(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپلټنې بېړۍ د مرېخ په..

[06.Aug.2021 - 13:01]

د پلټنو بیړۍ د مریخ پر سطحه

لیک: سید عبیدالله نادر                         

په ډیره یوه ډاروونکي درنه چوپتیا کې ، د بشر د لاس جوړه تحقیقاتي بیړۍ د کوزیدو تماشه می د مریخ په سطحه په تلویزیون کې کوله ، له یوې خوا خو دې حیرت انګیزه پرمختګ ته حیران وم ، چې د بشر د آرمانو بیړۍ د مریخ پر سطحه کوزه شوه ،او ارابی یې  چې د یوه موټر د ارابی په شان وي ، را خلاصي شوي ،او په دې درنه چوپتیا کې یې په ګرځیدو او پلټنې پیل وکړ ، بی زبانه ماشین یا رباط د ورکړل شوي پروګرام له مخي د خاورو د رااخیستلو ، د تصویر نیولو او نورو ورکړل شوي پروګرامونو باندی پیل وکړ چې ورته ورکړل شوي ،وو نو د مریخ پر سطحه یې په ډیر ډاډ او اطمینان سره خپل رفتار ته دوام ورکړ ، او په خپلو څیړنو بخت شو ،بی له ډاره چې ګوندی چا ورته مین ښخ کړی وي ، یا یې کوم انتحاري ومخي ته وي ، نو په یو پوره ډاډ سره یې څیړنۍ کولي هلته هغه انسانان نه ول ، چې دې ته ماین یا بمب ښخه کړي ، هغه انسانان چې په سبینو جامو کې یې ځانونه پټ کړي وي ، او باطن یې د دیو او دَدَ په شان وي ، د دوي د خرابکارۍ ویره هغه سره نه وه ، او په خپلو خپو بی ترسه او ډار څخه روان وو ،دا څومره د معنی په لحاظ زمونږه او د دي نړۍ فرق دی ،

 ......................... 

معنوي وږمې

لیک: سید عبیدالله نادر                                          

هغوي چې د علم او معرفت  په رڼا یې ، زړونه روښانه وي ، او په خپل تصوراتو کې د هر څه او هر چا د پاره نیک نیک سوچونه او فکرونه لري ، او کوي یې ، او فلسفی افکار ورسره وي ، دوي هیڅکله هم یواځي نه وي ، یعني دوی په یواځي توب کې هم تنها یا یواځی نه وي ،لکه چې یو عالم ورسره وي، داسي فکر کوي چې په یوه محفل کې ناست دی  ، انسان په خپل ژور سوچ او فکرونو سره خپل مافیه الضمیر ته ورځي ،او هلته په روښانه آیینه کې خپل ځان ویني ،همدا وجهه ده ، چې د متفکر انسانانو او په خصوص هغه انسانان چې په خپل حال اندیښمند وي ، خبری یې ژوري وي ، او ژوره مانا په کې پرته وي ،په روښانه زړه او دماغ سره د دنیا ډیر حقیقتونه ورته څرګند کیږي ،نو همدا وجهه ده ،چې د دې ریاضیت د لارې او پوهنې د لارې ډیر انسانان لوړو مدارجو ته رسیدلي ، بل سالم طرز د فکر انسان په خود کې راولي ، انسان د خودۍ او ځان ځانۍ د دیو د منګولو څخه خلاصوي ، چې هغه کبر لویي و او غرور دی ، ځکه متکبر انسان هیڅ بنده نه خوښوي ، هماغه ده چې بایزید بسطامی علیه الرحمه وايي : (هرګز از متکبر بوی معرفت نیاید )  یاني هیڅکله به د متکبر انسان نه بوی د معرفت را نه شي ،شیخ ابوالحسن خرقاني وايي : چې یوه خبری ماته سخت ټکان راکړ،: یو فاسد انسان په یو ځای کې زما د څنګه تیریدی ما خپلي جامی راټولي کړي چې د هغه په جامو و نه لګیږي ، د روغ لړ نه وروسته یو لړ بحثونو په مینخ کې هغه راته وویل : شیخه خدای تعالی پوهیږي چې زمونږ حال به سبا څرنګه وي .وايي دي خبري یو ځلي زه خپل مافیه الضمیر ته راوستم او ما ته یې د خودۍ ټکان راکړ ،

 ...........................  

 

یا دانشي ، یا مرګ ناګاهی

لیک: سید عبیدالله نادر

هغوي چې وژني تر سره کوی او خپل مخونه یی په تورو ټوټو کې پټ کړی وي ،پوهیږئ چې دا څه معنی لري ،بدون لدې چې مجرم دا احساس وکړي ، چې دي کار سره دی په خپل د دي جرم بد والی ثابتوی ،او دوهم اړخ د مردانګی او انسانی خواصو هیڅ اثر په کې نه لیدل کیږي ،او دا هم ثابتوی چې مجرم په دي پوهیږي ، چې دا عمل زشت عمل دی ،ځکه یی مخ په توروټوټو کې پټ کړی، او بل نهایت زیاد د مجرم ډار او بی غیرتي ښییي ،دا ښکاري چې مجرم د خپلي سیوري څخه هم بیریږي،او مشاورین یي تر دوی هم بد ترویریږي،ځکه د هغوی توصیه یا لار ښودنه ورته شوي وي ، نقاب مخي ته اچول د بزدلانو او بیغیرتو کار دی ،بل د علم او معرفت نشت والی په وضاحت سره ثابتوی ښکاره کوي ، دغسي خلکو نه هيڅ وخت د معرفت بوی نه راځي د داسي خلکو او د دوی د بادارنو په وړاندی  ، په ډیره زړورتیا باید مبارزه وشي ، او دوی له مینځه یوړل شي ، ځکه ټول عالم بشریت ته دا طبقه مضره ثابتیږي ،د دي خلکو ته ناآګاه مرګ او په جدی توګه یی له مینځه وړل په کار دي .د حضرت بیدل په وینا دوی هغه آدم رویه دیوان دي ، چې د معرفت ټکی د دوی په زړه کې نشته ، او دي بی حاصلانو د پاره وایي چې خدایه یا پوهه ورکړي او یا ناګاهه مرګ ورکړي .او د حضرت بیدل هغه بیت دا دی :  پراست آفاق از غولان آدم رو ،چه ساز است این

به این بی حاصلان ، یا دانشي ، یا مرګ ناګاهی

-
بېرته شاته