(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلوړو زده کړو وزیر

[29.Sep.2021 - 21:22]

دلوړو زده کړو ښاغلي وزیر صاحب ته یو څو خبری:

ليکنهعبدالحميد "جليلي "

ښاغلی مولوی صاحب زه د هیواد یوه مرحوم او مشهور شیخ الحدیث ځوی یم . زما څخه مشر ورور هم الله تعالی په علم نازولی شیخ القران او شیخ الحدیث دی . مدرسه لرو په سلګونه طالبان ورکی د دین زدکړی کوی .د یوی مذهبی کورنی سره تعلق لرم. د علماوو فضیلت په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی : العلماء ورثة الانبیاء. علماء د انبیاو وارثان دی . که ښه فکر وکړو لدی لوی اعزاز بل نشته .

چا چی د اشغال مقابل کی ځانونه قربان کړل او هیواد یی خپلواک کړ. الله تعالی د هغوی قربانی او اخلاص په خپل دربار کی قبول کړی . چا له مجاهد سره مالی مرسته وکړه . چا ورته ډوډی ورکړه . چا ورته په خپل کلی او کور کی ځای ورکړ. چا ورته اسلحه واخیسته . چا د مریض او زخمی علاج وکړ. او چا ځانی قربانی ورکړهدا ټول مولوی صاحبان او دینی[ ط ا ل ب ان] نه ول بلکه عام ولس وه چی د هری طبقی خلک ورکی شامل دی . که افتخار وی د ټولو دی . حتی د ملی اردو ځینو ځوانانو په لسګونه امریکایان ووژلالله تعالی د ټولو ته اخلاص قبول او منظور کړی

جناب مولوی صاحب ځینی خبری داسی وی چی د اوسنی وخت او د حکومتداری روحیی سره مناسب نه وی. په اوسنی حساس وخت کی دغه ډول تعبیرات او لهجه ښی پایلی نلری . ته د هیواد تر ټولو لوی علمی بنسټ نمایندګی کوی. باید ملی اقتدار تمثیل کړی. هر خبره دی علمی وزن ولری او د ملی تفاهم لپاره ټول نزاکتونه په نظر کی ونیسی .ته اوس د یو خاصی طبقی نماینده ګی نه کوی بلکه د ټول افغانستان د علمی ، مسلکی او تخنیکی برخی ژبه او مرجعیت یی .

جناب مولوی صاحب . ستا په لاس جوړ شوی ټوپک او راکټ د پوهانو ایجاد دی .ستا په مخ کی ولاړ مایک او لوډسپیکر د پوهانو ایجاد دی . ستا لاس کی موبایل او انترنیت د پوهانو ایجاد دی . ستا جامی ، سادر ، پټګی د هغو ماشینونو په واسطه جوړ شوی چی پوهانو ایجاد کړی . ستا موټر او طیاره د پوهانو ایجاد دی . ستا د زخمیانو او مریضانو علاج ډاکټران کوی .

د یادونی وړ ده چی اکثریت مطلق ذکر شوی ایجادات کافرو پوهانو کړی او ګټه تری ته هم اخلی .

نن که هیوادونه خپله آزادی ساتی د پوهانو له برکته دی . نن هغه هیوادونه پوره آزاد دی چی پیاوړی اقتصاد ولری. ښه صنعت ، تجارت او زراعت ولری. اټومی وسلی ولری .مهم جنګی ایجادات وکړی. له تجاوز مخکی  زرګونو کیلو متره لری خپل دښمن نابود کړی. نن نړی د فضا د تسخیر خبری کوی دا ټول د پوهانو برکت دی .

بناء : جناب مولوی صاحب ستا هر خبره باید زړونه تسخیر کړی . تفاهم جوړ کړی . د مینی ، همکاری او یووالی روحیه ایجاد او تقویه کړی . په هیواد کی د طبقاتی نظام پر وړاند مبارزه ، سوله، پخلاینه او ښه حکومتداری  دغه ډول محدود ذهنیت نفی کوی. ښاغلی مولوی صاحب ستا مخاطبین عادی خلک نه دی او نه د جومات محدود مقتدیانبلکی دغی ټولنی نښبګان، علمی او مسلکی جهت او همدارنګه یوهم شموله ملت دی . په هره خبره  د  فکر کوه او بیا یی له ژبی راباسه

والله اعلم

عبدالحميد جليلي

-
بېرته شاته