(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانستان منابع

[16.Sep.2021 - 08:34]

دافغانستان منابع

لیک : ډاکترحمیدالله زړور ساپی

 

هسې خو ټولو هیوادوالو افغانانو ته مالومه ده چې له څلویښت کالونو راهيسې د افغانستان له اوبو، غرونو، معادنو، بشري قواوو او نړیوالو مرستو څخه  نورو هیوادونو؛ او په ځانګړې ډول  پاکستانپروژه يي ریاست  اواخوندي ایران بشپړه ګټه پورته کړې او هم ېې د دولت منځ کښې داسې پنځم ستون وروزهء چې د دري په اصطلاح (خود کُش ې بیګانه پرستان) ول . لکه د اووه ګونو او اته ګونو ډلګیو یا تنیظمونو تش په نامه راهبران او شاوخوا ډلې ټپلې ېې ؛چې قربانئ ولس ورکړې مګر د جګړو ګټې ګاوڼډیانو او نړیوالو ته ورسېدې.

اوس چې دطالبان صاحبانو دوهم ځلي قربانیو او د ملي مسلحو قوتونو په زړه ورو دفاع کولو ؛ نړیخور آمپریالیزم او ۳۹-۴۹ ابلیسي ملګري ېې شکسته شول او په تیښته وتښتیدل لکه له ویتنامه چې تللي ول مګر کابو یو میلیون افغانان ېې شهیدان کړل،  د وطن لوټې لوټې ېې له هر ډول سلاحګانو له زهرجنو موادو آن د ټرمپ د مور د بم په اچين کې  ؛ ۵میلیونه داخلي او خارج ته آواره ګان؛ ۴میلیونه مخدره معتادین ، او حتی پای کې ېې غصب کړې اډې او زندانونه هم دړې وړې له کاره وغورځول او ...

نو دا ټول ېې طالب جان (مولی نا ګانو، مولویانو، ملا صایبانو ...چليانو ) ته پریښودل او د ولس لاسونه او د اسلامي امارت ګریوان!

له بلې خوا ېې ۹ میلیارده $ کنګل کړل . هسې خدای تعالی له غیبو یو څه د طلا خښتې او یو څو بڼډله $ ورکړل*.

اوس راځم اصلې خبرې ته چې: د پوکسټاین د آې ایس.آی جرنیل د سرپرست حکومت د ګډوډولو لپاره بې له ويزې !راځي؟

او د پنجابي عمران الدین! فارڼ سکرټري (کوریشي) لکه خ.زادت په تاجکاستان،ازبک استان، چین استان؟ ، فارشیستان ګرځي او پر نړیوالو غږ کوي چې هلئ! د افغانستان ملیاردونه ژر راخوسې کړئ او مرستې مو د پوکسټین له لوژستیک لیارو وکړئ!!!. او د پي.آی اِ پروازونه چې ولسمر اشرف غني بند کړي ول بیرته پیلوي. همدا ڼن ېې جینوا کې بیا د افغان بینوایانو ته د م.م.م. مالي مرستو ته سترګې ټېغې نیولي چې د پوکسټین لوژستیکی خوا نه باید وشي!!!. دا څه معنی ورکوي؟ . خ.زاد او همنوعانو ېې د پټو دروازو شاته ،؛ له ولسمشر غني  او ټیم نه ېې پټ، ؛ اوسنۍ ګوړې ماتې کړې وې!. کور دې د متفکر صاحب ودان وي چې د هاغه ابلیسي شوم پلان ېې د هلیکوپټرو په تیښته تبدیل کړ او په اصطلاح (یو تيير  او څو فاختکه ېې کړل!) . مهم ېې د زیاتي وینو تویولو مخنیوی او د شهید کړل 

 

سوي نجیب غوندې  نه کیدل و. آد داوود خان او امان الله خان پلانونو بشپړول خو به د هر افغان ارمان وي.!!

اوس که طالبان صاحبان رښتیاني افغانان وي د لاهورۍ دروازې د مینځو کالي دې نه مینضي!!!.

خپل سرپرسته وزیران دې خپل اختیارات خوارجو یا بهرنیانو ته نه ورکوي!!.

و من الله التوفیق. و آخر دعوانا ان الحمد لله رب العالمین.الفاتحه.  

-
بېرته شاته