(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یوګا

[28.Sep.2021 - 14:00]

«یوګا»

څېړونکی او ژباړونکی: وکاس ایسپزی

***

هر کال د جون میاشت په یویشتمه نېټه د یوګا لمانځلی کېږي، ددې پرېکړه ملل متحدہ د هندوستان د وزیراعظم نریندر مودي په غوښتنه په ۲۰۱۴ زیږدېز کال په دسمبر میاشت کې په یولسمه (۱۱) نېټه د جنرال اسمبلۍ په اجلاس کې کړې وه، د هندوستان وزیراعظم نریندر مودي په جنرال اسمبلۍ کې د اجلاس پر مهال په نړیواله توګه د یوګا لمانځنې غوښتنه کړې وه. راځئ چې وګورو' چې د یوګا معنا، مفهوم، تاریخ، فلسفه او ګټې وغېره څۀ دي؟

 

د یوګ معنا او مفهوم:

یوګ د سنسکرت ویيیوجڅخه ووتی دی، کوم چې د یو ځای کیدو او یو موټی کیدو معنا لري، د یوګا پراخ مفهوم د ذهني ژورتیا د سوچ په توګه د کایناتو وحدت له لارې پُراسرار رازونو ته ځان رسول دي. یوګ یو جسماني، ذهني او روحاني مشق دی؛ ددې موخه وجود او ذهن یو ځای کول دي. د یوګ په کتابونو کې یوګ بغیر له کوم تاوانه د مزغو او وجود ترمینځه د هم اهنګي جوړولو نوم دی، جسماني او ذهني دواړو صحتونو برقرار ساتلو کې یوګ مهم رول لوبوي، یوګ د هرې سرګرمۍ، چټکتیا، طاقت، توازن او هم اهنګۍ جوړولو لپاره هم ډېر مهم دی. په ځانګړې توګه د کووډ-19 نړوبا پر مهال ډېرې خلک د تناؤ او تشویش ښکار دي، یوګ جسماني صحت سره سره نفسیاتي او جذباتي ښېګڼې لپاره هم ډېر ګټور دی.

 

د یوګ تاریخ:

په یوګ کې تقریباً 185 ورزشي ترکیبونه دي' چې دهغه ترکیبونو باندې رسیدلې کس ته یوګي ویلای شي، د هندو مت د روایاتو مطابق دا یو جسماني او روحاني نظم و ضبط دی او ددې طریقه ورزش وړومبی په پښتونخوا او هندوستان (اکهنډ بهارت) کې شروع شوی دی. د یوګا څرک موږ ددې خاورې په درې زاړو مذهبونو لکه; هندو مت، بدھ مت او جین مت کې لیدلی شو، یوګ د هندو مت فلسفي په شپږواستیکمسلکونو څخه یو دی، په جین مت کې یوګ ټول عمل، خوا که هغۀ ذهني وي، که ژبني وي یا جسماني وي، دا ټول په یوګ کې شمېرلی شي۔

د یوګ د تاریخ ویلای کېږي چې ددې ابتدایي بڼه هړپه او موین جودړو له زمانې راهسې د یو مشق په توګه راروانه وه، دا د ویدي دور له هندوستان څخه مخکې خبره ده، د کیپ مپل خیال دی' چې د اوسپنې په وړومبۍ دوره کې پاچا د سپوږمۍ متماثل ګڼلې وه او یوګ د پاچا اسطورې سره تړلې وه، د کاینات بیا بیا پیدا کیدو نه پس د تباہ کیدو عمل سره متشخص کړی شو ۔ همداسي یې د شیو شکتۍ د تصور صلاحیت ترلاسه کړو. د اپنشدونو په کلاسیک دوره کې وړومبی د اروا یا ادبي ارواي یوګ غوندې د ټېکنیکي اصلاحاتو وجود نۀ تر سترګو کېږي؛ خو د وجود په هر حالت کې د مذمت یا د ختمولو" غوندي مرام په اړه میتري اپنشد کې درج دي;

د یوګ موخه د چا وجود په نفسي جسماني اعتبار سره یو وحدت جوړول دي.

 

وخت سره سره یوګ په بېلا بېلو بڼو سره په وجود کې راغلی دی، د هتهـ یوګ په توګه جسماني او ذهني توانایي کابو کیدای شي، په منتر یوګ کې د منترونو وغیرہ لکه; جپ او تپسیا سره د ارفع ترین ادراک هڅه کېږي، ذهني قوتونه د باطني اصوات سره د انډول ساتلو هڅې ته لایه یوګ ویلای شي، د یوګ په بڼه د شانس مشقونو ته ځانګړی مقام ترلاسه دی۔ د هندو فلسفي مطابق نوموړې یوګ; راج یوګ، کرم یوګ، ګیان یوګ، بهکتي یوګ او هتهـ یوګ دي. په بهګوت ګیتا (خدایي سرود) کې د یوګ درې لارې یادې شوې دي.

1۔ کرم یوګ

2۔ بھګتي یوګ

3۔ ګیان یوګ

 

پتنجلي په یوګا سوتر یو مهم کتاب دی، ددې سربېره د هندومت په سپېڅلې کتابونو لکه; ویدونو او بھګوت ګیتا کې د یوګ تعلیمات تر سترګو کېږي؛ په دې توګه موږ ویلای شو' چې د یوګ تاریخ په اره کې ۶ زره کالونو ته رسي۔ د یوګ پرېکټس د مودو راهسې پرمخ روان دی، د هندوانو مذهبي پیشوایان، رشي مني، سادھو سنت خپلو ځایونو کې د هندو مذهبي عقیدي مطابق پۀخپلو مرېدانو د فرض په توګه هره ورځ ترسره کوي ۔

 

د یوګ فلسفه:

د بهګوت ګیتا شپږم څپرکی د یوګ فلسفې لپاره ځانګړی شوی دی، په کوم کې چې شري کرشنا د یوګ په اړه ارجن سره په تفصیل خبرې کړې دي، پوهه کړی یې دی او ورته یې ویلې دي؛ چې یوګ دړد او تکلیفونو څخه د خلاصون لاره ده او د یوګ مشق کولو والا یوګي ته د روحانیت الٰهي له نعمت څخه د نفس اطمینان ترلاسه کېږي۔

«ارجن د شري کرشنا څخه پوښتي; تا! راته د یوګا په تړاو وویل، د اروا په تړاو دې وویل؛ خو د انسان عقل تل بې ارامه او مضطرب وي, عقل مضبوط، ضدي او د مقصد څخه ډک وي؛ ایا دا د هوا په توګه نۀشي خارج کیدای؟

کرشنا ورته ځواب کې وایې; یقینا عقل مضطرب وي او پر دې کنټرول ساتل ګران وي؛ خو ددې تربیت ابهیاسا (Abhyasa) په توګه کیدای شي او خواهشات او ورګیا (Vargaya) څخه خلاصون هم ترلاسه کیدای شي۔» (۱)

 

یوګ پیژندګلو/ شناخت:

لرغونې زمانې څخه بدھسټ او نور بوداي راهبان په ورزش او نور جګړیز داو پیچ کې مهارت لري۔ لکه; تایي لېنډ، کوریا، چېن او جاپان غوندي هیوادونه په کراټی، کنفو او جوډو وغېره کې مقبول دي، هندوستان له زاړو اکاړو سره سره د خوشتۍ په ماهرانه تربیت کې پالوانان چمتو کوي، همداراز د یوګ په توګه د صحت بحال ساتلو هڅه هم کوي، غرض دا چې هر رنګه لوبې او ورزشونه جلا جلا هیوادونو کې د خپل اعتبار سره رائج او مقبول دي او دې هیوادونو پرې خپله نړیواله پیژندګلو جوړه کړې ده. موجوده صورتحال کې وجودي ورزش هیئت باندې مشتملیوګایوه مهمه موضوع جوړه شوې ده، د هند دولت لخوا په دې لړ کې د پرېمانه پرمختګونو پایلله دا شو' چې ملل متحده په ۲۱ جون  یوګا د نړیواله ورځ لمانځنې لپاره وټاکله، په دې توګه هندوستان دې ورزش یو نړیوال حیثیت ترلاسه کړو، اوس هر کال په نړۍ کې ۱۹۰ هیوادونه د یوګا ورځ لمانځي. خو له بده مرغه پښتانه ددې پر ځای په غربي ورزشونو کې ډېره دلچسپي لري او د یوګ په اړه سرسري مالومات هم نۀلري ـ بلخوا هندوستان په یوګا د خپل تسلط برقرار ساتلو لپاره په ټول ایالتونو، ولایتونو، ولسوالیو، ښارونو، کلېو، پنجایتونو او بلاکونو په کچ هر وګړي باندې بلاامتیاز ذات پات، رنګ و قومیت، نسل و مذهب لمانځي، یوګ د هندوستان د هندو، مسلمان، سکھ، عیسایي، بدھسټ، جین، زردښتي او یهودي مذهبونو باندې مشتمل د هندوستان ۱۲۵ کروړه ابادۍ د کلتور برخه جوړه شوې ده، یوازې دا نۀ بلکي د هیواد په ښوونځیو کې هم یوګا د تعلیمي نصاب برخه ده او زدکړه یې هر زدۀکړیال کوي ـ خو مهمه خبره دا ده' چې یوګا به عام پښتون څنګه پیژني، کوم چې ددې په اړه سرسري مالومات هم نۀ لري، یعنې اصل خبره ددې د عمل پیژندګلو ده، لکه څنګه به یو چا ته دا پته لګي؛ چې یوګ د کوم عمل او د کومو حرکاتو و ساکناتو نوم دی؟

اوس ددې ځواب له راځم؛ چې د ځینې ځانګړې ترکیبونو سره د یوګ پیېژندګلوي کېږي؛ لکه; [اسنا (د وجود ځانګړی ساخت اختیارول), دھرنا (په کوم ځانګړې څیز باندې توجه مرکوز کول), دھیانا (په پټو سترګو مراقبه کول) --------- د دھیانا لپاره مهمه ده' چې کوم ځای ورته کېښني، هره ورځ ددې لپاره وخت متعین کړې؛ د یوګا ماهرین بغیر له دھیانا یوګا نۀ مني۔

پرانیاما (په اروا د کنټرول ساتلو هڅه) او سوریه نمسکار پکې ډېر مهم ګڼلی شي؛ یوګا کولو والا لپاره ضروري ده' چې هغۀ شرق اړخ ته سترګې پټې کړې او دواړه لاسونه یو ځای کړې؛ لمر ته پرنام و سلام وکړې۔ 

بي کی ایس اینګر د ویدونو په تړاو لیکلې دي' چې «د پرانیاما په توګه د وجود او عقل څخه ټول پلېت څیزونه خارج شي او د سپېڅلې لمر پلوشې اروا د توانایۍ او رعنایۍ سره پاک کړې' نو هله یو کس د دھرانا او دھیانا قابل شي۔ دې مقام ته د رسیدلو لپاره لوی وخت پکار وي ـ» (۲)

 

د یوګا ورد:

پوخ یوګي د یوګا پر مهال او ددې ختمېدو پر مهال د پرېمانه اشلوکونه ورد او زمزمه کوي۔ په کې تر ټول مهم اشلوک چې په سنسکرت کې دی، ددې ژباړه تاسو ته وړاندې کوم:

«زۀ نۀ عقل یم، نۀ سوچ یم

زۀ نۀ اورېدی شم، نۀ ویلای شم

نۀ څۀ بوي کولای شم او نۀ کتلای شم

زۀ په رڼا او هوا کې خپل ځان نۀ وینم

نۀ پر ځمکه یم، نۀ پر اسمان یم

زۀ د نعمتونو نعمت یم

زما هیڅ نوم نشته

زما هیڅ ژوند نشته

زۀ ساه نۀشم اخېستی

نۀ کوم سپېڅلې کلیمات شته، نۀ عبادات

نۀ علم شته، نۀ معلوم

کوم څیز زۀ جوړ کړی نه یم

زما هیڅ جسماني خروج نشته

زۀ نۀ خوراک یم او نۀ ډوډۍ

او نۀ ما کله خوړلې ده

زۀ خیالات او مسرت یم او اخیر په کرم کې به ترلاسه شم

زۀ غیرمجسم یم

زۀ احساساتو کې اوسم؛ خو زما هیڅ ځای نشته وہ.»(۳)

 

صوفي کرم علي فقیر صېب (دویم) په پنجابۍ کې یو نظم د دم (ساه و اروا) اروايي یوګ سفر د بھجن په بڼه لیکلی دی، اردو ژباړې سره یې دلته شرېکوم:

«ارے سادھو بھائی، ہم دم گھوڑا دوڑایا رے

سری راہ چلایا رے۔

(ای سادھو بھائی، میں نے سانس کا گھوڑا دوڑایا ہے۔

اس کو مخفی راہ پر چلایا ہے۔)

/

سیل سنتوکھ کا سنج پلاڻيو، سدھی صورت وچ پایا جی

سانس بنا ھک گھوڑا دوڑایا، ماس بنا ہسوار چڑھایا رے۔

(صبر و قناعت کے مزاج کی زین باندھی، صورت کی آگاہی و خیال (تصورِ شیخ)میں (مقصد) پایا۔

بغیر سانس لئے ایک گھوڑا دوڑایا، بنا گوشت پوست کا ایک سوار اس پر بٹھایا۔)

/

عرش کرس کا میدان ٹھرایا، تنہہ میں گوہ اٹھایا جی

راہ اگھم کا سبھ چینا، ہنسا ناوڻ نایا رے۔

(عرش و کرسی اس (دم کی سواری)میدان بنایا، اس میں بازی لے گیا

عمیق و ناقابل فہم راستہ کو سارا ڈھونڈا، ہنس (میرا دم، میری روح) نے وہاں نہایا۔)

/

مول سوں پھیرا پایا جی، لنگ میں لھر لگایا جی

نابھی سوں اگے چلیا، ردھے رمن رمایا رے۔

(مول (بنیاد، سب سے نچلا جسمانی لطیفہ) سے سانس کو اوپر پھرایا، پھر لنگ (دوسرا جسمانی لطیفہ) پر آکر ٹہرا،

نابھ (تیسرا لطیفہ) سے بھی آگے (سانس کو)لیکر چلا، پھر ہردے (سینے کے وسط میں واقع قلبی لطیفے) میں پیارے (محبوب) کے ساتھ خوشی و شادمانی کی۔)

/

کنٹھ کنول میں ہنسا بولے، سرسوتی راگ سنایا جی

تربھنی اوپر لعل براجے، ترکھٹی جوت سوایا رے۔

(کنٹھ کنول (گلے میں موجود جسمانی لطیفہ) میں ہنس (دم، سانس) بولی بول رہا تھا، سرسوتی (وحدانیت) کا راگ سنا رہا تھا،

تروینی (جہاں تین جسمانی لطیفہ آکر ملتے ہیں۔) سے اوپر ایک قیمتی گوہر تھا۔ ترکُٹی (دونوں بھؤوں کے درمیان موجود لطیفے) میں اعلیٰ روشنی تھی۔)

/

بھنور غفا میں نرنجن باجے، دسویں الکھ جگایا جی

بھرم اندھارو دور بھیو ہی، چھن ناوڻ نایا رے۔

(بھنور غفا (سچ کھنڈ کی جانب لیجانے والی راہ) میں بے عیب و پاک ذات تھی۔ دسویں دوار (سر میں موجود جسمانی لطیفہ جو سچ کھنڈ کا دروازہ ہے۔) میں اس بے نشان ذات حق کو یاد کیا۔

شک و شبہ کا سارا اندھیرا دور ہوگیا۔ اسی پل وہاں نہایا۔)

/

ڈنکا مار جائے بیٹھا ہنسا، امر پائی بادشاہی

کرم علیؔ دیس ایسا پایا، چوڈس کرے نگھایا رے۔

(اسی طرح ہمیشہ کی رہنے والی بادشاہت پاکر بڑے ڈنکے کا ساتھ ہنسا (دم، روح) کی گدی پر بیٹھا۔

کرم علیؔ کہتا ہے، میں نے ایک ایسا دیس پایا کہ مجھے ہر طرف سب دکھائی دیا ۔یعنیٰ کچھ بھی پوشیدہ نہ رہا۔»(۴)

 

په دې پورته اشلوک او په صوفي بهجن کې خودي، حلول او تجسیم سربېره ځان نعمت و کرم ګڼل، بیا پر افاقي اروا ورګډېدل، د خالق او مخلوق ترمینځه د توپېر ختمول وغېره له ورایه برېښي؛ د یوګا تعریف، یوګیانو او پر دې کې د کیدونکي عمل څخه دا خبره نوره هم واضح کېږي' چې یوګ ددې خاورې ورزش دی، ددې خاورې ټوکیدلی دی او ددې خاورې په زوړ مذهب هندو مت کې یې جرړې پېوست دي او صوفیزم هم په روحاني توګه له دې الهام اخېستی دی. یوګ نن سبا هر چا بلاتفرق، بغیر رنګ و مذهب، ذات پات او نسله منلی دی او د خپل جسماني او روحاني چټکتیا لپاره یې کوي ـ  

 

د یوګا ګټې

په ننې دور کې هر دویم انسان ته تر ټولو زیاته اندېښنه د خپل صحت او تندرستۍ سره سره د خپل عمر ده، د کوم وجه چې د جدید دور ټینشنونه او نورې ستونزي دي. ددې د لرې کولو لپاره ډېر اسان او ازمایلی حل موجود دی؛ کوم ته چې د نړۍ په لرغونې مذهبونو او کلتورونو کې ډېر ارزښت ترلاسه دی، ددې نوم یوګا دی، دا یو اسان او پرسکونه ورزش دی ـ د نړۍ په لرغوني مذهبونو لکه; هندو مت، جېن مت او بود مت کې یوګا ته د عبادت درجه ترلاسه ده او په اوسنې وخت کې د ساینسي تحقیق څخه هم دا خبره پر ډاګه شوې ده؛ چې د جسماني او نفسیاتي ورزش دا طریقه په انساني صحت ډېر خوشګوار اثرات مرتب کوي، ددې سربېره د وجود د نورو غړو اندامونو کارکردګۍ ښۀ کولو کې هم مرسته کوي ـ څنګه چې تاسو د یوګا د مفهوم په لړ کې لوستي دي' چې یوګا د سنسکرت ژبې ویي دی' د کومې مفهوم چې کابو کول او یو ځای کول دي. یوګ بدهـ مت او هندو مت کې جسماني، د ساه ورزشونو، د مراقبې په توګه خپل نفس کابو کولو او ځان د صحت مند ساتلو لپاره کارولی کېږي، د خپلو ځانګړې خویونو پر بناء د یوګا په مقبولیت کې ورځ تر بله سیواوالی راځي۔ اوس دې ته په لنډه توګه راځو؛ چې په یوګ کې د صحت ښۀ والې لپاره کوم کوم رازونه پراته دي؟

 

د زړه درزا:

اوسنې ساینسي تحقیق څخه جوته شوې ده' چې د زړه درزا رفتار خپل معمول باندې ساتلو لپاره یوګ مهم کردار ترسره کوي۔ ماهرین وایې; چې داسې کسان کوم چې د زړه درزا لپاره د دوایانو مرسته اخلي، هغوي د یوګا په توګه ځانونه د دوایانو څخه خلاصولی شي؛ په انټرنېشنل جرنل اف میډیکل انجینیرنګ او ټایمز آف انډیا په خپور شوې یو رپورټ کې ویلای شوې دي' چې یوګا د زړه لپاره ګټوره ده.

 

د وزن کموالی:

د یوګا په ذرېعه نه یوازې انسان په جسماني توګه بلکي په ذهني توګه هم توانمند کیدای شي، ورسره ورسره په جذباتي توګه هم د انسان شخصیت متوازن ساتي. د یوګ په مرسته تاسو د خپل ژوند د خوښۍ مطابق جوړولی شئ، د یوګا روزانه تمریناتو په ذرېعه موږ کې دننه داسې صلاحیتونه پیدا شي؛ کوم چې موږ د خپلو خوړو په انتخاب کې محتاط ساتي او موږ د داسې خوړو انتخاب کوو؛ کومې ته چې زموږ اړتیا وي۔ همدا احتیاط زموږ د وزن کمیدو سؤب شي ۔

 

ذهني سکون:

روزانه د یوګا لږو منټونو تمرین سره ذهني او جسماني ستړیا په بشپړه توګه خلاصېږي، د یوګا تمرینات ذهني دباؤ کموي او ذهن پُرسکونه جوړوي۔ زموږ ژوندی وجود; د مزغو او اروا مجموعه ده؛ څنګه چې د وجود کومه بې قاعدګي زموږ په ذهن اثراندازه کېږي، همداراز زموږ د ذهن ناخوښي او بې سکوني هم زموږ په وجود اثر اندازه کېږي او زموږ د بې خوبۍ سؤب جوړېږي، د یوګا تمرین زموږ وجود ته طاقت بخښي؛ همداسې د ساه ځانګړی تکنیک او مراقبه ذهني دباو کموي او زموږ خوب له سکونه ډک کړې۔ د یوګ ټولو تمریناتو د پیلېدو څخه وړاندې په لاندینۍ خبرو اترو باندې غور او عمل کول ضروري دي:

 

1۔ هغۀ ځای دې ددې تمرینات وکړی شي؛ چې کوم صفا او هوادار وي، د کرسۍ یا چوکۍ کارۀونه پکې ممنوع ده، دا تمرینات په سخت او هوار ځای کې په قالین، درۍ، څادر او یا په پوزي وغېره باندې کول پکار دې ـ 

2۔ کپړې یا ځړوکي دې سپک، جوټه او نری وي، ګرم او خامتا دې بلکل نۀ وي. البته په ډېر یخ موسم کې لږې ګرمې کپړې ددې تمرین ته اچول پکار دي ـ 

3۔ ټول ورزشونه په خالي خېټه د سهار ناشتې نۀ مخکې غوره او موثر وي، د ورزش نیمه ګهنټه پس ښۀ خوراک لکه; د تازه میوو جوس او پۍ څښل پکار وي؛ که چرې سهار وخت نه ترلاسه کېږې' نو د خوراک نه څلور ګهنټي پس هم د یوګا تمرینات کیدلای شي؛ خو په ۲۴ ګهنټو کې یو ځل خامخا پکار دي ـ 

4 ۔ کوم ځای چې ورزش کېږي؛ هلته باید شور شرابا نۀ وي ـ

5 ۔ د هر ورزش په دوران کې د یو ځانګړې وخت لپاره ودرېدل ضروري دي ۔

6 ۔ د ورزش دوران کې دمې سره باید خپل وجود سست کړئ او لوی لوی ساه واخلئ؛ یعنې چې څومره ممکن وي، ساه د پوزې په ذرېعه پېپړو ته جمع کړئ او د خولې په ذرېعه ټوله ساه رابهر کړئ؛ ددې طریقې مهم اړخ دا دی' چې ساه ددې عمل په وجه د وجود وینه نارمل شي، په سهار مهال کې لوی لوی ساګانو سره وینه نرۍ کېږي؛ کوم چې د انسان بلډپریشر خوندي ساتي۔

7 ۔ ټولو ورزشونو پیلېدو څخه وړاندې وړومبی د وینې تیزېدو او د وجود لږ ګرم ساتلو لپاره منډه ترړه، ټوپونه او ځغل وغېره غوندي سپک ورزشونو ته هم توجه ورکول پکار دي ـ

 

د یوګا بنیادي ورزشونه:

لاندې زۀ د ځینې بنیادي ورزشونو تفصیل درج کوم۔ دا وارم اپ ورزشونه تاسو خپل باور، کړاو او توجو سره وکړئ؛ نو پایللې به یې درته په خپله پر ډاګه شي ـ

 

د څټ تاوول:

دواړه پښې یو ځای کړئ او نیغ ودرېږئ، د څټ ښکته برخې بدن ساکن کړئ، د څټ بره سر چې څومره کېږي؛ ښکته ټېټ کړئ، په سر باندې څټ داسې انداز سره؛ څنګه د ګړۍ ستن ورو ورو حرکت کوي، تاسو هم دایره کې حرکت ورکړئ! اوس دا څیز دویم اړخ لپاره هم وکړئ، که چرې تاسو سم اړخ پله څټ تاو کړی وي' نو اپوټه اړخ ته همداسې وکړئ؛ په مینځ کې د یو منټ دمه وکړئ، لس چکرې همداسې بشپړې کړئ!

اوس سر اوچت کړئ او په پوزه لوی لوی ساګانې واخلئ، دوه څلور ساګانو اخېستو نۀ پس اوس سر بیرته پشان ټېټ کړئ؛ خو چې ددې په ټېټوالې د وجود څۀ اثر نۀ وي!

 

د ملا تاوول:

دواړو پښو په مینځ کې څه نه څه د یو نه تر یو نیم فټ پورې واټن وساتئ او نیغ ودرېږئ او د دواړه لاسونو سره د ملا دواړه اړخونه تاو غوندې کلک ونیسئ' چې د دواړو لاسونو د ګوتو مخه ملا اړخ ته وي. بیا د دواړو لاسونو غټې ګوتې د وجود مخې اړخ ته خپل ګرفت جوړ کړئ۔

اوس د دواړه پښو کوپي نیغ کړئ او برنی وجود هم هاغه شان مینځني وجود یعنې خېټه او ملا د دایرې په توګه په ګړي وار مخې پله تاو کړئ!

اوس دې وړومبي حالت پشان لس چکرې بشپړې کړئ، دې ورزش کولو سره د ملا، خېټې او د ملا تیر ټولې پټې خبرداره شي، کوم چې جسماني لچک او اعصابي اړيکو کې قوت پیدا کوي ۔

 

د کوپو تاوول:

د دواړو پښو پنجې یو ځای کړئ او نیغ ودرېږي، برنی وجود لږ ټېټ کړئ، د دواړه لاسونو تليو او ګوتو سره د دواړو پښو کوپو باندې خپل ګرفت جوړ کړئ' چې کوپي خپلو کې په ملاو شوې حالت کې وي؛ دا حالت داسې دی' لکه د مونځ رکوع وخت کې قیام کول۔ 

اوس کوپي د وجود مخې نه راوباسئ، د پښو پوندي لږې شان اوچتې کړئ او د پښو په پنجو باندې د وجود توازن قایم کړئ، په دې حالت کې د وجود توازن ساتلو کې د دواړو کوپو ملاو شوی حالت او د ګوتو ګرفت سره دایرہ ډوله ګړۍ غوندي اړخ پله حرکت ورکړئ، د ګړۍ د ستن پشان دایرہ ډوله حرکت لس چکرې کولو نه پس دا عمل اپوټه اړخ ته هم وکړئ۔

 

ددې ټولو تمریناتو څخه پر ډاګه کېږي' چې د انساني وجود او اروا خپلو کې تړاو دی، که چرې د یوګا په ذرېعه ذهني، روحاني او جسماني صلاحیتونه بیدارېږي او په کار راځي' نو دا په ژوند کې د خوښۍ یو انقلاب راوالې۔

 

ماخذونه:

(۱) لایټ آف یوګا; ۲۰ مخ

(۲) لایټ آف یوګا; ۴۶۱ مخ

(۳) لایټ آف یوګا; ۳۲۔۳۳ مخونه

(۴) صوفي کرم علي فقیر صېب (دویم) ژوند له (1860ع- 1945ع) د پلار نوم صوفي فیض علي فقیر (اول)

دست بعیت: صوفي فیض علي فقیر (اول)

(۵) نورې بېلا بېلې سرچېنې ـ

-
بېرته شاته