(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نورمحمد تره کی

[28.Sep.2021 - 14:17]

نور محمد ترکی څه ډول ووژل شو؟ ژباړن: امید اڅک

لومړۍ برخه:

زه محمد اقبال دعبدالقیوم زوی یم، رتبه مې لومړی بریدمن د خلق کور(ارګ) د ګارد د کشف امر یم، د خیرخانې‌ مینې د پنجصد فامیلیو اوسیدونکی یم. د ۱۳۵۸ کال د میزان د میاشتې په شپاړلسم تاریخ په خپل دفتر کې وم او غوښتل مې چې کور خواته ولاړ شم. په همدې خاطر مې خپل نظامي یونیفورم بدل کړی و او شخصي جامې مې اغوستې وې. زه دې ته انتظار وم، چې که کوم موټر له خلق کور (ولسمشرۍ ماڼۍ) څخه د ښار خواته لاړ شي او زه هم  د هغه په وسیله ځان ښار ته ورسوم او له هغه ځای څخه به بیا په ملي بس کې کور ته ولاړ شم. په همدې وخت د دفتر ټېفلون ته زنګ راغی، غوږۍ مې پورته کړه، جاندان قوماندان و. هغه راڅخه وغوښتل چې  دفتر ته یې، چې په لوړ پوړ کې و، ورشم، کله یې چې دفتر ته ننوتم، په دې خاطر چې شخصي جامې مې په تن کې وې بخښنه مې ځنې وغوښته، جانداد وویل: هیڅ خبره نه ده راشه کښینه. (روزي) هم هلته ناست و او زما له راتک سره سم (ودود) هم راغی.

ـ (روزي) او (ودود) څوک دي؟

(روزي) د ولسمشرۍ ماڼۍ د ګارد سیاسي امر او په رتبه لومړی بریدمن دی. همدا رنګه (ودود) د ارګ د مخابرې امر او په رتبه تورن دی.

په هر صورت، جاندنداد مخ راواړوه، ویې ویل: «همداسې یې چې نه چاغیږې

د جانداند دغو خبرو له اوریدو وروسته زه په دې فکر کې شوم، چې کیدای شي کومه منتظره قطعه وي او یا په کوم ځای کې کومه پېښه رامنځته شوي وي او یا هم امپریالیزم په کوم ځای کې په کومې توطئې لاس پورې کړی وي، چې اوس دا قوماندان صاحب غواړي چې موږ (صاحب‌منصبان) د موضوع په اړه خبر کړي.

ما ترې پوښتنه وکړه چې خیریت خو دی؟

قوماندان صیب (د ګارد قوماندان جانداد) وویل، چې د مرکزي کمېټې او سیاسي بیرو د امر پر بنسټ او د انقلابي شورا د فیصلې په اساس باید ملګری «تره کی» له منځه ولاړ شي او زه تاسو ته امر کوم چې دغه کار باید تاسو ترسره کړئ.   

ما وویل: قوماندان صیب! کله چې مرکزي کمیټه، انقلابي شورا او سیاسي بیرو داسې پریکړه کړې ده نو باید په دې برخه کې سند هم موجود وي. ایا دغسې سند شته؟

جانداد وویل: «کمعقله! د څه شي سند غواړئ؟ د مرکزي کمیټې پولینوم ترسره شو او له انقلابي شورا څخه یې وویست. همدارنګه یې له مرکزي کمیټې هم وویست. هغه (تره کی) اوس یو عادي سړی دی. په دغه مورد کې (د تره کي د قتل) پریکړه شوې ده او داسې نه ده چې دا موضوع پټه واوسي.

ما ورته وویل چې داسې ده نو دغه موضوع باید په راډیو کې هم اعلان شي!

جانداد وویل: «اعلانوي یې، خو په یو بل ډول. حزب پټ رازونه هم لري، تاسو دغه خبره نشئ راپورته کولای، زه امر کوم چې دغه کار وکړئ» جانداد د خپلو خبرو په پای کې (روزي) ته دنده ورکړه چې لویدرستیز ته لاړ شي، چې ورسره کار لري، روزي ولاړ، ودود  هم له هغه ځای څخه د باندې ووت او زه هم لاندې خپل دفتر ته ولاړم.

څو شیبې وروسته جانداد بیا خپل دفتر ته وغوښتم، پنځه سوه افغانۍ یې راکړې او ویې وویل «دغه پنځه سوره روپۍ واخله بازار ته ولاړ شه، له بازار څخه اته متره سپین ټوکر واخله، د روجایي په ډول یې جوړ کړه بیا بیرته ما ته راشه».

ما دغه کار وکړ او بیرته ورته ورغلم. روجایي مې ورته د میز په سر کیښوده، هغه واخیسته او په خپل میز کې یې دننه کیښوده. په دغه وخت کې (روزي) چې له لوی‌ درستیز سره یې لیدلي و، راغی او جانداد ته یې وویل چې لویدرستیز وایي: دا (تره کی) په هغه ځای کې د خپل ورور ترڅنګ ښخ کړئ، هماغه ځای کې چې تیر کال د تره کي صیب ورور ښخ شوی و. په هماغه وخت کې جانداد له دوی سره تللی و او د تره کي د ورور قبر به جانداد تاسو ته ښيي.

ددې خبرو په اوریدو سره جانداد روزي ته وویل چې لوی‌ درستیز تېروتی دی، ځکه چې تیر کال د تره کي د ورور د مړینې په مراسمو کې ما نه؛ بلکې په خپله لوی‌درستیز برخه اخیستې وه او د تره کي د ورور د قبر ادرس هم باید لوی‌درستیز ته معلوم وي.

بنآ هغه (روزي) باید یو ځل بیا لویدرستیز ته ورشي او د تره کي د ورور د قبر ادرس ورڅخه وپوښتي. خو (روزي) پلمه وکړه او لوی‌درستیز ته یې له  بیا ورتګ څخه ډډه وکړه. جانداد ما ته وکتل او ویې ویل، چې زه لویدرستیز ته ورشم او د تره کي د ورور د قبر ادرس ورڅخه واخلم.

زه لویدرستیز ته ورغلم، هغه راته وویل چې د تره کي د ورور قبر په (قول آبچکان) کې د سړک په غاړه د یوې ونې ترڅنګ دی، اوس نو دا د جانداد دنده ده، چې قبر درته پیدا کړي. کله چې جانداد ته ورغلم او جریان مې ورته بیان کړ، راته یې وویل، زه اوس مصروف یم او نشم کولای چې هغه قبر پیدا کړم. نو ما ته یې دنده راکړه چې دغه کار وکړم. زه هم (قول آبچکان) ته لاړم. مګر له ډېرو هڅو سره سره بیا هم د تره کي د ورور د قبر په موندلو بریالی نه‌ شوم. بلاخره د سیمې له دوه سپینږیرو څخه مې پوښتنه وکړه او هغوی راته د تره کي د ورور قبر راوښود. د قبر له نښه کولو وروسته زه بیرته د ګارد قواندان یعنې جانداد ته ورغلم او د دې موضوع حال مې ورته ورکړ.

جانداد راته وویل: «په هغه ځای کې د کام (استخباراتو سازمان) کسان موظف دي او که اوس څوک درباندې پوه شوي وي او موضوع افشا شوې وي نو ته به په خپله له خپله لاسه اعدامېږې.

ما ورته ډاډ ورکړ چې داسې څه ندي شوي.

زه تقریباً د شپې تر اته نیمو بجو په دفتر کې وم. وروسته جانداد یوځل بیا خپل دفتر ته وغوښتم او راته یې وویل چې له (روزي) سره یو ځای چېرته ولاړ شم. روزي په سپین رنګ لنداوور موټر کې سپور شو او موږ د پل محمود خان خوا ته روان شولو. ما له هغه څخه وپوښتل، چې کومې خوا ته ځي؟

هغه راته وویل چې لویدرستیز راته هدایت کړی چې د شهداو غونډۍ ته ولاړ شو او له هغه ځایه قول آبچکان ته د تره کي د ورور قبر خوا ته د تره کي د قبر لپاره سپینې تیږې د یو شمیر سرتیرو سره انتقال کړو. کله چې د شهداو غونډۍ ته ورسیدو د محافظ غونډ په لور یې زموږ لارښوونه وکړه، او په هغه ځای کې څلور نور صاحب‌ منصبان چې له ځان سره یې بېلونه او کلنګونه هم لرل له موږ سره یو ځای شول، مګر  د تیږو له راکولو څخه یې بخښنه وغوښته. په دغه وخت کې (روزي) ته په یاد شول چې څه موده وړاندې یې د شعارونو د لیکلو لپاره پیړې پیړې وسپنېزې تختې د حربي پوهنتون فابریکې ته انتقال کړي دي. بناً تصمیم یې ونیوه چې هلته ولاړ شي او د تیږو په ځای څو وسپنېزې تختې له ځان سره واخلو. له حربي فابریکې څخه مو دوه ټوټې وسپنېزې تختې واخیستې او په موټر کې مو بار کړې. په دې وخت کې روزي ما ته مخ واړوه، ویې وویل: «اوس نو باید د تره کي د ورور هماغه قبر راته وښیې» له هغه وروسته چې مې قبر وروښوده، نوموړي هغه صاحبمنصانو ته چې له موږ سره راغلي و، هدایت وکړ چې قبر وباسي. د قبر له تیاریدو څخه وروسته مو هغه خلک چې د محافظ غونډ څخه راوړي وو بیرته خپلو ځایونو ته ورسول او موږ د خلق کور(ارګ) ته د جانداد خوا ته ولاړو. روزي جانداد ته د قبر د تیاري او نورو ترتیباتو ډاډ ورکړ.

جانداد وویل: «ډیر ښه تاسو هغه ځای ته ولاړ شئ، ودود هم مخکې له مخکې هغه ځای ته تللی دی.

زه له دې نه وم خبر چې تره کی چیري ساتل کېږي نو د روزي څخه مې وپوښتل چې تره کی صیب چیرته دی؟

روزي راته وویل: همدلته په کوټې باغچه کې دی»

روزې د کوتې باغچه د دروازې مخته موټر ودراوه، هغه مخکې او زه ورپسې دننه ورغلو.

ودود هم هماغلته و. روزي له ودود څخه پوښتنه وکړه: چیرته دی؟

ودود ځواب ورکړ «همدلته په خونه کې». موږ درې واړه د خونې خواته روان شوو. د لومړي پوړ دروازه کولپ وه. مګر روزې له ځان سره کیلي لرله او دروازه یې خلاصه کړه. لومړی روزي ورپسې ودود او په اخر کې زه د پورته منزل خواته وختلو. په دغه ځای کې هم دروازه کولپ وه. د دروازې له ټکولو سره سره بیا هم چا موږ ته خلاصه نه کړه. خو روزي له بلې لارې خونې ته دننه شو. موږ له خونې څخه دباندې د هغې خبرې د تره کي بابا سره اوریدې. له څو شیبو وروسته روزي  موږ ته غږ کړ چې خونې ته دننه شو. کله چې خونې ته دننه شولو، تره کی مې ولیده، چې چپنه یې په ځان ده او په خپلو پښو ولاړ دی. روزي ورته وویل چې موږ راغلي یو چې بل ځای ته مو یوسو.

تره کي صیب له موږ څخه وغوښتل چې د هغه بکس هم له هغه سره راوړو.

مګر روزي ورته وویل: «تاسو اول له موږ سره راشئ، موږ دې بکسونه وروسته راوړو».

تره کی بیرته وګرځیده، یو وړوکی بکس یې خلاص کړ او وې ویل«په دې کې څلویښت پنځوس زره روپۍ او یو څه زیورات دي، که ماشومان مې ژوندي وو بیا یې هغوی ته ورکړئ».

روزي ورته وویل: دا بیا موږ وروسته هغوی ته لیږو اوس تاسو یو ځل راشئ.

په همدې ترتیب لومړی تره کی صاحب ورپسې روزي لاندې پوړ خوا ته روان شول. کله چې لاندې پوړ ته ورسیدو روزي تره کی یوې خونې ته هدایت کړ.

زه تر هغه وخته نه پوهیدم چې روزي څه ډول هدایت اخیستی چې تره کي صاحب په کوم ډول په شهادت رسوي. په حقیقت کې په دغه وخت کې زموږ قومانده د روزي په لاس کې وه، هغه موږ هم خونې ته دننه وروغوښتو.

تره کي صیب په هغه ځای کې خپل لاسي ساعت بند خلاص کړ او له خپل حزبي کارت سره، چې په خپل جیب کې یې و، روزي ته ورکړ او ورته یې وویلدا امین ته ورکړه»، روزي هغه واخیستل او یوې خوا ته یې کیښودل. وروسته یې روجایي واخیست ماته یې وویل «لاسونه یې وتړه!  

یو لاس یې په خپله روزي وتړه او د بل لاس په تړلو کې یې ملګري ودود هم راسره کومک وکړ»

د تره کي د لاسونو له تړلو وروسته روزي موږ ته وویل تاسو همدلته واوسئ تر څو زه دروازه بنده کړم. په دغه وخت کې تره کي صیب له ودود څخه وغوښتل چې یو ګلاس اوبه ورته راوړي.

ودود راته وویل چې دغه کار زه وکړم.

ما ګیلاس واخیست او ومې غوښتل چې اوبه راوړم، خو په دغه وخت کې روزي راباندې غږ وکړ، چې څه کوې؟

ومې ویل: تره کی صیب اوبه غواړي.

روزي وویل «راځه اوس د اوبو وخت نه دی». بیرته خونې ته ورغلم. ودود وپوښتل اوبه دې رانه وړې؟ ومې ویل، چې  روزي پرې نه ښودم.

دا ځل ودود ګیلاس واخیست او غوښتل یې چې اوبه راوړي، مګر روزي هغه ته هم اجازه ورنه کړهډير وخت وروسته مې چې کله له روزې څخه وپوښتل چې ولې دې پرې نه ښودلو چې تره کي ته اوبه راوړو ویې وویل: «ما د دې رواداري نه لرله چې تره کی صیب په تکلیف شي (که یې اوبه څښلې وای په تکلیفیده).

بیا روزې تره کي ته وویل چې په بستره کې څملي.

کله چې هغه په بستر کې پریوت زه لړزې ونیولم.

حرکت مې نشو کولالی.

روزي یې خوله کلکه ونیوله، پښو یې حرکت وکړ.

روزي په ودود باندې په قهر شو چې پښې یې ونیسه!.. ودود یې پښې ونیولې.

مګر بیا هم د تره کي پښو حرکت کاوه. په دغه وخت کې روزي ماته وویل:  

ونیسه! زنګون یې ونیسه! چې ونه خوځيږي!.. د څو دقیقو وروسته یې ورته خوله خوشې کړه، بالښت یې ورته په خوله باندې کیښود، او دغه ځل یې چې کله خوشې کړ، تره کي صیب ځان سپارلی و.

په همدې شیبه کې روزي ماته وویل چې د ګارد قوماندان خوا ته ولاړ شم او هغه ټوټه مې چې مخکې راوړې وه ورڅخه واخلم.

کله چې له ټوټې سره بیرته راغلم ومې لیدل چې روزي او ودود د تره کي صیب جسد په یو شال کې اچولی و  او د دروازې خوا ته یې انتقال کړ.

د ګارد د قوماندانۍ له څنګ څخه روزي بېلونه واخیستل، په همدې وخت کې د ګارد قواندان زموږ خوا ته راغی، روزي ته یې یوه مخابره ورکړه او ویې ویلکه څه هم ستاسو امنیت د کام له‌خوا نیول شوی دی او تعقیبیږئ، خو بیا هم دغه مخابره له ځان سره واخله که له کومې ستونزې سره مخامخ شوئ، بیا راسره په تماس شه.

وروسته، د لارې په جریان کې زه متوجه شوم چې په رښتیا موږ د څارندوی یو موټر څارلو.

ـ له کوم ځای څخه یې تاسو تعقیبولئ؟

تقریبا له پښتونستان واټ څخه زموږ په تعقیب کې و د قول آبچکان خوا ته د تاویدو په وخت کې نږدې و، چې زموږ له موټر سره خپل موټر وجنګوي. خو په هغه موټر کې ناست کسانو له څه ویلو پرته خپل موټرکش کړ او موږ د قول آبچکان خوا ته روان شولو.

کله چې هغه ځای ته ورسیدم د تره کي صیب جسد یې په هماغه شال کې پیچلی و له موټره مو ښکته کړ جامې مو ورته بدلې کړې. (روزي) یې خپلې جامې واخیستې او په موټر کې یې واچولې.

جسد مو په کفن کې تاو کړ او په ډير درناوي مو په قبر کې کیښود. بیا په هماغو دوو وسپنیزو تختو چې له ځان سره مو راوړې وې، قبر په کامله توګه پټ کړ او خاورې مو ورباندې واچولې.

ورپسې مو دوه نورې د لحد تیږې په هغه ځای کې له نورو قبرونو څخه راوړې او د تره کي د قبر په سر مو کیښودې او په منظم ډول مو جوړې کړې.

له هغې وروسته روزي جانداد ته په مخابره کې وویلقواندان صیب موږ له قول آبچکان څخه خبرې کوو او کومه دنده مو چې موږ ته راکړې وه، پای ته ورسیده.

جانداد په ځواب کې وویل: راشئ.  

کله چې د جانداد خواته ورسیدو، جانداد په روزي باندې په غوسه شو، چې ولې یې په مخابره کې وویل چې موږ له قول آبچکان څخه خبرې کوو؟ تا باید ویلي وای چې پلاني مرکز کې یم او پلاني مرکز کې کار لرم.

جانداد ټېلفون پورته کړ، کوم کس ته ېې ټیلفون وکړ. په دغه وخت کې موږ ژړل. کله چې جانداد خپلې خبرې خلاصې کړې موږ ته یې وویل د کام افراد په قول آبچکان کې دنده ترسره کوي، خو له هغې سره‌سره مې بیا هم د څارندوی قوماندان علي شاه سره خبرې وکړې او ورته مې وویل، چې د قبر د امنیت لپاره یو ساتونکی هلته ولیږي. څو څوک له قبر څخه جسد ونه باسي.

بیا په موږ درې واړو باندې په غوسه شو، تاسو ژړا مه کوئ! مه متاثره کېږئ. دا د حزب فیصله ده، د مرکزي کمیټې فیصله ده، موږ او تاسو مجبور یوو چې د رهبري هیئت څخه اطاعت وکړو.

 بیا یې ډوډۍ ته وبللو، مګر ما ورته وویل چې ډوډۍ نه شم خوړلی. (ودود) وویل ډوډۍ یې خوړلې، هیڅ اشتها نه لري او ډوډۍ نه شي خوړلی.

ـ د شپې څو بجې وې چې له قبر څخه بیرته راغلئ؟ شاوخوا دوه نیمو بجې به وې، چې موږ بیرته وګرځيدو.

ـ  کله چې تره کي صیب په شهادت رسیده  تاسو ته یې ونه ویل چې دا کار مه کوئ؟

تره کي صیب هیڅ ونه ویل یوازې خپل ساعت او حزبي کارت یې موږ ته راکړل چې امین ته یې ورکړو. یو بل مطلب راڅخه هیر شو.

هغه دا چې ما د ګارد قوماندان جانداد ته وویل، که رښتیا د تره کي صیب د قتل په اړه د حزب له خوا امر شوی وي، بیا نو د حزب دغه فیصله باید له راډیو څخه هم نشر شي، جانداد راته ویلي و چې (له راډیو څخه اعلانیږي خو په یو بل ډول) بیا وروسته د هماغې ورځې په سبا چې کله د تره کي مرګ د ناروغۍ په بهانه له راډیو څخه نشر شو جانداد خپل مخ ماته راواړوه او ویې ویل: ملګرو دغه دی ما درته نه و ویلي چې له راډیو څخه نشریږي خو په بل ډول)

د لومړۍ برخې پای

——————————————-

په دویمه برخه کې:

په دویمه برخه کې به د ودود (د ارګ د مخابرې امر) خبرې واورئ چې د تره کي د مرګ تر څنګ  د هغه د کورنۍ او ساتونکو د نیولو په اړه به هم یو څه ووایي.

نوټ: دغه استجواب د ۱۳۵۸ کال د جدي د میاشتې په څلورویشتم تاریخ د ماسپښین په دوه بجو د (سرڅارمن عبدالرحیم) او (څارمن جمعه خان) له خوا د تحقیقي هیئت په توګه اخیستل شوی دی.  

ماخذ: انیس ورځپاڼه د ۱۳۵۸ کال د دلوې څلورمه

-
بېرته شاته