(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دوه سرې حکومتولي

[24.Sep.2021 - 22:32]

دوه سره حکومتولي  که فاسد التوایفي

رڼا ګل  اریوبزی 

[email protected]

فساد یوه داسی جاذبه قوه لری چی، د «جان کری» په فرمان کی انځور شوی دوه سره حکومت هم دوو سروته نه پریږدی، نور، غټ اوواړه سرونه،  را پاروی او دسیالی ډکر ته یی داخلوی. پدی معامله کی اشرف غنی پدی فکرکی وچی سریی په اساسی قانون کی دعبداله ترسره یو څه معتبر دی اوعبداله به دامنی، که دقانون سره ډغری نه وهی. عبداله عبداله دا مفکوره بیخی ونه مله. ده ویل چی د «جان کری» په فرمان کی زما سر دغنی دسرسره له سره برابر دی، نه بهتر دی، نه کمتر دی اود جان کری فرمان خو داساسی قانون نه څو ځله زوروردی. تر هغو به نیغ نیغ کیږم او ګواښیږم تر څوچی دغنی دسر سره دخپل سر برابر حق ته ورسیږم. د حکومت پدی دوره کی عبداله یوازی په همدی ټکی لګیا دی، بل کار یی معلوم نه دی، یوازې دغنی سره په دعوا دی. 

دسرو پدی غوغاکی، له تشنج ډکه فضاکی، ضیا مسود هم را بیدار شو او ولاړ شو، په لوړاواز یی وویل چی: که چيری قانون او انصاف وی، نوټول به دا منی چی زما سر دټولو سرونو سرور دی، دنظار شورا نه دراګوښه کیدواو دمقام لپاره دغنی دټیم سره دیو ځای کیدو داسی ډرامه بل سر جوړولی نشی او دسواد په دومره کمه کچه دی مقام ته هیڅوک رسیدلی نشی. هیڅ سر زما دسر په شان ښه حکومتولی تنظیمولی نشی، پنځه پنځوس ملیونه ډالره په یوه بکس کی ځایولی او د دوبی له بندره تیرولی نشی. 

دضیا مسود خبری لا سرته نه وی رسیدلی، چی دوستم په غړمبهار شو، له خماره رابیدارشو، سخت په قار شو او ویی ویل چی: هر سر باید خبر شی او که نه خاوری به یی په سر شی چی زما سر تر ټولو سرو غټ دی او هم کلک دی. کم زیات څلوښت کلونه کیږی چی جنګیږی، له جنګ نه ستړی کیږی، به وژلواولوټولو نه مړیزی، په جګړو کی نه ماتیږی، نه خوږکیږی او بل سر ته نه ټیټیږی. ایشچی او اکبری می شخصی مال دی چی دا یی حال دی.زه د دوی خاوند، د دوی څښتن یم، بل څه نه یم، له تاریخه ګیلم جم یم. دا قاضیان، څارنوالان ټول احمقان دی چی زما اطاعت نه کړی، بی واکه بی اختیاره دلالان دی، دزرو او د زور چی غلامان دی، نو زه ددوی بادار یم او دوی می چاکران دی او زما سره چی جنجال کړی کور یی وران دی، دایشچی په لور راوان دی. عطامحمد نور هم بیځایه نیغ نیغ کیږی، په لار کی می دریږی، له سیواده دی بی برخی، نه پوهیږی چی زما سر دارګ دکچی سردی او په ارګ کی هم اوسیږی او دده سر بی سر نوشته، ارزښت یی ولایت ته نه رسیږی، دا سر دې ارام کښنی او که نه زما دلاسه به ورکیږی. 

عبداله چی په ارګ کی دسرونو جنجال وینی نوموسکی شی، په خنداشی، له میزه پدی خواشی، په میدان کی په نڅاشی او له ځان سره وایی چی: دغنی دسر په وړاندی نور سرونه چی پیداشی، دغنی دسر ارزښت یو څه کمیږی، ارګ به ښکته کیږی اوسپیدار به پورته کیږی. دی لا ډوب دی رنګین خیال کی، دبوډی ټال کی زنګیږی، هم ناڅیږی چی دعطا غږ یی تر غوږ شو، درنګین خوی نه راویښ شو، ویل یی ای پروردګاره اوس به څه چل کیږي. 

عطامحمد نور په زغرده اعلان وکړچی: سر یی تر ټولو قوی سر دی چی، له یوی خوا ددوستم دغټ سر سره په ټکر دی او له بلی خوا همدا سر دی چی دعبداله سر یی دحکومت یو سرکړ او په واک کی یی د غنی دسر سره برابر کړ.اوس دده دسر له لاسه پریشان یم، په خپل کار ډیر پښیمان یم. زه دوه کاله سرپرست وم، دی می له حاله نه خبریږی، زه دوستم سره په ټکریم، دی می څنګ ته نه دریږی. دعبداله سرناشکره، ډارن، بی وسه او مذبذبه سردی، هیڅ شک نشته چی داډیرنامرده سردی او دنامرده سر ټک دلړم له ټکه هم بدتر دی. دا سر خو دحکومتولی په الفبا هم پوهیدلی نشی  اوداشرف غنی نه دجمعیت پنځوس سلنه حق غوښتلی نشی. ددی ټولو پایله داده چی زما لاره جدا اودعبداله لاره جدا ده، فیصله ده پټه نده برملا ده. 

عبداله چی دعطا دا غوری پرړی واوریدلی « بابیزه »یی وګڼلی اوویی ویل چی: دعطا کاواکه سرد پاملرنی وړ سرنه دی او داسر لا تر اوسه خبر ندی چی دنظار شورادجمعیت دمنځ غنچه ده، دمفسد وخزانه ده او عطا هلته چرته لرې، دڅنډی یوسړی دی. په دی چی نه پوهیږی، خبرنه یم چی دا سردی اوکه له خټو جوړ منګی دی. دارګ سره تګ راتګ کی ځانته نوی پلان جوړوی، نوم دجمعیت په خوله کی، ګټه دځان لټوی، دځان دسود لپاره نوی ملګری غواړی، نوی یاران لټوی. هلته په کندار کی یو بل زورورسردی، داسر ځکه پخپل سردی چی دکرزی د لاس نیالګی دی، لکه چی نوم یی رزاق خان دی، دوژلو پهلوان دی او په فسادکی شین زمری دی. وایی چی رتبه یی جنرالی ده، وظیفه یی امنیه قو مندانی ده، خو په عمل کی هم څارنوال دی هم والی دی، هم قاضی دی اوهم مفتی دی. هرڅه چی غواړی ، هغه کیږی، دا ټول عالم له ده ډاریږی، که څوک یی نه خوښیږی، هغه شپه په شپه ورکیږی،بیا ژوندی نه پیدا کیږی. 

دا خو ټول سرونه ندی چی می یاد کړل، څو نور سرونه هم شته دسرونو په غوبل کی، پدی لیک کی نه ځاییږی، هریووبل ته ناست دی دسیالیوپه مورچل کی، په چور نه سره جوړیږی، یوبل ته چی ګواښیږی، بل قانون، روزګار او کلتور نشته دوحشت پدی ځنګل کی، دغنی سر پکی ورک شو،دسرونو په یرغل کی، هیڅ تاٍثیر یی څرګند نشودغلو پدی محفل کی. 

د «کری»  دغه پروژه، شوه، بی شکله اوبی مزه. نه دوه سره حکومتولی شوه، نه سیاسی نظام تری جوړشو، څه بی سره انارښی شوه، سپین سترګی، غلواکی شوه، فاسدالطوایفی شوه، که پخوانی جنګسالاری شوه. اود «کری» داسی پرژه شوه چی په پښو دریدای نشی. په فساد کی دومره ډوبه ده، چی ځان تری ایستی نشی، پدی رنځ چی څوک اخته شی، بیا تری لاس اخیستی نشی او فسا چی څوک شل شوټ کړی، له پښو پریوزی، دپردیو په منترو، په لښکرو او ډالرو دوباره جوړیدای نشی. داسی ښکاری چی امریکا هم اوس یو څه پوهیږی چی دفساد دغه امباریی اوږو بارشو، دعمل یی داسزا شوه دایی روزګار شو، نه پوهیږی چی منزل ته به رسیږی او که نیمه لار کی پاتی کیږی. د « کري » په لاسو جوړحکومت دامریکا داور پرتوګ شو، که یی اغوندی سوزیږی او که یی غورځوی شرمیږی چی لوڅیږی. 

دا خو داسی ډرامه شوه چی یی پای نه اټکل کیږی، له ملکه دوزخ جوړ شو لوی واړه پکی سوزل کیږی، څوک الوزی په بمو، په توپونو راکټونو ویشتل کیږی، له اسمانه هم بمونه پر وریږی، وژل کیږی، هم چور کیږی او کورونه یی چی ورانیږی، بلی خواته وکوچیږی، له هرځایه شړل کیږی. څوک بحرونوکی غرقیږی، وږی تږی، بی  دوا اوبی طبیبه، له رنځونو نه خلاصیږی. خدای دی ورک کړه ای فساده ملک دی وران کړ، رنګ مو ورک شه فاسدانو، دخاوری دلالانو، ستاسی خیټی نه ډکیږیږی، ولس ځکه تباکیږی.

-
بېرته شاته