(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سندرغاړی

[08.Oct.2021 - 14:41]

د پښتو ژبې مشهور هنرمند ارواښاد احمد خان

---------------------------------

د پښتوژبې دپخوانیو هنرمندانو او فنکارانو نه یو هم دپښتونخوا په پښتو سندرغاړوکې احمد خان لالا مشهور سندرغاړی وچې خوږ غږیې ډیرمینه وال درلودل .دده سندرې او ټپې نه یوازې په پښتونخوا کې مشهورې وې ، بلکې په جنوبي پښتونخوا او افغانستان کې یې هم ډیر اوریدونکي درلودل او ده په پښتو هنرمندانو کې ځانګړی ځای درلود .

احمد خان له نن نه دري اتیا کلونه وړاندې درحمان بابا په کلي بهادر کلي کې زیږیدلی و. دپلار نوم یې میر اکبر واو دشیخانو دکندي و. . که څه هم نوموړی په یوه هنري کورنۍ کې نه و زیږیدلی، خو خوږ او لوړ جا دویې غږیې درلود .

ده له وړکتوبه دموسیقۍ سره مینه پیداکړه اودحجري په مجلسونو کې به یې سندرې ویلې ،په هغه وخت کې هند او پاکستان یو هیواد و او ده به دډیلي دراډیو نه پښتو سندرې ویلې . ده په اوچتو سورونوکې ټپې او چا ربیتې ویلې . له همدې کبله دی په ټولو پښتنو کې مشهور شو.

دده په هنري ډله کې دا لاندیني هنرمندان وو: محمد ولي ، ګل خان ، شیرین او سلطان محمد اود دوی دهنري ډلې مرکز بالا ما ڼۍ و. چې وروسته دپښتو مشهور سندرغاړی احمد ګل ا ستاد هم دده هنري ډلې ته ورغی . ویل کیږي چې ده به دپښتوشاعرانوشعرونه انتخابول او په مو سیقۍ کې یې ځانګړی طرز درلود. . سربیره پرمو سیقۍ دبزګرۍ په کارونو کې تکړه سړی و او دخپلو ځمکو بزګري به یې هم کوله .

دارواښاد احمد خان په اړه ویل کیږي چې ډیر میلمه پالونکی سړی و . ده نه یوازې په پښتونخوا کې دموسیقۍ په پروګرامونو کې ګډون کړی و ، بلکې افغانستان ته یې هم هنري سفرونه کړي ول. ده د پښتو په ډیرو فلمو کې هم سندرې ویلې وې .

احمد خان یو داسې هنر مند و چې دخلکو له مینځه راپورته شوی و او خلکو هم ورته درناوی درلود. ده به دخپل کلی دخلکو ستونزې اوارولې او حکومتي چارواکو یې هم درناوی کاوه.

احمد خان یو سوچه پښتون وچې پښتو موسیقۍ ته یې ډیره وده ورکړه ، خو ددې ټولو هنري هلو ځلو سره سره نه ورته چا کوم میډال ورکړ او نه هم کومه ایوارډ .

دده دځینو مشهور سندرو نومونه دادي :

۱- مجنون چې مشهور کړمه هم تا کلي په کلي

خبرې زموږ کیږي اوس لیلا کلي په کلي

۲- داتورې ستر ګې زما یا دیږي

۳- ما چې څه لیدلي هغه تا کله لیدلي دي

۴- دایرو څلی مې وران نکړې

اونورې ډیرې سندرې ، ټپې او غزلونه

اروا دې یې ښاده وي !

( یاد )

https://www.youtube.com/watch?v=c8DwM6RRlEA...

-
بېرته شاته