(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د زرلښت حفیظ شاعري

[28.Jul.2021 - 10:51]

 

د زرلښت حفیظ شاعرۍ ته یو ځغلند نظر 

ليک: امان الله نصرت

د پشتو په نظم او نثر کې ښځې لویه او کاري ونډه لري او له ډیر پخوا څخه پښتنو میرمنو د پښتو شعر او ادب میدان ګرم او تود ساتلی دی او خپلې مورنۍ ژبې ته یې د یادونې وړ خدمتونه کړي دي۰

د پټې خزانې مولف محمد هوتک د خپل یاد شوي کتاب  یوه برخه ښځو ته ځانګړې کړې وه او د پښتو ادب ښځینه ادیبانې او ویناوالې یې مونږ ته راپېژندلې وې نو دا جوتوي چې د پښتو په ادبي اسمان کې وخت په وخت یو شمیر میرمنې ځلېدلي او د پښتو ژبې د ادب بڼ یې په خپلو هنري تخلیقاتو او ادبي پنځونو ښکلی او رنګین کړی دی ۰

په همدې لړ کې زمونږ یوه خوږ ژبې شاعره او لیکواله د ننګرهار د کوز کونړ اوسیدونکې محترمه زرلښت حفیظ ده چې دم ګړۍ په کاناډا کې ژوند کوي او تر دې دمه یې ډیر اشعار او لیکنې د شعر او ادب مینه والو ته ډالۍ کړي دي۰

 د يښتو ادب د پرمختګ او غوړونې  لپاره د اغلی زرلښت هلې ځلې او هڅې د هیچا له سترګو پټې نه دي۰  زرلښت حفیظ  په داسې حال کې چې له هیواد څخه بهر د ژوند شپې ورځې سبا کوي او جسما له خپل پلرني ټاټوبې لرې ده خو روحا په خپل وطن کې ده او فکر او خیال یی د خپل خواږه هیواد په اسمانڅکو غرونو کې پروازونه کوي او یوه شیبه هم د خپل ولس او خلکو له دردونو او حال احوال څخه ناخبره نه ده۰

د محترمې زرلښت په هره وینا او بیان کې د وطن مینه او د خپل جنګ ځپلې ولس د ژوند ناخوالې، ستړیاوې، غمیزې او ویرجن حالات له ورایه ځلیږي او نوموړې یې په ډیر ښه شاعرانه انداز او رښتینولۍ عکاسي او انځورګري کوي۰

زرلښت جانه د ټولنې د یوې ترجمانې او استازې په توګه هر هغه څه چې په خپله خاوره او کلی کور کې وینی او هغه څه چې په خپل چاپیریال کی محسوسوی په پوره امانت دارۍ یې قلم ته سپاري، د شعر ژبه ورکوي او د نړیوالو غوږونو ته یې رسوي۰

د اغلې زرلښت حفیظ شاعري خوږه، روانه او له ادبې ښکلاوو ا و فني او هنري رنګونو ډکه ده ځکه خو په زغرده ویلای شو که نوموړې خپلې ادبې هڅې همداسې ساري او جاري وساتي او ټکني کیدو ته یې پرینږدي نو ډیر زر به د ادب ګلالیو او رنګینو پړاوونو ته ګامونه واخلي او د پښتو ژبې په ادبي تاریخ کې به یې نوم په زرینو کرښو ولیکل شي۰

د زرلښت حفیظ شاعري له خوږو مفاهیمو او لمسوونکو او پاروونکو هنري تصویرونو او انځورونو نه ډکه ده همدا لامل دی چې د نوموړې شاعري یې خوږه او ترسکونه کړي او د لوستونکو پر زړونو ځانګړي اغیز او تاثیر کوي۰

د اغلې زرلښتې خور په شاعرۍ کې د هیواد روانې غمیزې، د ولس دردونه، نړیوالي ناخوالې او د ژوند بیلابیلې پيښې او انديښنې  وخت په وخت په ګوته شوی او د شعر په لمن کې یې رانغښتې دي۰

د ګرانې خور ژرلښت جانې شعرونه او وینا مونږ وخت په وخت په بریښنایي پاڼو کې لوستې او خپله ادبي تنده مو پرې ماته کړي ده۰

زه درنې زرلښت حفیظ ته په ادبې سفر کې د لا زیاتو بریاوو او پرمختګ دعا کوم او هیله لرم چې د پښتو ادب ددغې ځلانده سپوږمۍ ادبي جلوي او پلوشې تل همداسې په خوریدو او غوړیدو اوسي او د ژوند سپرلي یې د خزان له سیلیو او توپانونو په امان۰

په همدې خوږه هیله

                                           ۲۳/۷/۲۰۱۸

             کابل

 

دا هم د اغلی زرلښت حفیظ یو خوږ شعر هیله ده خوښ مو شي

 

راشه راشه

د سهار شفـــــق کـــړه څيــــرې ترمـا راشه

د تيارو د زړه نـــــــه وزه سپــــيــــن سباشه

 

تورو شپوته مې شـــــــونټۍ د مينې بـــل کړه

د اسمان د زرزري ستــــــورو رڼــــــــا شــــه

                               

يود مينې ګلســــــتان به درتـــــــه جـــــوړ کـړم

ته غوټۍ او ګل مخــــــونــــــو تــــه بــورا شه

 

دغازيانو، شهيــــــــدانــــــــــو، مـزاروکــــــې

دجمعې شپې ته روښـــانه شـــمع بــــيا شــــــه

 

د غازي ادي نـــــکلونــــــه را پـــــــه ياد کړه

د ملالې ميوندي ټــــــــپوکــــــــې راشـــــه

 

د اريــــن د تخـــــــت و تـــاج په مينه مسته

خوار ولس ته مې ميرويس  يااحمـد شاه شه

 

زه به ماتـــــــې زولنې كــــــړمه له پښونه 

ته مې سوو اوسېلــو ته په خـــــــندا شـــــه

 

داټک د پل د لاندې کــــــــونــــړ سيــند ته

هم د لوړ شمشاد په سر تــــــــازه هـــــواشه

 

دپامير د لوړې څوکــــې شــــــنـو زمــروته

د غيرت چيغه په کوزه پـــښتونـــخــــواشــه

 

دباچا خان په مزار کې ســــــره جنـــــډه شه

د سرخ پوشو اټـــــــــنو ســـــــره اشنـــــاشـه

 

زه به خپله ځواني ټوله له تــــــاځــــــارکــړم

خوته هــم دحفيـــــظ خوږ زړه ته دوا شـــــه

-
بېرته شاته