(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دبلا هیر شې

[29.May.2021 - 19:20]

ليکوال : حبيب الله غمخور

دبلا هير سې ،زموږ نه هېر ېږې!

راسئ دهغه ليکوال ژوند ليک  ولولوچې تل خپل مينوال او لوستونکی دخپلو اثارو په لوستلو خندا ډالۍ کوی .

دافغان ولس مشهور ټوکه ليکونکی پیر محمد باوری باوری صاحب دريادوم .

درنو دوستانو ! نن يوبل مشهور ليکوال اوفرهنگی هڅاند پېژندل سوی  شخصيت اوقلموال چې اوس یې شاوخوادعمر ۷۰ کاله پوره کيږي،خوشکر اوله نېکه مرغه احساس اوگوتی یې غښتلی اوپه ليکلو نه ستړی کيږ ي پرخپل  ولس مين اوهغوي ته ژمن  پير محمد باوری صاحب  دروپېژنم .

ددې مشهور اوغښتلی فرهنگپال اوقلموال  چې دچاپ سوو اثارو شمېر یې ((۳۵)) ته رسېږي دژوند په اړخونو باندي خبرېدل اوپوهېدل دهيوادځوان نسل لپاره اړين اوگټور بولم .

ځوان نسل یې دژوند ليک له لوستلوڅخه  ډيرڅه زده کولاي سي اودهغه دژوند له تجريبونه دخپلي راتلونکي لپاره گټوره  استفاده کولاي شي .

دښاغلی پیر محمد باوری لنډه پیژندنه                               

ښاغلی پیرمحمد باوری په ۱۳۳۰ لمریز کال دکند هار دارغنداب دخالېشک په کلی کیزېږېدلی دی .          

لومړنۍ زده کړی یې دارغنداب دشاه اشرف په لومړنۍ ښوونځی کی پای ته رسولی دی اوپه ۱۳۴۲ ل کال وحربی ښوونځی ته شامل اوپه ۱۳۵۲ ل کال له حربی پو هنتون څخه فارغ اوپه کابل کی دنده پیل کړه .           

نوموړی پرخپلی رسمی دندی سربیره دافسرانو او مامورینو دپښتو ښوونکی هم و .همدا ډول یې د خپل وخت مسلکی پوهاوي لپاره  مقالې هم لیکلی چی دزیرمی او اردو مجلوکی خپرې شوی دي .    

 کله چی روسانو پر افغانستان تېری وکړ نوموړی په ۱۳۶۱ل کال کی بندی سو اوتردرې کاله زندان تېرېدونه وروسته په ځوانۍ کی تقاعد او په شخصی کار وبار بوخت شو .   

په کال۱۳۷۵ ل کال لندن ته ولاړ تر اوسه هلته له خپلی کورنۍ چی څلورلوڼی اودری زامن دې اوسېږي .

له نېکه مرغه دباوری صاحب  ټولو اولادودپو هنتو ن ترکچې عالی تحصيلات کړي  .

ښاغلی باوری صاحو پدې ورستيو کښي په لندن کی یې دیوه افغان یا افغان په نامه دافغانانو دیووالی او وحدت په خاطر بڼسټ جوړکړی اوپه لندن کي راجستر کړی دی .  

ښاغلی پيرمحمد باوري هغه څوک دى چې ټوکې ليکي،راټولوي يې او په خوند يې وايي .

نوموړی دټوکوسره ډیره مینه لری اوپه ډیر خوند سره وایی تر اوسه یې یوازی دټوکو دوه ویشت ټوکه کتابونه چی په هریوه کی تر پنځه سوه خوندوری ټوکی ترلوستونکي پوري رسوی چاپ کړی دی تر څو چی زموږ دبېوزلو اوویرجنو خلکو پر شوندو یوه مسکا راولی .

سربېره پردې دتریخ حقیقت یوه لړۍ لس ټوکه چی په هغوکی حقیقی غم لړلی کیسې انځورسوی لیکلی دی . سربیره پردې دپښتو مترادف لغاتونه دسیمه ایز قاموس په نامه چی پنځه ویشت زره لغاتونه لری اثر لیکلیاو   چاپ سوی دی .

دښاغلی  پيرمحمد باوری صاحب دچاپ سوو اثارو شمير (( ۳۷))  ټوکو ته رسیږی اوناچاپ کتابونه یې پنځه ټوکه دی .

نوموړی اویا کاله عمر لری،خو له نېکه مرغه خپل فرهنګی کارو او ليکوالی ته  په نه ستړی کېدونکې بڼه دوام ترڅو دده په وينا ددې لاری خپلو هیواد والو ته خدمت لامل وگرځی .

له درانه باوری صاحب نه دمننې په څرگندولو سره ويلاي سم چي : دسويډن دمالمو په ښارکي ددوستی فرهنگی ټولني  اونوروفرهنگي ټولنوپه مرسته جوړ سوو يوشمېر کنفرانسونو کي یې زموږ سره فعال گډون کړی  او پخپلو ډيروپه زړه پوري علمی اومسلکي ويناو سره یې زموږ کنفرانسونو اوغونډو ته ښکلا اوغنا وربخښلې ده .

دښاغلی باوری صاحب فرهنگی هڅي اوپه بهرکي په علمي اوفرهنگی ادبي کنفرانسونو کي دهمېشنی فعال اودرانه گډونوال په توگه دده هڅې په سويډن کي ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه لخوا دستاينليک په ورکولو ستايل سوی دي .

څرنگه چې زموږ لوستونکی دډېر اوږ ده متن دويلوحوصيله نلري،نو ماهم  کوښښ وکړ باوری صاحب په لنډه توگه تاسو ته دروپېژنم .

خپل دې درانه ليکوال اوموږ ټولو ته دقدر وړ شخصيت  ته دلوي څښتن له دربارنه تاندقلم ،پراخه حوصله ،دروغتيا اوخوښيوسره مل اوږ د ژوند غواړم .

دلیکوال چاپ او ناچاپ اثار په لاندی ډول لیدلای شۍ  مینه وال داکتابونه دنوموړی په برېښنا لیک پاڼه  کی پدې پته لوستلاي شی :  https://www.bavarybooks.com/

چاپ سوی اثر :

۱- د ټوکو ډالۍ نوميږي 

٢- خندا 

۳/ اوس نو ورته خانده

۴خندا روغتيا ده 

۵- وخانده چې نړى درته وخاندي

۶/ راشه وخانده 

۷- راځئ چې وخاندو

۸/خندا مينه ده لمړی ټوک  

۹/خندا مينه ده دوهم ټوک  

۱۰/ خندا دژوند مالگه ده 

۱۱/ خندا خوند دئ

۱۲/ هم له ځان  هم له خلکو سره وخانده 

۱۳/ خندا ښايست دئ

۱۴- چې نه خاندې هم وخانده

۱۵/ خندا ژوند دئ

۱۶/ دگلا ليو ماشومانو ټوکي 

۱۷/ ټوکه څه شي ده 

۱۸/ ټوکه خندا ده 

۱۹/ جوکس

۲۰/ تريخ حقيقت

۲۱/ خواږه اوترخه 

۲۲/ دلندن طوطی 

۲۳/ انساني کرامت

۲۴/ دغازی امان الله خان دخولئ خبري 

۲۵/ سنگسار

۲۶/د اولس ږغ 

۲۷/ دکندهار اولسی دودونه 

۲۸/ دښځو په وړاندي تاوتريخوالی

۲۹/ افغانستان څنگه جوړېداي سي ،راټولونه ((دنظر دخاوندانو نظرونه ))

۳۰/ يوه ځولی پښتو کړني ((  اصطلاحات ))

۳۱/ پښتو هممانيزونه 

۳۲/ دکندهار ناميان 

۳۳/شگون يا انگېرني 

۳۴/ دخوب مانا (تعبير)

۳۵/ غيرت څه شي دئ ؟ 

..............................

ناچاپه اثار

۱/ دشنه پاکټ گولۍ

۲/ پښتو سيمه ييز قاموس 

۳/ له ټوکو څخه خوند واخلی 

 

-
بېرته شاته