(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نازو انا

[24.May.2021 - 22:35]

نازو انا

لیک: ډاکترلطیف ېاد

نازو انا  د ملي مشر حاجي میر خان (ميرويس خان هوتک) مور وه، چې په ١٠٦١ لیږدیز/سپوږمیز کال کې د زابل ولایت تازي رباط ته نږدې زیږیدلې وه. پلار یې سلطان ملخی توخی نومید چې نه یوازې د غزني نه تر جلدکه پورې د ټولو غلجیو پښتنو او ټبرونو مشر و، بلکې د توخو د ټبر مشر هم و. نازو انا نه یوازې دا چې یوه ادیبه او شاعره میرمن وه د دې تر څنګ د میرویس نيكه په څېر د یو ستر شخصیت او نامتو اتل پښتون روزونکې هم وه او د پښتو ادب سره يې ډېره مينه او لیوالتیا درلودله. د نازو انا پلار سلطان ملخي توخي وروسته بیا د مغولو سره په یوې جګړې کې شهید شو.

 

د نازو انا په روزنه کې د دې پلار او د دې کورنۍ دیره ونډه درلودله. نازو انا دهغه وخت د فاضلو میرمنو او ځینې سپین ږیرو عالمانو نه دیني او هم د پښتو ژبې او شاعرۍ زده کړه وکړه. نوموړې د پښتو نه پرته د عربي او پارسي ژبو سره هم آشنایی درلودله او په دغو دواړو ژبو کې یې هم ډیر کتابونه لوستلي وو .

 

د محمد هوتک په کتاب (پټه خزانه) کې د نازو انا په اړوند داسې راغلي دي :

 

(( د نازو انا د خولې نه روايت دی چې په کومه شپه چې ميرويس نيکه پېدا کېده نو نازو انا بېټ نيکه په خوب کې وليده چې نازو انا ته يې ویل چې د خپل د نوي ماشوم پالنه او روزنه په ښه توگه وکړي دا ځکه چې کله هغه ستر شي نو هېواد به د هغه په لاسونو د برکت خاوند شي. نازو انا به هر وخت د خپل د خوب کيسه خپل زوی ميرويس نيکه ته کوله او نصيحت به يې ورته کاوه چې خپل اعمال د پوره ديانت او ايماندارۍ سره ترسره کړي. او په همدې توگه ځوان ميرويس خان تر خپلې مړينې تر مهاله د مور په نصيحت او مشوره کار کاوه او د افغانستان يو تکړه لارښود او ملي مشر شو.))

 

مور ېې (نازو انا) میرویس بابا په ديانت او عبادت سره لوی کړ او د دين ټول فرايض ېې په اووم کال وروښودل. تر هغه وروسته میرویس نیکه د خپلې مور نازو انا نصیحت له یاده ونه یوست او په 1119 هجري کال ېې خپل پښتانه د صفويانو او ګورګین له ظلمه وژغورل او په کندهار کې ېې د ملي او مستقلې واکمنۍ بنسټ کېښود. تر هغه وروسته لوی خدای ته په سجده شو او وې وېل !، خدايه دا هغه کار و چې ماته مور راسپارلی او وصيت ېې کړی و، دا خو ستا د بندگانو خدمت و چې ما ترسره کړ . ))

 

لنډه دا چې نازو انا له وړکتوبه یوه داسې میرمن وه چې خلک یې مېړانې، زړورتيا او سخاوت ته حيران وو، برسېره پر زړورتيا او سخاوت یوه فاضله او عابده میرمن وه. نوموړې د دیوان خاونده وه چې دوه زره بيتونه پکې راغونډ وو. په پښتو اشعارو کې یې ډیر مناجات هم شته او همداراز څلوریزې هم شته چې یوه یې تاسو ته په لاندې ډول وړاندې کوو:

 

سحرګه وه د نرګس لیمه لانده

څاڅکي څاڅکي یې له سترګو څڅیده

 

ما ویل څه دي ښکلی ګله ولې ژاړې؟

ده ویل ژوند مې دی یوه خوله خندیده

 

(د میرویس نیکه مور او د پښتو ژبې شاعره نازو انا)

-
بېرته شاته