(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اف شور کمپنۍ

[28.Sep.2021 - 14:14]

آف شور کمپنۍ او پانامه

 لیک: شفیع الله تاند

په نړۍ کې دوه امريکاوې دي، شمالي امريکا او جنوبي امريکا، USA په شمالي امريکا کې ده او جنوبي امريکا په وړو ۱۴ هېوادونو برخمنه د وچې يوه لويه ټوټه ده - د دې دواړو امريکاوو دواړو لورو ته دوه لوی سمندرونه دي، پيسفِکاوشين (بحرالکاهل) اواټلانټيکاوشين (بحر اوقيانوس). دا دواړه امريکاوې د وچې لويه پټۍخپلو کې يو ځای کوي، په دې پټۍشپږ واړهواړه هېوادونه پراته دي، دا شپږ هېوادونه له يوه لوري مِکسيکو سره يو ځای کېږي، مِکسيکو د شمالي امريکا لومړی هېواد او د امريکې ګاونډی دی.

دا شپږ هېوادونه بل لوري ته له کولمبيا سره تړل شوي دي او دا د جنوبي امريکا لومړی هېواد دی، پانامه دواړه امريکاوې پخپلو کې تړل شوې دغه پټۍباندې آبادې دي، د امريکې دوه لوی ښارونه سنفرانسِسکو او نيويارک د ځانلهځانله سمندرونو په غاړه پراته دي، نيويارک په اټلانټيک او شين باندې دی او سنفرانسِسکو او لاس اِنجلس په پيسفِک او شين باندې، دې دواړو ترمنځ د شپږو هېوادونو دا لويه پټۍ راځي،د تېرې پيړۍ تر آغاز پورې له سنفرانسِسکو نه سمندري بيړۍ تللې او د ټولې جنوبي امريکا چاپيره تر ۲۲ زره کيلومتره واټن په وهلو به نيويارک ته رسيدلې او په دې کې به عموماً پنځلس ورځې لګېدې - امريکې د تېرې پيړۍ په پيل کې د دې واټن د کمېدو پرېکړه وکړه - پانامه د دواړو امريکاوو ترمنځ يوازينی داسې هېواد و چې هلته د دواړو سمندرونو ترمنځ واټن کمېده - امريکې له دې قدرتي ډالۍ ګټه پورته کړه او په ۱۹۰۴ م کې يې ۷۷ کيلومتره اوږد نهر وويسته - نهر د پانامه نهر په نوم يادېږي او دې دواړو سمندرونه خپلو کې يوځای کړل - دا نهر له سلو کالو راسې د پانامه د ملا تير دی - له دې نه د کال نهه سوه زره سمندري بېړۍ تيرېږي او پانامه ترې په ملياردونو ډالر ګټه ترلاسه کوي.

د پانامه نهر چې د نيويارک او سنفرانسِسکو واټن۲۲زره کيلومتره نه يې ۹۵۰۰ کيلومترو ته راکم کړ، ځکه خو دې نهر د هېواد لپاره تجارتي مرکز هم جوړ کړ - د پانامه اکثره سوداګريزې کمپنۍ په شروع کې له سمندري بېړيو سره پيوند شوې؛ خو له دوهم نړيوال جنګ وروسته د کاروبار نوې لارې رامنځته شوې، عرب هېوادونو د تېلو په تجارت کې منډه واخيسته، له وسايلو پوره هېوادونو د ديکتاتورۍ ملا ماته کړه - د شوروي اتحاد او امريکې ترمنځ سوړ جنګ پيل شو او په نړۍ کې د وسلو تجارت مخه وکړه - د ويتنام او افغانستان جنګونو نشه يي توکو او قاچاقو ته کارخانې ورکړې، اسيايي پړانګانو سرونه پورته کړل او په نړۍ کې يې د فساد او رشوت بازار تود کړ.

 له ۶۰  تر ۸۰ لسيزې ترمنځ د نړۍ په ۳۷ هېوادونو کې پوځي انقلاب او وسله وال حکومتونه راغلل، دې حکومتونو چورتالان پيل کړ او په ۹۰ مه لسيزه کې په نړۍ کې (کارپوريټ) انقلاب راغی - په زرګونو کمپنۍ جوړې شوې او دې کمپنيو ماليه پټونه او غلا کونه پيل کړه - دا نوې روزل شوې پانامه د نړۍ ټولو غريبو او کوچنيو هېوادونو لپاره نعمت ثابت شو او د سرمايه کارۍ او ماليې په څېر ښکلو لفظونو له لارې د نړۍ ټولو قاچاقبرو، مافيا، ديکتاتورو، ماليه غلاکوونکو، وسله پلورونکو، او شاهي کورنيو(پچه) راوخته - تاسې که نقشه وګورئ، پوه به شئ، د پانامې سرحدونه کولمبيا سره تړلي دي او کولمبيا د مخدره موادو د پلورونکو او جوړوونکو ترڅنګ د مافياوو جفت دی - د پانامې دوه لويو خلکو جارجن موزک او رومن فانيسکا د نړۍ په دې بدلونونو نظر ساته - هغوی له وخت او موقع نه د ګټې اخيستو پرېکړه وکړه او په پانامه کې په ۱۹۷۷ م کې يې د (موزک فانيسکا اينډ کو) په نوم يې (لاء فرم) جوړ کړ - دې فرم په پيل کې د کولمبيا قاچاق وړونکو او مافياوو لپاره (آف شور کمپنۍ) جوړولې - پانامه په دې ورځو کې د نورو هېوادونو سرمايه کارو د پاملرنې لپاره د (پرته له ماليې) اصلاحات راوستلي وو - د نړۍ هيڅ حکومت ترې اسناد نه شول پوښتلی - د موزک فانسيکا اينډ کو د کلاينټس لپاره د پانامه زرګونو پيژند پاڼې راټولې کړې، بانکونه يې سره يو کړل او په سرعت سره آف شور کمپنۍ جوړيدلې - د لاء فرم کلانيټس د دې کمپنيو په اکاونټونو کې خپلې (تورې پیسې) اچولې او بيا به يې په دې پيسو اروپا، نړۍ او امريکا کې جايدادونه هم اخيستل - کاروبار به يې هم کاوه - کارخانې به يې هم جوړولې او عياشي خو حتمي خبره ده - دې خلکو به رشوت او نور اړوند څيزونه هم د دې اکاونټونو له لارې اخيستل - رشوت ورکوونکي ګوندونه د دې آف شور کمپنيو په نوم سوداګريز توکي او سامانونه پلورل - دا سامان به په نورو هېوادونو کې پلورل کېده او پيسې به يې د کمپنۍ او اکاونټ ته راتللې - دې خلکو به د بېلابېلو هېوادونو ماليه ورکوونکیو، مال او نورو چلونو نه ګټه هم پورته کوله او په دې توګه به يې تورې پيسې هم سپينېدلې او په دولت کې به يې هم ورځ دوه کېده او شپه څلور برابره.

د (موزک فانسيکا اينډ کو) کاروبار وچلېده - دا فرم کرار - کرار له پانامې بهر راووت او د نړۍ څلورم لوی لاء فرم جوړ شو - په نړۍ کې دا وخت د (موزک فانسيکا اينډ کو) تر پنځوس ډېر دفترونه دي او تر ۵۰۰ پورې لوړ خپلواک وکيلان دي.

دې فرم د نړۍ تر سلو ډېرو هېوادونو کې د سم له واره وکيلانو غم هم خوړلی دی او اوس د دوی په کلاينټس (ساحه) کې يوازې مافيا او قاچاقبر نه دي برخمن، بلکې دا اوس د نړۍ د ديکتاتورانو ځای دی - دا د هغوی لپاره آف شور کمپنۍ هم جوړوي، د لنډمهالي دفترونو جوړول هم د هغوی لپاره ترسره کوي - ورته جعلي اداره او غړي هم جوړوي له ماليې يې هم ژغوري او ورته د پانګونې نوې طريقې هم ورښېي - دا چوکاټ دومره ټينګ دی چې په وړو هېوادونو کې حکومتونه بدلوي - له دغو حکومتونو د ماليې اصلاحاتو په نوم پرې نظام بدلوي - په خپل ادرس او کلانيټس سره هلته پانګونه پرې کوي او په پای کې د دې هېوادونو ټوله شمتني خوري او غايبه شي.

دا فرم زموږ د هېواد په نظام کې هم تر ويروونکي بريده پورې لاس لري - څنګه؟

يو وخت د ملک خزانه پورته او يو په بل پسې په کمېدو سره  خلک بېرته له فقر سره مخ کېدل او هرڅه خالي کېدل،او اوس یو وار  بیا ...

د دې ځواب له (موزک فانيسکا اينډ کو) سره دی، ولې؟ ځکه هغوی دا فرم دلته راوړی و - همده دا هرڅه دلته رامنځته کړي وو، همده د خپل کلانيټس له لارې دلته پانګونه کړې وه او همده دلته د دې رهبرانو په لاس د خپل کلانيټس تور لاس سپين کړی و او د هغوی په شتمنيو کې يې اضافه کړې وه - بل مثال د هېواد د ټولو نفوذي او بااثرو کورنيو دی - دا کورنۍ له بيلابيلو ګوندونو سره په اړيکه سربېره د دې چوکاټ برخه دي - او دا هغه کمزورې کورنۍ دي چې له امله يې په افغانستان کې د فساد او تورو پيسو د محکمې پريکړه نه کېږي - ولې؟ ځکه چې د هېواد هر حکومت او هر اپوزيسيون ملاتړې ريښې د پانامه دې فرم او ساحې ته غځېدلې دي - په هېواد کې دوسيې جوړوونکي، څېړنو کوونکي او پريکړې کوونکي هم د دې فرم کلاينټونه دي - دلته که واکمن دی، وزير دی، والي، سفير، معين، زورواکی، ګوند مشر، جنرال، مطبوعاتي مشر يا لوی کاروباريان وي دا ټول خلک له يو ځانګړي مقام وروسته يو کېږي، د يو بل د مفادو خيال ساتي که باور مو نه راځي سره مقايسه يې کړئ. دا فرم روان و؛ خو يو دم څو کاله وړاندې د دې ډيټا غلا شوه له مرکزي سرور يې لس نيم ميليونه ډاکومنټس ووتل او دا راساً د المان ښار ميونخ مشهورې ورځپاڼې زيتوشي زايتنګ sddeutsche – zeithung ته ورسېدل - دا د ميونخ ترټولو لويه ورځپاڼه ده او هره ورځ د ۱۳۰۰۰۰۰ زره پورې په شمېر چاپ کېږي، دا د اروپا په سلو لويو ورځپاڼو کې هم راځي، دا د نيويارک ټايمز ايډيټر پارټنر هم دی - دا له دويم نړيوال جنګ وروسته د المان لومړۍ ورځپاڼه وه چې امريکې ورته د خپراوي اجازه ورکړې وه، دا ورځپاڼه په څيړنيز ژورناليزم کې په ټوله نړۍ کې مشهوره ده.

د (موزک فانسيکا اينډ کو) خفيه ډېټا تر ورځپاڼې چې ورسېده؛ نو په اداره کې غوغا جوړه شوه - ولې؟ ځکه دا د نړۍ تر ټولو مهم اسناد وو - په دې اسنادو کې د نړۍ ۱۴۳ مهم خلک، د هغوی کورنۍ او لومړي کسان شامل وو - په دې کې واکمنان هم وو، شاهي کورنۍ هم، تجارتي کړۍ هم، د لوړې کچې چارواکي هم، لوبغاړي هم، اداکاران هم او اين جي اوز هم وې - دا يو ډير لوی خبر و، خو ورځپاڼې دا (خواړه)په يوازې ځان خوړو پر ځای د دنيا هغه ۷۶ هېوادونو خبرنګارانو او ژورنالیستانو له ځان سره د شاملېدو پرېکړه وکړه چې د لوړو شخصيتونو په نومونه يې دلته پراته وو - ورځپاڼې ډېټا په بيلابيلو برخو ووېشله او له (ICIG) انټرنيشنل کنسورشيم آف انويسټي ګيشن جرنلزم سره شريکه کړه - د دې ډيټا ترلاسه کولو او پرې د سترګو لګېدلو انتظار و، چې له واره د نړۍ ۷۶ هېوادونو محقيقينو او څيړنيزو ژورنالیستانو يې څېړنې پيل کړې - دا چې دا کمپنۍ ولې جوړې شوې، دا به په بله ليکنه کې راواخلو...

-
بېرته شاته