(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپاکستان په باب

[12.Aug.2021 - 14:34]

د پاکستان په باب د افغانستان د واکمنو تاریخي تېروتنې

لیک: پوهاند اسماعیل یون

کله چې د رقیب ، دښمن او سیال ګاونډي په باب د خپل هېواد د چارواکو له خوا تېروتنې و نه شي ، د هغو لاسوهنه بیا لسیزو ، نیمه پېړۍ او چارک کم یوې پېړۍ ته نه رسېږيله بده مرغه باید ووایو چې زموږ د هېواد واکمنو د هر علت او مجبوریت، لټۍ ، ډار او ناتدبیرۍ له وجې چې و ، تېروتنې وکړې او دا متواترې تېروتنې د دې سبب شوې چې کفاره یې زموږ اوسنی نسل ورکړي ، دلته به په ډېر لنډیز سره دې تېروتنو ته نغوته وکړو:

۱- پر ۱۹۴۷ م کال افغانستان ته په کار وه چې د هند او پاکستان د وېش پر مهال یې په سیمه کې پوځي مداخله کړې وای او تر اټکه پورې یې خپل طبیعي حدود خپل کړي وای.دا مهال په دې سیمه کې هېڅ داسې پوځي ځواک نه و چې د سیمي د وراثت او حفاظت دعوه یې کړې وای.

۲- پر ۱۹۴۸ م کال د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر پر سر لومړی جنګ ونښت ، د دې جنګ پر مهال افغانستان ته ډېره ښه موقع وه چې له هند سره د خپل مشترک دښمن په مقابل کې لاس یو کړي او خپله خاوره بېرته تر لاسه کړي.

۳-پر ۱۹۶۵م کال د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر پر سر بیا درنه جګړه و نښته دا جګړه هم د تېرې په شان د پاکستان پر ناکامۍ تمامه شوه ، افغانستان ته ډېر طلایي چانس و چې بیا یې له هند سره لاس یو کړی وای او خپل طبیعي حدود یې را خپل کړي وای.

۴- پر ۱۹۷۱ م کال پاکستان او هند یو ځل بیا سره ونښتل خو دا ځل جګړه د کشمیر پر سر نه ، بلکې د بنګله دېش د ازادۍ پر سره وه، په دې جګړه کې پاکستان سخته ماتې وخوړه ، (۲۵) زره عسکر یې ټپیان ، (۹) زره یې و وژل شول او (۹۰) زره یې  هند ته سلامي شول، هند د یو بل مسلمان هېواد د جوړېدو لپاره قرباني ورکړه ، خو افغان چارواکو د خپل مسلمان ورور او خپلې تاریخي خاورې د خپلولو لپاره له تاریخي طلایي چانس او پوځي تدبیره کار وانخیست.

۵- سردار  محمد داودخان یو ستر سیاسي او پوځي جرات وکړ ؛ د پاکستان پر ضد یې د عمومي سفربرۍ اعلان وکړ ، خو د هغه هڅه هم د عربو او عجمو په منځګړیتوب غلې او بې ثمره پایته ورسېده.

۶-پر ۱۳۵۸ل / ۱۹۸۹م کال روسانو پر افغانستان يرغل وکړ، دا یرغل هم ستر جنایت و ، خو که د وخت واکمن هوښیار وای ، روسان یې باید مجبور کړي وای چې تر ډیورند کرښې اخوا اوښتي  وای ، د جنګ جغرافیه یې لاهور او اسلام اباد ته انتقال کوې وای، هم به روسان ګرمو اوبو ته رسیدلي وای ، هم به زموږ اوسنی جغرافیه له جنکه ژغورل شوې وای او هم به مو په یو بل ډول خپله له لاسه وتلې جغرافیه خپله کړې وای ، که د پنجابي او روسي تر منځ جنګ وای ، افغان ته یې څه تاوان و؟ د کفر او اسلام خبره دلته د بحث موضوع نه ده ، عیناً لکه پنجابیان چې دې ته خوشالېدل ، چې په افغانستان کې دې د امریکایانو او افغانانو تر منځ جنګ وي او ګټه دې دوی ته ور ورسي ، د همدې نېت په تناسب افغانان هم حق لري چې د پنجابي مسلمان په باب ورته نېت او ورته نظر ولري.

۷-پر ۲۰۰۳م کال د امریکې جمهو رییس جورج ډبلیو بوش جمهور رییس کرزی امریکا ته دعوت کړ، د دعوت په بهیر کې یې هغه د خپل استوګنځي هغې خونې ته بوته چې د نیا ډېرو کمو جمهورو رییسانو ته دا طلایي چانس او اعزاز برابر شوی دی، بوش کرزي ته وویل ؛ په دنیا کې د ګوتو په شمار جمهور ریسانو ته موږ د دې اعزاز ورکوو چې دې ځای ته راشي ، ووایه هره مهمه غوښتنه چې دې ده هغه به عملي کېږي ، ووایه له موږه څه غواړې؟ هغه وخت کرزي ورته و نه ویل چې موږ د پاکستان له لاسه په تنګ یو ، دا جګړه واړوه هغې خواته، څو چې پینډۍ ، لاهور او اسلام اباد کې د (ای ایس ای ) مرکزونه ونه ولې دلته جګړه نه ختمېږي ، که امریکايي پوځیان مخکې او افغان ځواکونه ورپسې وای ، نو لږ ترلږه خو به یې قبایلي سیمې له تروریزم سره د جګړې تر پلمې لاندې خپلې کړې وای، دا کار بیا پاکستان وکړ ، په سیمه کې یې جعلي ترهګرې ډلې جوړې کړې له امریکا یې مهمات ، پیسې او امکانات واخیستل او ټوله (پاټا )یې د ترهګرو د له منځه وړلو په پلمه راخپله کړه.

۸-پر ۲۰۱۴ م کال ښاغلی ډاکټر غني واک ته ورسېد، امریکا حاضره وه چې د امنیتي تړون د لاسلیک په بدل کې د افغانستان هره غوښتنه ومني ، خو  غني د دې تړون لاسلیک ته دومره وارخطا و ، لکه یو روژه تي چې روژه ماتې ته وارخطا وي، له کوم ځنډ ، خنډ او شرط پرته یې په (۴۸) ساعتونو کې دا تړون لاسلیک کړ، که هغه وخت غني او وارخطا ټیم یې یوازې دا یو شرط هم امریکا ته ایښی وای ، چې د پاکستان د لاسوهنو د مخنیوی تضمین به راکوې او له پاکستان سره به زموږ په تاریخي داعیه او دعوه کې زموږ پلوی کوې او که پلوی نه کوې ، نو تاریخي واقعیتونه به منې ، نو امریکا مجبوره  وه چې د افغانستان غوښتنې ومني ، خو د نړۍ د مفکر فکر هغه وخت د خپلې خاورې له تاریخي شالیده لرې د قدرت په مینه کې ډوب و. بیا د ډیورند پر کرښه د امریکا په پیسو په ډېره بې شرمۍ د پاکستان د پوځیانو له خوا  (۲) زره کیلو متره اغزن تار تېر شو، لراوبر ولس یې پر ضد چغې پورته کړې ،خو واکمنو الوتکې څه چې چوغکه هم پورته نه کړه ، خو نن پر خپلو ښارونو د پنجابيانو د یرغل په پلمه په ټنونو بمونه اوروي. نه یې چېرته نړیوالو ته خپل ګرېوان څېرې کړ ، چې خیر دی زه که نن کمزوری یم ، خو تاریخي حقیقت دا دی چې ډیورند کرښه او دا اغزن تار په وچ زور زما پر سینه تېر شوي او تېرېږي ، که نور هېڅ نه وای د د نیا په یوه معتبر پوهنتون یا څېړنیز مرکز کې خو یې د سلګونو پوهانو او ژورنالستانو پر وړاندې په دې باب یو مستدلل لکچر ورکولای شو، دا خو هېڅ ونه شول ، بلکې له پنجاب سره نورې پټې معاملې هم وشوې چې تاریخ به یې پر خپل وخت راوسپړي.

نو د هېواد نننی او سبانی نسله ! که زموږ تېرو مشرانو تاریخي تېروتنې نه وای کړې ، نو نن به یې موږ او تاسې کفاره نه ورکولای، د تېرو د تېروتنو بار به موږ اوچتوو ، زموږ او زموږ د اوسنیو معامله ګرو چارواکو کفاره به سبانی نسل ورکوي او همدا سلسله به روانه وي.

-
بېرته شاته