلامي هېوادونو د هغو واکمنو رانسکورول چې ځان یې د استعمار لمنې ته اچولی وي. ( زماني، م، م  ۲۰۸۲۰۹ )

همدارنګه یې مسلمان واکمنان په خپلو هېوادونو کې عدالت او ښه سلوک ته متوجه کول، سید او د دې خوځښت پیروان باور لري چې اروپایان د عدالت په بناء د باامنو هېوادونو څښتنان دي. د پان اسلامیزم پیروان په اسلامي نړۍ کې د اروپایې ټکنالوجې د استعمالولو او عامولو کلک پلوي دي. ( کاکړ، م ۲۲۴ )

 د پان اسلاميزم اساسي بنسټونه  درې شیان جوړوي

۱- د استعمار په وړاندي د اسلامي نړۍ بیدارول او پاڅول.

۲- د نړۍ له اوسنۍ وضعې او غوښتنو سره سم، د اسلام له سرچینو ( قران او حدیث ) څخه استفاده کول او تفسیرول یې

۳- په اسلامي نړۍ کې د مشروطه او قانوني حکومتونو ملاتړ او د استبداد مخه نیول. ( راد، م ۳

سید جال الدین افغان د عمر وروستي پنځه کالونه د خلیفه عبدالحمید سره د مېلمه په حیث تېر کړل، خلیفه د خپل اقتدار د استقرار او دفاع لپاره ښه مفکوروي سیاستوال موندلی و. د پان اسلامیزم مفکوره د خلافت په ځمکه کې ستره او مشهوره شوه. ( آریانا، م ۲۴ )  

له پان اسلامیزم سره د امان الله خان آشنا کېدل: افغانستان ته د پان اسلامیزم مفکوره د محمود طرزي په توسط راوړه شوه. طرزي چې له امان الله  سره یې لنډې اړیکې لرلې هغه یې په ژور ډول اغېزمن کړل. امان الله تر واک وړاندي لا د اسلامي نړۍ یوالي او د هېواد آزادۍ ته دومره لېوال و، چې د خپل پلار له سیاستونو سره یې څرګند مخالفت کاوه. د نوموړي پلار چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې د آلمانيترکي ګډ هیئت له هڅونې سره سره ناپېیلی پاتي شو، امان الله او د هغه هېوادپال ملګري یې نور هم خوابدي کړل. د اسلامي نړۍ کاواکي، په شرق کې د انګرېزانو سیاستونو او د هېواد بلواکې امان الله خان د انګرېز په ضد شخصیت بدل کړل. امان الله خان د واکمنې ( ۱۹۱۹۱۹۲۹ ل. ) په لومړیو کې د پان اسلامیزم مفکوره د محمود طرزي تر نظارت او مشاورت لاندي تعقیب کړه او تر یوې مودې د هېواد د خارجي سیاست مهم اړخ، همدغه پان اسلامیزم و. نوموړي د پان اسلامیزم سیاست په دوو جبهو کې تعقیب کړل، چې موږ یې دلته د « الف » او « ب » په جبهو وېشو:

له پان اسلامیزم څخه د امان الله خان ملاتړ

الف: پان اسلامیزم امان الله خان ته د واک په لومړیو کې د اجراء وړ یو ښه سیاست ښکاره شو. ځکه هغه په یوه وخت کې درې مهم کارونه پلان کړي و؛ د خلافت له مسلې څخه ملاتړ، د هندي مسلمانانو له حقوقو او د هندوانو له آزادۍ  څخه ملاتړ او د افغانستان د موقف د پیاوړتیا او په رسمیت پېژندنې لپاره هڅې. دغه درې ډلې ( ترکي پان اسلامیسټان، هندي مسلمان او آزادي خواهان او افغان نېشنلیسټان ( هېوادپالان ) باید د خپل ګډ دښمن ( انګرېز ) په وړاندي په یوه ګروپ کې سره راغونډ شوي وای، د اوس لپاره د پان اسلامیزم سیاست چې سروالي یې امان الله کوله یو مثبت او اغېزمن سیاست ښکارېدل. د دې مثلث آزادي طلبه احساسات، خواهشات او احتجاجات په افغانستان کې سراج الاخبار، په هند کې الهلال، البلاغ، همدرد او نورو جراییدو پخشول. امان الله په (۱۹۲۰ل. ) کې د برتانوي هند له چارواکو څخه غوښتنه وکړه، چې داسي شرایط باید برابر کړي، تر څو هندي آزادي خواهان او مسلمانان د انګلیستان امپراتور ته خپل احساسات نېغ په نېغه ووایې. د هند د چارو مامورین د امان الله دې غوښتنې سخت وارخطا کړل او هغه یې د خپل ځان په زیان ګام وبلل. د پان اسلامیزم له سیاست څخه د امان الله عملي ملاتړ نوموړی دومره مشهور کړل چې د هند په ځینو مساجدو کې د امان الله نوم  په خطبه کې « امیر المومینین غازي امان الله » ذکر شو. په ( ۱۹۲۰ م. ) کې د « سور » تړون عثماني امپراتورې د تجزیې غېږې ته چمتو کړه، چې مسلمانان یې سخت وځوخلول. مسلمانانو برتانوي هند « دارالحرب » وبلل او افغانستان یې « دارالسلام » ونومول. امان الله د مهاجرو له راتګ سره موافقت او ملاتړ اعلان کړل. په یاد کال په برتانوي هند کې « ۱۸۰۰۰ » مسلمانانو خپل کورونه او دکانونه وپلورل او کابل ته راغلل. وروسته د دې مهاجرو شمېر « ۴۰ » زرو ته ورسېدل. د مهاجرو د شمېر په اړه مختلف روایتونه شته. ( زماني، م، م ۲۱۲- ۲۲۱

ب: د مرکزي آسیا له مسلمانان څخه د امان الله خان ملاتړ د پان اسلامیزم مفکورې او سیاست دوهم اړخ و چې امان الله خان له واکمنې سره هم مهاله تعقیب کړل. په روسیه کې تازه انقلاب، د روسانو کورنیو ستونزو او د تېرې تزاري امپراتورۍ د سیاسي خلا ډکول امان الله خان ته په زړه پوري چانس و. هغه بارو لرل چې د مرکزي آسیا د هېوادونو ( تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستات ) کانفدرېشن ته تر دې بل ښه وخت او تر ده بل ښه سروال نشته. د روسیې انقلابي مشرانو هم له مسلمانانو سره د خواخوږۍ سیاست مخته وړل او امان الله ته یې وعدې ورکولې چې مروه او پنجده د افغانستان پخواني ملحقات به بېرته ور وسپاري، ان هغوی د خپلو اسلافو سیاست د ظالمان او جابرانه سیاست په نوم نقداول. حقیقت دا و، چې د روسانو کورنیو ستونزو  هغوی د تزاري روسیې له نقشې څخه موقتن او تاکتیکن شاته کړي و. امان الله خان چې میدان یې خالي لیدل په ( ۱۹۱۹ ل. ) کې یې د مرکزي آسیا مسلمانانو ته جنګي مهمات ولېږل او هم دوه هراتي عالمان دې سیمې ته ورسېدل تر څو مرکزي آسیاوال د کمونیزم په ضد وپاروي. امان الله خان د بخارا د امیر مرستې ته محدود شمېر پوځیان هم ولېږل چې له نوموړي سره دواک په ټینګښت او امنیت راوستولو کې مرسته وکړي. په دې وخت کې د بخارا د امیر خلاف ګوند له هغه سره په جګړه کې ښکېل شو، روسانو له دې ګوند سره د مرستې په پلمه مداخله وکړه. د امیر پوځیانو یې په وړاندي ماتې وخوړه. روسانو په (۱۹۲۲ ل. ) کې په احتجاجانه ډول افغانستان د بخارا په چارو کې له لاسوهنې څخه منع کړل. ( فرهنګ، م، م ۵۶۸۵۷۰

په منځنۍ آسیا کې د امان الله سیاست د روسانو له ګټو سره په ټکر کې و. په لومړیو کې تر یوه وخته د دې سیاست بریالیتوب ته د روسانو کورنیو ستونزو او ښکېلتیا قوت ورکاوه

له پان اسلامیزم سیاست څخه د امان الله مخ اړول: امان الله خان د واک په لومړیو کې د پان اسلامیزم سیاست تعقیب کړل. د افغان انګرېز په درېیمه جګړه کې د امان الله خان اتلولې هغه ته د مسلمانانو د پراخ ملاتړ زمینه سازي وکړه. خو د امان الله دې سیاست په یو وخت کې د انګلیس او روس کرکه راوپاروله. له منځنۍ آسیا څخه روسانو په رسمي فرمان د امان الله لاس لنډ کړل. روسانو د خپلې پخوانۍ نقشې په تعقیب د منځنۍ آسیا سیمې په یوه بله پسې ونیولې. په منځنۍ آسیا کې د باسماچیانو ماتې د امان الله د هیلو د ماتې مانا لرله. ځیني هغه مهم عوامل چې امان الله یې د دې سیاست پرېښوولو ته اړ کړل په دې ډول دي:

۱ـ د دواړو ګاونډیو هېوادونو ( روس او انګرېز ) فوق العاده پیاوړتیا چې په امان الله باندي یې په مستقیم او نا مستقیم ډول فشار اچول، تر څو له یاد سیاست څخه په شاه شي

۲- د افغانستان تنګې جغرافیې هم امان الله ته چانس نه ورکول، چې له هند څخه راغلو مهاجرو ته ځای او پنا ورکړي. په وچه کې د افغانستان را تاوېدل بله هغه ستونزه وه، چې افغانستان یې په سوداګریزه ساحه کې  روسیې او انګلیستان ته اړ کاوه. د پان اسلامیزم تعقیب به بیله شکه امان الله خان په اقتصادي تحریم کې ښکېل کړی وای

۳- د هېواد محدود امکانات، هم د امان الله خان د داسي پراخ بنسټه پلانونو په مخ کې خنډ و. ( صفاري، م، م ۱۵۵- ۱۵۶

پایله

امان الله خان د واک په لومړیو کې د اسلامي هېوادونو د اتحاد، منځنۍ آسیا د کانفدرېشن او د هندي مسلمانانو له حقوقو څخه کلک ملاتړ وکړل. نوموړي خپل دا ملاتړ او پلان د پان اسلامیزم سیاست په چوکاټ کې واچول. امان الله د هندوانو له آزادۍ، د خلافت له مسلې څخه د ملاتړ او له انګرېزانو سره په ډغرو وهلو او بریالي کېدلو سره په مسلمانه نړۍ کې د لومړي مسلمان مشر مقام ګټلی و. د منځنۍ آسیا د کانفدرېشن او مشري لپاره امان الله ښه انتخاب و، په دې وخت کې د روسیې کمزورۍ، کورنیو ستونزو، تازه دمي انقلاب او نورو عواملو امان الله خان ته په منځنۍ آسیا کې د لاسوهنې ښه موقع په لاس ورکړې وه. کورنیو امکاناتو او بهرنیو فشارونو امان الله اړ کړل چې له یاد سیاست څخه په شاه شي. کورنیو لږو امکاناتو او بهرنیو فشارونو امان الله د خپلو اسلافو د تعادل دودیز سیاست او توازون ته اړ کړل. د اړتیا له مخې امان الله له پان اسلامیزم څخه مخ واړول او له دواړو ګاونډیو هېوادونو سره یې د اړیکو په تعادل او سولییز کولو لاس پوري کړل. د امان الله خان دا پلان پراخ بنسټه و او امکانات یې خورا لږ و.        

سرچینې

۱- زماني عبدالرحمان، چاپکال ( ۱۳۹۱ ل. )، بازنګری دوره امانی و توطئه های انګلیس، چاپ ځای، میوند خپروندویه ټولنه.

۲- کاکړ، محمد حسن، چاپکال (۱۳۸۹ ل. ) وطن ته یو سفر طالبان او اسلامي بنسټ پالنه، چاپ ځای، د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه.

۳- راد، شمس الدین، چاپکال ( ۱۳۸۰ ل. ) مشاهیر افغانستان، چاپ ځای، موسسه الازهر، پېښور پاکستان.

۴- بېلا بېل لیکوالان، آریانا مجله، چاپ ځای، د افغانستان د علومو اکاډمي.

۵- فرهنګ، میر محمد صدیق، چاپکال ( ۱۳۸۹ ل. ) افغانستان په وروستیو پنځو پېړیو کې، چاپ ځای، میوند خپروندویه ټولنه

۶- صفاري، سلطان شاه، چاپکال ( ۱۳۹۴ ل. ) د افغانستان د بهرنیو اړیکو تاریخ، چاپ ځای، مستقبل خپرندویه ټولنه.

 

-
بېرته شاته