(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

Renaissance

[28.Sep.2021 - 13:42]

رنیسانس Renaissance

لیك: ډاکتر یاد

رنیسانس په اروپا کې دتجدد عصرګڼل کیږي چې په عربی کې ورته عصر النهضه یا احیا ءالعلوم ویل کیږې په دیارلسمې عیسوي پیړۍ په نیما یي کې دایټالیې دهیوادپه شمال فلورانس کې پیل شواو دغه غورځنګ وروسته په ټوله اروپاکې کې خپورشو

رنسانس په اصل کې په اقتصادي ،سیاسي، هنري او علمي ډګر کې داروپا دتمدن بنسټ کیښوداو په لويدیز کې یې تهذيب او تمدن ، علومو او فنونو ته نوی ژوند ورکړ. په دغه پېرکې کوپرنيکس،ګليليو، نيوټن، کیپلر، دسې لیس، ډيکارت او فرانسس بيکن دنوې فلسفې او ساينس بنسټ کېښود. ددوی د څيړنو ااو نحقیقاتو په پایله کې په ستور پيژندنې، جغرافيه، فزیک ، منطق، مابعدالطبيعات(metaphysics ) او طب کې پخواني نظريات ورغول شول.

 دغه غورځنګ دکلیسا او پاپ پر خلاف یوه فکري او فلسفي مبارزه پیل کړه .هغوی د روم د پاپ د روحاني واکمنۍ استبداد سره مخه ښه وکړه. کوپرنيکس ثابته کړه چې ځمکه يوه سياره ده او د نورو سيارو غوندې د لمر پر شاوخوا چورلي. هغه کتنې(مشاهدات) چې ګليلیو په دوربين وکړې په هغود کوپرنيکس د نظريې تايیداو پخلی وشو، له دې سره دکلیسا کشیشان له غو سې تور واوښتل او پر ساينسپوهانو یې زیاتی او بې حده ظلم راواخېست. کله چې ګليلیوپه دوربين کې دمشتري ستوري وليد او دا خبره یې د کلیسا مشرانو ته وکړه، نو پر دې خبره هغوی سخت خپه شول او غوسه یې راوپاریدله او د ګليلیو د خبرې له منلو یې انکار وکړ. ګليلیو وويل:((راځئ ! زه به هرڅه په دوربین کې در وښيم.))خو هغوی په دوربین کې له کتو هم ډډه وکړه او ويې ويل: (( دا ناممکن دي، دا هرڅه درواغ دي.))

 له دې سره د کليسا او ساينس تر منځ جګړه پيل شوه چې د کليسا په ماتې پای ته ورسيده،خو پر ګليلیو د الحاد او او زنديق فتوا وشوه او د کليساپه عدالت کې محاکمه شو

 درنیسانس غورځنګ تر اغیزو لاندې خلکو شاو خوا خوانړۍ دکشفیاتوسره هم مینه پید اکړه او اروپایانو دنویو ځمکوپه کشفولو لاس پورې کړ. دایټاليې ښارونه لکه نا پل ،جینوا او ونیزداروپایی او آسیایي هیوادونو په سوداګریزو مرکزونو بدل شول

 درنسانس دغورځنګ له برکته قطب نما او تلسکوب او دچاپ ماشین اختراع شول او دیوناني او اسلامي پوهانو کتابونه چې په طب، ریا ضۍ ،هندسې او ریا ضۍ کې یې لیکلي وواروپایي ژبو ته وژباړل شول.

همداراز ددغه غورځنګ له وجې اروپایی ادب هم وده وکړه او په انځور ګرۍ ، مجسمه جوړونې او معمارۍ کې هم دپام وړ پر مختګونه رامینځ ته شول.

...............

 

ایزدیان (یزیدیان) څوک دي ؟ 

--------------------------------

دایزدیانو نو له نامه سره چندانې مونږ اوتاسو دمخه آشنا نه وو.خو کله چې په عراق کې دداعش او دعراق دحکومت دپلویانو تر مینځ جکړه پیل شوه نو موږ ته داپته ولګیدله چې هلته یوه ډله خلک شته چې ایزدیان نومیږي .ایزدیان یایزید یان هغه مذهبي لږه کي ( اقلیت ) دی چې دعراق په شمال ، سوریه ،دترکیې په جنوب ،ختیځ او قفقاز کې ژوند کوي چې تر ټولو زیات شمیر یې دعراق په کردستان کې ژوند کوي . .ایزدیان په کردي ژبه غږیږي او دوی ته ځکه ایزدیان وایی چې دوی خپله ادعا کوي چې د پاک یزدان ( خدای ) باندې ایمان او عقیده لري او یزدان هغه نوم دی چې داسلام نه دمخه نه هم خدای ته یزدان ویل کیده چې دا ویی ( کلمه ) اوس هم په پارسي او کردي ژبه کې ژوندۍ ده. دایزدیانو مذهب او ګروهه داسلام ، مسیحیت ، زردشتیزم ، یهودیت او میترائیزم نه کاپي شوی ده ، خو دزردشتیزم او میتر ائیزم دګروهې ډیرې اغیزې اواثرات پکې لیدلی شو

دایزدي ګروهې اوعقیدې بنسټ ایښودونکي شیخ عدي دي چې کردان او ایزدیان یې شیخ ئادي بولي.دده اصلي نوم شرف‌الدین ابوالفضائل عدي بن مسافر بن اسماعیل بن موسی بن مروان بن حسن بن مروان و چې په ۴۶۷ هجری کال یې دلبنان دهیواد دبلعبک دسیمې د بیتفار په کلي کې زیږیدلی و او وروسته بیا دعراق په شمال کې دحکاري په غرنۍ سېمه او موصل کې مېشته شو او بیا په شیخ عدي حکاري سره مشهورشو. نوموړي په ( ۵۵۸ هجری قمری /۱۱۶۰ میلا دي )کې په داسې حال کې چې نوي کلن و مړ شو او په حکاري کې خاوروته وسپارل شو. دده پر مزار د اسې لیکل شوي دي: بسم الله الرحمن الرحیم خالق السماء و الارض، اخفض هذه المنزل محل الشیخ العدی الحکاری، شیخ یزیدیه

مشهور ادیب او تاریخپوه ابوسعید محمد بن عبد الکریم  سمعاني (۱۱۱۳- ۱۱۶۶ میلادي ) په خپل کتاب (الانساب )کې لیکي : مادعراق په حلوان کې یوه ډله خلک ولیدل چې ځانونه ته ایزدیان وایي او دشیخ عبدي دقبر خاوره دتبرک لپاره په اوړوکې ورګډوي او کله چې هغه ډودۍ پخه شي نوورته( برات) وایي او متبرکه یې ګڼي او خوري یې

ایزدیان دوه مذهبی کتابونه لري یویې (جلوه )نومیږي چې ددوی د مذهبی اغتقاداتو مجموعه ده او بل یې د(رش مصحف ) یا ( تور کتاب ) نو میږي چې پکې ددوی مذهبي سرودونه ، دعا ګانې او ددوی دمذهبی مشرانو ستاینې پکې لیکل شوي دي. که څه هم ایزدیان خپل مذهب لرغونی او پخواني بولي او وایي چې زموږ مذهب څلورزره کلن دی ، خو دتاریخ په حواله ددوی مذهب په څوارلسمه میلادي پیړۍ کې رامینځ ته شوی دی

ایزدیان دصو فیانوپه څیرپه خپلو مذهبی مراسموکې په ذکر او سماع لاس پورې کوي او ددې ګروهې پیروان د پیرا و شیخ ا و مرید په ډلوویشل شوي دي . ایزدیان په کال کې درې ورځې روژه نیسي .ددوی عبادت ځایونه دلمر اوطاوس نښانونه  لري او دشیخ عدي مزار دایزدیانو قبله ګڼله کیږي او ددې ګروهې هرپيرو باید په خپل عمر کې یوځل دده زیارت ته ورشي .دوی دشیخ عدي مزار ته تګ حج ګڼي او هلته یوه چینه هم شته چې دزمزم په نامه سره یادیږي او هلته یوغر هم شته چې دوی دعرفات نوم پرې ایښودلی دی. همداراز هلته یې یوپل هم جوړ کړی دي چې دصراط پل نومیږي اوهلته دوی غوایان هم قرباني کوي.همداراز ایزدیان پرطاوس هم عقیده لري او هغه ته ملکه ( پرښته ) وایی. ددوي په اند طاوس هغه پرښته یا ملا یکه  ده چې دنوروملایکو مشري ورپه غاړه ده او خدای ته ډیر مقربه او نږدې ده .له همدې کبله ایزدیان خپل عباد تځایونه ، قبرونه او ان دخپلو کورونو دروازې او دیوالونه دطاوس په انځورونوښکلي کوي ..

ایزدیان په مجموع کې په لیرې پرتوکلیوالو سیموکې ژوند کوي او ددوی ګاونډیان مسلمانان او عیسویان دوی شیطا ن پرستان یاشیطان پالونکي بولي چې دا نوم پر دوی ښه نه لګي، له همدې کبله دي چې دوی زیاتره وختونه دمسلمانانوتر بریدونو لاندې راغلي دي او ددوی وژنه یې مباح ګڼلې ده. ویل کیږي چې ډیر شمیر ایزدیان دترکانودعثماني خلافت په وخت کې وژل شوي او ځورول شوي دي . بیا په ۲۰۱۴کال کې په عراق کې دداعش سره په جګړوکې ددوی پنځه زره تنه وژل شوي دي او ښځې یې په زور اوجبرسره دوینځوبه توګه ساتلې شوي دي. ددوی یوزیات شمیراروپایی هیوادونو ته هم کډوال شوي دي اود۳۰زرو تنوپه شاوخواکې په جرمني کې ژوند کوي . همداراز په ارمنستان، سویډن، روسیې ، اوکراین اوګرجستان کې هم یوشمیر ایزدیان ژوندکوي

ددوی ټول شمیر په عراق کې شپږ لکو تنو ته رسیږي او په ټولې نړۍ کې یې مجموعي شمیر یو نیم ملیونه تنه ښودل شوی دي

تاسو په لاندي انځورو نو کې دشیخ عدي مزار او دایزدیانو یو شمیر انځورونه لیدلی شئ !

(یاد)

.............. 

 

 

غرشین :

لیک: ډاکتر یاد

غرشين دپښتنويوه مشهوره او ستانه قبيله ده چې دسړبني پښتنو په ټولنیز ګروپ پورې اړه لري او دمیاڼه اولاده دهغرشين زياتره دکند هار په غر نيوسيموکې مېشته دي او ځکه   خلک په درنه ستر ګه ورته ګوري چې دوی ستانه دي٠ دغر شين د قبيلې څوکورنۍ دراولپينډۍ دبر هان دسيمې په غر شين نو مې ځای کې هم استو ګنه لري٠ (١)تاریخ حیات افغاني لیکي : چې  یو شمیرغرشین په کندهار او یو شمیر یې هم ددوړو دقبیلې په شمالی برخه کې اوسیږي چې د هغه ځای خلک یې دغرشین پر ځای خرڅین بولي .دغرشین دقبیلې یو شمیر خلک دجنوبي پښتونخوا په مرکز کوئیټه کې هم اوسیږي چې زیاتر ه له کندهاره هلته تللي دي چې یو شمیر دپښتو تکړه لیکوالان او شاعران پکې شته چې له هغو نه یو هم ښاغلی سید عطاءالله شاه غرشین دی چې دپښتو ژبې ښه لیکوال او شاعر دی.

د پښتنو دغر شين قبيلې پورې تړلی يوستر شخصيت ملکيار غر شين دی چې د٥٨٠ لیږدیز (هجري )په شا او خوا کې يې ژوند کاوه چې دپښتنو مؤ رخانو دده نوم په خپلو مشا هيرواو نومیالیو کې راوړی دی او مشهور مؤرخ نعمت الله هروي په خپل تاريخ مخزن افغا ني کې ليکلي دي چې ملکيار غر شين دشيخ ابو بکر طوسي معا صر و او په ډيلي کې يو ځای درلود چې سلطان شها ب الدين غوري د ملتان دير غل په وخت کې ده ته ور بخښلی و او دده مزار هم هلته دی٠ (٢)

دنعمت الله هروي ددې روايت نه څو سوه کاله دمخه سليمان ماکو ٦١٢ لیږدیز چې دپښتو ژبې له پخوانيو ليکوالو او نثر ليکو نکو نه دی دملکيارغر شين په اړوند اسې ليکلي دي:

" نقل کاوه شي چې په روزګار دغازي شهاب الدين چې په ډيلي کې هغه ستر واکمن ټا ټوبی ورو ښانده او هم هورې مړ شو٠ نقل کاوه شي چې په جوبله( جګړې) کې مسلمانان تر شا ولاړل او کفارو بری وکړ٠ ليرې نه وه چې مسلمانان شي دکفارو په کټارو( نېزو) پو پنا او دښنه( دښمن) بری وکړي، نا څا په شيخ ملکيار راغی او پر دښمن يې ير غل وکاوه او ډېر زښت يې ووژل٠ نرو مسلما نا نو هم د ملکيار تر اړخ تورې وکښې او سره ومروړل يې دښنه،ستر څښتن دوی ته په مېړانه دشيخ ورکړله سو به او بری چې پخوا هم نه وه په بر خه شوې دچا، هيڅکله په هيڅ ځای کې"

د سليمان ما کو له دې بيانه جو تيږي چې ملکيار غر شين يو غښتلی او تو ريالی سړی وچې دتورې او ادب له څښتنانو نه واود سلطان شهاب الدين سره يې په جګړو کې ملګر تيا کو له٠ سره له دې چې ملکيار غر شين دجګړو دډګر اتل و ادبي ذوق يې هم درلود٠ نوموړی پخپله هم شاعر و او دنورو پښتنو شا عرانو اشعار يې هم لو ستل.

ويل کيږي چې دجګړې په ډګر کې کله چې شيخ مکيار غر شين د سلطان معزالدين د لښکرو سره يو ځای جنګېده او نږدې وچې دسلطان لښکرې ماتې وخوري نو دې توريالي اديب دلښکرو دمورال دلوړلو لپاره يوه دننګ او غيرت نه ډکه سندره و ويله چې ژوبله ور راوپارېدل او پر دښمن يې بری تر لا سه کړ ٠سليمان ماکو ليکي: په جوبله کې ملکيار دا پاړکي وويل چې غا زيان وپارېدل او په څېر د زمر يو ورتوی شول:

څښتن مو مل دی 

اوس مو يرغل دی 

هېواد دبل دی 

غازيانو ګورئ 

څښتن مو مل دی 

تورې تېرې کړئ 

دښن مو پرې کړئ 

منګولې سرې کړئ 

څله به تښتو 

څښتن مو مل دی 

که ټينګ کړو زړونه 

پر بري يونه 

چې زمري يو نه 

اسلام را څخه دی 

څښتن مو مل دی 

غازيانو راشئ 

ټول شا اوخواشئ 

دشهاب په ملا شئ 

دښن مو غوڅ کړئ 

څښتن مو مل دی(٣)

ملکيارغر شين په ډيلي کې ا وسېده او هما غلته مړشو او په دغه ښار کې دشيخ ابو بکر طوسي له مزاره سره يو ځای ښخ دی. دشيخ ابو کبر طوسي مزار په اوسني وخت کې دپورانا کلا او دپر ګتهي ميدان تر مينځ په يوه لوړ ځای کې مو قعيت لري ٠

-------------------------------------------------------------------- 

ماخذونه او سر چينې

١- تاريخ حيات افغاني، ١٧٨ او ۴۵۴مخونه ، دانش خپرندويه ټو لنه، پېښور٠ 

٢-پو هاند علا مه عبد الحی حبيبي، دپښتو اد بياتو تاريخ، لومړی او دويم ټوک، ٥١٠ مخ، دانش خپر ندويه ټو لنه، پېښور٠

٣-دسليمان ماکو تذ کرة الاوليا،دملکيار غر شين حالات٠ 

يا دونه: د ځينو پښتو زړو لغاتومعناوې په قو سو نو کې تو ضيح شوي دي( ياد)

............

 

 

 

 

دابوخان وزه

لیک: ډاکتر لطېف ېاد

ډاکټر ذاکر حسین خان دهند لومړنی پښتون ولسمشر (جمهور رئیس)و، دی په خټه اپریدی پښتون و او دهند داتهر پردیش دایالت دقایم جنګ دسیمې اوسیدونکی و.دی د۱۹۶۷ زیږدیزکال نه تر ۱۹۶۹ زیږدیزکاله پورې دهند ولسمشر پاتې شو او بیا د۱۹۶۹ زیږدیزکال دمي په دریمه نیټه یې له دې پاني نړي نه سترګې پتې کړلې .دی یو ستر عالم او لیکوال و .ده دیرې کیسې لیکلي دی ، خو مادده لاندینۍ کیسه د(ابو خان وزه ) له انګریزۍ نه پښتو ته ژباړلې ده ، هیله ده چې په غورسره یې ولولئ چې دخپلواکۍ غوښتنې روحیه پکې څومره دورایه ځلیږي !

لیکوال : دهند پخوانی ولسمشر(جمهور رئیس)

ارواښاد ډاکټر ذاکرحسین

ژباړونکی: ډاکټر لطیف یاد

دابوخان وزه(بزه)

دهمالیي غر ټولو ته آشنا غر دی.په نړ ۍ کې تر دې غره بل لوړ او اوچت غر نشته.دغه غر ډیر اوږد او دومره لوړ دی چې ډیر لږ شمیر خلکو به ددغه غره لوړې څوکې ته ځانونه رسولي و ي. د دغه غره په لمنه کې ډیر کلي او با نډې شته چې یو یې الموړا نومیږي.

په الموړا کې یو سپین ږیری سړی اوسیده چې ابوخان نومیده او دوزو(بزو) دروزلو په کاراوبار اخته و.هغه یوازې څو وزې درلودلې. دورځې له خوا به یې خپلې وزې څرولې او په هغو وزویې عجیب شانته نومونه ایښودلي وو. کله به یې یوه وزه د (تور) په نامه یادوله او بلې باندې یې د(جمعه) نوم ایښودلی و او بلې باندې یې د(چیني ) او بر بلې باندې یې د (واکمن ) نومونه ایښودلي وو. خدای پوهیږي چې دوزو سره یې څومره خبرې اترې کولې .ماښام به یې دغه وزې کورته راوستلې او په غوجله کې به یې تړلې.الموړا یوه غرنۍ سیمه ده نو ځکه دابوخان وزې هم دغرنیو وزو له نسله

وې .

ابوخان یو غریب او بد مرغه سړی و .ټولو وزو به یې دشپې له خوا خپلې پړي او رسۍ شلول او تښتنیدلې به .ځکه غرنۍ وزې په غوجله کې دتړلو له کبله زړه تنګې کیدلې او غره ته به تښتیدلې. هلته په غره کې یو لیوه اوسیده او دغه وزې به یې خوړلې ،خو عجیبه خبره لاداوه چې دې وزو سره دابوخان مینه او دوی ته ښه واښه اوښه خوراک او کنجاړې ورکولو هم دوزو دتښتیدلو مخه نه شوه نیولای ،ځکه چې دغه وزې په آزادژوند مینې وې او په خيلو غاړو کې یې دابوخان رسۍ او پړي نه خوښیدل . کله به چې دابوخان نه کومه یوه وزه وتښتیدله نو لاس تر زنې لاندې به کیناست او په چرتونو کې به ډوب شواو دځانه سره به یې ویل :(( سره له دې چې دغو وزو ته ښه شنه اوتازه واښه ورکوم او دنورو په پټیو کې یې آزادې خوشې کومه او دشپې له خوا دوی ته کنجاړه ورکوم ،خوسره له دې هم زما سره نه پاتې کیږي او غره ته تښتي او په لیوانو باندې دخپلو وینو د څښلو لوریینه

کوي .))

کله چې ا بوخان ولیدل چې وزې یې له ده نه په تیښته کې دي نو ډیر ناهیلی ( ناامیده ) شواو له ځانه سره یې وویل: (( چې نور به هیڅکله هم وزې ونه ساتم، ځکه دژوندانه څو ورځې مې پاتې دي چې دوزونه پرته به هم تیرې شي .)) خو یوازیتوب بدشی دی .ابوخان څو میاشتې پرته له وزو ژوند وکړ ،خو زړه یې طاقت ونکړاو یوه ورځ یې په یوه ځای کې بله وزه واخیستله او له ځان سره یې کورته راوستله . داوزه لا وړه وه او یونیم کلنه وه .ابوخان له ځانه سره فکر وکړ که دا و ړه وزه له وړکتوبه وروزم او ښه واښه او کنجاړه ورته ورکړم نو ښایی زما دنورو وزو په څیر به غره ته ونه

تښتي .))

دا کوچنۍ وزه ډیره ښایسته وه .سپین رنګ یې درلود او ښایسته تورښکرونه یې له ورایه ځلیدل ته به وایې چې چا ورته په غوړیو غوړ کړي وو .سترګو یې سور رنګ درلود .که چا هغه وزه لیدلې وای نو ضروربه یې ویل چې کاشکې داوزه زما وای .

داوزه نه یوازې ښایسته وه بلکې طبیعتا هم ښه وزه وه او دډیرې مینې په وجه به یې دابوخان لاسونه څټل او یوماشوم هم کولای شول چې دهغې شیدي ( پۍ ) ولوشي.دغه وزې نه لغتې وهلې او نه یې هم دشیدو( پیو) لوښی چپه کاوه . ابوخان پر خپلې دې ورکوټې وزې مین شوی و او پر دې وزې باندې یې د( سپوږمۍ ) نوم ایښودلی و. ابوخا ن دخپلې وزې (سپوږمۍ )سره دسهار نه تر ماښامه پورې خبرې کولې او کله به یې هم ورته په غوږ کې دخپل خدا ی بخښلي ماما او خپل خدای بخښلي کاکا دتیرو وختونو کیسې کولې .

ابوخان داسې فکر کاوه چې دا وزه دده په کوچني کور کې زړه تنګې کیږي نو دخپلې دې نوې وزې لپاره یې یو بل نوی بندوبست وکړ او یو نوی پلان یې ورته جوړ کړ . ابوخان دخپل کور نه بهر یو کوچنی پټي درلوداو دخپل پټي نه یې چارچاپیره اغزي او زوزان راتاوکړي ووچې څوک په آسانۍ سره دده دغه پټي ته ور نه شي . ابوخان به ( سپوږمۍ ) د خپل دغه پټي په منځ کې په موږي پورې تړله او اوږد پړی او رسۍ یې ورته په غاړه کې اچولې وه څو سپوږمۍ وشي کولای په آسانۍ سره اخوا دیخوا په پټي کې وګرځي. په دې توګه سپو ږمۍ د ابوخان سره تر ډیره وخته پورې پاتې شوه او ابوخان هم په دې خبرې ډاډمن شو چې سپوږمۍ له هغه سره آمو خته او بلده شوې ده او هیڅکله به هم ترې نه ونه تښتي ،خو ابوخان غولیدلی و ځکه دآزادۍ مینه هیڅکله هم دزړونو نه نه وځي . په تیره بیا ځناور چې په غرونو او ځنګلونو کې آزاد ژوند کوي دکور په څلورو دیوالونو کې زړه تنګې کیږي اوبیا په هغه پبټي کې چې اغزي ترې چارچاپیره راتاو شوي وي نو ځکه اسارت اسارت دی.کیدای شی چې یو څوک دغرنۍ وزې فکر څوورځې بدل کړای شي ،خو بیا یې هم ځنګل او غر په فکر کې ګرځي راګرځي او په دې فکر کې وي چې یوه ورځ به دارسۍ شلوي . دابوخان دغه فکر چې سپوږمۍ به دغره او ځنګل سوچونه له سره ایستلي وي بې ځایه او غلطه خبره وه .

یوه ورځ سهار وختي کله چې دلمر وړانکې دغره شاته وي نو سپوږمۍ دغره خواته وکتل او په داسې حال کې چې واښه یې په خوله کې وو او شخوند یې ورباندې واهه لږه په سوچ کې شوه اوله ځانه سره یې وویل : دهغه غره څوکې څومره ښکلې دي دهغه ځای هوا او ددې ځای هوا ته وګوره .هلته ټوپونه او مستۍ دي او دلته شپه او ورځ راته په غاړه کې پړی پروت وي ، نوداځای دخرو او کچرو (قاطرو ) و لپاره مناسب دی نه زما په څیر غرنیو وزو لپاره .

کله چې سپوږمۍ په دغه فکر کې ډوبه شوه نو بیا سپوږمۍ هغه پخوانۍسپوږمۍ نه وه .نورنو نه دابوخان وښو او کنجاړې خوند ورکاوه ،نه هم اوبو اونه هم دابوخان اوږدې کیسې نورې ورته خوندورې وې .سپوږمۍ دهرې ورځې په تیریدو سره کمزورۍ کیدله او شیدې ( پۍ ) يې هم مخ په کمیدو شوې . سپوږمۍ به هره شیبه غره ته کتل او خپله رسۍ به یې دخپلې غاړې نه کشوله او د درده په ډک غږبه یې دبع بع آوازاو چتاوه .

ابوخان په دې پوهیدلی و چې تر کاسې لانندې نیمه کاسه ده او ضرور ځه خبره شته ،خو په دې نه پو هیده چې څه خبره ده ؟

یوه ورځ ګهیځ وختي چې ابوخان دسپوږمۍ شیدې لوشلې ،نو هغې ځان ورته ټيټ کړ او ابوخان ته یې وویل : ابوخانه ! که زه نوره ستا سره دلته پاتې شمه نو ناروغه به شمه ! برې مې ږده چې غره ته لاړه شمه !

ابوخان چئې دوزو په ژبه پوهیده وریږدید او چیغه یې کړه چې ای لویه خدایه !سپوږمۍ هم غواړي چې زمانه لاړه شی او دډیره غمه یې هغه دشیدو خاورین لوښی چې شیدې (پۍ) یې پکې لوشلې وې له لاسه پر ځمکه ولوید او میده میده او ټوکر ټوکرشو. په دې وخت کې ابوخان پر هغه وښو باندې کیناست چې سپوږمۍ ته نږدې پراته وو او په ډیر غمجن غږ یې سپوږمۍ ته وویل :سپوږمۍ لورې ته هم غواړې له مانه لاړه شي او ما یوازې پریږدې ؟

سپوږمۍ ځواب ورکړ : هو ابوخانه غواړم له دې ځایه لاړه شمه .

ابوخان سپوږمۍ ته وویل : آیا تاته اوبه او واښه نه دررسیږي او ښه خواړه درته نه دررسیږي ؟ زه همدا نن تاته ښه واښه راوړمه !

سپوږمۍ ابوخان ته وویل : چې نه زه ددې کبله کوم شکایت نلرمه .

ابوخان ورته وویل : آیا رسۍ دې لنډه ده ؟ که غواړې نو زه به درته رسۍ اوږده کړمه !

سپوږمۍ ورته وویل : نو ددې ګټه به څه وي که رسۍ مې اوږده وي او یا لنډه .

ابوخان ورته وویل : نو څه غواړې ؟

سپوږمۍ ورته وویل : هیڅ هم درنه نه غواړمه خو پرې مې ږده چې غره ته لاړه شمه !

ابوخا ن ورته وویل : کمبختې وزې ته پوهیږې چې په غره کې یولیوه ژوند کوي او کله چې لیوه تاته ته نږدي شی نو بیا به څه وکړې ؟

سپوږمۍ ورته په ځواب کې وویل : خدای پاک راته دوه ښکرونه راکړي دي . په دغو دووښکرونو به لیوهپه خیټه کې ووهم.

ابوخان ورته وویل : هو هو حتما همداسې وکړه ،ښکرونه به درسره مرسته وکړي ، خو هغه لیوه ډیرې وزې وژلي دي چې هغو ستا نه اوږده او غټ ښکرونه درلودل.

ابوخان سپوږمۍ ته وویل : ته ( تور) نه پیژنې .هغه تیرکال همدلته و ه ، وزه نه وه د هوسۍ په شانتې وه ، توره هوسۍ ! ټوله شپه یې په خپلو ښکرونو دلیوه سره جګړه وکړه ،خو سهار وختي لیوه پرې بریالی شو او هغه یې وخوړله .

سپوږمۍ وویل : اوف (تور) څومره بدمرغه وزه وه ؟ خو ابوخانه ته ما پریږده چې غره ته لاړه شمه .

ابوخان خواشینی شو او ویې ویل چې د ا هم ما یوازې پریږدي هغه چې پر ما ګرانه ده او دا به هم دلیوه خیتې ته ورشي ، خو زه یې باید وژغورمه .

ابوخان سپو ږمۍ ته وویل :ای بد مرغې او احسان هیروونکې وزې !

زه به ستا ساتنه وکړم .اوس زه ستا په خبره او مطلب پوه شوم او په کوټه کې به دې کلکه او ټینګه وتړمه چې رانه ونه تښتې !

ابوخان سپو ږمۍ په یوې کوټه کې واچوله او د روازه یې ورپسې زنځیر کړه او ددې کبله چې ابوخان ډیر سخت خواشینی و نو کړکۍ ترینه هیره شوه چې ویې تړي .کله چې ابوخان دسپوږمۍ پسې دکوټې دروازه وتړله نوسپوږمۍ دکړکۍ له لارې نه ټوپ کړ او دغره خواته وتښتیدله .

کله چې سپوږمۍ دغره خواته لاړه نو ډیره خوشاله وه . دغره ونې یې لا دمخه له لیرې نه لیدلې وې ،خو نن ورځ ټولو شیانو ورته نوی رنګ درلود . سپوږمۍ داسې فکر کاوه چې نن د غره ونې ورته هر کلی وایې او وحشي ګلان ورته مسیږي اودغره او ځنګله اوږده واښه دا په خپله غیږ کې نیسي اوغر ورته دخوشالۍ نه خاندي ځکه چې ورکه شوې لوریې ورته بیرته ورستنه شوې ده .

سپوږمۍ ولیدل چې دا ځای څومره آزاد ځای دی نه هم دلته کوم موږی شته او نه هم کومه رسۍ او دلته رنګارنګ واښه دخوراک لپاره ورته شته . سپوږمۍ به کله هغې خواته او کله به هم دیخواته ټوپونه اچول او کله به هم دغره څوکو ته وختله اودیوې سپوږمۍ په رسیدو سره غره او ځنګل نوې ښکلا پیداکړې وه ته به وایې چې هلته دابوخان لس او یا دولس وزې تښتیدلي او تللي دي .

یو ځل چې سپوږمۍ په غره کې واښه خوړل نو په دې وخت کې یې خپل سر راپورته کړ .له لیرې نه یې دابوخان پرکور او هغه په پټي سترګې ولګیدلې چې چارچاپیره اغزي ترې راتاو شوي وواو په خپل زړه کې یې ډیر وخندل او له ځانه سره یې وویل :

اوه خدایه چې دابوخان کور ما ته څومره کوچنی او ورکوټی و. اوه خدایه ما څنګه وکولای شول چې دومره اوږده موده هلته پاتې شمه . سپوږمۍ ته د هغه غره دلوړې څوکې نه ښکتنۍ دنیا ډیره وړه ښکاریدله . هغه ورځ سپو ږمۍ ته عجیبه غوندې ورځ وه . تر ما سپښینه پورې یې په غره کې دومره ټوپونه ووهل چې ښایې په خپل ټول ژوند کې به يې هم دومره ټوپونه نه وو وهلي .

هلته لیرې دغرنیو وزو یوه ډله ورته ښکاره شوه اوغرنیو وزو هم په دیرې خوشالۍ سره سپوږمۍ ته بلنه ورکړه چې هغوی ته ورشي او ددې دحال پو ښتنه یې ځینې وکړه .غرنیو وزو دسپوږمۍ تود هرکلی وکړاو ددغو وزو په مینځ کې یوه توررنګه وزه وه چې سپین رنګه لیکې او کرښې یې په خپل پو ستکي باندې درلودلې . دې وزې د سپوږمۍ پاملرنه ځانته واړوله اوپه هماغه ورځ سپوږمۍ تر ډیره وخته پورې د توررنګه غرنۍ وزې سره اخوا دیخوا په غره کې ګرځیدله راګرځیدله او یو بل ته یې دزړه حالونه ویل او هلته داوبو دچینې نه پرته بل څوک نه وو چې سپوږمۍ او دابله توره وزه وګوري .

خدای پو هیږي چې دغرنیو وزو هغه ډله څه شوه ،خو سپوږمۍ دومره پر آزادۍ مینه وه او نه یې غوښتل چې دهغو نورو وزوسره پاتې شي او د وزو ددغې ډلې قانون او قیودات پر ځان ومني. سپو ږمۍ اوس یوازې وه .ماښام و او هوا ډیر سړه وه .سخت شمال چلیده او دهغو شپونکیو دپسونو او وزو د زنګونواو ګونګروګانو آوازونه اوریدل کیدل چې دخپلو پسونو او وزو په غاړوکې یې پراته وو او شپونکیانو دوی خپلو پنډ غالو ته بیول . په کراره کراره تیاره خوریدله او په غره کې د ( هو هو ) غږونه پورته کیدل.

ددې غږپه اوریدو سره سپوږمۍ دلیوه په فکر کې ولویده . دغره نه ښکته دشپیلکو آوازونه اوریدل کیدل او دا دابوخان شپیلکې او غږونه وو وو چې غو ښتل یې سپوږمۍ دیته اړه کړي چې بیرته خپل کورته ور ستنه شي او ابوخان ورته چغې وهلې چې سپوږمۍ راشه او راستنه شه !

سپوږمۍ غو ښتل چې دابوخان کورته ستنه شي خو یو ځل دابوخان موږی او رسۍ او د هغه پټی ورپه یاد شول چې ترې اغزي راتاو شوي وو.

بیا یې له ځانه سره وویل :تر هغه ځایه دلته سل ځلې مرګ راته ښه دي .

په پای کې دشپیلکیو آوازونه غلي شول . په دې وخت کې یوازې دیوه ځناور دپښو څښاری اوریدل کیده .سپوږمۍ دلیرې نه دلیوه دوه غوږونه ولیدل چې ددې خواته یې بوڅ کړي وواو سترګې یې په تیاره کې دبریښنا په څیر ځلیدلې . لیوه په ددو پښو ناست وواو پوهیده او په دې خبره ډادمن و چې وزه ورنه نه شي تښتیدلی .

کله چې سپوږمۍ دلیوه خواته وکتل نولیوه په مسکا سره ورته وویل : واه واه ! دابوخان وزه ده .ښه واښه ،اوبه اوکنجاړه یې ورکړې ده او ښه یې غټه کړې ده . لیوه داخبرې وکړې او خپله سره ژبه یې راوایستله .

سپوږمۍ ته په دغه وخت کې دابوخان دوزې ( تور) کیسه ورپه یاده شوه چې ابوخان ورته کړې وه او له ځانه سره یې وویل : زه ولې ټوله شپه ددې لیوه سره وجنګیږم ښه به داوي چې هممدا اوس ورته ځان تسلیم کړم . سپوږمۍ تر لږې شیبې سوچ وروسته له ځانه سره وویل : نه داسې به هیڅکله هم ونکړم .

سپوږمۍ لږ خپل سر ښکته کړ او دجګړې لپاره یې خپل ښکرونه چمتو کړل او دلیوه خواته ورنږدې شوه او له ځانه سره يې وویل :

په جهان دننګیالي دي دادوه کاره

یابه وخوري ککرۍ یا به کامران شي

سپوږمۍ په دې خبره پو هیدله چې وزې هیڅکله هم نه شي کولای چې لیوان له مینځه یوسي خو بری دخدای په لاس کې دی او مقابله شرط ده .

سپوږمۍ له ځانه سره وویل : ایا کولای شمه چئ د(تور ) په څیر ترسهاره پورې جګړه وکړم ؟

تر څو شیبو وروسته لیوه ورنږدې شو او سپوږمۍ هم ورته خپل ښکرونه ور اړم کړل او په پرله پسې توګه یې پر لیوه باندې بریدونه وکړل او په لسګونو ځلې یې لیوه پر شاتګ ته مجبور کړ . سپوږمۍ ټوله شپه دلیوه سره جګړه وکړه او سپوږمۍ به دآسمان خواته کتل او ستوروته به یې ویل چې کاشکې سبا شي .

سهار نږدې شو او ستوري هم یو په بل پسې ورک شول .سپوږمۍ دخپل توان په وروستیو وختونو کې خپل ځواک او طاقت دوه چنده کړ .دلیوه زړه هم تنګ شو .په دې وخت کې دلیرې نه روښنایي ښکاره شوه . چرګانو هم آذانونه پیل کړل او دکلي د جومات نه هم دآذان غږ اوچت شو .

سپوږمۍ له ځانه سره وویل : خدایه ! تالره شکرونه څومره مې چې په وس او توان کې و دلیوه سره مې مقابله وکړه نور نو واک او اختیار ستا په لاس کې دی . موذن چې دالله اکبر وروستني غږ وکړ نو سپوږمۍ نور خپل توان له لاسه ورکړی و او پر ځمکه لویدلې وه او سپین ویښتان یې په وینو سره شوي وو ځکه لیوه هغه څیرلې او وژلې وه .

هلته پاس دونې پر څانګو مرغۍ ناستې وې اوددې حالت ننداره یې کوله او یوبل ته یې ویل چې په دې جګړه کې څوک بریالی شو ؟

ټولو مرغیو ویل چې لیوه بریالی شو ،خو هلته یوې زړې مرغۍ پر دې خبرې ټینګار کاوه چې نه داسمه خبره نه ده سپوږمۍ بریالۍ شوه .

 
-
بېرته شاته