(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټول ګډونه

[29.Aug.2021 - 18:05]

افغانستان د ورونو قومونو پښتنو، هزاره، ازبک، تاجک، ترکمن، بلوڅو او نورو ګډ کور دی د هيواد په سياسي، اقتصادي او ټولنيز ژوند کې دې ټول ورونه قومونه د خپل شمير سره سم عادلانه برخه ولري،  ملي شتمنۍ، ملي بنسټونه او د زده کړې مرکزونه دې وژغورل شي.. 

هغه مخکېني/ پخواني جنګسالاران، مافیایي کړۍ، د پردیو ځري (جاسوسان) چې ځانونه یې تر دې دمه د پښتنو، تاجکو، هزاره او ازبکو او نورو قومونو جعلي استازي بلل او افغانستان د غمېزې اصلي ذمه وار دي او   له دولتي هراړخېز مالي او پوځي ملاتړ څخه برخمن وو، باید په راتلونکي ټول ګډوله (همه شمول) لنډمهاله او ېا اوږد مهاله حکومت کښې غوښنه برخه ونه لري او ددوۍ پر ځای دې  په پښتنو، تاجکو، ازبکو، هزاره او نورو قومونو کښې هېواد او ولس ته  ژمن مشران او خلک  رامخې ته کړای شي. کار دې د کاروړ( اهل کار) ته وسپارل شي. دا چې تالېبانو ټولېزه بخښنه اعلان کړېده،  ولس دې هم ټولېزه بخښنه وکړي او پلي دې  کړي

 
-
بېرته شاته