(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو

[29.May.2021 - 19:25]

پښتو

لیک: پوهاند ډاکتر بهاوالدین مجروح 

ځينې غواړي خپلې ژبې په خپل تصور سوچه او هم «پاکه» کړي. دا خلک په خپل لاس خپله ژبه په زنځيرونو ټړي او د ودې او انکشاف لاره يې نيسيد ژبې خالصول او «پاکول» ژبه تجريدوي، د افهام او تفهيم ساحه يي محدودوي او د تکامل لاره يې بندوي...تر ټولو لومړی به دې ټکي ته پام وشي چې د پښتو د روان معياري نثر په قالب کې زيات ادبي محتويات لکه تراژيدي، ډرامې، رومان او نور فلسفي او ادبي محتويات د منظومو تاليفونو او ترجمو په زور په پښتو کې راواچول شي... په پښتو ژبه او ادب کی د نوي اصولو او نوي سبک لار د يوی ټولنی کلتور او فرهنګ هغه وخت دتکامل جګو پړاوونو ته پر مخ روانيږي چې په ځان پوهه او شعورپيدا کړی او په خپل ځان کې دځان په باب انتقادي روحيه و روزي. د يو ابتدايي کلتور او يو پر مخ تللي کلتور په منځ کې د توپيريولوی ټکی همدا دی. په يوه ابتدايي ټولنه کې ژبه هغه د ارتباط وسيله ده چي د ژوند ضروريات پکې بيانيږي. مګر پخپله د ژبې په باب او د ژبې د څرنګ والي په باره څوک خبرې نه کوي. شعرونه ويل کيږي، موسيقي غږول کيږي، خلک ورته غوږ ږدي او خوند ترې اخلي، مګر څوک د شعر او موسيقۍ په باب کومی نظريې نه طرح کوي، نو ځکه کله چې په يوه ټولنه کې د ژبې په باب يوه ژبه را پیدا شي، د ټولنې او کلتوري پېښو په باره کې خبرې روانې شي، نو دا حادثه په دې دلالت کوي چی دغې ټولنې د تکامل په لار ې څه ګامونه پر مخ اخستلي دي.

په پښتو ادب کی دا شان پر ځان باندې خبرې خوشحال خان شروع کړي او په ټولنه باندې د انتقادي روحي تهداب هم خوشحال خان کېښود. ده د پښتو ژبې او ادب په تکامل کې لوی سهم واخيست او د پښتو ژبې او د پښتو ادب تاريخي سير کې یې يو بي ساری فعال او خلاق ژور تاثير وکړو او پخپله ددی نوي سهم اهميت ته ښه متوجه و. دی پخپل ديوان کی وار وار د پښتنو په نيمګړتياوو د انتقاد ګوته ږدي او د پښتني اجتماع عيبونه بيانوي. دا راز انتقادي روحيه لوی ارزښت لري او مهمه تکاملي مرحله ده.

نن پکار دي چې د خوشحال خان د سنت په پيروي او د عصري علمي او ادبي پرمختګونو په مرسته پښتانه ليکوال دا انتقادي روحيه نوره هم پسې ژوره او پراخه کړي او د پښتو ژبې او ادب او پښتني ټولنې ته ريښتيني خدمتونه وکړي، ستاينې او وياړنې کوم خدمت نه دی، ځکه رښتينی دوست هغه دی چی د دوست عيبونه په مينه او اخلاص ور بيان کړي، نه دا چې په ستاينو او وياړنو يې له ځانه راضي وساتي.

***

۱-پښتو ځوانه او ژوندۍ ژبه ده او که زړه او مړه ژبه:

نن ورځ دپښتو ژبې دحقيقي منور او هر رښتيني ليکوال سره دوه شانته هيلې شته: يوه هيله دا ده چې دپښتو ژبې او ادب ارزښت او اهميت ثابت شي او ټولو ته وښودل شي. دويمه هيله دا ده چې پښتو ژبه او ادب اوسنۍ نړۍ په علمي او ادبي معيارونو ژر تر ژره انکشاف او وده ورکړي او د نړۍ د متکاملو ژبو په قطار کی وشمېرل شي.

په دې دواړو هيلو څه خبرې پکار دي، ځکه په دې هيلو کې د تناقض څه ټکي پراته دي چې بايد راوسپړل شي.

هر منور ليکوال د نړۍ د هر انساني فرد په شان حق لري، خپلې ژبې او د دې ژبې دادب او کلتور اهميت ولري او وظيفه لري چې د خپلې ژبې او ددې ژبې د ادب او کلتتور اهميت او ارزښت خپلو وطنوالو او ټولې نړۍ ته ثابت کړي.

مګر له بده مرغه د ډيرو پښتنو ليکوالو سره دا غلط ګومان پيدا شوی دی چې که د يوې ژبې زړښت او قدامت ثابت شي، نو دا خبره به د ژبې ارزښت او اهميت زيات کړې. حال دا چې واقعيت داسې نه دی. د تاريخ په بهير کې ټول لوی زاړه تمدنونه مړه تمدونه دي، يوازې تاريخي ارزښت لري او اوسنۍ نړۍ او ژوند دپاره کوم حياتي ارزښت پکې نشته، په ژبه کې خبره لا نوره هم پسې روښانه ده. يوه ژبه د انساني فرد، د بشري ټولنو او دډيرو کلتوري پيښو په څير زيږي، د کوچني توب مرحله لري، ځواني لري، پخوالي ته رسيږي، زړيږي او بيا مري.

که پښتو د سانسکريت او اوستا همځولې وي، يا ورته نژدې وي، نو بايد د هغو پشان مړه ژبه وی او که د کوم خارق العاده او د باور کولو حادثې په اثر لا اوس هم ژوندۍ پاتې شوې وي، نو بايد دومره زړه وي چې ډير ژر بايد ومري او راتلونکي انکشاف ته يې بايد څه اميد ونکړو. ځکه چې بله ژبه يې هرومرو ځای نيسي. څه دليل دی چې سانسکريت، اوستا، لرغوني يوناني او لا تيني ژبې، سرياني، اکادي او آرامي د خپل ادبي او کلتوري قوت سره سره مړې شوې او پښتو لا ژوندۍ پاتې ده؟ په سنسکرت کې د ريګويدا سردونه ثبت شول، په اوستا کې د زردشت پيغام وليکل شو، په يوناني ژبه کې د افلاطون او ارسطو په قلم عظيم فکري او فلسفي اثار د زمانې لاس ته وسپارل شول، په لاتيني کې «ورژيل»،«لوکرس» او «مارک اوريل» شهکارونه وليکل او سره له دې دغه ټولې ژېې مړې شوې او پښتو لا تر اوسه ژوندۍ ده، دا عجبه نه ده؟

په عام ډول کومې ژبې چې لرغونې او زړې دي، ټولې مړې دي او نورو ژبو يې ځای نېولی دی او د دنياوي ژبې چې نن ورته ژوندۍ ژبې وايو او علمي او ادبي بېشانه زيات ذخاير لري، هغه ډيرې ځوانې ژبې دي، لکه فرانسوی يا انګرېزي ژبې، د منځنيو پېړيو څخه را په دې خوا يې وده کړې ده او د منځنيو پېړو څخه پخوا نه فرانسوي وه نه انګرېزي، بلکې بله ژبه د علم او ادب ژبه وه چې مړه شوه او هغه لاتيني ژبه وه.

په يوه ژبه کې که د ابتکار ودې او تکامل قوت او امکانات پراته وي، نو بايد داسې ژبه ځوانه وي. که څوک ووايي يوه ژبه هم تر ټولو ژبو لرغونې او زړه ده او هم قوي او ځوانه، نو داسې خبره به هم له منطق څخه مخالفه وي او هم به د ژبو د طبيعي ژوند او تکامل په خلاف وي او بيا په داسې بې منطقه او غير طبيعي خبره باندې وياړل او افتخار کول به عجيبه کار وي.

د مثال په ډول که يوې پر مخ تللې ژبې ويونکي ته د پيغور په ډول ووايو چې: «ستاسو ژبې خو هيڅ قدامت او لرغونتوب نه لري او د منځنيو پېړيو د منحطي خرابې عاميانه لاتيني ژبې څخه راوتلې دي او زموږ ژبه ډيره مهمه ده، ځکه چې د لرغوني لاتيني څخه هم زړه او پخوانۍ ده».

نو دا سړی به لومړی زمونږ په پيغور هيڅ پوه نشي، ځکه چې پيغور داسې يو احساس او ارزښت دی چې په قبايلي ذهنيت پورې تړلی دی او دا سړی به تعجب وکړي چې د ژبې په لرغونتوب باندې وياړل څه معنا؟ او وبه وايې:

«تاسو څرنګ په يوه زړه او مړه ژبه خبرې کولای شئ او ولې کومه ځوانه او قوي ژبه نه انتخابوئ چې هم مو په اوسنۍ نړۍ کې درپکار شي، هم پکې علمي او ادبي ابتکارونه وکړای شئ او هم په آينده کې يې د ودې او تکامل امکانات موجود وي».

***

واقعيت دا دی چې په پښتو ژبه کې د تحرک او ديناميسم خاص قوت پروت دی چې هم پکې ادبي ابتکارونه کېدی شي او هم د ودې او تکامل په لور روانه ده. د ژبې په لرغونتوب او قدامت باندې ټينګار به ډېرې جدي او علمي خبرې نه وي. ضروري خبره دا ده چې د دې ژبې اوسنی او راتلونکی منظر ته جدي پام وشي. که دا اوس ځنې خلک د دې ژبې انکشاف ته پاملرنه وکړي، د پښتو ژبې او ادب د پاره ډير کار کېدې شي، ځکه چې د پښتو ژبې په اصلي روحيه کې د جملو د خاص ترکيب د پاره او د نوو لغاتو د جوړولو او قبلولو دپاره زښت لوي قوت او استعداد پروت دی.

***

 

۲-قبايلي ټولنه او د دې ټولنې د ارزښتونو انعکاس په ادب کی:

 

دپښتو ژبې د ودې او تکامل په لار کې مشکل دا دی چې پښتو ژبه داسې ټولنې ژبه ده چې لا اوس هم ټينګ قبايلي ساختمان لري او د دی قبايلي ساختمان ارزښتونه تل د پښتو ژبې په شعر او ادب کی منعکس وينو او دا خبره اوس منل شوی حقيقت دی چې قبايلي ساختمانونه د بشري ټولنو په تکامل کې يو ابتدايي پړاو او وروسته پاتې حالت دې.

نو اوس له يوې خوا هڅه کيږي چې پښتو ژبه او ادب د ننني جهان او نوي ملي او بين المللي ژوندون د نوو معيارونو په بنا پر مخ ولاړ شي. مګر له بلې خوا د پښتني ټولنې قبايلي ساختمان اود دې ساختمان انعکاس دپښتنو ليکوالو په ذهنو کې دا مخ په وړاندې هڅه او حرکت تل مخ پر وروسته د تلو خواته راکاږي او سريعې ودې او تکامل ته يې نه پريږدي، تر څو دغه اجتماعي ساختمان ټينګ جاري وي، تر هغه وخته به ژبه هم په خپل شعر او ادب کې دغه ساختمان او د دغه ساختمان ارزښتونه منعکسوي. رښتينی ادبي ابتکار او په ژبه کې د نوي علمي او ادبي ارزښتونه را داخلول به د مشکلاتو سره مخامخ وي. که څوک دا هڅه وکړي چې نوي علمي او ادبي ارزښتونه په ژبه کې راواچوي، نو دا خبرې به يوازې د داسې يو څو محدودو او منورو کسانو ته د پوهې وړ وي چې په ښار کې روزل شوي وي او عصري عالي تحصيلات يې کړي وي او د کلي پښتون او عوام به پرې هيڅ نه پوهيږي، او که د قومي او قبايلي ارزښتونو په بنا خبرې وشي، په هغو به عوام پوهيږي او خوښوي به يې، خو داخبرې به د نني نړۍ د عظيم انکشاف او کلتوري او ادبي حرکت څخه ډيرې وروسته پاتې خبرې وي.

* * *

قبايلي ژوند دوه ډوله اقتصادي تهدابونه لري. يو مالداري ده چې د کوچي توب ژوند بڼه غوره کوي او بل کرنه او زراعت دی چې د کلو او بانډو ژوند ترې راوځي. دا دواړه ډوله ژوند په ژبه کې جلا جلا موضوعګانې لري. مثلأ د کوچي توب ژوند سره د کيږدۍ د کوچ او بار ادبيات راز راز طبيعي منظرو ستاينه ليدل کيږي. د کلو په ژوند کې دحجرې مجلس او د ګودر ادبيات وينو.

مګر په دې دوه ډوله قبايلي ژوند کې يو ټکې مشترک دی او هغه جنګ او دفاع، دايمي فعاليت او تياري دي او فعاليت او تياري هم د اقتصادي ضرورت په بنا دي، نو ځکه په دواړو کې مشترک شعري او ادبي ارزښت حمله او وياړنه ده. وياړنه او افتخار د ټولو لوړ احساس شميرل کيږي.

په دې شان د قومي او قبايلي ټولنې ژبه په خپل شعر او ادب کې د ټولنې ساختمان او ارزښتونه په څو شانه منعکسوي او مهمې موضوعګانې يې دا لاندې دي:

۱: د قومي او قبايلی ژبې شعر او ادب اساسأ حماسي ادب دی او په خپلو سندرو کې جنګ او ميړانه، ننګ او ناموس، غيرت او افتخار ستايي.

۲: په دوم قدم کې عشقي او بزمي خبرې دي او دلته بايد دوو ټکو ته پام وشي.

يو هغه عشقي خبرې دي چې عاميانه شفاهي ادب يې بيانوي او دا خبرې هم د ټولنې قبايلي جوړښت پورې کلکې تړلي دي. عشقي خبری د رزمي او حماسي موضوعګانو سره يوځای کيږي، نارينتوب، ناموس، جنګ او مورچه، پيغور غيرت او بې غېرتي، ننګ او بې ننګي پکې بيانيږي او ددې شفاهي ادب بله لويه موضوع د بيلتون سندره ده. دا هم د قبايلي ساختمان انعکاس دی. دا ځکه چې په قبايلي ټولنه کې فردي هويت په اجتماعي هويت کې ډوب وي. فردي اراده او احساس د اجتماعي ارادې د اجتماعي دود او رواج تابع وي او په فردي تمايلاتو باندې سخت فشار اچوي، مخصوصأ دا فشار په ښځو باندې زيات وي، د دې اجتماعي فشار چې په فرد کې د محروميت احساس راپيدا کيږي او «بيلتون» اوږده او مکرره سندره ترې جوړيږي.

بل: په دې عشقي ادبياتو کې هغه بزمي خبرې دي چې خط او خال، می او ساقي، شمع او پروانه، ګل او بلبل پکې ستايل کيږي. دا موضوعګانې اکثرأ د دري ژبې د کلاسيک ادب څخه الهام اخيستل شوی دی. دا ادب د باسواده خواصوادب وي.

۳: ديني موضوعات دي، پندونه او نصيحتونه او ديني ارشادات پکې بيانيږي او د ديني کتابونه دی، لکه فقه، تفسير او د شرعياتو آثار ، او بل مهم اړخ يې اخلاقي يا عرفاني او تصوفي لار نيسي. که څه هم دا موضوعګانې د باسواده خواصو ادب دی، خو په عوامو کې هم تاثير لري، ځکه چې دين د قبايلي ساختمان يوه مهمه برخه ده. په عوامو کې د رحمان بابا د عرفاني شعر د تاثير اساسي علت همدا دی.

(۳)ـ: د پښتو ادب تکاملي مسير ته يو لنډ نظر:

نوې خبرې هله کېدې شي چې زړې خبرې معلومې وي. د زړو خبرو خصوصيت او زړښت ښکاره وی، که داسې نه وي، نو د ځينو خلکو په شان په زړې سندرې وايو او نوې به راته ښکاري.

د پښتو شعر او ادب په شفاهي او ليکلي ادب تقسيمول يو زوړ تقسيم دی، خو موږ به هم دا زوړ تقسيم د خپلو خبرو اساس کړو، ځکه چې د ګټې او فايدې نه خالي نه دی.

لمړی: شفاهي ادب د خلکو د مطلق اکثريت ادب دی او د پښتني ټولنې دقبايلي جوړښت مستقيم انعکاس دی او څرنګ چې دا شان ساختمان په نسبي ډول ډير زر بدلون نه کوي، په اوږدو مودو کې تقريبأ په نسبي ډول په يو حال پاتې کېږي، نو ځکه د دې اجتماعي ساختمان ذهني او ادبي انعکاس چې شفاهي ادب دی، هم ډير ژر او زيات بدلون نه کوي او هم د محتوياتو او موضوعګانو له پلوه او هم د تشکيلاتو او جوړښت له لحاظه تر ډيره حده په ثابته بڼه پاتې کېږي، نو دا ځکه د تاريخي بدلون او تکامل مطالعه يې مشکله ده.

د دې ادب مثبته جنبه دا ده چې دا شعر او ادب د پښتو ژبې اصلي روحيه او د پښتنو د ټولنې واقعي تمايلات او اصيل ارزښتونه بيانوي.

منفي جنبه يې دا ده چې تاريخ نه لرې. دقبايلي ټولنې په ارزښتونو پورې محدود پاتې کېږي او د څو موضوعاتو او څو شکلونو په تنګ چوکاټو کې ځان تکراروي او فقط حماسه يې اساسي موضوع وي.

سره له دې هم د شفاهي ادب روح زيات اهميت لري. ځکه چې د خلکو د فکر څخه نمايندګي کوي او که څوک غواړي چې خلکو ته خدمت وکړي، نو لازمه ده چې دا فکر او دا ادب په ښه توګه وپيژندل شي او څرنګه چې د ښاري ژوند د پښتنو په اجتماع کې ورځ په ورځ زياتيږي، نو ددې شفاهي ادب پيژندنه بايد د پښتو ادب د تاريخي بدلون يو مهم اساس وګڼو او په درنه سترګه ورته وګورو.

دويم: کوم مهم انکشاف اوتحول چې د پښتو ژبې په تاريخي مسير کې وينو، هغه د پښتو ليکلې ادب دی. کله چې پښتو ژبه ښاري ژوند ته نژدې شوه او څرنګ چې د ښار علمي او ادبي ژبه فارسي دري وه، نو پښتو هم د دې ژبې او ادب شکلونه او محتويات په ځان کې په ډيره ابتکاري بڼه ځای کړل او دا د پښتو د ژبې او ادب په تمامل کې لوی انکشاف و.

د ليکلې ادب مثبته جنبه دا ده چې د دري شعري اشکال او مضامين په پښتو ژبه کی نوي او پښتو ژبه کې د دې اشکالو او محتوياتو داخلول په پښتو ژبه کې ابتکار او هم ژبه په دی کار غني کړی شوه. په يوه مرحله کې د ادب نوی سبک همدا شو، يعنې د غزلو، قصيدو، رباعياتو په چوکاټ کې بزمي او رزمي اشعار رنګين خيالونه، استعارې، تشبيهات او نور ادبي فنون بيانول نوی سبک و.

د دی ادب نيمګړتيا په دې کې وه چې دا ادب د خلکو ادب نه و، بلکې د باسواده خواصو ادب و او يوه محدوده کوچنۍ خاصه ټولنه پرې پوهېدله او په دې خواصو کې هم ددې ادب ساحه محدوده وه، ځکه دا محدود خواص د ملايانو، روحانيونو يا ځينې خوانينو باسواده فاميلونه وو، په دې خلکو کې مخصوصأ د ملايانو او روحانيونو په فاميلو کې زيات پام ديني او عربي علومو ته و او سواد او ليکل لوستل هم په دري ژبه وو.

...

 

د ليکلي ادب په تاريخي تکامل کې دوه لويې دورې ليدل کېدایشي:

 

لومړی- دوره دخوشحال خان خټک او رحمان بابا دوره ده. دوی د قبايلي ذهنيت څخه يو ګام پر مخ ولاړل او دري ژبه چې دهغه عصر پرمخ تللې کلتوري او علمي ژبه وه، د پښتو دپاره د الهام منبع شوه او د دري کلاسيک ادب په الهام په پښتو ژبه کې ددې ادب اشکال او محتويات ځای کړی شول. داسې مبتکر او د نبوغ خاوندان پکې راپيدا شول چې دا ادبي اشکال يې د پښتني روحيې او ژبې سره برابر کړل. خوشحال خټک هغه مبتکر نبوغ دی چې هم يې قبيلوي ارزښتونه منعکس کړل او هم يې په دې نوي چوکاټ کې ابتکارونه وکړل او نوې مضمونونه يې بيان کړل.

دويم- د پښتو د ادبي او فکري نهضت دويمه او له اولې دورې څخه مهمه او ډيره لويه دوره هغه ده چې د اوسنيو پوهانو سره شروع کيږي. په دې دوره کې د پښتو ژبې هغه وده او انکشاف چې په دوه او درې سوه کاله کې نه و کړی، دڅلويښت کاله په موده کې وکړو. نوي شعرونه وويل شول، ابتکاري مضمونونه بيان شول او تر ټولو مهمه دا ده چې په پښتو ژبې د لمړي ځل دپاره پښتو پوخ معياري نثر را پيدا او د ادبي علمي او تاريخي نثر تهدابونه کېښودل شول.

دا نوې حرکت اساسأ د نولسمې پېړۍ څخه را شروع کيږي. په دې وخت کې د پيښور د سيمې ليکوال د اردو او انګرېزي ژبو له ادب ځخه استفاده کوي او په دې شان د اروپايي ادبياتو تاثيرونه پکې راننوځي. افغانستان ته اروپايي ادب تاثيرونه يه شلمه پېړۍ کې د منځني شرق له لارې راځي. افغانستان د پوهنې پرمختګ په لار کې له اروپا څخه استفاده وکړه او له اروپايي آثارو څخه تر جمې يې د خپل پېشرفت اساس کړ. له دې سببه افغانستان د پښتو ادب د نوي تحول زانګو شوه. دې تحول دوه منبعې درلودې، يوه وطني منبع چې کلاسيک ليکلې ادب او شفاهي عاميانه ادب و او بله منبع يې د نوي دنيا يعنې اروپايي ادبيات وو چې د منځني شرق څخه افغانستان ته راننوتل، همدې جريان د الفت او بينوا په شان ليکوالو او شاعرانو ته د خدمت او ابتکار زمينه برابره کړه.

اوس پکار دی چې په لمړي قدم کې پښتو ژبه د دوه راز عقدو له بند څخه خلاصه وساتو.

يوه عقده هغه د ماتې او شکست روحيه ده چې وايي: شرقي ژبې ډيرې وروسته پاتې او د نوې نړۍ د علمي او تخنيکي تحولاتو سره ځان نشي سمولای، حال دا چې حقيقت داسې نه دی او شرقي ژبې په اجتماعي، کلتوري، او سياسي ساحو کې د پېشرفت پوره استعداد لري او مخصوصأ د پښتو ژبې د ترقۍ امکانات بېشانه پراخه دي.

بله بده ناوړه عقده د ژبې سره خالص ليکلو هڅه ده. ځينې شرقيان په دې موهومه عقده اخته دي. مثلأ ځينې غواړي خپلې ژبې په خپل تصور سوچه او هم «پاکه» کړي. دا خلک په خپل لاس خپله ژبه په زنځيرونو تړي او د ودې او انکشاف لاره يې نيسي. دا تمايل په اروپا کې د کال ۱۹۳۰ په شا و خوا کې راپيدا شو. اوس پکار دی چې پښتو ژبه له دې تمايل څخه روغه وساتو. که ثابته هم کړو چې يوه ژبه لرغونې ده او يا د دې ژبې اصيل لغات کوم کوم دي، دا د ژبې په تکامل او پيشرفت کې کوم ارزښت نه لري، بلکې دا کار يعنې د ژبې خالصول او «پاکول» ژبه تجريدوي، د افهام او تفهيم ساحه يي محدودوي او د تکامل لاره يې بندوي. د تکامل لاره هغه ده چې ګاندي يې بيانوي او وايي:

« زه د خپلې خونې کړکۍ نه بندوم او خلاصې يې پريږدم. د دی دپاره چې له بهره څخه تازه هوا راشي او د ګاونډي د باغونو د ګلونو ښه بوی زما خونې ته راننوځي».

* * *

(۴)-: د ليکوال د ذهني جهان او د ټولنې د واقعيي دنيا په منځ کې بيلتون:

 

د او سني نسل پښتو ژبې ليکوال او منور په يو ژور متضاد او متناقص حالت کې را ګېر دی او دا ناوړه متناقص حالت په دې شان دی.

د عيسوي نولسمې پيړۍ له اخره را په دې خوا، کله چې په هيواد کې د يو مرکزي دولت ټينګېدل بنا شو. د پښتنو اجتماعي قبايلي جوړښت او د دې جوړښت ارزښتونه، يعنې پښتونوالې کودونو په دې تاريخي لنډه موده کې ډېر مهم تغيير او تحول وکړ او په ډېره بېړه د ړنګېدو په لور روان شول. * دا د ټولنې طبيعي بدلون دی او د زمانې جريان هم په دې لور روان دی.

(*-: يو لړ علمي پلټنې، مخصوصأ د ښاغلي اشرف غني تحقيقات په سياسي انتروپولوژي کې دا ټکی روښانوي. هيله ده چې دا ځوان محقق خپلې پلټنې يوه ورځ په بشپړه او مفصله بڼه نشر کړای شي.)

مګر د پښتو ژبې ليکوال شعور او ذهنيت له دې تاريخي جريان سره سم روان نه دی، بلکې د جريان په مقابل کې حرکت کوي او د زمانې په سيلاب کې مخ په پورته لامبو وهي. د دې مهم ټکي معنا دا ده:

دهر پښتون ليکوال او مخور سره د خپلې خاصې سيمې او منطقې د اجتماعي جوړښت او ارزښتونو احساس او يوه مغشوشه پوه موجوده ده. د دې سيمه ييز احساس او مغشوشې پوهې څخه د ليکوال په ذهن کې د پښتني اجتماع يو تصوير جوړيږي. ليکوال دا محدود تصوير عمومي کوي د ټولنې پښتني اجتماع عمومي تصوير ورته ښکاري. او بيا ليکوال د دی عمومي تصوير څخه د پښتني اجتماع لپاره ايډيال جوړوي او نوي باسواده نسل ته يې د «پښتونوالې» يا «مليت» په نوم تلقينوي.

دا شعوري مسير دا لويې نيمګړتياوې لري:

يوه دا چې د سيمه ييز او منطقوي احساس په بنا د سيمه يزو او منطقوي ارزښتونو دا راز بالکل بې اساسه دی. ما تر اوسه هيڅ يو پښتون ليکوال نه دی موندلی چې د خپلې سيمې په اجتماعي جوړښت او د دې ساختمان په ارزښتونو کې علمي پلټنې کړې وي او دا جوړښت او ارزښتونه يې د نورو پښتنو سيمو جوړښت او ارزښتونو سره مقايسه کړی وي او بيا يې د دې منطقوي تحقيق او مقايسوي مطالې په نتيجه کې د پښتني ټولنې په باب يو عمومي نظر قايم کړی وي.

بله دا چې دغه ايډيال چې د منطقوي احساس او مغشوشې پوهې په بنا د قبايلي جوړښت او ارزښتونو څخه جوړ شوی دی، داسې يو ايډيال دی چې مخه يې د ماضي و خوا ته ده، نه مستقبل و خواته او تل به مات شوو زړو معيارونو ته رجوع کوي او هغو نوو ارزښتونو ته يې هيڅ مخه نه ده چې اوس د جوړيدو په حال دي.

درېيم مهم مطلب دا دی چې نوي باسواده نسل ته د دې ارتجاعي ايډيال د تلقين له کبله د نوي نسل د ذهن او شعور د ودې او انکشاف پر مخ نوي خنډونه او موانع راولاړيږي او شعر او ادب کې دنوي سبک او فکري ابتکارونو لارې تړل کېږي.

په لنډه توګه، هغه د تناقص مهم ټکي چې څو کرښې پاس ورته اشاره وشوه، په دې شان دي:

د زمانې مسير او د ټولنې طبيعي بدلون د قبايلي جوړښت او د دی جوړښت د ارزښتونو د انحلال او ړنګېدو په لور په بيړه روان دی. مګر د پښتون ليکوال ذهن په داسې وخت کې ددې ارزښتونو څخه ايډيال جوړوي او ټولنې ته يې د عالي هدف په بڼه وړاندې کوي چې دا جوړښت او ارزښتونه د ړنګېدو په حال کې دي او زمانې محکوم کړي دي. په دې شان دننني ځوان ليکوال د ذهني مسير او د ټولنې د واقعي حرکت په منځ کې جدايي او بېلتون را پېدا شوی دی. د دې جدايۍ او درز نتيجه به دا وي چې ټولنه به خپل واقعي تاريخي مسير کوي، مګر د ليکوال ذهن به د دې مسير او حرکت څخه قدم په قدم وروسته پاتې کېږي او د دې تناقص څخه به هم ځوان پښتون ليکوال په خپل ذهن کې د ژورې بدمرغۍ او ناکلارۍ احساس کوي او هم به راتلونکي ځوان باسواده نسل د ذهني انکشاف په لار کې لوی خنډونه راپېدا کوي.

 

نتيجه:

د پورتني خبرو په اساس اوس به اصلي مسأله طرح کړو او پوښتنه به وکړو چې د پښتو اصولو او نوې ادبي سبک لار به کومه وي؟

که د شکلونو له پلوه چاربيتې، بګتۍ او لنډۍ جوړې کړو يا غزل، قصيده او مثنوي ووايو، دا به زاړه شکلونه وي او يا به د شفاهي ادب تقليد کوو او يا به د ليکلې کلاسيکي ادب شکلونه تکراروو. د محتوياتو له لحاظه که کېږدې يا ګودر وستايو، يا د شمعې او پتنګ ګل او بلبل می او ساقي ياد کړو، دا به هم زاړه مضامين او زړې خبرې وي چې نورو له موږه ښې ادا کړې دي. او که حماسه بيان کړو او وياړنې وکړو، که څه هم د دې حماسې او وياړنې الفاظ نوي وي او داسې لفظونه لکه «ملت»، «انقلاب»، «عدالت»، «آزادي» هم پکې وي، سره له دې به سندرې په ماهيت کې کوم تغيير رانشي. د وياړنې احساس زوړ قبيلوي احساس دی او حماسه زړه سندره ده. که اوس هم څوک د خوشحال خان د دې شعر څخه مزه اخلي چې وايي:

 

د افغان په ننګ مې وتړله توره

ننګيالې د زمانې خوشحال خټک يم

 

نو له دې څخه به معلومه شي چې لا اوس هم حماسه او وياړنه مهم او اساسي احساس دی او قبايلي ارزښتونه د منورو او لیکوالوپه ذهن کې لا نه دي مات شوي.

نو دپښتو ژبې او ادب د راتلونکي ودې او تکامل لاره به کومه وي. دا تکامل به د قومي ذهنيت د ماتيدو و خواته روان وي. ددې ذهنيت ادبي کلتوري ارزښتونه به ړنګېږي او داسې شعر او ادب به راپيدا کېږي چې دشکل له پلوه به نه کلاسيکي ادب په شان قصيدې، مثنوي او رباعي ګانې جوړوي او نه د شفاهي ادب په شان به بګتۍ، چاربېتې او لنډۍ وايي. دمحتوی له لحاظه به نه خط و خال، هار او لونګين، ګل او بلبل بيانوي او نه به د قومي او قبيلوي ذهنيت په بنا حماسي او رزمي سندرې وايي.

تر ټولو لومړی به دې ټکي ته پام وشي چې د پښتو د روان معياري نثر په قالب کې زيات ادبي محتويات لکه تراژيدي، ډرامې، رومان او نور فلسفي او ادبي محتويات د منظومو تاليفونو او ترجمو په زور په پښتو کې راواچول شي. په داسې شان چې د ټولو خلکو دپاره وې او نوي مضمونونه راشي. دا نوې قالب به هغه مبتکر شاعر راوستلای شي چې د پښتو ژبې اصيلې او خاصې روحيې احساس ورسره وي. د شفاهي ادب اشکالو تقليد به نه کوي، بلکې د دې ادب د اشکالو ځخه به الهام اخلي او د هغوی له روحيې سره سم به نوي قالبونه راوباسي او بيا به په دې نويو قالبونو کې نوي مضامين بيانوي.

دا نوي مضامين به اساسأ انتقادي روحيه ولري. خبرې به په پخو رواني او فلسفي اساساتو ولاړې وي، فردي هويت او فردي احساس به پکې قوي وي، له درده به ډک وي او سياسي او اجتماعي پيغام به پکې پروت وي.

لنډه دا چې نوی ادب به د سېلاب په شان نه وي چې په زور او غرار روان شي او بيا ډير زر وچ شي، بلکې دا ادب به د درياب په شان وي.

لکه چې خوشحال خان خټک وايي:

 

ته چې هسې په غوغا درومې سيلابه

ولې هسې په ساعت کې شې بې آبه

افرين دې په همت د لوی درياب شي

چې په هيچرې يې چار نه ده کريابه

-
بېرته شاته