(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شیرجان لالا

[08.Oct.2021 - 14:58]

 

شیرجان_لالامندوخیل.

لیک:- نصیرننګيال

د اپوزئي ژوب اوسېدونکي حاجي عبدالعزیز خان په کورنۍ کښې د دې پنجابي ریاست تر را جوړېدني پنځه کاله وړاندي شیر جان لالا مندوخیل وزېږيد  مانا زموږ ځوان شیرجان لالا تر دې اوسني مملکت مشر وؤ,

هم هلته یې تر لسم ټولګۍ لوستي وکړې.

 دولسم ټولګۍ د جنوبي پښتونخوا مرکزي ښار کوټي 

او بی اې څوارلسم یې د افغان  د ژمي پایتخت تاریخي ښار پېښور اسلامیه پوهنځۍ څخه وکړ.

شیر جان لالا په خپله ځواني شپږویشت کلني کښي په سیاست کښې پلونه کښېښودل او د ملي او قامي سیاست لپاره د بر صغیر هند د نیمي وچي د آزادئ د بهیر سالار خان شهید اودول سمد خان اڅکزي ملګرئ سو او تر خپله مرګه یې دا ملګرتیا په پښتني مېړانه همت  او ننګ تر سره ورسوله او په دې لاره کښي هیڅ رنګه زورګيرئ ظلم او خواشینۍ له خپله کامي کاره نه وګرزاوۍ.

لکه څنګه چي د ډېرو مبارزینو پښې وه رپېدې او د خان شهید له ملګرتیا څخه لاس په سر سو.

 شیر جان لالا هغه مېړنۍ غښتلۍ او نه وېرېدونکۍ کس وؤ چي د ژوند په ډيرو ترخو او سختو حالاتو کښي د خان شهید د ملګرتیا د یوه سات لپاره هم بیل نه سو.

 هم له دې کبله یې  د ژوب د مېړني اولس په زړونو کښي ځائي موندلۍ وؤ. او هغوئي د خپل ووټ له لاري د ژوب تر میونسپل کمېټې چئيرمین شپ پوري رسولۍ وؤ

د ارواح ښاد شیرجان لالا مندوخیل ډيري ژوندۍ خاطرې غنو صاحب خوندي کړي دي چي د تاریخ په اوږدو کښي د هغوئي مبارزه ژوندئ ساتي خو بله خوا ته قدرمن عبدالعلي غورغښتي د خپلو مېړنو مبارزینو کار او زیار د ستائيلو او هغه خوندي کولو تابیا کړې وه او پر شیر جان لالا مندوخیل یې کتاب لیکلۍ وؤ چي د هغه ځوان زوئي د پښتونخوا لوستونکو سازمان سیند ایالتي سیکرټر طاهر خان ځلاند تر چاپه ورساوه.

په دې کتاب کښي د شیر جان لالا مندوخیل ډېري خاطرې چي د هر سیاسي کارکن لپاره یې ویل اړین دي

نن مو دا کرښي د ارواح ښاد د یووستوي زوئي جهانګير خان مندوخیل د هائي کورټ د لائیسنس اخیستلو په خوښي کښي د ایستلي انځور لیدلو   پیلامه سول. جهانګير خان دي تل د خپل ویاړلي پلار په څېر سرلوړۍ او

 ګړندۍ وي.

  د شیرجان لالا مندوخیل څلور لوڼه وې او زوئي یې نه درلود هغه وائي چي کله مو مېرمن اومېندواره سوه نو یوه شپه د ډګري پوهنځۍ چت ته وختم او له خپله خدایه مو غوښتنه وکړه چي یا خداېه زه خو ستا د خوارو محکومو بنده ګانو لپاره مبارزه کوم او هغه خلک چي د ظالم ملګرتیا کوي تا په درزنونو زامن ورکړي ما هم د زوئي په دولت وه نازوه. هم خدائي پاک ته د شېر جان لالا دغه دعا حقه ښکاره سوه او قبوله یې کړه  جهانګير خان مندوخیل زوئي یې ورکړ

شیر جان لالا د خان شهید د خاطرو په اړه لیکي چي یو وخت د ووټونو په شپو کښي خان شهید ژوب ته راغلۍ وؤ "هغه به په ژوب کښي تل شیرجان لالا سره پاته کېده" خو وائي چي په دغه وختونو کښي په ریسټ هاؤس کښې وؤ هلته سردار عثمان جوګيزئی هم وؤ. شیر جان لالا وائي چي زه هلته ورغلم نو سردار عثمان جوګيزي خان شهید ته ویل چي تاسو زموږ لپاره مصیبت جوړ کړ چي دا د اولس واکئ او یو کس یو ووټ خبره مو وکړه اول به ښه په کراره څو سردارانو او ملکانو ووټ وؤ موږ به په آسانه څوک په پېسو واخیستل چا ته به مو دهمکۍ ورکړې اوس به نو هر شپانه هر خوار مفلسه ته خواست کوو او دا ټوله ستاسو له وجي وسو.

 شیر جان لالا وائي چي خان شهید په ځواب کښي ورته ویل چي!

زه د خپل خدائي په لکهونو وار شکر ادا کوم چي زما دیرش پنځه دیرش کلنه  قیدوبند او مبارزه یې بې ځاېه نه کړه نن هر غریب کس هر شپانه هر بزګر او هره کونډه هر مجبور او بې کسه څوک سیال سو او د ووټ حق لري او د یو خان سردار او ملک سره برابر دئ

شیر جان لالا مندوخیل کښي هغه ټول صفتونه ول کم چي په اولس کښي د رول ماډل لیدلو لپاره د یو سپېڅلي سیاسي کارنده وي. په خپل ژوند کښي یې ډېري ستړي ستومانۍ ګاللي او پر خپل هوډ ولاړ پاته سوي دی.

د شیر جان لالا یو کمال دا وؤ چي د کورنۍ ټول غړي یې له کامي سیاست او ملي مبارزې سره آشنا کړي وؤ او هغوئي ټولو هم دې کارته کار ویلي وؤ .               

په پاروندۍ ورځ 25م جون 2003ء م کال دکینسر په ناروغۍ له دې نړئ سترګي پټي کړې روح دي یې ښاد وي.

-
بېرته شاته