(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دنبوي نسب

[28.Sep.2021 - 13:52]

د اسلام د ستر او  محبوب پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اړه لنډ معلومات،

نوم : حضرت محمد ﷺ د پلار نوم : عبدالله 

د نيکه نوم : عبدالمطلب  د کورنۍ نوم : هاشمي

 

د نبوي نسب لړۍ:  

رسول الله ټبر د عرب په بنو اسماعیل کې د قریشو قبیلې د هاشم له کورنۍ څخه دي چې د نسب لړۍ یې داده:  

محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصی بن کلاب بن کعب بن لوئ بن غالب بن فهر بن مالک بن نضر بن کنانه بن خزیمه بن مدرکه بن الیاس بن مضر بن نزاد بن معد بن عدنان.

 

د تاریخي روایاتو څخه څرګندیږي چې له عدنان څخه تر حضرت اسماعیل علیه السلام پورې د څلویښتو پلرونو واټن دی خو په همدې منځ کې ټول نومونه ثبت شوي نه دي ځکه عربو به په لرې لیکونو کې یواځې وتلي نومونه یادول هغه نومونه چې له عدنان څخه تر اسماعیل) ع ( پورې ثبت شوي  دادي :

 

عدنان بن عدو بن المقوم بن تارح بن یثحب بن یعرب بن ثابت بن اسماعیل بن ابراهیم علیهما السلام.

 

درسول الله   مباركه څيره

رسول الله له رنګه سپین او ښایسته مخ یې و

كان رسول الله أبيض مليح الوجه.رواه مسلم

 

درسول الله   قد منځنى، غړي برابر،  رنګ سور او سپين،  تندى پلن،  وروځي سره نښتي،  پزه يې دنګه او لوړوالي ته مايله وه مخ يې ډير غوښن نه وو، خوله يې څه ناڅه غټه، او غاښونه يې سره بيل بيل وو،غاړه يې دنګه اوسريي غټوالي ته مايل وو، سينه يې پراخه دسر ويښتان يې نه ډيرتاو راتاو او نه بيخي نيغ نيغ وو،مباركه ږيره يې ګڼه وه سترګې يې تورې،  باڼه يې لوی او اوږده وو، وُلي يې غوښن،او دوږو هډونه يې لوی وو په سينه مباركه يې تر نامه پورې دويښتانو يوه نرۍ ليكه وه په اوږو اوليڅو يې ويښتان وو،  دلاسونو ورغوی يې غوښن او پلن وو، څنګلي يې اوږدې او پوندې يې نازكې وې، دپښو دتلو منځ يې داسې خالي وو چې تر لاندې به يې اوبه تيريدلای شوې

درسول الله صلى الله عليه وسلم دوُليو په منځ كې دكوترې دهګۍ په كچ دنبوت (مهر) ټاپه وه رسول الله   به ډير ګړندى ګرځيده خبرې به يې په دمه دمه كولې،  كه به يې دكومې خبرې مطلب تاكيدكول وو نو هغه خبره به يې په بيابيا تكراروله غږ يې لوړ وو،  دخبرو په مهال به يې اكثر اسمان ته كتل، رسول الله   به ډير لږخندل، او چې خندا به ورغله نو موسكى به شو .

د مور نوم : آمنه بنت وهب

د رضاعی مور نوم : حليمه سعديه

د لومړۍ ميرمني نوم : خديجة الکبراى رض

د لومړۍ ميرمني د پلار نوم : خويلد

د قوم نوم : قريش 

د زيږيدني نيټه : د ربيع الاول 12 کال ((571/4/20 ميلادي ))

د زيږيدني ځاى : مکه مکرمه 

د هيواد نوم : سعودي عربستان 

 

تر بعثت مخکي لقب : رښتيا ويونکى او امين

د الهي وحيو د راکښته کيدو ځاى : د حرا غار

د حرا د غار موقيعت : د مکي شمال غرب خواته

دنده : پيغمبري

دين : اسلام

د دندي موده : 23 کاله 

رنګ : ګلګون او ځلانده

د ويښتانو رنګ : تور

قد : منځنۍ لوړ ته مايل 

پزه : جګه قلمي

د ميرمنو نومونه يې : خديجه ، عايشه ، حفصه ، سوده ، زينب ، ام السلمه ، جويريه ، صفيه ، ميمونه (رض)

زامن : عبدالله ، قاسم ، ابراهيم (په کوچنيوالې وفات)

لوڼي : زينب ، رقيه ، ام کلثوم ، فاطمه رض

د اوسيدو ځاى : مکه مکرمه د بني هاشمو ځاى ، تر هجرت وروسته مدينه منوره 

تحصيلات : د پيغمبرۍ تر درجې د الله ج ترنظر لاندي د جبرايل ع په واسطه ورسول شو

د پلار مړينه : د مور په نس کښي د دوو مياشتو وو

د مور مړينه : په 6 کلنۍ کښي 

د نيکه مړينه : په 8 کلنۍ کښي

اصلي روزونکى : دده اکا ابو طالب

د واده پر مهال عمر : 25 کلن او خديجي رض عمر 40 کلنه

د نبوت پر مهال عمر : 40 کلن

د مديني څخه مکي ته د هجرت پر مهال نيټه : 611 ميلادي ، چه د هجري قمري د اول کال سره برابره ده

لومړنى سفر : د خپل کاکا سره د شام د بصري ښار ته په 12 کلنۍ کښي وو

د بعثت وروسته لقب : خاتم الانبياء والمرسلين ، ابو القاسم ،

ټول عمر يې : 63 کاله 

د مړيني نيټه : د 11 هجري قمري کال د ربيع الاول پر 12 د دوشنبي په ورځ ،

قبر مبارک يې : د مديني منوري ښار د ام المومنين رضي  الله عنها حجره .

ﷺصَـلَّﷺوَسَـــــلَّـمْﷺ

ﷺصَـلَّﷺوَسَـــــلَّـمْﷺ

 

د رسول الله اولاد ونه 

 

درسول الله    داولادونو په شميره كي اختلاف دى خو په كوم روايت چې اتفاق راغلى په هغه كي درسول الله   اولاد شپږ ښودل شوى ،دوه زامن او څلور لوڼي ،خو ابن اسحاق دطاهر او طيب په نامه هم درسول الله    دوه نور زامن ياد كړي دي . يو روايت لا داهم دى چې دسول الله صلى الله عليه وسلم څلور لوڼي او اته زامن وو . دااتفاقي خبره ده چې له ابراهيم نه پرته درسول الله صلى الله عليه وسلم نور ټول اولادونه له ام المؤمنين حضرت خديجې رضى الله عنها څخه زيږيدلي وو .

 

قاسم

 

درسول الله   مشر زوي قاسم نوميده چې تر بعثت يوولس دوولس كاله وړاندي زيږيدلى وو ،او په كوچنيتوب كي وفات شوى دى ،قاسم ته په نسبت كولو سره درسول الله   كنيت ابو القاسم وو او دا كنيت يې ډير خوښيده ،د(څه مهال لپاره يې )ددې كنيت له ښودلو څخه نور خلك راګرځولي وو .

 

د حضرت محمد ( صويناوې

 

۱-حقیقي مسلمان هغه څوک ده.چي نور مسلمانان دهغه دژبې اولاس له شر څخه په امن وي.

۲- کامل مومین هغه څوک ده چي دښه خوی خاوند وي.

۳- هر څوک چي دخپلې روزئ دپراخۍ او دعمر داوږد والی او برکت خوښونکی وي نو خپلوانو سره ښیکڼه وکړۍ.

۴- څوک چي په خلکو باندي زړه سوی ونه کړي خدای تعالی به په هغه باندی مهرباني ونه کړې.

۵- په خلکو باندي به داسي وخت راسي چي په مال پیداکولو پسي به هڅه کوي خودابه نه ګوري چي حلال وي اوکه حرام.

۶- څوک چي دیني علم دناوړه استفادي او دخلکو دپام را اړولوو او شهرت غوښتلو لپاره زده کوي ځای به یي دوزخ وې.

۷- کله چي مداحان( چاپړوسان) وینۍ نو مخونو ته یي خاورې وشیندۍ.

۸- ایا تاسو ته هغه کار دروښیم چي په کولو سره يه ستاسو په منځ کې مینه او ورور ولې ټنکیږي هغه یو بل ته سلام ور کول دي.

۹- دوه نعمتونه دي چي ډیر خلک یي قدر نه پیژنې  یو صحت او بل فراغت ده.

۱۰- څوک چي یو لویشت پردۍ ځمکه په ظلم واخلي دقیامت په ورځ به دغه ځمکه تر اوومي طبقې پوري دده ترغاړي را تاو کړای شي.

۱۱- هر ډول چي تاسو یاست هماغه ډول به په تاسي امرین مقرریږي.

۱۲- صدقه دپاک خدای قهر او غضب کینوي او سړی له بدي مړیني بچ کوي.

۱۳- چاچي زما یو سنت ژوندی کړ ګواکی زه یي ژوندی کړم.

۱۴- چاچي زما په امت کې نفاق جوړاوو سر یي ووهۍ

دخاوند او ښځي ترمینځ د اختلافات پیدا کوونکي سزا:

د أبی هریرةؓ څخه روایت دی،

چي رسول اکرم وفرمایل:

زموږ څخه ندی هغه څوک چي ښځه پر میړه باندي راوپاروي او یا مریی پر بادار باندي راوپاروي.

یعني څوک چي د خاوند او ميرمني تر مینځ اختلافات پیدا کوي هغه زموږ د ټولی څخه ندی.

 

عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَؓ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لَيْسَ مِنَّا مَنْ خَبَّبَ امْرَأَةً عَلَى زَوْجِهَا أَوْ عَبْدًا عَلَى سَيِّدِهِ ».

[سنن ابی داود باب فیمن خبب امرأة علی زوجها حدیث 2177]

د حضرت محمد  ۱۰۰  خويونه!

د ثواب په نیت یې شیر کړی

صدقه جاری ده شیر کول یی

 

۱ - پر لار باندي يې په ارامي او عزت تګ کاوه

۲ - د تګ په وخت کي يې قدمونه پر مځکه نه کشول.

۳ -نظر يې کښته اچاوه او مځکي ته يې کتل .

۴ - ﻫﺮ څوک چه به يې ليده سلام به يې وراچاوه او چا دده تر مخه سلام ندى وراچولى.

۵ -کله چه به يې چاته لاس په لاس کي ورکړى ژر به يې د هغه لاس نه خوشي کاوه.

۶ -د خلګو سره يې داسي ژوند کاوه چه هرچا به فکر کاوه چه د هغه حضرت هغه نژدي کس دى .

۷ - ﻫيچاته به يې د سترګو تر بيخو نه کتل او مخامخ به يې ورته کتل.

۸ - هيچاته به يې برګ برګ نه کتل .

۹ -چه کله به يې اشاره کوله په لاس به يې اشاره کوله نه په وريځو او سترګو .

۱۰- اوږده مهال يې پټه خوله (ﺳﮑﻮتدرلود د اړتيا پرته يې خبره نه کوله.

۱۱- ﻫﺮکله چه به  يې د چا  سره خبري کولي د هغه خبرو ته يې ډير غوږ نيوى

۱۲- د هر چا سره چه به يې خبري کولي په بشپړ ډول به يې سينه ورګرځوله او مخامخ به ورته کښينستى.

۱۳-د هر چا سره چه به کښينستى تر څو چه هغه به د ولاړيدو اراده نه وه کړي هغه ﺣﻀﺮﺕ نه ولاړيدى.

۱۴- د خداى ج د يادولو پرته نه په مجلس کي کښينستلى او نه ځيني ولاړ سوى دى .

۱۵- مجلس ته د داخليدو په وخت کي  د مجلس په ﺁﺧﺮ او دروازى ته نژدي کښينستى نه د مجلس په منځ کي .

۱۶- په ﻣﺠﻠﺲ کي به يې ځانته ځاى نه ځانګړى کاوه او منعه يې ځينى کوله .

۱۷- هيڅکله يې د خلګو په حضور کي ﺗﮑﻴﻪ نه کوله.

۱۸- ﺍﮐﺜﺮه ناستي يي مخ پر قبله وي.

۱۹- که به دده په مخکي دده ناخوښه کار پيښ سو ده به ﻧﺎﺩﻳﺪﻩ نيوى .

۲۰- که به د چا څخه ﺧﻄﺎ ﺻﺎﺩﺭه سوه هغه يې نه نقلوله .

۲۱- د چا څخه يې په خبرو کي غچ نه اخيستى .

۲۲- هيڅکله يې د چا سره جنګ او جګړي نه کولي .

۲۳- هيڅکله ېي د چا خبري نه پريکولي  ﻣﮕﺮ که يې ﻟﻐﻮ اﻭ ﺑﺎﻃﻞ حرف نه واى ويلي.

۲۴- د سوال ځواب يې څو ځله تکرار کوى ترڅو په جواب کي يې اوريدونکى شکمن نسي.

۲۵- کله چه به يې د چا څخه ﻧﺎﺻﻮﺍبي خبري اوريدي نه يې ورته ويل چه « ولي پلاني داسي ويل » ﺑﻠﮑﻪ فرمايل يي چه « په ﺑﻌﻀﻲ خلګو څه کيږي چه داسي وايي؟ »

۲۶- د غريبانو سره يې زياته ناسته او ولاړه درلوده او ډوډۍ بٙه يې هم ورسره خوړله.

۲۷- د ﺑﻨﺪﮔﺎنو اﻭ ﻏﻼﻣﺎنو بلنه يې هم منله.

۲۸- ﻫﺪﻳﻪ يې ﻗﺒﻮلوله که څه هم به د شيدو يو جام وو.

۲۹- تر هر څه زياته يې وصيله رحمي پر ځاى کوله .

۳۰-د خپلوانو سره يې نيکي کوله بيله دي چه پر نورو بهتري ورکړي .

۳۱- ښه کار ته يې ﺗﺤﺴﻴﻦ اﻭ ﺗﺸﻮﻳﻖ فرمايل او بد کار به يي غندى او نهي کاوه به يي.

۳۲- هغه څه چه د خلګو د ﺩﻳﻦ اﻭ ﺩﻧﻴﺎ د اصلاح موجب کيدل دوى ته به يې وفرمايل : کوم څه چه حاضران يې له ما اوري غايبانو ته يې هم وروسوئ.

۳۳- ﻫﺮچا چه به ﻋﺬﺭ راوړى دهغه عذر يې قبولاوه .

۳۴- هيڅوک يي سپک نه ګاڼه .

۳۵- هيڅکله يې چاته ښکنځل ندي کړي او چاته يې په بدو نومونو نه ويل .

۳۶- هيڅوک يې د خپلو ﺍﻃﺮﺍﻓﻴﺎنو اﻭپه ده پورې د تړلي کسان يې نفرتي نه کړل.

۳۷- هيڅکله يې د چا عيبونه نه پلټل .

۳۸- دخلګو د شر څخه يي پرهيز کاوه د دوى څخه نه ګوښه کيدى او د ټولو سره ﺧﻮﺷﺨﻮى وو .

۳۹- هيڅکله يې د خلګو بد نه ويل او د هغوى زيات صفت يې هم نه کاوه .

۴۰د نورو پر ګستاخي يې ﺻﺒﺮ کاوه او د ﺑﺪۍ جزا يې په ﻧﻴﮑﻲ سره ورکوله .

۴۱- د ناروغانو ﻋﻴﺎﺩﺕ يې کاوه که څه هم  به د مديني شريفي په ليري نقطه کي وو.

۴۲- د خپلو ﺍﺻﺤﺎبانو خبر يې اخيستى او ددوى د حالاتو پوښتنه يې کوله.

۴۳- ﺍﺻﺤﺎبانو ته به يي په ښو نومونو ور ږغ کاوه.

۴۴-د ﺍﺻﺤﺎبانو سره به يې په ﮐﺎرونو کي ډيري مشوري کولي او پر هغه به يې ټينګار کاوه.

۴۵- يارانو په منځ کي به کښينستى که به کومه ستونځه راتله چا نسواى کولاى چه ددوى په منځ کي پيغمبر وپيژني .

۴۶- د خپلو ﻳﺎﺭﺍنو په منځ کي به يي ﺍﻧﺲ اﻭ ﺍﻟﻔﺖ راوستى.

۴۷- وعدي او تړون ته ﻭﻓﺎﺩﺍﺭﺗﺮﻳﻦ انسان وو.

۴۸- کله چه به يې ﻓﻘﻴﺮ ته کوم شي بخښي پخپل لاس يې ورکاوه او چاته يې نه حواله کاوه .

۴۹- که به پر لمانځه وو او دده مخي ته څوک راغلى واى لمونځ يې لنډ وايه 

۵۰- که به پر لمانځه وو او ماشوم به ژړل لمونځ يي لنډ وايه .

۵۱- پر د هغه کسان زيات ګران وو چه خير يې  نورو ته زيات رسيدى 

۵۲- هيڅوک دده د ﻣﺤﻀﺮ څخه ﻧﺎ ﺍﻣﻴﺪ نه وو او فرمايل به يي  « د هغو کسانو حاجتونه راوروسئ څوک چه يي تر ما نسي رارسولاى . »

۵۳- ﻫﺮکله چه به چا دده څخه د حاجت خواست کاوه که سم وو روا يې باله او که نه وو په ښو خبرو يې راضي کاوه.

۵۴- د هيچا درخواست يې نه رداوه  ﻣﮕﺮ که به په ﻣﻌﺼﻴﺖ کښي وو .

۵۵- دسپين ږيرو يي زيات عزت کاوه او پر کشرانو ډير ﻣﻬﺮﺑﺎﻥ وو .

۵۶- د ﻏﺮﻳﺒﺎنو يي زيات ﻣﺮﺍﻋﺎﺕ کاوه .

۵۷-د شرخوښو زړونه يې په ﻧﻴﮑﻲ باندي ترلاسه کول او ﻣﺠﺬﻭبول يي.

۵۸- په ښکاره به ﻣﺘﺒﺴﻢ (پر شونډو خندان) وو او په ﻋﻴﻦﺣﺎﻝ کي يې په زړه کي د الله ج څخه بيره ﺯﻳﺎته وه  .

۵۹- کله چه به خوشحال وو سترګي يې يوه پر بله ايښودي او د خوشحالۍ ﺍﻇﻬﺎﺭ يي کاوه

۶۰- دده ﺍﮐﺜﺮه ﺧﻨﺪا د ﺗﺒﺴﻢ ﻭه خندا يې ږغ نه درلودي.

۶۱- کله کله به يې ﻣﺰﺍﺡ کوله اما د مزاح او خندا په ﺑﻬﺎﻧﻪ يي نامناسب اﻭ ﺑﺎﻃﻞ حروف نه ويل.

۶۲-ﺑﺪ نوم ته يي ﺗﻐﻴﻴﺮ ورکاوه او د هغه پر ځاى يي ښه نوم کاراوه .

۶۳-ﺑﺮﺩﺑﺎﺭﻱ او سړه سينه يي هم مهاله پر خښم وړانديوالى کاوه .

۶۴- د شتمنۍ د هلاکت پر وخت خښم نه ورتلى او نه هم ناارامه کيدى .

۶۵- د خداى ج لپاره دومره په قهر کيدى چه بل چا به نه پيژندى.

۶۶- هيڅکله يې د ځان غچ نه اخيستى  ﻣﮕﺮ بغير له هغو چه د ﺣﻖ حريم يې ماتوى.

۶۷- د محمد ص په وړاندي تر ټولو ﻣﻨﻔﻮﺭﺗﺮين خوى درواغ ويل وو.

۶۸- د خوشحالۍ او خفګان پر مهال يې د حق د يادولو پرته بل څه پر ژبه جاري نه وو  .

۶۹- هيڅکله يې پيسي نه ذخيره کولي .

۷۰- په ﺧﻮﺭﺍﮎ اﻭ ﭘﻮښاﮎ کي تر خپلو خدمت ګارانو زيات شى نه درلودي .

۷۱-پر خاورو کښينستي او ډوډۍ يې هم ورباندي خوړله مګر پاکي يې تر هر څه خوښيده.

۷۲- پر مځکه بيديدى .

۷۳- بوټونه او کالي يې خپله اغوستل .

۷۴- پخپلو لاسونو يي شيدي څښلى

 

که وخت لرئ نو حتمن یی ولولئ !😢😢

 

یوہ_ورحٌ_جبرائیل علیه السلام د نبی کــریم صلی الله علیه وسلم خواته راغی محمد صلی الله علیه وسلم چې وکته جبرائیل علیه السلام ورته پریشانه ښکاره شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل یا جبرائیل عليه سلام څه خبره ده نن ډیرخفه ښکاری جبرائیل علیه السلام ورته عرض وکړه ای د ټول جهان محبوبه نن ماته الله تعالی حکــم کړي دی چې جهنم وګوره د هغه په کتلو سره ما باندی خفګان اثرات را پیدا شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل ماته د جهنم حالات ووایه جبرائیل وویل. د جهنم اووه(۷) درجی دی ترټولو لاندینی درجه کی منافقین اچول کیږی شپږمه(۶) طبقه کی الله تعالی مشرکین اچوی پنځمه(۵) طبقه کی د لمر او سپوږمی عبادت کوونکی اچول کیږی څلورمه(۴) طبقه کی د اور عبادت کوونکی اچول کیږی په دریمه(۳) طبقه کی یهود اچول کیږی په دوهمه(۲) طبقه کی الله تعالی عیسویان جهنم ته اچوی د دې نه وروسته جبرائیل علیه السلام خاموش شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم ترې پوښتنه وکړه چی جبرائیله! ولی غلې شوې اوله طبقه کی څوک اچول کیږي؟ جبرائیل علیه السلام عرض وکړه ای د الله رسوله په اوله درجه کی الله ستا د امت ګناهګاران اچوی کله چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم دا خبره واوریده چی زما امت به هم جهنم ته اچول کیږی نونبی کریم صلی الله علیه وسلم بی حده ډیر غمجن شو نبی کریم صلی الله علیه وسلم د الله تعالی په حضورکی دعا شروع کړه دری ورځي هم داسی تیریدی نبی علیه السلام به جومات ته راتللو لمانځه پس به بیرته خپلی حجری ته تشریف وړه او دروازه به یی بندوله او د الله تعالی په حضورکی به یی ژړا فریاد کوو صحابه کرام رضی الله تعالی عنهم حیران شول چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم چې کله جومات ته تشریف راوړی بیا کور ته هم نه ځی حجری ته ځي کله چی دریمه ورځ شوه ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه صبر ونه کړای شو دروازی ته راغی او دروازه یی ووهله بیا یی سلام واچوو لیکن د سلام ځواب رانغی هغه په ژړا شو عمر رضی الله خواله راغی وی ویل ما سلام وکړه خو سلام ځواب نه راځی لحاظه تاسی ورشۍ کیدای شی ستاسی ته ځواب درکړی هغه هم ورغلی هغه دری ځله سلام وکړه لیکــن سلام ځواب رانغی عمر رضی الله عنه حضرت سلمان فارسی ته راغی سلمان فارسی د دی واقعی یادوونه علی کرم الله وجه ته وکړه هغه سوچ وکړه چی د دومره عظیم شخصیت د سلام جواب رانغی ماته هلته تګ نه دی پکار بلکی زه دهغه مبارک د سترګو نور لور فاطمه رضی الله تعالی عنها دننه لیږم هغه همداسی وکړه چی فاطمه رضی الله تعالی عنها ته ټول احوال ته ووایی هغه دحجری دروازی ته راغله باباجانه! السلام علیکم کله چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم د خپلی لور اواز واوریده راوچت شو دروازه یی خلاصه کړه د سلام جواب یی ورکړه بیا ورته بی بی فاطمی وویل باباجانه ! څه خبره ده چی دری ورځي کیږی چی دلته تشریف راوړی نبی کریم صلی الله علیه وسلم ورته وویل چی جبرائیل زه خبرکړم چی زما امت به هم جهنم ته ځي فاطمی لوری زه د خپل امت ګناه ګارانو په غم کی ډوب یم او خپل مالک نه دعا غواړم چی هغه معاف کړی او د جهنم د اوره یی خلاص کړی نبی کریم صلی الله علیه وسلم بیا په سجده پریوته اوپه ژړا یی شروع کړه . یاالله زما د امت په ګناه ګارانو رحم وکړه او هغه د جهنم د اوره خلاص کړه الله تعالی حکم وکړه : (ولسوف یعطیک ربک فترضی)ای زما دوسته غم مه کوه تاله به دومره څه درکړم چی ته به ورباندی خوشحاله یی هغه په خوشحالۍ راپاڅیده اوویې فرمایل خلکو الله تعالی ماسره وعده کړی چی زه به د قیامت په ورځ ستا امت سره داسی معامله وکړم چی ته به پری خوشحاله یی او زه ترهغی نه خوشحالیږم ترڅو چی زما اخرنی امتی جنت ته نه وی داخل شوی

د رسول الله صلی الله علیه وسلم  دوفات كال او وفات کیدل :

 

رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر كال دروژې په مياشت كې لس ورځې په اعتكاف كي تيرولې ,خو په ورستنۍ روژه كې شل ورځې په اعتكاف كې كيناست ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به هر كال دروژې په مياشت كې يوځل دحضرت جبرايل عليه السلام له خولې نه قرآنكريم اوريده ,خو د ورستني كال په روژه كې يې دوه ځلې واوريده

دوروستني حج او په ځينو نورو خطبو كې رسول الله صلى الله عليه وسلم ځيني داسې خبرې كړې وې چې هغه دمړينې يادونه وه ,لكه چې دحج په وروستۍ خطبه كې يې وفرمايل : (زه ددې خبرې هيله نلرم چې په راتلونكي كال كې له تاسې سره وليدلای شم ,ښايي تر دې وروسته حج ونه كړای شم . ) 

دحج دفريضې داداكولو ترراتګ وروسته رسو ل الله صلى الله عليه وسلم داحد دشهيدانو هديرې ته ورغى ,او هلته يې هم داسې خطبه وويله چې ګواكې څوك له مړواو ژوندو سره په مخه ښه كوي ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دصفر دمياشتې په اولسمه يا اتلسمه نيټه حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ته وفرمايل : (ته له لښكر سره لاړشه او له هغو شريرو خلكو څخه دې دپلار كسات واخله . ) دموته په وتلي جنګ كې حضرت زيد رضى الله عنه شهيد كړای شوى وو ,ځكه نو رسول الله صلى الله عليه وسلم حضرت اسامه بن زيد رضى الله عنه ته هلته دبيا تللو امر وكړ

 

 

وفات:

 

څومره چې ورځ پخيدله په رسول الله صلى الله عليه وسلم بې هوښي ډيريدله ,درسول الله) ص؛( دزړه ټكړې حضرت بي بي فاطمې رضى الله عنها چې دا ناكراري وليدله نوپه ژړا يې وويل های زما دپلارنا كراري .رسول الله) ص ( ورته وفرمايل : (ستا پلار به تر دې ورسته نا كراره نه شي . )

دناروغۍ په نا كرارۍ كې به هم درسول الله)ص ( مباركې خولې نه داتور ي اوريدل كيدل : (مع الذين انعم الله عليهم ) او يا دا (اللهم بالرفيق الاعلى ) , تر غرمې وروسته درسول لله)ص ( په مباركه سينه كې غږ پيداشو ,او پدې مهال يې شونډې ښوريدلې او داتوري ورڅخه اوريدل كيدل (الصلاة وما ملكت ايمانكم ) يعنې دلمانځه او مرييونو خيال ساتئ ,په وروستنۍ شيبه كې رسول الله) ص ( لاس پورته كړ ,په ګوته يې اشاره وكړه او درې ځلې يې وويل : (بالرفيق الاعلى ,بالرفيق الاعلى ,بالرفيق الاعلى ) په همدې وينا كې يې لاسونه ځوړند شول ,سترګې يې دبام په لورې نيمكښه پاتې شوې او سپيڅلی روح يې قدسي عالم ته والوته.

 

-
بېرته شاته