(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د محمداقبال

[29.May.2021 - 19:35]

محمد اقبال اقبال  د ژوند پلوشې

د مورنۍ ژبې په خورونه ،روزنه او د قام د تعليم او ترتيب سره د انسان د جمالياتي د تسکين او روحاني توګه يو کامل انسان جوړولو کښې د تعليم او اليکټرانک څومره مهم دے ددې اندازه تاسو له دې په آسانه لګولې شٸ زه چې له ډير وړوکې وم نو زمونږ په کور کښې د بجلۍ يو ټرانسسټر وو ۔ په هغې به زمونږ په کور کښې د پښتو خبرونو سره د پښتو موسيقۍ ،ډرامې او نورې خپرونې ډير په ذوق او شوق سره اوريدې شوے ۔ ما ته چې څومره ياد نو ما به دا پروګرامونه ډير په شوق اوريدل په خصوصيت سره د پښتو موسيقۍ او بيا په تيره تيره د پښتو مصرعيزې سندرې به راباندې ډيرې اغيزې کولې ۔ حالانکې نور پرې نه پوهيدم ۔ او بيا چې سکول ته شوم نو خداې شته د پښتو کتاب به مو ډير خوښ وو په  ډير په مينه به مو لوستو :

غوا زما برَګۍ ده 

 يو ورسره سخۍ ده  

ساٸيکله وفاداره 

د سلو کالو ياره 

 يو دوه درې 

 بيا خټکې پرې 

 دوه ،درې ،څلور 

بس دې مه وس شور 

 څلور پنځه شپږ 

بس دے مه کوه وس زوږ

  دا دومره خواږه سبقونه وو ۔ په لوستو به ترې مونږ خوند اخستو يو ترنګ آهنګ وو ورکښې  شاٸد بله وجه يې داوه د  پښتو دا سوچه توري زمونږ په لاشعور او فطرت کښې موجود وو چې لوستو به يې مونږ ته يو روحاني کيف ترلاسه کيدو ۔  په دې نظمونو کښې د ذکر شوو څيزونو نومونه به هم راباندې ډير خواږه لګيدل۔  د نورو ژبو کتابونه به مو داسې احساسول لکه چې په زور يې راباندې څوک وايي ۔ زه چې نن فکر کوم يوازې نه هر ماشوم به د پښتو کتاب ويلو ته ډير خوشحاله وه  په نسبت د نورو کتابونو ۔ تقريباً په نهم ،لس کښې مونږ خوشحال خان خټک، رحمان بابا، حميد بابا او علي خان نورو کلاسک شاعرانو سره د جديد دور ځنې شاعران امير حمزه خان شنواري ، قمر راهي صاحب،  ايوب صابر صاحب ځنې نورو کلامونه زمونږ د کورس په کتابونو کښې شامل وو د کتاب په ټاٸيټل به د خوشحال خان خټک او رحمان بابا عکسونه وو ۔ چې په نظر به درانه او خواږه او خپل خپل ليږدل دغه رنګ به د اردو په کتابونو د اردو ادب سره تړلي کلاسکي شاعرانو عکسونه وو خو خداې شته چې د خپلوالې احساس به ترې نه ولاړيده ۔ هم دغه شان ريډيو په وسيله مونږ د شلمې پيړۍ د شاعران او سندر غاړي وپيژندل ۔ کله چې مو د ادب په زمکه قدم کيښود نو د اردو ځنو اخبارونو ، لکه شهباز ،جهاد کښې به د پښتو صفحه وه شهباز خو بيا بند شو او جهاد اخبار وو محترم پير سفيد شاه همدرد صاحب يې د پښتو صفحې انچارج وه۔ او د پښتو اکيډمۍ مجلهپښتوبه زمونږ يو مشر له راتله هغه چې زما د ذوق و شوق نه خبر شو نو چې کله به مجله راغله نو يو ورځ دوه ورستو به يې ماته راکړه او مابه د اول نه تر آخره ټکي په ټکي ولوسته ۔ دې سره زمونږ  کور د ميونسپل کميټۍ مردان ترڅنګ وو دغلته به هم لوے لوے ادبي دستورې کيدې د ګردې پښتونخوا استاذان شاعرانو به ورکښې ګډون کولو هم دغسې زما دننه پټ شاعر غزونې وکړې ښاغلے وصال قريشي زما هم عمر شاعر ملګرے وو بيا جمال صادق،نهار اعوان، خيرداد نويد، دلباز ثاني عارف عالم تبسم مې ملګري شو او مونږ د پښتو نوے ادبي ټولنې په نوم ټولنه جوړ کړه چې روستو فضل نعيم نعيم، فيض الوهاب فيض، عبدالروف عارف۔ هدايت اللّه ګل۔ فضل الرحمان صابر هم زمونږ ملګري شول ۔ دلته به مونږ هره ورځ ادبي تنقيدي ناستې کولې دغه وخت ولسي ادبي ټولنه وه خو باقاٸده اجلاسونه به يې نه وو نو اکثر به استاذان شاعران به هم زمونږ اجلاسونو ته راتلل زمونږ ډاډګيرنه به يې کوله ۔ لويې دستورې مو هم کولې په ريډيو خو به د استاد خيال محمد۔ هدايت اللّه ۔ معشوق سلطان۔ کشور سلطان۔ ګلنار بيګم۔ نويتا خان او نورو په خوږو او سريله غږونو به مو د محمد اعظم اعظم ۔ سعداللّه جان برق۔ ګورهر رحمن ګوهر۔ ايوب صابر۔ جوهر۔ صديقي غزلې اوريدې خو په ټولې کښې زما زيات د خوښې شاعر محمد اقبال اقبال وو دغه وخت زه په دې نه وم خبر چې اقبال صاحب د مردان دے او کله چې خبر شوم چې محمد اقبال اقبال صاحب د مردان نه دے نو ډير زيات خوشحاله شوم محترم اقبال صاحب به هم زمونږ د نوےادبي ټولنې اجلاس  ته راغلې وه په نورو ادبي اجلاسونو کښې به مو هم ليدو هغه لوړ دنګ نرے نروچکې په شا اړولي ويښته ړومبې نه روستو چشمې په سترګو د هغه شخصيت ډير زړه راښکونکې  انتهاٸي مينه ناک وو چې په ړومبي ليدو به يې بنده په ځان مٸين کړه د هغه په شاعرۍ کښې درد د کفيت او احساس محرومۍ  اظهار وو او د مينې نه ډکه وه :

که ته راځې نو په دې تکه توره شپه کښې راشه 

زه    تور   نصيبه   د   سبا   رڼا   ته   نشم   کتے

 

د  بې کوره  حسرتونو  آرمانونو ښار کښې وسم 

زه د  مينې مسافر يم د دردونو ښار کښې وسم

 

ته  دي يو  ځلې   خندلي   ما  ده  يو  ځل  مينه   کړې 

وس که ټول عمر هجران وي د يادونو ښار کښې وسم

 

ماسره   څنګ  کښې  دلبر  دې زما 

شپه ده شوقدر ورځ اختر دې زما

د نوے ادبي ټولنې د جوړښت نه څو مياشتې روستو په نومبر 1981 کښې زه د روزګار په لړ کښې اسلام آباد ته راغلم او دلته نه مې محمد اقبال اقبال ته يو ليک واستو د هغې جواب هغوي په ١٩۔١١۔١٩٨١ ماته په لاس راغلو محترم محمد اقبال اقبال چې هر چابه ورته اقبال بابو ويل ليکي:

ګرانه خوږه افکار صاحبه :- السًلام م

ستا مضمون او  خط  ملاؤ شو ۔ اول خو حيران شوم چې چرته اسلام آباد او چرته ته ۔ خو بيا خبر شوم چې ته هلته په کار شوے يې ۔ شکر دے ۔ ځکه چې نن سبا بې روزګاري بده بلا ده۔ يو نصحيت اومنه چې خپله Study جاري ساته د پښتو ادب مطالعه کوه ځکه چې ستا املا او ژبه لږه لواړه او ځاې په ځاې غلطه ده ۔ زه ستا د مينې اخلاص د جزبې قدر کوم ۔۔۔ ته چې څومره پما او زما په فن مٸين يې ددے تشکر ۔ ټول ملګري ښه دي زما د مينې ډک دعا سلام واخله ستا اقبال ۔ د غزل څو شعرونه:

خير دے شوګيره ستا يارٸ سره به وپالمه 

که خوبولې يار مې خيال ته راولې نو هله

مينه مې ته يې در ځاريږم خو پښتو پښتو ده

د  ګل ښاٸسته ،  بيابان  ته  که  راځے نو  هله 

ازغن ژوندونه ، د ژوندون مقصد دې هله ګڼم

د  ګل  اوده اوده   جزبې که   پارَوے  نو  هله 

اقبال خو ستا دے خو بس تيګه ماتول ده پکښې

که    د   رقيب   سره   لوظونه   ماتوے  نو   هله

په دې ليک کښې چې د کوم مضمون ذکر او اقبال بابو چې يې مننه کړې ده دازما د ژوند ړومبې نثري ليک وو چې ما ليکلې وو او هغوي ته مې استولې وه ۔ دغه ليک روستو پهالوحدتپښتو برخه کښې چاپ شو۔ 

قدرمن اقبال تل د ګلونو اوده اوده جزبې راپارولو هڅه کړې ده زما سره هغه زمونږ د دور ډيرو ځلمو شاعرانو ،ليکوالانو  روزنه پالنه کړې ده ۔ خو ډير د افسوس مقام دے چې پس د مرګه هغه! هغه  شان ونه نازولې شو کوم چې د هغه حق جوړيده ۔ يقيناً چې اقبال بابو ته دغه خود غرضه خلق ورمعلوم وو خو هغه بيا هم دوي ته  په ژوندني په تندي ګونجي نه دي راويستي او روڼ تندي يې د پښتو ددغې تنکو بوټو خصمانه کړې ده او نن هغوي لوے لوے خلق دي په دغو لويو خلقو کښې د دوه تنو مرکه  ما د ټيلي ويژن په يو چينل اوريده په خداې که د اقبال اقبال نوم قدرې  په تير کښې هم اغستې وه  خو ولے چرته هم د محترم قمر راهي صاحب په شان جار اقبال بابو  داسې نه دي ويلي ۔

هغه  چى ما  د  ګوتې ونيول  په لار  مې سم کړه

هغوئ په ما پسې راغونډ کړه په کوڅو کې  کاڼي {راهي}

کور ودان د ښاغلي عبدالحميد زاهد د چاسره ددغې خلقو هومره اقبال بابو ستړې  نه دي کړي خو ولے دغه د لوے ظرف خاوند نه يوازې په اقبال بابو يو ليک وکړو او د خپل تاليفد شفق رنګونهتړون د محمد اقبال اقبال صاحب په نوم په دې انداز وکړو ۔ 

ته    به    يې   چرته   لاړو   آ   زما  ليونے  څه  شه

اشنا ډير درته نيزدے يم د خيالونو ښار کښې وسماقبال

د اروښاد محمد اقبال اقبال په نوم چې د پښتو سپيځلے شاعر ،نثرنګار ،افسانه نګار او يو کامياب ډرامه نګار ؤ او پښتو پښتونولي يې د ژوند وظيفه وه ۔

خپلې پښتو د ژوند په راز او رموز پوهه کړمه

په   فلسفه   که  د  لينن  او  د ماؤ  نه پوهيدم 

زه هم د ښاغلي عبدالحميد زاهد په دې اقدام رشک کوم او وياړم پرې۔ د محترم اقبال بابو چې زما لارښود ادبي استاد او مشر ورو غوندې وو۔ کله چې اسلام آباد ته راغلم نو د هغه سره رابطه د خط کتابت په وسيله قاٸمه وه ۔ په خپل يو ليک کښې محترم محمد اقبال اقبال صاحب په خط کښې ماته په ٩۔١۔٨٢  ليکي:

خوږه افکاره عمر دې زيات شه سره د خوشحالو او سکون ۔

السلام عليکم:- خيريت جانين نيک نصيب باد۔

خط دې راورسيد ۔بچو عقيدت مينه او سپين نيتي لوے شے دے ۔ خط زر ليکل يا پس ۔ مينه نه کمَوي۔ ستا اخلاص ماته معلوم دے ۔ما ډيرو سره خوارﺉ کړي دي او کؤم ۔ زما رنځور وجود او پريشانه ذهن چې څومره کار محنت کوے شي د هغے نه سيوا هر چاسره بې رويه بې ريا کوم ۔ تا د خط نه ليکلو يا ايسارتيا دومره لوے خفګان او معافي غوښتې ده مونږ له خو دومره ډيره ده چې د چا زړه کښې ځاې پيدا کړو

ماله دې دومره ديدن بس دے

چې په کوڅه کښې ښپه نيولے شې مٸينه

افکاره نن سبا څوک چاله څه نه ورکوي ملازه مروت ختم دے ۔ دوه د مينې خبرې غنيمت دي ۔ما تاته مخکښې خط کښې ليکلي وو ۔ بيا درته ليکم چې دادې وخت دے ځواني۔صحت۔ماحول درته سازګار دے د وړاندے تعليم کوشش کوه۔ ورځ او شپه په ځان يو کړه محنت وکړه او نوکرﺉ سره خپل تعليم جاري وساته بيا د شاعرۍ ادب لوے ميدان دے۔ تعليم د روزګار ۔نوم ۔ مرتبې يو اهم ضرورت دے۔ او شاعرﺉ له هم علم پوهه ضروري ده ۔دا خبرې د زړه په غوږو واوره عمل پرې وکړه ۔چاسره خبرو کولوله تخليق له فن او ژوند له علم کالې دے۔  محمد اقبال اقبال چې د پښتو صاحب طرز شاعر اديب او ډرامه ليکونکې وه۔ د علم د حصول په تاکيد که ما عمل نه دے کړې نو خوشحاله پرې نه يم او پيښمانه يم چې کاش ما تعليمي ډګري ترلاسه کړې وے ۔ او که ما داسې کړې وے نو نن به زما پوزيشن بل رنګ په د ژوند په اوږد سفر کښې په ډيرو موقعو د محترم اقبال بابو په نصحيت د عمل نه کولو نقصانات ډير په شدت سره احساسوم ۔ نن چې  زه دلته د قدرمن مشر دا ليک  رانقل نو مقصد مې هم دادے  چې زمونږ  د نن ځلمي  آغلي او ښاغلي هغه سهوه ونه کړي چې له شوې ده ۔ او د محترم اقبال بابو په دې نصحيت عملي کړي او ددې زرين پيغام نه ګټه پورته کړي او تعليم له توجع ورکړي ۔ په حيث د قوم زمونږ علمي سطحه ډيره ټيټه ده او زمونږ د قامي لوے بدحالٸ سبب هم دا بې علمي ده ۔ دغه وجه ده حاجي صاحب د ترنګزو، فضل محمود مخفي،عبدالاکبر خان ،باچاخان،او صاحبزاده عبدالقيوم خان او خان شهيد عبدالصمد خان د شلمې پيړۍ په شروع د پښتون قام د علمي کولو دپاره عملي هڅې کړي دي ۔ تاسو تاريخ راواخلٸ او ددې اتلانو د هڅو نه وړاندې هم د پښتون حال وګورٸ او روستو هم نو يو واضح فرق به احساس کړٸ هم ددې ددغې هڅو برکت وو چې بره افغانستان کښې د بيدارﺉ يو تحريک شروع شو آمان اللّه خان،نادرشاه هم د تعليم دپاره عملي هڅې وکړې په دې لړ کښې سيد سليمان ندوي ،علامه محمد اقبال هڅې هم د ستاٸيلو وړ دي۔ 

چې محبت کله متازه شي د ناز د وصل

ښکليه ستا د منت بار کلے به څه آباد شي 

شيبه شيبه چې پرې سيلاب د ستونو راځي 

نصيبه  هغه  د  ريګزار  کلے  به څه آباد شي

هره خبره چې د سوال او د زارﺉ ياري شي

د ژوند آرمانه ددې خوار کلے به څه آباد شي 

د محمد اقبال اقبال صاحب  سره زما تعلق روحاني وو ۔ هغه ښاغلي نورالبشر نويد چې هغه وخت د ولسي ادبي ټولنې مردان سکتر وو ته ويلي وو چې په نوے ادبي ټولنه کښې افکار تکړه هلک دے بايد چې هغه دې ټولنې ته راشي ملګري بشر نويد ماته وويل ما د ځان دپاره دا اعزاز وګڼو ولے چې دغلته د ادب استاذان وو ۔ انديش صاحب۔ ډاکټر اسرار۔ اسرار صاحب د طورو ۔ شفق صاحب ۔ زمونږ په ملګرو کښې  محب اللّه شوق ۔ بشر نويد ۔ خان بهادر حسرت ۔ مشتاق مجروح۔ زبيرحسرت او نور شامل وو ۔ دغه رنګ زه ولسي ادبي ټولنې ته لاړم خو ددې آٸين ترمخه ما به د نوے ټولنې نه استعفاء ورکول وو ۔ د نوے ادبي ټولنې نه زما ځنې ملګري په خصوصيت سره ښاغلے وصال قريشي ډير خفه وه ښاغلے وصال قريشي زما د هلکوانې ملګرې دے مونږ دواړه يوبل ډير نيزدې وو او يو ځاې د پښتو ادب خدمت ته شمتو شوي وو خو محترم مشر محمد اقبال بابو هغه رضا کړو ۔ دغه رنګ زما او د وصال قريشي ترمينځ د مينې ورورولۍ تعلق محترم اقبال بابو په خپل عمل برقرار پاتې کړو محترم اقبال بابو ماته  ٨٣۔٣۔١٢ راواستوه چې څه په دې ډول دے۔

ګرانه افکاره خوشحاله وسے 

السلام عليکم ۔ د خيريت غوښتونکې په خيريت دے 

وصال قريشي دي دوه ځله راغلل ۔ ستا د استعفاء باره کښې يې ووے ۔چې دا مونږ ته پته ده چې هغه ولے داسې وکړه ۔ما ورته صفا اووے چې يارانو دغه يو افکار تاسو کښې زما خوښ وو۔ ما مجبوره کړه او خپلې ټولنې تامې راوست اوس که څه سزا يا خفګان ګيله مانه وي ۔ نو زمانه کوﺉ مجرم مو زه يم ۔ اللّه دې خاطر وکړي هيڅ يې اونه وے وويل يې که اقبال صاحب مونږ ټول اولسي ادبي ټولنې ته غواړي نو ستا خبره به نه غورځوو ۔

ژوندون راته کنډر چې دې يادونو کښې ښکاريږي  

ځلا   راته   د   زړه   په اميدونو  کښې ښکاريږي 

په    هغه   ورځ   په  څښلو  د  شرابو   نه مړيږم

تصوير  چې د زاهد  راته جامونو کښې ښکاريږي 

هم دغه رنګ اقبال بابو محترم م،ر،شفق صاحب ته وويل چې افکار اسلام آباد ته درغلے دے او په واپډا کښې نوکري کوي محترم شفق صاحب خپل خوريې چې د ډير لوے عالم ،فاضل شخصيت سيد ظهورالحق مرحوم و مغفور د طورو ځوے دے چې په خپله هم ډير ښه شاعر او ليکوال دے سيد نذيرالحق کريم راپسې کړو په لټون لټون هغه ترما راورسيد ۔ نذير الحق کريم او زه بيا يو بل دپاره لازم ملزوم شو ۔ سيد نذيرالحق کريم دې اللّه په بچو خوشحاله کړي زما به يې ډير زيات خيال ساتو دغه شان شفق صاحب سره ليدل وشو ړومبې به مو د هغه په ځاې کښې ادبي ناستې کولې د يوې ناستې د شفق صاحب د لاس يو بلن ليک راسره دے هغه تاسو سره شريک کوم۔

ګرانه اقبال حسين افکاره!

نن ماښام مونږ يو څو ملګرو سهيل خټک له ډي ٥٩١ کښې د ميلمستيا ورکولو تابيا کړې ده۔ ته هم په دې محفل کښې شريک شه خوند به وکړي۔ والسلام شفق ٢٣ جولاٸي ١٩٨٥

د تنهاٸي په ماښامونو کښې هم خوند راولي

شفقه! ستا د  رنګ او نور دي ارمغان يادونه

په ٦ مي ١٩٨٦ مونږ د محترم غني خټک په کور کښې د پښتو ادبي سوساٸټۍ اسلام آباد کيښود ۔ دغه ورځو کښې ښاغلي نذيرالحق کريم ته سرکاري کواټر ورکړې شو په اسلام آباد کښې هغه وخت د استونګې غټه ستونزه وه سيد نذيرالحق کريم ماپسې راغې د پښتو ادبي سوساٸټۍ اسلام آباد مياشتيز اجلاسونه د محترم غني خټک په کواټر بي ٥٦٠ کښې کيدل او ادبي هيډکوارټر د نذير الحق کريم  کواټر اې ٢٥٥ وو ۔ډير  لوے  ادبي شخصيتونه دې په دغو کښې اجمل خټک۔ايوب صابر۔ هاشم بابر ۔ جعفر خان اچکزے۔ سلطان محمد صابر۔ عبدالکريم بريالے ۔ پرويش شاهين۔ اکرام اللّه ګران ۔عبداللّه درويش درانے ۔ رحمت شاه ساٸيل ۔ افضل شوق ۔ انديش شمس القمر ۔ډاکټر اسرار ۔ خيبر آپريدے۔ډاکټر مجاور زيار او نور ګڼ شمير کواټر ته راغلې شپې يې کړي دي ۔ دا ټول د محمد اقبال اقبال صاحب برکات وو ۔  هسې خو د پښتو ادب د شلمې صدۍ مشرانو مينه او شفقت لاس زما په سر وو خو زما ادبي روزنه او پالنه  محترم اقبال بابو محترم شفق صاحب محترم مشر رحمت شاه ساٸيل صاحب دے ۔څنګ چې مخکښې ووې چې د امير حمزه شنواري نه تر سيد نذير الحق کريم پورې مشرانو او همزولو ماله مينه او شفقت راکړې دے هم ددوي په  لارښودنه ،مرسته،ملاتړ تردې دمه رارسيدلې يم۔ خو دا درې شخصيتونه داسې دي چې زه يې له ګوتې نيولې يم په لار يې سم کړې يم ۔ وس که زه په دوي پسې( خداې نه کړي) د کوڅو کاڼي راخلم نو يقيناً چې دابه زما کمينګي وي ۔ اللّه دې هر څوک سره زما  له داسې کمينګۍ په آمان وساتي آمين

که    اقبال د خپله   خبر   نه   دے 

خو پښتو ورله نامه د سخنور ږدي

د محترم اقبال بابو سره زما تعلق روحاني وو ۔ هغه زما ژوند کردار د يو شفيق مشر ورور وو۔ يو ورځ ما چا سره جګړه کړې وه ۔ څو ورځې روستو هغه خبر شو او ماته يو ليک را واستول چې څه په دې ډول دے۔ 

ګرانه خوږه افکاره په دين دنيا ښاٸسته شے

السلام عليکم :- خيريت جانين نيک نصيب باد ۔

خط دې پرون راورسيد ستا د جګړې خبره راته سردار کړې وه۔ هغه ته ماوٸيلي وو ۔چې دغه کسان ماته راوښايه۔ خو هغه ويل چې وس مشران ترمينځه شوي دي او روغه شوې ده۔ افکاره مونږ شاعران حساسه او ښه زړي خلق يو په آلا آسانه چاسره خله نه ګډَؤ ۔ خو دومره بې خونده هم نه يو۔چې اوږده دې ښکته وړو بحرحال چې روغه وشوه نو ښه اوشوه ۔کور کلي محلت کښې تعلق خرابول ښه خبره نه ده۔اللّه دې خير وکړي ۔

ددې خط ليکلو يو مقصد ستا د خط جواب وو۔ بله غټه خبره داده چې دې جمعې له د محمد اسلام آرماني د کتابداکاڼي دا کوڅېمخ کتنه ده۔ ځان خامخا راورسَوه پروګرام څه داسې دے جمعه ٢٩ جولاٸي سحر آته بجې ١٩٨٣ کيمونټي کونسل حال مشاعره نشته۔ بس مقالې نظمونه دي۔ايوب صابر مشر ميلمه دے طلاباچا صدارت د پيښور۔ چارسدې۔ درګۍ ملاکنډ ۔ صوابۍ ګڼ شاعران به راځي ۔ د ساٸيل نظم دے۔ وختي راشه چې پروګرام سيټ کړو ۔ شفق ته مو دعوت ليږلې دے د هغه هم نظم دے ۔ د اقبال بابو په دې ليک کښې ډاډ تبه تسلي پښتني روايت ،او روغې جوړې د کلي محلت کښې د ښو اخلاقو د تلقين سره د ادبي خدمت جزبه ښکاره ده ۔ يو بل ليک چې زما د واده بابله دے يقيناً تاسو به ترې اندازه ولګوﺉ چې په اقبال بابو کښې څومره مينه او اخلاص وه۔ سردار پرون مازيګر بيا راغې زه کور نه وم نو خط  يې راته پريښې وو چې د ١٢ مي ١٩٨٣ نيټه د مشرانو په مشوره کيښوه۔خير اللّه دې خير وکړي بيا نن دکان ته ورغلم هغه بلنه مې خوشخطه وليکله حواله مې کړه ۔نو ستا واده د خيره په ١٢مي ١٩٨٣ د زيارت په ورځ مقرر شو امبارک دې شه ۔ بله امبارکي داده چې ما د طلاخان مارکيټ چې ظفر مارکيټ ته مخامخ دے ګجو خان روډ په شل زره پټکي واخست۔ د کپړې کار به پکښې کوم نن مې پيسې ورکړې قبضه مې واخسته وس د کاروبار دپاره د پيسو ضروت دے منډے ترړې وهم بشر مې په سليمان شاه پسې ليږلے وو خو بشر مې له نه دے ليدلې بس دعا کوه چې اللّه څه د پيسو لاره راوباسي لوے ټوپ مې وهلے دے۔ دا زمونږ د پوهانو،دانشورانو،شاعرانو ،اديبانو ژوند ژواک څومره سخت ژوند تيرَوي خو خپل ولس له ژوند او خوشحالۍ ورکوي۔

مونږه چې ځان څيزو جهان له خوشحالي ورکوو

غمونه   اخلو   خو   دوران   له خوشحالي ورکوو

دا  ليونتوب  زمونږ خاصه  ده   هم جزبه د مينې

د  سر په  بيه چې  جانان  له  خوشحالي  ورکوو

د  سترګو  اوښکې نه  څڅوو د جانان غمه واوره

په دړد او څړيکو کښې آرمان له خوشحالي ورکوو (افکار)

محترم اقبال بابو ډير خودداره انسان وو۔ د پنجابې نومياله مترقي دانشور ښاغلے فخرزمان چې د اکاډمي ادبيات پاکستان چٸيرمين شو نو محترم سليم راز صاحب يې د اکادمۍ د بورډ ګورنر غړے واخست محترم سليم راز صاحب ماته څو فارمونه راکړل د پښتو څو سپيځلي مشران يې راپه ګوته کړل ويل چې له دوي ته دستخط اخستې شے بل څوک نه چې اعزازيه ورله مقرر کړو په دغه کښې محترم اقبال بابو هم شامل وو د ټول مشرانو زما په وينا دغه فارم لاس ليک کړو دا د هغوي حق وو خو اقبال بابو وٸيل افکاره ستا ډيره مننه دا ډيره ښه اقدام زه يې ستايم خو زما ضمير ما دې ته نه برابرَوي که زه شوم که هغه خو دغه فارم يې راته لاس ليک نه کړو۔

فطرت د ښکلاګانو شو  رنګونو  ته نيزدې

ګل  مخ په  پلو واړَوو  دشتونو ته نيزدې

دا دړد چې په قلار شواوسلګۍ شوې ساه نيولې

هم   دغه   مسيحا   وو   پرهرونو   ته   نيزدې 

محمد اقبال اقبال په ١٩٤٤ کښې د مردان هوتي په بابو محله کښې د حکيم شيرمحمد خان کره زيږيدلے وو ۔ ماته يې په يو مرکه کښې ويل دينې علم مې د مولانا عبدالنبي صاحب د طورو نه حاصل کړې دے لسم مې ګورنمنټ هاٸي سکول نمبر ٣ مردان نه کړې دے او دولسم پشتو آنر مې پراٸيويټ کړې په سکول د سحر په اسمبلۍ کښې به مې تلاوت کول او نعت ويل زما ډيوټي وه روستو د ايکساٸز په محکمه کښې په ملازمت شو خو د ميدې د السر او بيا د آپريش او يو پوښتورګي لرې کيدو په وجه يې  سرکاري نوکري پريښوه آماراتو ته لاړو خو ددغې ځاې اوبه پرې ښې رانغلې په کراچۍ کښې او بيا په پيښور کښې د داروګانو (ميډيسن ) کاروبار وکړو خو سمې به يې نه خوړ آخر عقوبت د مردان په ګجوخان روډ طلامحمد خان مارکيټ کښې  د ګل رنګ ټوکې په نوم دکان پرانست چې تر ډير وخته يې دوام وموند د اقبال بابو دوه لوڼه يو ځوے امجد دے  يو ورور سعيد خان چې د کراچۍ شپيارډ کښې ملازم وو ۔ محمد اقبال اقبال صاحب د پاکسټان ټيلي ويژن چې د چکلاله راولپنډي نه نشريات شروع کړل نو هغې دمه تر آخره ډرامه راٸټر وو دغه رنګ د ريډيو پاکستان پيښور ډرامه ليکونکې وو ۔په ريډيو ټيلي ويژن يې په سؤنو غزلې سندرې نومياله سندر غاړو وٸيلي دي ړومبې شعري مجموعه يې دپلوشهپه کال ١٩٧٩ کښې چاپ شوې وه۔ چې پاکستان راٸټر ګلډ پرې ورته آدم جي ايوارډ ورکړې وو۔تلې پيرونهيې د آفسانو مجموعه ده چې ١٩٩٨ کښې چاپ ده ۔ ړومبې مجموعې څه نورې شاعرﺉ سرهد ليواله محبت د رباب ترنګپه نوم په ١٩٨٩ کښې چاپ ده ۔ محترم م،ر،شفق صاحب د پورته ذکر شوي  د محمد اقبال اقبال صاحب د تخليقي  کتابونو او شخصيت په بابله د شفق رنګونه کښې چاپ خپل ليک کښې ليکي۔که هرڅو د اقبال د ښکلي شخصيت ،سپيځلي ادبي عکسونه دي خو د ادبي پيژندګلو حق نشي پوره کولے ،ځکه چې دا کتابونه د اقبال ادبي کاؤشونه خپلو پاڼو کښې نه شي ځايولے بله داچې د پرله پسې ادبي سفر له مخه د محمد اقبال اقبال (مردان) فن او شخصيت پيژندګلو ته متازه هم نه دے ۔ ادب لوستونکې پوهيږي چې ده خپل فني او فکري سفر دآمنواثماستقامواپه اساس جاري ساتلے دے ۔

که اقبال د خپل اقباله خبر نه دے

خو پښتو ورله نامه د سخنور ږدي 

د پښتو دا سخنور ،دانشور چې د باچاخان خدايي خدمتګار د قافلې د يو مجاهد نيکه نمسې وو ۔ هم د خپل نيکه په پل يې پل يې اېښې وه روان وو۔ ډير په عزم ،استقلال د ژوند سختو  تکليفونو ته لکه د غر ولاړ وو د هر قسمه خواهشونو په يوخوا د باچاخان د فکر فلسفې سره پت پښتو وپاله خو دافسوس خبره ده چې د باچاخان ددغې قافلې په دور حکومت کښې په ٢١ مارچ ٢٠٠٩ کښې چې وفات شو نو په جنازه کښې يې ددغې ګوند د وارډ عهده دار هم نه وهعاشق کا جنازہ ہے ذرا دھوم سےنکلےشکر دې چې د پښتو شاعران ،اديبان  پت ،پښتو پيژني د ټولې پښتونخوا نماٸينده شاعران اديبان راغلې وو ۔ ښاغلي عبدالسبحان  خان په خپله خاورو ته وسپاره۔ اللّه دې په ګور نور اورَوي

ما   سرمايه  د   ژوندون   ټوله  محبت   له   ورکړه

ځان ته مې هيڅ پريښودي نه دي د خوارﺉ نه سيوا

ښه   ده  چې   نه   راځې  د  زړه  د  بيابان  کنډر ته

د   حسن  شمعې  نور  څه   نشته  د سيلۍ نه سيوا

د   خيال   سپوږمۍ  ،د  فکر نمر ، د  تصور   پلوشې

څه  څه  مې  درنه  کړل  ښاٸسته د نيستۍ نه سيوا 

د   مرګي   پنجے   ،مړه   روحونه  ، او  پرهر خوبونه

هر  څه  مې  وليدل  ځوانۍ  ستا  د مستۍ نه سيوا  (اقبال)

په درناوي: اقبال حسين افکار

29.05.2021

-
بېرته شاته