(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ماشومانو پر وړاندې..

[28.Sep.2021 - 13:40]

شفقت او مهرباني د ماشومانو په وړاندی

لیک: سید عبیدالله نادر                  

زمونږ کړه وړه ، نیغ په نیغه په ماشومانو اثر کوي ،زمونږ هر قدم ماشومان په خپلو خلاصو سترګو ویني ،او په راتلونکو کې زمونږ د کړه وړه نقش قدم ځي ،که مونږ ماشومان و نازو او ماشوم ته د هڅونۍ روحیه و بخښو ،نو ماشوم ، دا دستور زمونږ نه زده کوي ، او په راتلونکو کې دا سلوک د خپلو راتلونکو ماشومانو سره کوي ، ماشومان زمونږ څخه هر څه زده کوي ،د نزاکت فهمۍ نه نیولی تر د وینا ترتیب او آدابو پوری ، زمونږ د حرکاتو سکناتو څخه درس اخلي ،زمونږ دیری حرکات دوی د نظر لاندی لري ، نو په کار ده چې د ماشومانو په وړاندی ډیر حساس و اوسو ، مونږ باید لویه حوصله او مهرباني ولرو ، چې زمونږ څخه ماشومان د مهربانۍ درس واخلي ،مونږ باید زړه سوی ولرو ، چې زمونږ څخه ماشومان د مهربانۍ او درس واخلي ،مونږ باید زړه سواندی ولرو، چې ماشومان زمونږ څخه د زړه سواندۍ درس واخلي ،که ماشومان خپل مشران او لویان د لویو ارواحو خاوندان وویني ،نو د هغوي کړه وړه د یاده نه وباسي ،او د هغوي په لارو روانیږي ، د ماشوانو په ذهن کې باید د مشرانو ډیري ښي خاطرې پاټي شي ، څومره چې مونږ خپلو ماشومانو ته درانه ښکاره شو ، په هماغه اندازه د دوي په روحیه مثبت اغیز کوي ،مونږ باید د ماشومانو په وړاندی د تجربو او زده کړی څخه ډک ښکاره شو ،هغومره چې مونږ درانه او ستانه د خپلو ماشوانو په مخ کې ښکاره شو هغومره ماشومان زمونږ نه حیا کوي ، ماشومان په لویانو کې ډیر لوی عظمت ویني د مشرانو مهرباني هم ، د کشرانو مهرباني د راتلونکو کشرانو په هکله زیاتوي ،زمونږ نزاکت فهمی او ظاهري کړه وړه ، تر ډیره د ماشومانو په ذهن کې پاتي کیږي ،او د ماشو پر ذهن مثبت اثر غورځوي ،نو په کشرانو مهربان اوسئ ،او په ډیرو سختو حالاتوهم ،  خپله مهرربانی او شفقت د لاسه مه ورکوئ ،

  ................

 

د سولي په پروسه کې د دواړو لورو بی استعدادي

 لیک:سید عبیدالله نادر

د سولي په پروسه کې چې پوره یوه زیاته موده یې ونیوله او ډیر لګښتونه په کې هم وشول ،چې ډیره موده یې دوام وکړ ، طالبانو خو په کې هیڅ مصلحت و نه مانه ،او هم د کابل حکو مت د سولي آستازو ، یعنی دواړو اړخونو په کې ، د مصلحت د راوستو استعدادونه نه درلودل ،طالبانو خو اسقلالیت نه درلوده ، د پاکستان نه ورته هدایت کیده او دوي کنترول کیدل ، ځکه په هیڅ سر دوی راضی نه ول ، چې له همدې وجهی پروسه د حد نه زیاته اوږده شوه ، او دوی په کې د حل لاره راونه ایستله ،د سولی د ریس بی استعدادی خو نو ټولو ته ښکاره وه ، چې د یو ښه ابتکار خاوند هم نه وو ،او د پیل څخه د ټولو زړونه ورته لرزیدل ،هماغه وو څه چې د انتظاره لیری وو هغه وشول ،

زما زړه هلته ډیر خفه شو ،او زړه می ولرزیده ، او ناهیلي شوم له کوم مهال نه چې  عبدالله عبدالله په چغو شروع کړې ، چې زه دا انتخابات نه منم ،او د انتخاباتو د ټولو کمیسیون غړو په سترګو کې وننوته، او وې ویل: چې زه دا انتخابات نه منم ګل مرجان یې نه مني د دغی ورځي نه می د وطن حالت ناوړه لیده ،او هغه څه چې تصور کیده هغه د دوی د نا عاقبت اندیشۍ نه مخ ته راغله تر دې وروسته دې خدای خیر کړي ،

 

...................

-
بېرته شاته