(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سړک او

[18.Oct.2021 - 12:54]

سرک او کمربندلیک: تراب اميري

(د Road and Belt Initiative RBI یا د سرک او کمربند په نامه دغه پروژه  داسې ده چې چین غواړي تر ځان یو اقتصادې کمربند را تاو کړې او ضمنا له دغو لارو له منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او شرقي اروپا سره وصل شې. همدا شان له دغې لارې د روسیې نظامې او د چین اقتصادي ځواکونه هم سره وصل کیږې او د ایران انرژې او د چین تکنالوژې هم سره نښلول 

د 62 ملیارد ډالرو په ارزښت د چین او پاکستان اقتصادې دهلیز یا CPEC, China Pakistan Economic Corrido یې یوه بیلګه ده چې په اوږدو کې یې   د معادنو د استخراج، د اوبو، بادې او لمرینی انرژي د تولید د بندونو او  پلانټونو تر څنګ اقتصادي زونونه او نور ګڼ فرصتونه شتون لري.

چین د خپل دغه سیاست په اوږدو کې غوښتل د وریښمو د لاري په پیل کې یو لنډ قوس د بدخشان له لاري طی کړي او ځان د تاجکستان د بدخشان له لاري له مرکزي اسیا سره و نښلوي. خو د افغانستان ولسمشر نه غوښتل سره زر د خټو په قیمت خرڅ کړي، چین ته یې داسې بدیل وړاندي کړ چې ګواکي د وریښمو له لارې دې په کنړ راښکته شې او د ننګرهار له لارې دې په کابل  را و خیژي، بیا دې له کابل نه تر حیرتان او نیمروز  یا اسلام قلعه پوري و څکیږي او  د یوه اوږده او شاخداره دهلیز له لارې دې ځان له مرکزي اسیا، شرقي اروپا  او منځني ختیځ سره وصل کړي تر څو په دغه مسیر کې افغانستان زیاته پانګه او خورا زیاد کاري او اقتصادې فرصتونه  جلب کړې.

البته د غني موخه دا وه تر څو د دغه مسیر  په اوږدو کې د افغانستان په خاوره کې د معادنو د استخراج، بندونو، لمرینی او بادې انرژي د تولید د ګڼو پلانټونو تر څنګ بیلابیل اقتصادي زونونه هم ایجاد شي.

د نویو اندونو له مخې د دغې پروژې لګښت حتی تر سل ملیارد دالرو پوري اټکل شوی ده.

غرب یا امریکا چې په اسیا کې دومره پراخ اقتصادي خوځښت او تحرک ورته د منلو نده او د مخالفت لپاره د قناعت وړ دلیل هم نلري د  پروژه یې جګړې له لارې یې د مخنیوي هڅه کوله او د غني په څیر هغو اشخاصو ته یې تل مزاحمت ایجادوو چې خپله خاوره یې د اسیا یا نړۍ د څلور لارې په بڼه تعریف کوله او په دې توګه یې د دغه فکر د تعمیم مخه ډب کوله.

له اتو کالو راهسي د غنې په شا پوري د عبدالله ور نښلول، د  اقتصادي او سیاسې مافیا د خرلچي او د جګړي د شدت تشویق په حقیقت کې د غنې د ارادو او اقتصادي برنامو د مخنیوي استخباراتي او شیطاني هڅه وه.

امریکا له غني څخه ځکه زیاته ویره در لوده چې له یوې خوا د خپل هیواد اقتصادې فرصتونه ښه ورته جووت وه او له بله لوري په نړیوالو قوانینو د کامل تسلط تر څنګ د امریکا په نبض هم ښه بلد وه او د امریکا هغه رقیبان یې هم تر هر چا ښه  پیژندل چې فرصتونو ته په تمه وه. د دې تر څنګ خداي په نړیوال سیاسې او اقتصادې سټیج د خبرو او مذاکراتو ژبه او استعداد هم ور کړی وه

په روستیو کې غني په خپل لوی درایت سره د لوبې په تخته هغه دانه مخته کړه چې  غرب یې ژور سوچ او سکوت ته مجبور کړ.

د سکوت په دغه فرصت کې دومره بیساري فرصتونه تر لاسه کیدای شي چې د افغانستان ټول زخمونه ټکور کولای شې او ټول قضا شوي خسارات تلافی کولای شي. خو دا هیلې هغه وخت د حقیقت بڼه خپلولای شې چې د کار اراده، تخنیکې ظرفیت او د کار ژبه او قلم شتون و لري.

ټول پوهیږو چې دا ظرفیت د طالبانو په صف کې شتون نلري. دا د فقهې لمړنې اصول ندي چې په هکله یې ملابرادر  یا ملا حسن اخوند پریکړه و کړای شې. د سر، ږیري او تخرګونو د ویښتانو  د اصلاح فقهې پریم ورک او میکانیزم هم نده چې ملا ترابې یې ډرافټ او تطبیق کړای شې.

دا خورا پیچلې تخنیکي مسایل او د زمانې په مسیر کې د زیاتو قربانیو او پیچلو سیاسې چالونو له برکته داسې را منځته شوی چانس ده چې ممکن د ژوندي نسل د حیات په اوږدو کې بیا هیڅکله هم تکرار نشي.

 

که چیرته له نړۍ سره په سیاسې او دیپلماتیک ډګر کې سم مخته لاړ نشو نه جبرانیدونکې تیروتنې به و شي او د افغانستان جیو پولیټیکل موقیعت به د تل لپاره تالا ترغه شي او که له چین سره په دغه اقتصادې معامله کې تخنیکې مخته لاړ نشو او د بدخشان له لاري له منځنۍ اسیا سره د وصل چانس ور کړ ل شې نو د افغانستان جیو کمرشل موقیعت به مو د تل لپاره له ځمکې ویشتلای وې او زر به مو د خټو په قیمت پلورلي وي.

 

نو! که چیرته طالبان تر خپل غرور تیر شې او د هیواد د علمي او کار پوه سپینږیرې له پاتې عمر، تجربو او علمې استعداد څخه د هیواد د رفاه او شته فرصتونو د استثمار په برخه کې ګټه واخلې په ملت به لوی احسان و کړي.

طالبان دې د امریکا د ویري په ځای د ټولني د بدمرغۍ له مسولیت نه ویره و لري، پخوانی ولسمشر ته دې د هیواد د یوه اګاه کدر په توګه بلنه ور کړې او په سیاسې او اقتصادې برخه کې دې د هغه له مشورو ګټه واخلي

د غلو او مفسدینو په غیاب کې که د طالبانو اجرات او د غني درایت او پلانونه سره پخلا شې زه باور لرم چې په پنځه کالو کې د پنځوسو کالو اقتصادې مزل وهلای شو.

د غني بلنه د طالب په وړاندې د روڼ اندي قشر حساسیت هم د تل لپاره خنثی کولای شي او نړۍ ته د طالب انځور هم ښکاره کولای شي یانی مشروعیت یې پیاوړی کیږي

Turab Amir 18.10.2021

-
بېرته شاته