(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډېورنډ

[29.Aug.2021 - 17:48]

انګریزانو د ډیورنډ تړون له لاسلیکولو مخکې، د سرحدونو په اوږدو کې وضعیت کړکیچن کړ او د ډیرې وینې تویدنې لامل شو. د هیواد د ننه د هزاره ګانو بلوا (۱۸۹۱- ۱۸۹۲) د امیر ( عبدالرحمان خان) د پریشانۍ لامل ګرځیدلې وه

 غبار لیکي: « انګلیسانو په دې موخه چې  د ځان په وړاندې مقاومات ختم کړي؛ د افغانستان د خلکو او دولت د کمزوري کولو لپاره یې له هیڅ دسیسې او توطئې لاس نه اخیسته. همدا سبب و چې د برتانوي هند حکومت له یوې خوا پیښور، کاکړ او تیرا د افغانستان د اغتشاش لپاره د فساد ځالې ګرځولې وې او خپل ګمارلي کسان (سردار نورمحمدخان د سردار ولي محمدخان لاټي زوی ، سردار پیرمحمدخان د لاټي وراره، سرداربازمحمدخان د سردارمحمد شریف خان لمسی، سردار محمدحسن خان د وزیر فتح خان لمسی، سعدوي کړوخیل او نور. ) له پیسو، وسلو او تبلیغاتو سره وخت ناوخت د افغانستان د ختیځو سرحدونو داخل ته لیږل چې د بلوا په تحریک او رامنځته کولو سره مرکزي دولت بوخت او کمزوری وساتي. له بلې خوا، انګریزانو له مرکزه تښتیدلي فیوډالان د افغانستان په داخل کې بلوا ته هڅول. بالاخره انګلیسانو له ایران حکومته سردار محمد ایوب خان بندي وغوښت او په لاهور کې یې میشت کړ او امیر عبدالرحمان خان یې تر همیشني ګواښ لاندې ونیوه. » غبار، افغانستان در مسیر تاریخ ۶۸۲ 

امیر زیاتوي: ((  په دې وخت کې زه له هزاره ګانو سره په جګړه بوخت وم او پوهیدم چې د افغانستان خلک له جنرال رابرتس څخه ښه خاطره نه لري او ویریدم چې له ډیر لښکر سره د جنرال رابرتس راتګ به راته سرخوږی جوړ کړي او له بلې خوا چون هغه یو نظامي شخص دی او له نظامي شخص سره هوکړې ته رسیدل له ستونزو خالي نه وي، نو غوره مې وګڼله چې د سرحدي مذاکراتو لپاره له دپلوماتیک شخص سره مخ شم. [د التیماتوم په ځواب کې] مې سمدلاسه ویسرا ته مراسله ( مکتوب) ولیکله او پکې یادونه مې وکړه چې سر سالتر پاین "Sir Salter Pyne" [ په کابل کې د انګلیسي ماشین خانې یو خادم] ستاسو ملاقات ته درځي چې د یاد شوي سفارت په اړه لازم ترتیبات ونیسي او هم مې د انګلستان له واکمن هیله وکړه چې هغه نقشه ،چې سرحدي کرښې مشخصوي، راته راولیږي.د دې مکتوب له لیږلو مې موخه دا وه چې د هندوستان حکومت پرینږدم چې په دې اړه ستر اقدامات وکړي.)) تاج التواریخ، ج ۲، ص ۴۱۶-۴۱۵

امیر وايي: (( په هغه نقشه کې چې واکمن راته راولیږله، د وزیرو او نوي چمن ولایات او استانسه او د هغه ځای د اوسپنې پټلۍ او چغائي، بلند خیل، مومند، اسمار، چترال او ټول ولایتونه چې په دې منځ کې پراته دي، د هندوستان برخه یې ګڼلې وه. نو ځکه مې پاچا ته مفصل مکتوب ولیکه او د سرحدي قبایلو په اړه مې تدبیر وکړ؛ خو زما نصیحت یې و نه منه. د هندوستان دولت زموږ مامورین په زور او ګواښ له بلندخیل، ژوب او واڼه څخه خارج کړل. هغوی وویل چې که تر فلاني ساعته له یادو شویو ځایونو حرکت ونکړئ، نو تاسو به په زور خارج کړو. څرنګه چې مې نه غوښتل د انګلستان له دولت سره وجنګیږم او دښمن یې شم، نو ټولو مامورینو ته مې لارښوونه وکړه چې د دې اطلاع له ترلاسه کولو وروسته سمدلاسه له یادو شویو ځایونو حرکت وکړئ. )) ( تاج التواریخ، ج۲، ص ۴۱۷-۴۱۸

 

لیکنه له تاج لتواریخ او افغانستان درمسیرتاریخ

-
بېرته شاته