(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دخالق زیار

[18.Oct.2021 - 12:35]

د ډاکټر خالق زيار ژوند ، فکر و فن او خدمات 

ښاغلے جوهر لونګين د پښتون دانشور ،شاعر،اديب ،مورخ او مترجم ډاکټر خالق زيار د مشر ورور ارواښاد عبدالکمال لالا مشر ځوے دے د پيشې له لحاظه  انجينٸر دے او د پښتو ژبې سپيځلے ليکوال او شاعر او دانش خاوند دے ۔ ده   ډاکټر خالق زيار يو مرد شناس شخصيت وو ۔ ځکه يې په  ژوندني خپل منظوم او منثور اثار  ښاغلي جوهر لونګين سره شريک کول او ښاغلي لونګين به د خپل خوږ تره دغه اثار خوندي ساتل ۔ د ډاکټر خالق زيار ټوله کورنۍ اعلي تعليم يافته او باشعوره ده ۔ د ډاکټر خالق زيار ارواښاد پلار ملک سعد خان  قامي مشر وو او د ملاکنډ د جرګې غړې وو ۔  دغه رنګ د هغه مشر ورور عبدالکمال لالا ارواښاد هم يو سپيځلے قامي مشر وو د ملاکنډ ډسټرک کونسل منتخب غړے وو د ژوند د هرې طبقې خلقو به يې ډير زيات قدر عزت او احترام  کؤو ولے چې هغه يو خدايي خدمتګار وو د هر چا غم ،ښادۍ کښې به يې په راستۍ او پښتنه مينه ګډون کوو د هرچا د کړمو د هواري هڅه به يې کوله او خپل چاپيرل يې د مينې ورورولٸ په کالو ښاٸسته کولو ۔

زما مثال دې دروزلي طوطي

خلک زما په لاس پالونه ګوري 

وخت مې جوړ بيا د ليونتوب راغلے

جانان چې ګرځي زنځيرونه ګوري

زيار په دنيا کښې د هوښيارو خلقو

ګرځي شليدلي ګريوانونه ګوري  

 د سمې راڼيزي د پښتنو په دې کورنۍ کښې ارواښاد مشر ملک سعد خان چې د پښتون قام دپاره کوم توتيان پاللي وو په هغوي کښې د عبدالکمال لالا سره محمد رازق جان ايډوکيټ څوک چې د پښتنو د قامي مترقي تحريکونو کلک  غړے پاتې دے دغه دغه رنګ ارواښاد عبدالمالک، فضل خالق هم د قامه سره پت ،پښتو پاللې ده او پالي يې خو په دوي کښې ډاکټر خالق زيار شخصيت  ځانګړې په دې دے  چې د هغه د ژوند ګڼ شوخ  رنګونه دي هغه په يو وخت د فکر و فن علم و دانش څښتن وو ۔ سماجي ورکر او سياسي دانشور هم وو ۔ ورسرہ هغه کښې پيشه ورانه ديانت د حده زيات د هغې يو مثال دادے چې ډاکټر خالق زيار په خپل کلينک کښې ناست وو چې اچانک طبعيت خراب شو هغه د سيمپلو د ګولۍ يو ګولۍ واخستې خو ددې سره سم دې پريشانۍ واخست چې چرته دا خو ما بل ضرورت مند حق نه دې تروړلے ؟

تسلي شوې تر هغې زمانه نه ده 

چې اخستې ستا د سر مې سودا نه ده 

که ګنا وي مينه ټول عمر مې کړې 

کړې  بله  مې  يوه  هم  ګنا  نه ده 

داچې زه يې ناخبره کړم له ځانه 

د دمينې معجزه ده نور څه نه ده

  د ډاکټر خالق زيار مينې هغه پوهه دانش ورکړې وو د هغه مينه د خپل  قام  وطن او ولس سره وه هم په دې اساس د    انسان سره وه ۔ انسان  دوستي ، غريب پروري د هغه په وينه کښې ګډه وه۔ د ډاکټر خالق زيار شعوري هڅه  وه چې د هغه قام دې خوشحاله او  سوکاله وي د ژوند ټولې آسانې سهولتونه دې ورته وي او څوک دې په يو نامه او بله دې ددې خوار اولس استحصال نه کوي ۔ په دې لړ کښې که يو خوا هغه د خپلو شعرونو ،نثري ليکونو په وسيله په جمالياتي انداز  خپل قام  اولس له پوهه او شعور ورکوي نو بل خوا د استحصالي قوتونو په وړاندې معذرتانه رويه نه خپله وي ۔ بلکې مزاحمت ته راميداني کيږي او واٸي ۔

داچې داسې خپله واٸي د بل نه اوري

داچې داسې دې خبرې د جنګ جنګ دي

زه به هم لکه خوشحال بعاوت وکړم

تا راغستې چې خويونه د اورنګ دي

 واٸي چې ډاکټر زيار  له  په لسم ټولګي کښې وو چې په ملاکنډ کښې د جرګه سسټم خلاف د ولسي راج دپاره په يو جلسه کښې د بغاوت چغه پورته کړه۔  

دادې وانه ورم چې جانان نشته 

نور مې په زړه هډو آرمان نشته

زه چې د ژوند د سفر جاج اخلم 

لارَوي ډير دي خو کاروان نشته 

هره ورځ کوزې سترګې کور ته راځم

چې ستا نتکۍ نشته پيزوان نشته 

وعظونه ډير دي ږيرې هم ډيرې دي 

خو بس چې نشته يو آرمان نشته 

ډاکټر خالق زيار يو درويش صفته انسان وو ۔ هغه د پيشې په حواله ډاکټر وو خو د هغه د خپلې پيشې سره څومره انصاف کړې دے  که څوک دغه معلومول غواړي نو د ملاکنډ او په  خصوصيت سره د سمه راڼيزي لرې پرتو کلو ته دې لاړ شي نو ورمعلومه به شي چې په کښې پيشه ورانه ديانت څومره وو او د دړديدلي انسانيت سره څومره مينه وه او د خپل وطن او سيمې د غريب ولس څومره پکار راتلو ۔ د دغو کلو ،بانډو خوار زپلې اولس ورته اوس هم خيراج وړاندې کوي د بابو ډاکټر نوم ډير په احترام اخلي او  دعاګانې ورته  کوي ۔

چې د مينې د غمونو انډوخر وي

که په ژوند کښې څه مزه ده نو بس داده 

زه د داسې يوې خولې په دعا رنګ يم 

که ده شپه هم زما مخې ته رڼا ده

نه جاګير دے زياره نه مال و دولت دے

غنيمت خو بس يوه مَړه اروا ده

ددې مړې اروا او مينې د درد د کفيت يو واقعه  د ډاکټر خالق زيار نيزدې ملګرے  او چوتي يار ښاغلے مکرم خان سبا داسې بيانه وي  ۔"وائي  چې يو وارې ډاکټر د خپل غريب مريض دپاره داروګان په لاس په يو کلي کښې ګرځيدو خو د مريض نوم ترې هير وو ۔او چې کله هغه مريض د ډير شواخون نه روستو يې راپيدا کړو او په خپله يې  هغه له داروګان ورکړل  تپوس پوښتنه يې وکړه نو هله يې تسلي وشه او په خپله مخه روان شو ۔

زه يم چې زړه مې دې برڅيره ايښې 

ته يې چې نه وايې د زړه حالونه 

زه به د کوم کوم زخم ذکر وکړم

د شماره ووتل د زړه زخمونه

په کوم چې ياد يم دا مې خوښ دے زياره

په ما دې نه ږدي خلک نور نومونه 

يقينناً ډاکټر خالق زيار سينه پرهر ،پرهر وه۔ دا پرهرونه د قام ،وطن او ولس د بدې ورځې وو په دغه  پرهر ،پرهر سينه کښې  يو درديدلې زړه وو چې مينې په درد دردمن وو ۔  د هغه سينې پرهرونه او د مينې  زړه دردونو د هغه  نظر له ښکلا او وسعت ورکړې وو ۔ هغه د خپل قام اولس په بده ورځ دردمن وو او دغې درد هغه ناقلاره کړې وو د هغه په سترګو کښې ځلا وه ، رڼا وه او ښکلا وه د زړه درد او د نظر دغه ښکلا د ډاکټر خالق زيار شعر ته يو ابديت وربخښلې دے ۔

دا څه دي خدايه څنګه کلې کور دے 

الغاؤ تلعاؤ دے په هر لوري شور دے 

هم در په در، هم يم آباد په جانان

هم مې دے درد د زړه او هم ټکور دے 

زما د زړه د هر يو درد په قيصه 

ستا د خوي بوي د رنګ څادر خور دے 

په جنګ کښې ګوري سوکالي د وطن

ليونتوب داسې يې په ذهن سور دے 

  د ملاکنډ په سيمه چې د وحشت او دهشت کومو بلاګانو بريد کړې وو دغې سره ډاکټر خالق زيار سره د خپلو ملګرو ددغې بلاګانو مخې ته په عملي توګه راوتې وو او بلې خوا ته يې د دغې فشار نه د متاثره شوي ولس په زخمونو پهې ايښودې د هغوي يې تبه تسلي کوله اميد رڼا يې ورکوله او ژوند ته يې هڅَول ۔

که په وږي ډوډۍ وخورم نو زه نيک يم

که ويم ولے دې څوک وږي خطرناک يم

لا د شيخ غوندې خيالي جنت ته نه ځم

لا مٸين د خپلې خاورې په ژوند ژواک يم

دا خوبي ده که خامي ده خداې خبر دے 

نه مې چل د ريا زده او نا چالاک يم 

چې څوک پاک وي نو بې باک وي خلک واٸي 

زياره پاک يم زه نو ځکه زه بې باک يم 

يقيننا چې ډاکټر خالق زيار په زړه پاک هم او بې باک هم وو  هغه د ژورې مشاهدې او پراخې مطالعې سره د ژوند د علم په لار د تجربې له بټۍ راتير شوے وو ځکه خو د هغه په نظر کښې  وسعت وو هغه د د بصارت سره د بصيرت خاوند وو ۔ هغه نه تنګ نظره وو نه ځان خوښې وو او  نه ساه ډوبې وو غټه خوبي يې  دا وه چې مردشناس وو د يارانو يار وو او د هر  زړه قرار وو زيار ۔ ډاکټر خالق زيار په مادي حواله نشته خو د هغه ياران د هغه په خوا ولاړ دي د هغه د فکر د ليلا څڼه سترګه کوي زما يقين دے چې د ډاکټر خالق زيار روح به هم په خپلو دغو يارانو وياړمن وي ۔

په ګټه نه دي په تاوان نه دي 

تجارت ګر زما ياران نه دي 

هسکه غړے چې نه وي شور نه کوي 

دغه مې نخښې د جانان نه دي 

منم چې ستا ليوني ډير دي ولے

يو څو يې هم زما په شان نه دي

د غل نظر دې کورودان وي زياره

ښکاره کتل يار ته آسان نه دي  

زه د انجيٸر جوهر لونګين منندويه چې د خپل خوږ کاکا چې  هغه پرې مٸين دے د وينې د رشتې سره يې د هغه سره يو روحاني تړون رشته ده د خپل خوږ تره د فکر د ليلا خصمانه کوي او د هغه ملګرو له د خپل خوږ انقلابي پښتون دانشور تره د مينې ورکولو هڅه کوي. ماته چې کله هم جوهر لونګين کال وکړي نو زه ګومان لکه چې د ډاکټر کال کړې وي هم هغه خندا هم هغه مينه هم هغه د قام او وطن د درد قيصه. انجينئر جوهر لونګين چې د ډاکټر خالق زيار په دريم تلين د هغه يو بله شعري ټولګه دجګه شمله“  چاپ کړه  د پښتنو مينه والو مخې ته کېښوه په صوري او معنوي حواله د ډاکټر خالق زيار دادرېمه شعري مجموعهجګه شملهډيره ښاٸسته او په زړه پورې ده د ريکارډ عکسونو سره په ډير ښکلي کاغذ مجلد چاپ ده د ښاغلي جوهر لونګين دا هڅه د خپل کاکا د ذات او فکر  سره د بې کچې مينې اظهار دے .‌ زما يقين دے چې ډاکټر خالق زيار اروا به ترې ډيره خوشحاله وي. د ډاکټر خالق زيار هغه ياران چې هغه پورته ذکر شوي شعرونو کښې ياد کړي دي به هم ډير خوشحاله وي بل خوا د ښاغلي جوهر لونګين داهڅه په پښتو ادب لوے احسان دے چې د ډاکټر خالق زيار د زړه په دردونو او نظر ښاٸستونو اړه د شعرونو ، غزلونو،نظمونو او قطعات اړه شعري ټولګهجګه شملهور وبخښله او تاريخ کښې يې د يو  پتمن پښتون  کشر په حيث  خپل نوم  درج کړو ۔کور يې ودان بچي يې لوے او برياله روغه سټه خوشحاله ژوند يې په برخه شه ۔

زه چې کله هم ووينم چې ژاړي 

زما هم شي زړه راډک ورسره ژاړم

ځکه تل مې بل له هم غوښتي دي خدايه

زه د ځان دپاره کله چې څه غواړم

د ډاکټر خالق زيار دا شعري مجموعهجګه شملهپه 304 مخونو اړه ۔ په آخير کښې ديادونې په نوم د ډاکټر خالق زيار مختلفو ادبي کلتوري دستورو کښې د ګډون په مهال  د خپلو ملګرو او خپلو وروڼو سره عکسونه دي په دريم مخ د ډاکټر صيب د کتابونو نومونه دي په څلورم مخ يې تړونپښتون اولس په نوم کړې دے ۔ د پنځم مخ نه تر 26 مخه پورې ښاغلي بشر نويد بشپړه سريزه ليکلې ده په خپله دې سريزه کښې ښاغلے بشر نويد دد مزاحمتي شاعرۍ د اولس درد ۔۔۔ د شعور درد په عنوان د ډاکټر خالق زيار  د شاعرۍ تجزياتي مطالعه مونږ سره شريکه کړې ده او د مزمت او مزاحمت د توپير په رڼا کښې يې د ډاکټر خالق زيار شاعرۍ ته مزاحمتي شاعري ويلې ده۔ په مخ شپږم آخيري او ووم ړومبي پيره کښې ښاغلے بشر نويد ليکيکوم انسان چې د اولس درد ته شعوري درد وواٸي دا بيخي داسې مثال لري لکه په خپله خاوره کښې چې خپل چنار جرړې ښخې کړي او قدآور شي يا داسې لکه د بل درد خپل غم او څوک چې د بل په درد خپله خوږ شي نو دا کامل انسان دے دلته د انديش شعر راياديږي

خدايه هيڅ څوک مه کړه د هغه انسانانو ځينې

چې جاګيرونه يې د خيال د يو زړګي په نوم وي

 

څو کاله وړاندې د پښتو ادبي ټولنې چغرزي بونير  د سيوري لاندې د ښاغلي طاهر بونيري د کتابونو د مخ کتنې په دستوره کښې ما د خبرو په وخت ووئيل " هر هغه شاعر چې د خپل فوکلور او کلاسک روح په خپل روح کښې ضم کړي وي د خپل قام ولس اجتماعي درد يي په خپل ځيګر کښې ځاې کړې وي ددغې شاعر په شاعرۍ کښې ډير زور وي لوستونکي,اوريدونکي لکه دمقناتيس ځان ته راکاږي " د دستورې روستو ملګرو وئيل چې دا ليکونه به مونږ چاپؤ نو ښه به وي چې تاسو خپل دغه ليکونه مونږ ته را واستوئ.

ددغې  څو ورځې روستو ملګري طاهر بونيري زنګ راکړۀ وئيل يې چې ډاکټر خالق زيار په خپل ليک کښې ستا ددغې خبرې حواله ورکړې ده. دا وه د ارواښاد ډاکټر خالق زيار اعلي ظرف انساني وصف او پيشه ورانه ديانت ګني زمونږ په پښتنو کښې په الا اسانه څوک د خپل هم عصر حوالې نه ورکوي او مشران يي په ځان پسې تړي.

مينه وکړئ خلکه مينه د ژوند رنګ دے

دې ته مه ګورئ چې ګټه که تاوان  دے

د جانان په ياد دې تود سيورې ونۀ شي

دا  زما  د  زړه  کنډر  په  دۀ  ودان  دے( ډاکټر زيار)

ډاکټر خالق زيار زمونږ د پښتنې ټولنې يو سپيځلے دانشور وۀ .هغه د رسا ، پارسا فکر څښتن وۀ. د هغه د پښتو ژبې   سپيځلے  شاعر اديب وۀ. هغه د خپلې خاورې خپل وطن ولس سره بې کچه مينه لره د هغې اظهار د هغه په شعرونو کښې جوت دے.هغه د خپل فوکلور,کلاسک روح په خپل روح کښې ضم کړې وو او د خپل قام اولس اجتماعي درد د سندره کولو په هنر پوهيدو.

خپله  خبره  کړۀ  د  بل   خبرې   مه  زوتوه

ملک د پښتو دے د چل ول خبرې مه زوتوه

راځه چې وکړو په تندو ځان له په خپله ليکل

دا  د   تقدير  دا  د   ازل  خبرې   مه   زوتوه( ډاکټر زيار)

زما د ارواښاد د ډاکټر خالق زيار سره ليدل د کال 1980 په لسيزه کښې ليدل  شوې وو ډاکټر زيار ډير خوږ انسان وو. چا به چې ورسره يو ځل ليدل وشو نو هغه به په ډاکټر زيار مئين شو د ډاکټر خالق زيار په مئينانو کښې داسې مئينان هم وو چې فکري حواله د هغه د  قافلې ملګري نه وو خو په خالق زيار د مئينتوبه روستو به يې د هغه هره خبره په غور اوريده او سوچ به يي پرې هم کول

زه د فکرونو  په  امبار  ولاړ  يم

نوي ترې ويشم او زاړه پريږدمه

ويم چرته بل ځاې رانه پاتې نه شي

چرته چې ځم ستا سره زړه پريږدمه (ډاکټر زيار)

 د خپل قامي تاريخ ژوره لوسته لرله د خپلې منطقې د قامونو د غورزو ,پرزو نه به يې ځان هروخت  باخبره ساته او ددغې قامونوتاريخي پس منظر نه هم خبر وو  ، د دنيا د قومونو تاريخ ادب لوستې ترې  يو توانا او قوي او کامل  انسان جوړ کړې وو.

ډاکټر زيار په شعوري توګه غوښتل چې زما د قام ځوانان  بايد چې د خپل پرون نه خبر وي او په نن يي ژور نظر وي نو هله به دوي د يو روښانه سباؤن دپاره کڼ لاره وټاکلې شي.خو متاسفانه زمونږ پښتانه ځلميان د خپل پرون نه نه دي خبر. ځکه د نن په چل ول نه پوهيږي. دغه غم دے چې د پښتنو د نورو شاعرانو په څير ډاکټر زيار هم دغه غم ژړلے او فکرمند کړې دے.

د نوي وخت په ژبه نه پو هيږي

لوبې زمونږ په خلکو ځکه کيږي

وس يي هم ګوري په پيريانو باندې

وس هم د چانه چې څه ورکه کيږي (ډاکټر زيار)

هم په دې اساس هغه  د ملاکنډ ګزيټير د انګلشي ژبې وژباړه او په پښتو ژبه د " دا  خاوره داخلک " په نوم  يې چاپ کړو داليکنې د پيرنګي رمزي او مک مهن دي.ډاکټر زيار د خپل سپيځلي ماضي په تناظر کښې نن ته ګوري نو د حساس شاعر په  حيث د هغه مينه د خپل وطن خپلې خاورې چې د" نور" حيثيت لري - په دغه خاوره وسيدونکې ولس هغه د وينې او مينې وروڼه خويندې ګڼي په دغه خاوره د وينو سيلابونه نشي ليدې او خپلې دغې خاورې د ولس په بده ورځ غلي  پاتې کيدل د هغه فطرت نه دے.

خبره مې د عقل او دليل وتې د خولې ده

بلا  د  جهالت  توره  ويستلې  راپسې  ده

ماهسې ځان نيولے هر الزام ته د وخت نه دے

خبره  د دې  خاورې  د  سندره  او  نغمې   ده

ماکړې پرې باور دې ما هر ځل اختيار ورکړې

زما  سره  يي  هر ځل زياره  کړې د ميرې ده ـ 

يو ځل ما يو مضمون ليکلې وۀ.اخبار کښې چاپ وۀ ارواښاد مشر قلندر مومند صيب ډير داد راکړې وو. ددغې سرليک وو." د پښتنو په سپيځلو جزبو چا لوبې وکړې؟ " دغه خبره ډاکټر زيار په ښه شعري پيرايه کښې بيان کړې ده.يقينناً چې پښتانه سپيځلي مسلمانان دي خو ددوي دين د سپيځلې جزبې چې څومره استحصال د مذ هب په نوم خلقو کړى دى.زما نشي  يقين چې د دنيا  د بل قام به د مذهب په نوم دومره استحصال شوې وي له روان دى کيږي. خو زه دا په ډانګ پيلي وايم چې د پښتنو راتلونکي نسلونه به دغه خلق معاف نه کړي. ښه به دا وي چې دوي د خپلو دغو شيطاني دسيسو لاس په سر شي.

تيندکونه چې  مې  وخوړل  بې  شماره

وس مې وپيژندې لارې کوڅې سم ځم

تجربه   د   عقل  کور  سړي  ته    وښئ

نه ځم وس د چا په خوله پسې يا کم ځم

دا هم هغه تيندوکونه او تجربه ده چې ډاکټر خالق زيار ته يي په لوستو د عقل کور ښولے دے.او هغه بيا د خپل ولس د باخبره کولو دپاره ژباړلي دي او کتابي شکل کښې يي چاپ کړي دے. هغه د رمزي او مک مهن د ملاکنډ ګزټير نه روستو په انګلسي ژبه ووسنام ملز " په قطبي لوديز کښې د پښتنو بغاوتونه " دا د ډاکټر صيب دويمه ژباړه ده. پيرنګي که هر څو دې ته د بغاتونو نوم کړې دے او ډاکټر زيار هغه هم هغسې ژباړلے دے. د هغه مقصد د نن پښتون ځلمے د خپل پرون نه خبرول وو  چې زمونږ مشرانو د خپلې خاورې خپل ولس ژبې کلتور په څومره مړانه تحفظ کړې دے. خو ډاکټر زيار د خپل نن نه مطمئين نه دے. او په جار وايي.

چې عقل او شعور لري په دې لارو کوڅو کښې 

بس دومره قدرې وي به لکه مالګه په وړو کښې

د   فکر   په   وطن  مې قيد   و  بند  منلے  نه   دے

تير  کړې  مې  دے  عمر  بلا  ډير  په  زولنو  کښې

تير کال د ډاکټر خالق زيار په وفات راته نومياله شاعر ,اديب سماجي سياسي شخصيت پخواني صوبايي وزير عبدالسبحان خان وويل " ياد دې شي افکاره چې د سوات نه د افضل خان لالا د پروګرامه  راتلو په درګۍ ډاکټر صيب مونږ ته څومره مينه راکړه محترم سبحان خان زياته کړه اف مونږ چې ډاکټر خالق زيار ايله وپيژند هغه رانه لاړۀ الله دې په ګور نور اوروي. د پښتون قام ريښتونې دانشور وۀ " ماته د مشر سبحان خان ددې خبرو سره د ډاکټر خالق زيار دا شعرونه راپه ياد شو.

وس  هم  مکان  او زمان  نه پيژني

پښتون سرسامه دے ځان نه پيژني

دا  زمونږ  خلک  عجيبه  خلک  دے

درديږي  ډير  خو  درمان  نه  پيژني

د  ځان   ځاني  هوا   الوتې   داسې

هيڅوک  لښکر او  کاروان نه پيژني

د ډاکټر خالق زيار بل  شاهکار کتاب د خليل جبران ناول دے ددې ناول قيصۍ روماني ده. خو په جاګير دارانه سماج کښې که به د ګل په څير د مينې نازکې جزبې څه وپايي او بيا د مذهب ټيکدار چې د جاګيدار  کمانډر شي نو بې وزله انسان ته ښکلے ژوند جهنم کړي. ددنيا ټولې خرابۍ د سرمايه دارۍ او جاګير دارۍ پيدا وار دے. ډاکټر خالق زيار يو لوستې مترقي دانشور وه.زما په خيال هغه ددې ناول انتخاب ځکه کړې وو.يو خو دا ناول د لوستونکي د جمالياتي  حس تسکين کوي نو بل خوا د لوستونکي فکري رهنمايي هم په ښه شان  کوي.ژباړه ډير ګران کار دے خو د ارواښاد ډاکټر خالق زيار په خپله دغه هڅه کښې سل په سل بريالې شوې دے. چونکه هغه په يو سپيځلې جزبه دا کار و زيار باسلے دے. ځکه نو ددې کتابونو سپيځلتوب قايم دايم پاتې دے.

راسره که وو ډير څه پکار مې نه شو

بس دې يو ليوني خوي کړمه ځانګړے

هغه   خلکو   ته   خبرې   د   رڼا   کړم

چې  ايمان   په   تيارو   باندې  راوړے

چې لمر پريوځي زياره مه ووځه د کوره

خلک   وايي  د  شپې مړے تويے   وړے

ارواښاد ډاکټر خالق زيار د خپلې دوهمې شعري ټولګې " خپل رباب خپله نغمه " تړون د مور په نوم کړې هغه وائي

 " هڅې خو مور هر وخت راته ياده وي خو کله چې زه ډوډۍ ته کينم او د ټولې کينه ډوډۍ ته لاس کړم نو مور راياده شي. زيار وايي مونږ چې واړه وۀ ټول وروڼه خويندې به ډوډۍ ته ناست وو نو مور به د کينه  ډوډۍ ته د لاس کولو منع کولو هغې به ويل چې د ميلمه وخت معلوم نه دے. چې کينه  ډوډۍ تاسو وخرئ نو ميلمه ته به خرابې ډوډۍ ږدم.او دا متل به يي هم کول " چې په بل يي خورې ګل به شي چې په خپله يي وخرې د" ګ " په ځاې " غ " ولګوئ.

دويم کله چې به  زه ناوخته کور ته راځم نو دا احساس راسره وي چې وس به مانه څوک دا تپوس نه کوي چې ولے ناوخته راغلې ډاکټر صيب ليکي چې زما مور به ويل د لمر د پريوتو مخکښې کور ته راځئ دشمن د شپې په تياره کښې سړے وژني او د شپې د مړي غل نه وي معلوم .ډاکټر صيب ليکي په کومه ورځ چې مې مور  مړه کيده هم زه ناوخته راغلم او هغې ماته ووې ولے اې ډاکټر ګوټيه ناوخته راغلې ماويل زه وختي راغلے وم حجره کښې وم .هغې وې غلے شه ما  دې د ګاډي آواز واوريدو هم په دغه شپه مړه شوه زما د هغې دا آخيري خبرې وې.

هر يو ټکے يي په وينه ليکل غواړي

ټوقې نه دي داد مينې امتحان دے

هيڅ هم نشته نور زما په زړه کښې زياره

خو  بس  دغه يو  د ګل  جانان ارمان دے

د ښاغلي ډاکټر خالق زيار د پورته ذکر شوي کتاب نه وړاندې يو شعري مجموعه د " تلوسې " په نوم چاپ شوې وه او قبول عام درجه  ورته حاصله وه.ډاکټر صيب د خپل کتاب " خپل رباب خپله نغمه " کښې د خپلې شاعرۍ په لړ کښې ليکي " په کوم وطن کښې چې باچاګردي راشي.اړې ګړې جوړ شي.نو د شاعرۍ په فني اړخ په نسبت فکري اړخ زيات اهميت خپله وي نو ځکه زه په خپله د خپلې شاعرۍ په  هنري اړخ څه وييل نه غواړم او دا کار د شاعرۍ کره کتونکو او لوستونکو ته پريږدم. دا هم د ارواښاد ډاکټر خالق زيار جمهوري رويه ده کني پښتنو کښې څوک داسې نه وايي.يقيننا چې د ډاکټر صيب دشاعرۍ فکري اړخ ډير شوخ دے خو فني حوالې ته هم څوک ګوته  نشي نيوې. ولے چې د نن د غزل خوي بوي هغه نه دې پاتې کوم چې په دې لړ کښې به ويلے شو. د ښځو سره خبرو کولو ته غزل وائي.البت زما هغه خبره زړه ته ډيره پريوزي وائي " چې هوسۍ د ښکاري نه په منډه وي خو چې داسې مقام ته ورسي چې مخکښې د تيختې رو نه وي نو د هغې د خولې نه  يو د درد ناک آواز وزي چې بې وسي ورکښې وي.

د  جانان  غيږ  راکړه  قرار  راکړه

وخته يو ځل خو چرته وار راکړه

ستا چې څه دي هغه دې ستا نصيب شي

ماله     زما    د      زړه    اختيار    راکړه

په ساندې ساندې ماحول کښې به څوک څه روماني شاعري څه وکړي؟ ګني د هر  شاعر زړه د حسن ليونې وي او د مينې پامته داره وي د حسن او مينې لټون هغه په نغمو سندرو سر کړې وي .مونږ ته زمونږ بادارانو د نړۍ سامراجيانو زمونږ ماحول په وينو سور کړې دے  " ډاکټر زيار د روښانه ارمان داسې کوي.

د  نومه  ځار   شمه  د  هغه  خلکو   هغه  وطن

چې په نظر پکښې هيڅوک کډه په سر نه راځي

دارو    په   ټوله   دنيا  ويشم  خو  د  بده  مرغه

لاس له مرهم پکښې د خپل زړه د پرهر نه راځي

د پښتونخوا   په   خاوره  دومره   وينې و بهيدې

حاجت  يي سل  کاله هم نور د اوبه خور نه راځي

د ډاکټر خالق زيار په بابله پروفيسر ډاکټر عبدالله جان عابد وايي

ډاکټر خالق زيار ته په ژوند د هغوي د شهرت او عزت هغه حق ور نه کړى شو ، دکوم چې هغوي حقدار وۀ 

په ادبي حواله هم د زيار صيب مرتبه ډېره لوړه ده ـ د ترقي پسند تحريک سره د هغوي کلکه نظرياتي ملګرتيا وه ـ دغه تحريک چونکې يو شعوري تحريک و او خپل يو منشوريې درلود ـ زما خپل خيال دا دى چې دغه شعوري تحريک سره کوم شاعران په لاشعوري توګه وابسته و د هغوي شاعري کمال ته رسېدلې ده ـ زيار صيب هم د دغې ډلې نه و،ځکه چې نه خو د دوي په شاعرۍ کښې خود ساخته رومانيت شته او نه يئ غزل د تغزل د دائرې نه بهر وځي ـ انداز يئ بيخي بې ساخته دى ـ د هغوي د يو يو شعر د هغوي په فکر کښې څومره اورېجنلټي(orignality ) ده ، ځکه نو هم دا وجه ده چې په شاعرۍکښې يئ فطري رنګ زيات

جوت دى ـ دغه فطري رنګ د پښتو د يو څو ترقي پسندو شاعرانو شاعرۍ کښې ترسترګو کېږي چې سيف الرحمان سليم، رحمت شاه سايل،صاحب شاه صابر ،ډاکټر خالق زيار اوڅو نور پکښې د ذکر وړ دي ـ

له وتے مې تر دې وخته د زړه د کوره نه دے

لا نوم د هغه ګل جانان مې هغسې په خوله دے

نور هم وو بلا ډير خو بيا د وخت سره وران شوي

يو داغ دے ستا د مينې چې ساتلے مې په زړه دے

د ډاکټر خالق زيار پنځم کتاب او دويمه شعري مجموعه " خپل رباب خپله نغمه " د هغه د ژوند په آخيري ورځو کښې چاپ ته تياره وه خو افسوس چې د هغه په ژوندانۀ چاپ نه شوه. خو د خوشحالۍ خبره داده چې ډاکټر خالق زيار د ملاکنډ ادبي کلتوري جرګې د ملګرو په څير ښاغلي سپيځلي ملګري لري په خصوصيت سره د هغه د چوتي يار مکرم سبا لکه د سکه وروڼو په يو بل ګران وو.بل ډاکټر صيب په يو پتمنه د سمې راڼيزي د پښتنو د مشرانې په کورنۍ کښې زيږيدلے  دے.ددې کورنۍ قامي تحريکونو کښې هڅې وس د تاريخ برخه ده.خو زه په دې خفه يم زمونږ قومي تحريک داسې کورنۍ د لاسه ورکړي دي. چې د تاسف وړ خبره ده.قومي تحريکونه داسې خلق او کورنۍ ځان ته رانيزدې کوي.

چې له زياتيږي درد کمے نه کوي

غږ به تر څو پورې سړے نه کوي

اې د ښايست ارمانه خداې دې مل شه

پيښه په دې لوري سپرلے نه کوي

غرونه خو شاړ شو اخر څه به وايي

زړې قيصې که هم شپونکے نه کوي

ددغې کورنۍ غړي اعلي تعليم يافته دي هغوي په دې پوهه دي  چې ډاکټر خالق زيار د پښتون قام قامي اثاثه ده د هغه ليکونه د قام امانت دے.دغه  قامي امانت يي په ړومبي پړاؤ کښې د بره ذکر شوې جرګې د ملګرو په مرسته ملاتړ د ډاکټر زيار دغه شعري ټولګه " خپل رباب خپله نغمه په ښايسته کاغز مجلد او ښکلي مخ پاڼه مونږ ته راپيرزو کړو

 هر څوک يي د کتابونو له دوکانه تر لاسه کولے شئ.په 208 صفحو اړه په صوري معنوي حواله زړه راښکونکې شعري ټولګه " خپل رباب خپله نغمه " په 300 روپۍ ګرانه نه ده ورکښې د ډاکټر خالق زيار يادګار عکسونه هم دي.

هيڅ ذاتي غرض مې نيشته په نظر کښې

که څوک وايي زه پرې هر رنګې قسم خورم

ما    خوړلې   د    پښتو   د   سره    نه    ده

زه  که  خورم   نو   هميشه د پښتو غم خورم

د ډاکټر خالق زيار د خپل قام,ولس ژبې کلتور سره ليونۍ مينه وه په دې اساس زه وايم چې هغه به وس هم په عالم اروا کښې د پښتو او پښتنو خير غواړي په ګور يي نور وريږه زه د ملاکنډ ادبي کلتوري ټولنې د ملګرو منندويه يم چې د ډاکټر خالق د تلين په حواله يي د هغه دنوي شعري ټولګه " خپل رباب خپله نغمه " مخکتنه راجوړه کړه.منندويه يم د ورځ پاڼه وحدت د چيف ايډيټر سيد هارون شاه او ښاغلي ملګري مصور قريشي چې په دې ورځ يي د وحدت اخبار  خصوصي ايډيشن ويستو اهتمام وکړۀ.

که نه وې خوب مې د جنت ليدلے

په دې دنيا به داسې خوار نه وئ

که د  کتاب سره   پاللي  مې  وئ

نن په اور پښو کښې به شمار نه وې

کار  مې  وۀ  څه د  جهادونو  سره

که په روزګار وې نو زه اوزګار نه وې

د پښتو متل دے چې وزګار سړے خپلې "خ " تلي.بل متل دے چې د هڅې ناستې د خان بيګار ښه دے. د کتاب انسان ته عقل پوهه ورکوي. په دنيا کښې بريالي خلک هغه وي چې هغه د خوبونو تعبيرولو په هنر پوهيږي يو دانشور وايي يو پيښه چې يو ځل وشي بيا نه کيږي هله چې هغه خلک ورته بيدار وي.او چې دوه ځله وشي نو بيا بيا کيږي ځکه چې هغه خلق لکه زمونږ د پښتنو ويده وي.

وري  د  بل  خبره  کله  ياره

ډنګوي هر څوک خپله خپله ياره

چې ځان ځانۍ راباندې شنډې وکړې

راځو  به   يو   وندر   له   هله   ياره

د ارواښاد ډاکټر خالق زيار وراره انجنير جوهر لونګين " د خپل رباب خپلې نغمې " په بابله وايي " بايد دلته ذکر وکړم چې ددې کتاب نوم, دشاعرۍ انتخاب ,تړون ,تصويرونه ,ټايټل ,د شا د پاڼې شعرونه او ددې پروف ريډنګ ,ارواښاد خالق زيار صيب په خپله کړې وۀ.دا کتاب له  د چاپ په مرحله کښې وۀ چې هغوي ددې نړۍ نه رخصت شۀ روح يي ښاد.زه هيله لرم چې ددې کتاب شاعري به ستاسو خوښه شي"

وخت که ډير کړۀ در  په  در

رڼا ورځ  يي  کړه  پرې  شپه

ولے   بيا    هم   لري      زيار

خپل   رباب     خپله     نغمه

يقيننا چې پښتون تل په خپل رباب پردۍ نغمې ويلي دي د ډاکټر خالق زيار په دې کتاب کښې دا پيغام دى چې پښتانه دې په خپل رباب دې خپلې نغمې ووايو پردئ نه ـ 

په درناوي: اقبال حسين افکار

-
بېرته شاته