(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه انتظار کوومه

[28.Sep.2021 - 13:55]

زه انتظار کوومه ستا د سترګو

لیک : ډاکتر لطیف یاد

سیف الملوک صدیقي په اصل کې دپښتونخوا دسوات دکبل دسیمې او سیدونکی او دسوات دوالی سلاکار ( مشیر) و . دی دپښتو ژبې غزلبول شاعر و.دده دا لاندیني شعر په اصل کې یوه مرثیه ده چې  دغزل په قالب کې  یې ویلې ده او ښاغلي صدیقي دغه مرثیه  دخپل کوچني ورور په مړینې ویلې وهدغه غزل دافغانستان نامتو سندرغاړې میرمن قمرګلې هم پخپل غږ کې ویلی وکله چې ارواښادې ګلناربیګم دصدیقی صیب دغه  غزل په خپل غږ کې واوراوه او خپور شو  نو ښاغلي صدیقي په عدالت ( کورټ) کې پرې  مقدمه وچلوله او دهغه ادعا داوه چې ارواښادې ګلناربیګم دغه غزل  زما داجازې پرته په خپل غږ کې ویلی د ی، خو وروسته بیا ددوی ترمینځ دغه لانجه دنورو خلکو په منځګړتوب په سوله ایز ډول پای ته ورسېدله .

 باید زیاته کړم چې دښاغلي صدیقي دشعرونو یوه ټولګه هم ( زه انتظارکومه ستا دسترګو ) په نامه   څو کلونه وړاندې دسوات په کبل کې  خپره شوې ده.

 

  زه انتظارکومه ستا دسترګو

ولې پنا ه شوې ته زما دسترګو

چې په ګلونو ددنیا کړم نظر

مثال مې نشته دآشنا دسترګو

چې په سلګو یمه یوازې نه یم

اوښکې بهیږي دهر چا له سترګو

څومره ښایست چې ستا په ستر ګو کې دی

نشته نرګس او دلاله دسترګو

هرخواته ګورمه دنیا لټوم

نشته هغه چیرته خندا دسترګو

صدیقي  خوښ دی په خلوت ددنیا

چیرته به پټ شي ددنیا دسترګو

http://www.youtube.com/watch?v=rWT795t-Ck4

-
بېرته شاته