(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

بسیا ژوند

[28.Sep.2021 - 13:47]

پر ځان بسیا ژوند 

لیکنه: مولانا وحید الدین خان رح / ژباړه: احمد الهام

نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: ځینې ګناهونه داسې دي چې لمونځ، روژه، حج او عمره یې لمنځه نه وړي بلکې د دوی لمنځه وړونکی شی د روزي د ترلاسه کولو لارې چارې سنجول دي. (رواه ابن عساکر و ابو نعیم فی الحلیة)

په پورتني حدیث کې له ګناهونه څخه هدف هغه روحاني یا رواني خویونه دي چې د اقتصادي وسایلو د کمښت له امله رامنځته شوي لکه: بخل، حسد، تنګ ظرفي، د ژمنې نه ترسره کول او داسې نور

په انسانانو کې داسې انسانان شته چې له حالاتو او د وخت له کږلیچونو بې پروا وي او هر وخت د لوړو اخلاقو او ښه کردار څښتنان وي، خو داسې کسان ډېر لېږ موندل کېږي، ډېری خلګ داسې وي چې مال د دوی لپاره د یو اخلاقي مرستندوی حیثیت لري، یانې که له دوی سره مال و نو بیا د خپل سخاوت ثبوت وړاندې کوي او خپل ټول مالي مسؤلیتونه په ښه ډؤل تر سره کوي، خو که دوی بې ماله او خالي لاس شي نو د دوی زړونه کوچني شي، په اړیکو او ظرفیت کې کمزوري شي او د دوی پر غاړه چې د خلګو کوم مالي مسولیتونه دي په هغوی کې کوتاهي ترې کېږي.

که یو څوک له پورتنۍ ستونزو یا ناوړه خویونو سره مخ شي نو هغه له دې څخه په ډېر لمونځ کولو، روژه نیولو او یا حج کولو سره ځان نه شي خلاسولای.  

کوم کس چې له اقتصادي ستونزو کړېږي په هغه کې د ژر غوسې، تنګ مزاجي او تندخویي ناوړه خویونه پیدا کېږي چې له دوی څخه بیا نورې بلها اخلاقي کمزوریانې زېږي، ځکه خو که یو چا پخپل ځان کې پورتنی کیفیت محسوس کړ نو باید سمدستې پر الله له باور سره سره د اقتصادي چارو د سمون لپاره لاس په کار شي، کله چې یې اقتصادي وضعیت سم شي نو پخپله به له پورتنیو ستونزو او اخلاقي کمزوریو خلاس شي.

همداراز کوم کسان چې په اقتصادي ستونزو کې ښکېل وي هغوی کم همته شي او کم همتي د ډېرو ناوړو خویونو مور ده، ځکه خو باید د مالي وضعیت د سمولو لپاره هڅې پیل کړي چې سمدستي به له بې همتۍ خلاس او د لوړ همت او عزم څښتن شي.

همدارنګه کوم کسان چې د مال له کمښت سره مخ وي په هغوی کې د "ورکړې " پر ځای د "راکړه " عادت ډېر وي، ځکه خو باید ژر تر ژره د خپلو اړتیاوو د پوره کولو پر داسې لار فکر وکړي چې بل ته له ویلو او له بل نه د اخېستلو پر ځای یې پخپله پوره کړي او له دې سره به له ډېرو ناوړه روحاني خویونو خلاس او اصلاح شي

 

ماخذ: مطالعه حدیث

-
بېرته شاته