(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اکست څوارلسمه

[29.Aug.2021 - 18:09]

د اګست څوارلسمه ۔۔۔ ” “

۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔

ليک: خان عبدالولي خان

د پيرنګي د غلامۍ نه د ازاديدو ورځ را نزدې کېده ولي چاپېره اور لګېدلی و ، بنيادم د يو بل په ښکار پسې وتي وو ۔۔۔۔

يو انسان د بل انسان د جبر او تشدد نه محفوظ نه و ، بوډاګان، ماشومان ، بچي، لوی واړه، نر، ښځي هيڅوک هم د دې قهر او غضب نه بچ نه و ۔۔۔

قام د يو بل په مرۍ خولې لګولې ، ويني يې څکلې ، کورونه تالا کېدل، کډې هواګيرې وې، د مهاجرينو نه کيمپونه ډک وو۔۔۔

داسي نيازبين ګلالي بچي او په ناز و نعمت کي لوی شوي پېغلي او زنانه نن په خاورو کي لوغړيدلي چي چرته يې د قالينونو نه ښکته پښې نه وې ايښي ۔۔۔

د ژوند همه اخلاق ، قدرونه، انسانيت او سړيتوب په خاورو کي سوي لوغړن پراته وو او د افسوس مقام دا وو چي دا بدلون او ورسره تړلې تباهي په داسي وخت کي راغله چي ملک خپله ازادي ګټلې وه ۔۔۔

ولي څه عجيب کيفيت و ، د دې اور په دې بلو لمبو، د دې وينو په دې بهېدلو د ژړا انګولا او په دې فريادونو کي بګلونه غږيدل ، سرودونه غږيدل، ډولکي وهلي شول، سرناګاني غږيدلې، پريډونه کېدل، سلامۍ اخستی شوې ، جشنونه وو، خوشحالۍ وې، ګډاګاني او اتڼونه وو، د ډيوو چراغان وو ۔۔۔

يو خوا د کراچۍ د ښار دننه د مسلمانانو مهاجرينو تالا شوي او لوټلي شوي ، مرګ ځپلي ، اور سېځلي قافلې راتلې او په بازارونو او کوڅو کي په سپين ميدان هغه کورنۍ لوغړيدلې چي چرته يې په مځکه پښې نه وې ايښي ۔۔۔۔

په دې بل اړخ د اګست په ١٤ د ملک د ازادۍ او د وطن د خپلواکۍ نيټه ټاکلې شوې وه ، د پاکستان د قيام تاريخ مقرر شوی وو۔۔۔

لارډ ماونټ بيټن سره د خپلي ښځي کراچۍ ته راغی چي تاج برطانيې د نماينده په حيث او د هندوستان د اخري وايسری په حيث د پاکستان لوی ګورنر جنرال محمدعلي جناح له د عهدې سوګند ورکړي او آيني طور د پيرنګي د سلطنت اعلان وکړي ۔۔۔

په دې سلسله کي د تعجب خبره خو اول دا وه چي د ماونټ بيټن هر کلي له جناح صاحب ته پخپله لاړ او نه نواب زاده لياقت علي خان لاړ ، څوک چي د پاکستان د نوي حکومت وزيراعظم مقرر شوی وو، او د حکومت پاکستان د طرف نه د هغه هرکلی د سند نوي ګورنر سر غلام حسين هدايت الله وکړ ۔۔۔

د مسلم ليګ د مشرانو عجب ذهنيت و، د مچ د وزر تللو نه دوی نه قلاريدل خپل درناوی يې په دې کي ګاڼه چي بل سپک کړي ۔۔۔

د دې نه پس يوه بله ډېره اهمه لانجه پېښه شوله ، جناح صاحب ووې چې چونکه زه دلته د پاکستان ګورنر جنرال يم او هم د دې آيين سازي اسمبلۍ صدر نو زه به په اوچته کرسۍ کښېنم او ماونټ بيټن به زما نه په لاندي کرسۍ کښېني ۔۔۔

ولي پيرنګی چي په دې مسله کي مشر استاذ دی هغوی ورته ووې چي صاحب!ته خو به هله ګورنر جنرال شې چي د هندوستان وايسرای ماونټ بيټن درله د عهدې قسم درکړي ، ستا اختيار او مقام خو د دغې عهدې د قسم پوري تړلی دی او چي دغه قسم ماونټ بيټن نه وي درکړی او دا اختيار يې تاته نه وي منتقل کړی نو ته خو هيڅ هم نه يې يو عام سړی يې ۔۔۔۔

دا يې هم ورته واضحه کړه چي که ته ګورنر جنرال شې نو هم ستا مرتبه د ماونټ بيټن نه لاندي ده ولي چي هغه وايسرای دی او دغه درجه ستا نه اوچته ده ۔۔۔

د دې نه پسته چرته دغه لانجه هم خوره شوله ۔۔۔۔

 

رښتيا، رښتيا دي

-
بېرته شاته