(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونولي او

[28.Sep.2021 - 14:24]

پښتونولي او اسلام

د هغه وخت رااېسې چې پښتانه مسلمانان شوي دي او اسلام د پښتونولۍ سره یو ځای شوی دی،  نو د وخت په اوږدو کې یو په بل باندې اغیزه کړی،  یو بل ئې بشپړ کړي دي، اسلام پښتو او پښتو اسلام ګرځیدلی دی، بې ایمانه بې غیرته ګڼل کیږي. پښتونولي او اسلام د پښتنې ټولني دوه پښې او بنسټ دی، توپیر ئې د پښتنو په ژوند کې د ټولنیز کیدلو د لړۍ په نښتون کې کیدلی شي

د ټولنیز کیدلو لړۍ چې د زده کړې پر بنسټ ولاړه ده، دوه برخې لري چې یوې ئې لومړنۍ ټولنیز کیدنه 

(Primary Socialisation)

 

او بله ئې دویمه ټولنیز کیدنه   (Secondary Socialisation) 

نومېږي

دا هره برخه بیا ډیر پړاونه لري

 لومړنۍ ټولنیز کیدنه له زیږیدو څخه وروسته سمدستي پیل کیږي او تر هغو دوام لري، چې ماشوم ښوونځی ته د تګ شي، دویمه ټولنیز کیدنه ئې پاتې برخه په غیږ کې نیسيپښتونولي د لومړۍ او دویمې ټولنیز کیدنې پورې اړه لري. او اسلام په دویمه ټولنیز کیدني پورې.

د دې علت د اسلام د مکلفیت په اصولو کې پروت دی، چې ماشوم ئې تر بلوغه پوري نه لري. هغه ارزښتونه، خوی اوخاصیتونه چې انسان ئې د لومړۍ ټولنیز کیدنې به ترڅ کې خپلوي د دویمې ټولنیز کیدنې څخه غښتلي دي . همدا علت دی کله چې د دوه ارزښتونو تر مینځ تضاد راشي نو د لومړنۍ ټولنیز کیدنې ارزښت ته امتیاز ورکول کیږي.

(سرچېنه: ژبساپوهنه)

-
بېرته شاته