(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ایمل ولي خان

[12.Aug.2021 - 14:37]

 

نن په اشنغر کې پښتون قامي جرګه وشوه. کوربه توب يې مزدور کسان پارټۍ کاوه. دا جرګه په باچاخان مرکز پېښور کې د شوې پښتون قامي جرګې (۱۰مارچ ۲۰۲۰) په تسلسل کې وشوه. جرګې ته د عوامي نېشنل ګوند په استازيتوب ايالتي مشر ايمل ولي خان تاريخي وېنا وکړه، مهم ټکي يې له تاسو سره شریکوم؛

 

نه ورکوو دا ځلې سنګر

الله اکبر، الله اکبر

 

زه افغانستان ته ګاونډی ملک نه وايم، افغانستان زما د پلار نيکه وطن دی.

 

ولسمشر ډاکټر صاحب اشرف غني په میدان ولاړ دی، چغې وهي چې ما مړ کړئ خو وطن نه پرېږدم. د پښتون قام ټولې هيلې، امېدونه او مستقبل د ډاکټر اشرف غني صاحب سره تړلی دی. د اشرف غني صاحب ماته د پښتون قام ماته ده. که خدای مه کړه زه داسې سوچ وکړم چې اشرف غني صاحب به وطن پرېږدي، دا زما د غلام وجود د نور غلام کېدلو معنا لري.

 

که څوک دا خبره کوي چې په افغانستان کې اشرف غني دی او طالبان دي. زه دا خبره نه منم. يو د افغانستان په خاوره امن دی او بل وحشت دی. طالبان مهرې دي. اشرف غني منتخب ولسمشر دی. هلته د آئي ايس آئي په شان لانجې نشته. هلته سياسي او انتخابي اينجنېرينګ نشته.

 

پاکستان پر موږ يو غېر عوامي کس مسلط کړی دی او هڅه يې دا ده چې په موږ يې ومني خو په افغانستان کې یو منتخب حکومت نه مني.

 

جنګ د اشرف غني او طالب نه دی. جنګ د پښتنې خاورې د ازادۍ او د ستراتيژيکي ژورتيا د پاليسۍ تر منځ دی.

 

که څوک امريکه ته ګوته نيسي، اول به پاکستان ته ګوته نيسي‌. له اويايمې لسيزې د پاکستان هر قدم د امريکې د خوشالولو دپاره دی. پاکستان خپله خودمختاري بايللې ده. که چا ثابته کړه چې پاکستان يو خودمختار ملک دی، زه به سياست پرېږدم.

 

موږ ولې سترګې پټوو، د طالبانو ټرېننګ سنټرې کوم ځای دي؟ زما په دې چارسده کې یې خلک ټرېن کړي دي، افغانستان او کشمېر ته يې لېږي. که څوک ثبوت غواړي، زه د ويرې سړی نه یم، ثبوتونه به وړاندې کوم.

 

موږ چې د افغانستان د خودمختارۍ او امن خبره کوو، پاکستان او صاحبان (پوځ) پرې خفه کېږي.

 

په پاکستان کې يې ترهګر راټول کړي دي او د تحريک لبېک په نوم يې ورله پارټۍ جوړه کړې ده.

 

له پاکستان څخه هره ورځ د زرګونو په تعداد کې ترهګر افغانستان ته اوړي، پر افغان اولس يې قيامت جوړ کړی دی، پاکستان ته يې تابوتونه راځي، د پاکستان په جنډه کې سلامۍ ورته وړاندې کېږي او خاورو ته سپارل کېږي.

 

طالبان سپين بولدک نيسي، افغان حکومت چې يې بېرته نيولو ته راځي، د پاکستان د ادارو نه ورته باقاعده دړکې ميلاوېږي.

 

د پاکستان اقتصاد پر جنګ ولاړ دی.

 

زموږ د الله اکبر نعره هم پر دوی بده لګېږي. په داسې وخت کې چې د امريکې، پاکستان، ايران او هرې خوا نه موږ ته مسئله ده، د الله نه علاوه د پښتنو بله هيله شته نه.

 

تر کومې به موږ د پاکستان د وفادارۍ نعرې لګوو؟ موږ چې هر ځای کښېنو، هر ټي وي چېنل ته وغوښتل شو، حتی که خپله جرګه هم راوغواړو، موږ به دا ثابتوو چې موږ پاکستان ته وفادار يو، دا کيسې نورې ختمې دي.“

 

موږ وينو چې ددې رياست د غاړې نه پښتون قام غېر محفوظ دی، موږ دې رياست ته څرګند پېغام ورکوو چې که دا رياست د پښتنو تحفظ نه يقيني کوي يا د پښتنو تحفظ ته ددې رياست نه ويره پاتېږي نو موږ خپله سيکورېټي او د خپل کلي وطن سيکورېټي په خپل لاس کې اخلو، موږ د اوس نه وايو چې له دې پس هر رنګه حالات جوړېږي رياست به يې ذمه وار وي.

 

پرون ملک عبېدالله کاسی شهيد کړل شو. زموږ ملګرو بيا هم دا ټرينډ وچلاوه چې ملک عبېدالله کاسی چا وواژه؟ ددې نه پس محتاط اوسئ ځکه چې نور به دا نه وي چې پلانکی چا وواژه بلکې نېغ به ګوته نيسو او وايو به چې پلانکی تا (رياست) وواژه.

 

چې په يوه کور کې هم سکه پلار له خپلو زامنو سره زياتوب کوي، د هغوی حق نه ورکوي، د هغه کور نه به آواز د بغاوت راوځي، د هغه کور نه به آواز د انقلاب راوځي او زموږ غوندې لېوني به د هغه بغاوت او انقلاب مخکښان وي او د خپل قام راهنمایي به کوي.

 

زه يو وړانديز لرم، موږ د لر پښتانه دې د ولسواليو په کچه‌ د افغانستان سره د همغږۍ او امن د قيام دپاره لاريونونه وکړو.

-
بېرته شاته