(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تاج محل

[28.Jul.2021 - 10:48]

تاج محل

لیک: ډاکتر لطیف ېاد

تاج محل د معمارۍ يو ستر او بې سارى شاهکار دى.د تاج محل تاريخي ودانۍ دمغولود وا کمن شاه جهان (1628 – 1658) له خوا د خپلې گرانې مېرمنې ارجمند بانو بیګم چې په (ممتازمحل) سره یې شهرت درلود دبې کچې مينې په وياړ جوړه او ودانه شوې ده. د تاج محل ودانۍ په ودانولو کې شل زره کارگران اومزدوران په کار بوخت وواو ستر معمار او طراح یې استاد احمد لاهوري و . ددغه تاريخي ودانۍ د جوړولولپاره د نړۍ له گوټ _گوټ نه تکړه او نوميالي معماران ، تيږه توږونکي، مهندسان، حکاکان اومجسمه توږاندي وروبلل شول .

تاج محل د هند داتهر پردیش دایالت د آګرې په ښار کې پروت دی. د تاج محل ودانۍ په ښکلې ، ښايسته اوموزون ډول سره سينگاراو د پسول په موخه یې له يمن نه عقیق ،دعربستان نه مرجان ، د فارس نه ياقوت اود افغانستان نه د بدخشان لعل وروغوښتل شول اوپه جوړېدلو کې يې وکارول شول ،څو دغه بې سارى اوتلپاتې دمينې شاهکار له کابو(٢٢) کلونوپرله پسې کار وروسته بشپړ شو..هرکال د نړۍ له گوټ _ گوټ نه په زرگونوگرځندويان اوسيلانيان ددې شانداراو پرتمين شاهکار لېدو ته ورځي. تاج محل دهندوستان د گرځندوى صنعت په برخه کې دعايداتو يوه غوره، غوړه اوبډايه سرچينه ده.

ددې تاریخي ودانۍ دسپینو مرمرو ډبرې دغې ښایسته ودانۍ ته ځانګړې ښکلا ور په برخه کړې ده . دتاج محل لیدنه هرکال داکتوبرپه میاشت کې دځانګړي اهمیت نه برخمنه ده، ځکه هرکال په دغه میاشت کې دسپوږمۍ وړانګې چې ددغې ودانې دپاسه لویږی نو دا ودانۍ نوره هم ښایسته کوي او ښه ځلیږي او ځانګړې ښکلا وربخښي .

دتاج مجل دودانۍ په دننه کې دشاهجهان او دده میرمنه ارجمند بانو بیګم چې په ممتاز محل سره شهرت لری څنګ په څنګ خاوروته سپارل شوي دي .

تاج محل دډيرو شاعرانو په شعرونو کې هم ستایل شوی دی او دایې دمینې او محبت یوه ستره نخښه او شهکار بللی دی.

-
بېرته شاته