(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سپی د کرونا ویروس

[24.May.2021 - 22:43]

سپي د کورونا وېروس خپرېدو مخنیوي کې څنګه مرسته کولای شي؟
سپي د کورونا وېروس تشخیص کويد عکس سرچینه، JOHN AKEHURST
ساینسپوهان وايي روزل شوي سپي کولی شي چې د بندیزونو او قرنطین په لرې کېدو سره د کورونا وېروس د خپریدونو په مخنیوي کې مرسته وکړه.
د دې موخې لپاره د یوې تجربې په توګه سپي د هغه بوی په پيژندلو روزل کیږي چې پر کورونا وېروس اخته کسانو بدن یې لري او انسان پرې نه پوهیږي.
ښايي دا روزل شوي سپي وکولی شي چې په هوايي ډګرونو او د غونډو په ځایونو کې د معاینې لپاره وکارول شي.
خو څېړونکي وايي هغه پایله چې د سپي بوی کولو له لارې تر لاسه کیږي باید په لابراتوار کې هم وکتل شي.
که څه هم د سپیو کار پایله ۸۸ سلنه دقیقه وه خو د سپیو د معاینې په پایله کې ۱۲ سلنه داسې کسان هم پر کورونا اخته بلل شوي چې هغوی دا وېروس نه درلود.
د بوی پيژندلو په برخه کې د سپيو وړتیا د انسانانو پر تله تر سل زره برابره لوړه ده او له پخوا راهیسې د نشه یې او چاودیدونکو توکو په پېژندلو کې کارول کیږي.
وروستیو څېړنو ښودلې چې سپي په تېره بیا د سپانیل او ریټریفرز نسل، کولی شي چې د سرطان، ملاریا او پارکنسن په ګډون ناروغۍ د بوی له لارې کشف کړي.
د تجربې د یوې برخې په توګه شپږ سپي د کورونا وېروس د بوی پيژندلو لپاره پر کورونا وېروس د اخته کسانو د جورابو، ماسکونو او کالیو په بوی کولو روزل شوي دي.

د روزنې د یوې برخې په توګه هغو سپیو ته مکافات هم ورکړل شوي چې سم تشخیص یې کړی دی.
تر معاینې لاندې کسانو په ډله کې داسې کسانو هم وو چې زُکام یې درلود، دا د دې لپاره چې دا ډاډ تر لاسه کړل شي چې سپي کولی شي د تنفسي جهاز د نورو ناروغیو او کورونا وېروس ترمنځ توپیر وکړي.
ډاکټره کلیر ګېسټ له هغو سپیو سره د ناروغیو په تشخیص کې کارول کیږي
تر روزنې لاندې سپیو دا هم وکولی شول چې د کورونا وېروس بیلابیل ډولونه وپيژني، آن تر دې داسې کس په بدن کې کوویډ۱۹ ناروغۍ کشف کړې چې د دې ناروغۍ نښې یې نه لرلې او یا یې په بدن کې وېروس په ډېره کمه کچه وه.
د دې سپیو د روزنکې بنسټ ( د طبي تشخیص سپي ) مشره ساینسپوه ډاکټره کلیر ګېسټ وايي د دې څېرنې پایلې "یو بل دلیل دی چې ښيي سپي د بوی له لارې د بشري ناروغیو د تشخیص لپاره د تر ټولو باور وړ وسیلو له ډلې یوه ده ".
د سلو کسانو په یوه ډله کې سپیو د ۱۴ کسانو پایله مثبته ورکړې وه خو هغوی کورونا وېروس نه درلود.
دا په دې معنی چې که یوه الوتکه کې ۳۰۰ سپرلۍ وي او یو کس پر کورونا اخته وي نو شونې ده چې سپي وکولی شي ناروغ کس په سمه توګه تشخیص کړي خو دا هم شونې ده چې له دې ډلې ۴۲ داسې کسانو پایله مثبته وښيي چې دا وېروس نه لري.
نو له همدې امله څېړونکي وايي چې یوازې سپي دې د کورونا وېروس په تشخیص کې نه کارول کیږي.
خو څېړونکي په دې نظر دي چې سپي ښايي د نورو وسیلو تر څنګ د کورونا وېروس معاینې یوه بله وسیله شي. او که سپي د نورو وسایلو تر څنګ وکارول شي نو د کورونا وېروس ۹۱ سلنه پېښې به ثبت شي.
د سپي په کارولو سره چټکتیا هم رامنځته کیږي ځکه د کورونا وېروس تر ټولو چټکه وسیله هم ۱۵ دقیقې وخت نیسي خو سپي د بوی له لارې په څو ثانیو کې پایله معلوموي. څېړونکي وايي دوه سپي کولای شي په ۳۰ دقیقو کې ۳۰۰ تنه معاینه کړي.
د کورونا وېروس په تشخیص کې د سپیو کارولو څېړنه لا هم په لومړیو پړاوونو کې ده نو د دې څېړنو د وروستیو پایلو له خپرولو وړاندې اړتیا ده چې نور ساینسپوهان یې په اړه نظر ورکړي.
بی بی سي پښتو

-
بېرته شاته