(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مارشال

[29.Aug.2021 - 17:50]

د مارشال شاولي خان خاطرې:

يادونه:

"دا کتاب چي اصلاً د سردار مارشال شاه ولي خان یاداښتونه نومیږي. د مارشال شاه ولي خان لخوا په ۱۹۵۹م کال د افغانستان د خپلواکۍ د څلوېښتمي کلیزي په ویاړ په کابل کي په دري ژبه لیکل سوی او په کابل کي پنځه ځله چاپ سوی چي د ښاغلي داود افغان لخوا په پښتو ترجمه سوی دی. دلته يې لومړۍ برخه خپرېږي چي د مارشال شاولي خان د کتاب مقدمه ده"

ددې کتاب د لیکلو څخه مې موخه دا نه ده چې زه د ژوند ټولې برياوې، شاتګونه، خوږې، ترخې، ستونزې او مشکلات په دا لنډکي کتاب کې ځای پر ځای کړم، بلکه د هغه لپاره مې یو بل ستر کتاب تر لاس لاندې دی او ډېر ژر به يې درنو لوستونکو ته چمتو کړم. ان شاء الله تعالی

په ډې ټولګه کې د دوو سترو پېښو یادونه شوېده چې ما خپل په سترګو ليدلې دي.

همدا دوې سترې پېښې چې زما د ژوند بنسټ او پانګه تشکیلوي هره پېښه يې د يوې سپېڅلې موخې لپاره تر سره شوې دي.

هغه موخه چې زما د ژوند هیله وه، بلکه د هر افغان هیله هم همدا وه چې باید تر لاسه شي، هغه د خپلې خاورې خپلواکي بيا ځلې تر لاسه کول وه.

دغه دوې سترې پېښې چې يوه يې د هېواد خپلواکي ګټل وه او بله يې هم نجات وه، زما په اند د کورني پاڅون ريښه هم د هېواد د خپلواکۍ بيا ګټلو پورې تړل کېدای شي.

نو ما او ټولو هېوادپالو باور درلود که دا پيل شوی کورنی ښورښ نور هم دوام پيدا کړي، نو زمونږ د ملت يووالی به له منځه یوسي، ولسونو چې د هېواد د خپلواکۍ د بیرته تر لاسه کولو په سپېڅلې لاره کې يې سترې قربانۍ ورکړې وې، او اوس يې نو وخت رارسېدلی و چې ټول ملت خپله توانايي او ځواک د هېواد په بيا رغوونه کې ولګوي په ټپه ودرېده ، او زمونږ هېواد د يوه ناوړه سقوط سره مخ شو.

ولې؛ تاریخ شاهد دی چې په ټولو تيرو دورو کې د خپلواکۍ ګټلو په لاره کې تل ټول ملت په ګډه لاس په کار شوی او خپلواکي يې تر لاسه کړې ده. د خپلواکۍ سره زمونږ او زمونږ د درنې کورنۍ بې درېغه مينه ډېر بیان ته اړتيا لري. کله چې لا ماشوم وم، او تازه مې د ژوند تور او سپين پېژندلې وه، زمونږ د پلرونو او مېندو د هېواد ساتلو د خونړیو مبارزو نکلونو زمونږ د پوهې او هېوادپالنې روحیه لوړول، زه او زما وروڼه تل همدې اتلوليو بوخت ساتلي وو.

د تیرو دورو یادونه، د کور او کورنۍ د حال پوښتنه، د هېواد د ښکلو منظرو صفتونه، د دښمن د موخو پېژندنه مې تل د خپلې کورنۍ د مشرانو، او په ځانګړي ډول د خپلې مور له خولې اورېدل، د مور، نیکه، پلار او ترونو په څېرو کې د تېرو شويو ناخوالو ، دردونو او کړاونو ليدلو راباندې ډېر اغېز کاوه او په مونږ کې يې د صبر او زغم توان لوړاوه.

کلونه تېر شوې دي، مګر بیا هم هغه فکرونه، خيالونه، د هېواد د لېدنې لېونۍ مينه او هېواد ته د چوپړ کولو هيلې مو د خوږو خاطرو او خوږو خوبونو په څېر په یاد کې پاتې دي. او په یادېدلو سره يې تل اغېزمن کيږم.

کله چې د هېواد څخه د باندې هم و، او په ښکاره د وطن څخه لیري و، مګر مونږ ته داسې یو فکري چاپېریال جوړ شوی لکه په خپل وطن کې چې اوسیږو.

ښه مي په یاد دي کله چې د اعلیحضرت ضياء الملة والدین لخوا رالېږل شوی پيغام د سفیر سردار محمد اسماعیل خان لخوا زمونږ کورنۍ ته راورسېد او هېواد ته يې د بیرته راګرځېدلو اجازه راکړې وه، د کوچنیتوب سره، سره بيا هم ډېر زیات خوشال شوم. او اوس هم کله چې هغه ګړی رایاد کړم نو زیات مې خوشالوي.

کله چې کابل ته ورسېدو نو پسرلی و، او هر څه زما تر سترګو روښانه ښکارېدل. او د خپلې خاورې د هرې تیږي په ليدو مې خوند اخیست.

د لارې په اوږدو کې د پرتو کلیو او غرونو د نومونږ پوښتنه مې کول، د خپل پلار او مور د خولې د هغو غرونو او کلیو نومونه او د افغانانو د جګړو او اتلوليو کیسې چې؛ اورېدلي وې، په ماشومانه اندازه مې په ځير، ځير کتل او د تیرو ویاړلو کیسو او تر سره شويو مېړانو داستانونه مې ور پورې تړل.

کله چې اعلیحضرت سراج الملة والدین ( امیرحبیب الله خان) د پوځي دندې لپاره وګمارلم، او زما په لاس يې توره راکړه، نو د هغې ورځې خوشالي به مې تر مرګه هېره نه شي، او داسې فکر مې کاوه چې زه یوازې د همدې دندې لپاره پيدا شوی یم.

هغه وخت مې د ځوانۍ پيل و چې؛ رکاب باشي شوم او د دربار د یوې ډلې سرتیرو بولندۍ وټاکل شوم. باور لرم چې دا احساس د هېواد په ډېری ځوانانو کې پروت و، لا تر اوسه هېواد خپله خپلواکي په بشپړ ډول نه وه تر لاسه کړې، لا تر اوسه هم د خلګو په منځ کې د خپلواکۍ د لارې د سرښندنې او وینې توېدنې کیسې ژوندۍ پاتې وې.

خلګو لا تر اوسه هم د زرګونو کلونو میراث چې بل ترې وړی و، نه و تر لاسه کړی. فکر مې کوه هغه ځواک چې زمونږ دا حق يې تلف کړی، په اسانۍ سره يې نه راسپاري، او په دې لاره کې جګړې او سرښندنې ته اړتیا لیدل کيږي.

زه خوار چې یو لیکوال او تاریخ لیکونکی نه یم، او زما د ژوند ډېره برخه هم په پوځي خدمت کې تېره شوې ده، د هغه وخت لپاره مې یو تعبیر پيدا کړی و چې؛ افغانستان د لويي لارې پر سر درول شوی او یوې لنډې دمې ته دې اړ کړای شوی وي، په دې مانا چې د تاریخ د يوه بې سارې خونړي جدال سره دې مخ شوی وی، د هغوی سرتيري شړل شوې مګر لا هم په بشپړ ډول دې خپلواکي نه وي تر لاسه شوې.

مونږ غوښتل چې څومره ژر کېدای شي له دې بد تمځای څخه ژر را ووځو او د هغوی شیطاني طلسم مات کړو.

هره بده پېښه چې رامنځ ته کېدل، نو فکر مې کاوه چې یوازې د همدې موخې لپاره به وي تر څو په نیمه لاره کې مونږ همداسې بند او نیمه خپلواک پاتې شو.

په جنوبي کې د جاندان خان احمدزي رامنځ ته شوې فتنه يې یوه بېلګه کېدای شي.

دا لومړنۍ ازموینه وه چې؛ زما ورور شهيد محمدنادرخان ور څخه بريالی راووت.

ځکه دا لومړنۍ پوځي ډله وه چې د سراج الملة والدین په دوره کې په نوې او عصري بڼه تنظیم او وروزل شوه، او زما د ورور تر مشرۍ لاندې په دې وتوانیده چې امن او نظم ټينګ کړي، یاد شر ختم او بیرته بریالي راستانه شي.

زما شهيد ورور اعلیحضرت محمدنادرخان چې کله پوځي دندې ته لاره وموندل، نو په دې تکل کې شو چې په افغانانو کې د جګړې غوښتنې کومه روحیه پرته ده، نو هغه دې د عصري پوځي زده کړو پر مټ او نويو وسلو سره بشپړه کړي. او د هېواد د سرتيرو روحیه چې د امیر شېرعلي خان تر دورې وروسته ګډه وډه شوې وه، دوهم ځلي بيا راژوندۍ کړي. په جنوبي کې د جانداد خان فتنې اور لا زیات شو، او سيمه ييز چارواکې او پوځ يې په کابو کولو کې پاته راغی، نو په همدې اساس سراج الملة والدین زما ورور د یاد اور د وژلو لپاره وګماره.

هغه د يوې ډلې سرتيرو سره يو ځای جنوبي ته ولاړ، او د جانداد خان فتنه يې د پوځي زور په کارولو سره پای ته ورسوله، جانداد خان ژوندی ونیول شو، او د خپلې سرکښۍ په سزا ورسېد، او د دولت پر وړاندې جنګېدونکو وسله والو خلګو خپل ځانونه سپه سالار ته وسپارل.

دې پېښې څو ګټې راوړې، یوه دا چې نويو پوځي زده کړو ښه پايله ورکړه، او بله همدا چې شر اچوونکي خلګ پوځي زور ته متوجه او له ښورښ څخه لاس پر سر شوه.

زما ورور چې په دې ښه پوهېده چې؛ په دا ډول فتنو کې د عامو خلګو ګناه نه وي، او یوازې د څو شراچوونکو مشرانو د لاس اله ګرځېدلي وي، نو د مرکزي حکومت څخه يې د جنوبي خلګو د بخښنې غوښتنه وکړه، او مرکزي حکومت هم ټول وبخښل، او نوموړي د جنوبي قومي مشران دې ته چمتو کړل تر څو هغوی خپل اولادونه کابل ته د زده کړو په موخه ولېږي او په ښوونځيو کې يې شامل کړي.

دولت هم د سپه سالار په وړانديز د هغوی لپاره په کابل کې ځانګړی ښوونځی جوړ کړ، د جنوبي نامتو څېرې هم په همدې ښوونځي کې وروزل شوې، دیني زده کړې يې وکړې او د افغان پوځ په لیکو کې پر لوړو څوکیو دندې تر سره کړې، تر څو چې د امیر حبیب الله خان دوره پای ته ورسېده او نوموړی پاچاه په شهادت ورسېد.

د سراجي دورې په وروستیو کې شهيد سردارمحمدنادرخان سپه سالار و، سردار شاه محمودخان سر سراوس ( د شاه د حضور د سرو سانو د ټولۍ آمر) ، زه رکاب باشي او سرخاب اسپور ( د دربار د خانزاده ګانو د سپرو ټولۍ آمر)، پلار او تره مې د پاچاه خاص سلاکاران، او مشر ورور مو سردارمحمدعزیزخان په بهرینو چارو وزارت کې د شاغاسي په توګه، سردارمحمدهاشم خان په هرات کې د مرستيال سپه سالار په توګه ګمارل شوی او سردارمحمدعلي خان د شاهي رسالو مسول و.

د امیرحبیب الله خان د واکمنۍ نږدې وروستی کال و چې ورانوونکې لومړۍ نړیواله جګړه پای ته ورسېده. سره له دې چې المان او ملګرو هېوادونو يې د ملګرتيا لیکونه او استازې کابل ته رالېږلې او د زیاتو مرستو ژمنې يې کړې وې، مګر بیا هم د اعلیحضرت امیر حبیب الله خان د حاکمانه تدبیر او پوهنې په رڼا کې افغانستان ځان له جګړې وژغوره او خپله بې طرفي يې وساتل.

سره له دې چې لومړۍ نړیوالې جګړې په دنیا کې ګڼ بدلونونه رامنځ ته کړه، مګر بیا هم برتانویانو د افغانستان بشپړه خپلواکي ور نه کړه، او خپلواکي يې په نیم ځوړند حالت کې پرېښودل، ممکن لامل یې په نړيواله جګړه کې د برتانيې د بريا غرور و.

اعلیحضرت امیر امان الله خان د ۱۲۹۸ ل.ل کال په پسرلي کې د برتانيې هېواد سره د جګړې اعلان وکړ. د انګرېزانو سفیر له هېواده وشړل شو، عمومي احضارات (چمتووالی) پيل شو، او د خطر زنګ وګړنګېد.

امیر امان الله خان په داسې حال کې چې زمونږ ټوله کورنۍ بېکاره وه، او د بېکارۍ لاملونه او بیان به زما تر لاس لاندې کتاب کې روښانه شي، مهرباني وکړه او د هېواد د خپلواکۍ موضوع يې زما د ورور شهيد محمدنادرخان او ټولې کورنۍ سره شريکه کړه.

د افغانستان ځواکونه په درو برخو ووېشل شوه،

صالح محمدخان چې تازه يې سپه سالارۍ ته ترفیع کړې وه، د زیات شمېر سرتيرو سره د ختیځ پر لور،

لومړی وزیر سردارعبدالقدوس خان د کندهار پر لور، او زما ورور (نادرخان) د جنوبي پر لور په دندو وګمارل شوه او د نادرخان سره يوه وړه ډله سرتیرې هم مله شوه.

د سراج الملة والدین شهادت په ټول هېواد کې امن او ثبات له منځه وړی و، هغه ښورښونه چې په مشرقي، هرات او مزار کې را پورته شوې وه ټول هېواد ته وغځېدل.

او څرنګه چې په مشرقي کې رامنځ ته شوی ښورښ خپله د دولتي سرتيرو لخوا تر سره شوی و، او د پلازمينې او جلال اباد ترمنځ راپورته شوې اختلاف په سبب د پوځ په مشرانو کې یې بدلونونه رامنځ ته کړې وه، دې پيښو په پوځي لیکو کې ګډوډي رامنځ ته کړې وه.

نو د خپلواکۍ چیغه چې ټول ملت يې غوښتونکی او په تمه و، په همدې وخت کې پورته شوه.

له نېکمرغه زه او ورور مې سردار شاه محمود خان هم وګمارل شو، تر څو د ستر قوماندان سپه سالار محمدنادرخان له لښکر سره يو ځای جنوبي ته ولاړ شو.

زما د خوښۍ احساسات د هغې دندې د سر ته رسولو لپاره چې کلونه يې په تمه وم، زه يې د صفت او بیان څخه ناتوان یم.

اوس چې له هغې ورځې څلوېښت کلونه تيريږي، او د افغانستان ولس يې په ویاړ ستر جشنونه جوړوي، نو زه هم د هغې سپېڅلې جګړې د یوه سرتيري په توګه خپل یادښتونه په همدې کتاب کې ليکم او هغه افغان مېړني پوځ ته د يوې وړې ډالۍ په توګه وړاندې کوم.

دا اثر ما د ځان او خپل خدمت د ستاینې لپاره نه دی ليکلی، ځکه ما داسې کوم کار نه دی تر سره کړی چې زما تر دندې دې لوړ او ستر وي. د خپلواکۍ سره زما او زما د ملت مینه مې تر خدمت پورته نه وه.

زه د یوه سرتېرې په توګه چې اوس له صحنې وتلی او زړه مې تر وروستی سلګۍ د هېواد په مينه ټوپونه وهي خپله دنده ګڼم چې؛ د خپلواکۍ ساتنې په لاره کې د افغان ملت پياوړې روحيه او سرښندنې وستايم. او اوس چې څلوېښت کاله له يادې پيښې تېر شوې دي، یو ځل بيا د ولس د معنوي او بې بېلګې مېړانې څخه چې د خپلواکۍ تر لاسه کولو په اوږده مزل او لاره کې يې تر سره کړي دي، مننه او قدرداني وکړم.

مارشال شاولي خان

پوره ليکنه: mundigak.com/2021/08/27/د-مارشال-شاولي-خان-خاطرې/

-
بېرته شاته