(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اردو ژبه

[02.Nov.2021 - 14:34]

اردو ژبه او د انګرېز استعمار سیاست

ليکفېصل فاران

پاکستان کو نہ جناح نے بنایا نہ اقبال نے، بلکہ اردو نے پاکستان کو بنایا ۔ ہندو اور مسلمان میں اختلاف کی اصل وجہ اردو زبان تھی۔ دو قومی نظریہ اور سارے اختلاف صرف اردو کی وجہ سے تھے، اس لئے پاکستان پر اردو کا بہت بڑا احسان ہے۔ بابائے اردو مولوی عبدالحق، قومی زبان، کراچی، ۱۶ فروری ۱۹۶۱ء

 

 

 

دپښتونمجلې فرورۍ میاشت دوه زره اتلسم کښې زما لیکاردو یوه استعماري ژبه دهپۀ ځواب کښې د ملګري پروفېسر ګوهر نوید لیکاردو ریښتیا د استعمار ژبه ده؟چاپ شو. چونکې زما لیکپښتونکښې چاپ ؤ، ځکه د صحافتي دیانت دارۍ تقاضه وه چې ځوابي لیک دې همپښتونکښې چاپ شي.

 

د اردو سیاسي تاریخ هغه څۀ وائي کوم چې باباے اردو بره اقتباس کښې واضحه وئیلي چې اردو پۀ منافرت باندې داسې سیاست کښې استعمال شوه چې نتیجه ئې د هندوستان وېش ثابت شو. ما هم دغه خبره کړې وه چې اردو کومه ژبه نۀ ده، دا انګرېز د خپل اقتدار د پاره فورټ ویلیم کالج کښې دهندويیاهنديژبې نه راوباسله. فورټ ویلیم کالج کلکته نه دلي کالج، علیګړهـ کالج او اخر عثمانیه یونیورسټي حېدراباد دکن، کومه چې هم د انګرېز وائسراے مرهون منت وه او پرو وائس چانسلر ئې نوموړے استعماري مدبر ډاکټر مېکنزي ؤ؛ دغه درې واړه ادارو هندوستاني ژبې نه اردو راوباسله او د هندي ژبې مخالف ئې ودروله او بیا ترې وروستو پاکستان ته راووته. اګر کۀ فورټ ویلیم کالج نه وړاندې دا یوه ژبه وه چې ورله به هندوستاني/هندوي ژبه وئیلې کېده، اوس هم د اردو هندۍ ترمنځه اووۀ توپېرونه دي کوم چې پروفېسر شري واستو پۀ ګوته کړي ــــ لیکدود، ش ح ص ض ط ظ وغېرهم تلفظ، د اضافت نخښه، قافیه ردیف، اصنافِ سخن )رباعي غزل(، تلمیحات )رستم سهراب( نور هر څۀ دواړو کښې یو دي. غوره به دا وي چې د دې بره ذکر شوو ادارو متعلق د اردو پوهانو رایې نقل کړمه چې زما د دریځ مرسته کوي.

 

سبط حسن د فورټ ویلیم کالج )بحواله رسالهاردوجنوري 1966ز( کښې لیکي چې د دې کالج مقصد د فارسۍ حاکمیت ختمول )د اردو پۀ ذریعه( او مسلمانان د خپل ثقافتي محور نه اړول وو.

 

ډاکټر انور سدیداردو ادب کی تحریکیںکښې لیکي چې د فورټ ویلیم کالج پۀ ذریعه لارډ وېلزلي د هندي اردو او بنګالۍ ژبې ترمنځ خلیج پېدا کړو او د دې اختلاف د پاره ئې د هري ژبې رسم الخط اٰله کار جوړ کړه. دغسې د مذهب عمودي او د ذات افقي تفریق کښې د اختلاف درېم جهت شامل کړو. هم دغه کالج نولسمه صدۍ کښې سیاسي بېداري )یعني هندو مسلم منافرت( د صحافت فروغ )یعني د هندو مسلم د یو بل خلاف پرچار(، انګرېز دښمني )یعني د کانګرس پاڅون( او هندو مسلم تصادم را اوچت کړو.

 

یاده دې وي چې د فورټ ویلیم کالج منظوري پۀ لسمه جولائي 1800ز شوې وه خو د لارډ وېلزلي پۀ حکم دا د ټیپوسلطان د وژنې پۀ وړومبنۍ کلیزه 4 مۍ 1800 پۀ خوشحالۍ باندې بدله شوه. دغه کالج کښې هندوي ژبې نه د سنسکرت او هندۍ الفاظ وباسلے شول او د دې پۀ ځاے د فارسۍ او عربۍ لفظونه واچولے شول او د اوسنۍ پاکستانۍ اردو صورت کښې کتابونه ولیکلے شول . دغه قسمه تطهیري اسلوب روایت شو او د دهلي کالج نه عليګړهـ کالج، عثمانیه یونیورسټۍ او بیا د پاکستان پۀ کتابونو کښې راغلېهائیبرېډاردو ده.

 

دهلي کالج 1825ز د مدرسة غازي الدین عمارت کښې د مسټر جے اېچ ټېلر مشرۍ کښې جوړ شوے ؤ. دې کالج هم د هندۍ مقابله کښې اردو ته توجه ورکړه او د دې د پاره ئې یو شمېر کتابونه انګرېزۍ نه اردو ته ترجمه کړل چې اردو د نصاب ژبه شي او مسلمانانو ته د هندوانو مقابله کښې د یوې علمي ژبې مرسته حاصله وي. د ډاکټر اسپرنګر او فلکس بوترو او کارګل غوندې استعماري مدبرین د دې کالج چلوونکي وو. دوي د مسلمانانو نوي تعلیم یافته کهول کښې شدت پسندي راپېدا کولو د پاره عربۍ نه هم ځینې کتابونه لکه صحیح بخاري، تاریخ اسلام، مغلیه، میسوري، یمني، حماسه، متنبي دیوان هم نصاب کښې شامل کړل. ‘بهارِ عجماواثار الصنادیدهم دغه لړ کښې د قدامت پرستۍ د پاره ئې تالیف کړل. هم دغه کالج د اردو ژبې انتهاپسند لیکوالان لکه مولوي ذکاء، ډاکټر ضیاء الدین، میرناصر، مولوي نذیر احمد، محمد حسېن ازاد غوندې پېدا کړل چې دوي د پاره اردو ژبه او اسلام د یو بل مترادف وو. د دهلي کالج د مېګزین نامهقرآن السعدېنؤ. د نامې نه اندازه کېدې شي چې انګرېزانو د مسلمانانو د تشخص ټهېکه اخستې وه. خبره دا ده چې انګرېز باندې څۀ پېټے پروت ؤ چې د مسلمانانو او اسلام د پاره ئې دومره کار کولو. کۀ مقصد ئې تعلیم ورکول وو نو هغه خو د دې نه بغېر هم کېدے شو. خو نه! د هغوي مقصد هغهډیوائډ اېنډ رولواله منصوبه وه.

 

د 1857ز د جنګ ازادۍ مبارزین د دې کالج پۀ مقصد و مطلب پوهه وو، ځکه دې بلوه کښې د کالج پرنسپل مسټر ټېلر او د هغۀ مرستیال امام بخش صهبائي ئې پهانسي کړل او کالج ته ئې اور ورته کړو. باباے اردو مولوي عبدالحق وائي )بحواله تاریخ ادبیات مسلمانان پاکستان و هند، جلد ششم( چې نن چې اردو ژبه دومره ترقي یافته ده، دا هم د دې کالج د تحریک پکښې زیاته برخه ده.

 

دغسې حال د علیګړهـ کالج دے. سرسید احمد خان هم ډاکټر اسپرنګر او کارګل او دهلي کاج نه اغېزه اخستې وه. ‘اثار الصنادیدپرې هم دوي تالیف کړے ؤ. علي ګړهـ تحریک خو د انګرېز وفادارۍ دوېمه نامه ده. خپله سر سید احمد خان ته انګرېز استعمار د وفادارۍ پۀ وجه دنائټ هُډخطاب ورکړے ؤ. د علیګړهـ کالج پرنسپل به همېشه انګرېز ؤ چې هغو کښې تهیوډور ډېر مشهور دے. دغسې د سرمحمد اقبال استاذ پروفېسر اٰرنلډ هم دلته د عربۍ استاذ ؤ او پۀمولوي اٰرنلډمشهور ؤ ځکه چې پۀ شاګردانو به ئې نمونځونه کول او روژې به ئې پرې نیولې. د اردو اردو چغې وهونکي او هندو مسلم منافرت ته هوا ورکوونکي د مسلم اشرافیه هغه ټول خلق چې د انګرېزانو ثابت شوي وفاداران وو، دې کالج سره ئې تعلق ؤ، یا دلته استاذان وو، یا ورسرهټرسټیزوو او یا دلته شاګردان پاتې شوي وو. ځکه دې کالج ته به ئېد مسلم لیګ بارودخانهوئیله. دا نن چې پروفېسر ګوهر نوید صاحب مونږ سره د اردو پۀ سر جنګونه کوي، دراصل هم د دې تحریک کارنامه ده چې بالاخر یوه پردۍ ژبه ئې پۀ مونږقامي ژبهراومنله، خو پته نشته پۀ څۀ جواز؟

 

علي ګړهـ تحریک پسې عثمانیه یونیورسټي د اردو د پاره ډېر زیات کار کړے دے. د خوند خبره دا ده چې د دې پوهنتون تجویز سید جمال الدین افغاني هغه وخت ورکړے ؤ چې کله هغه حېدراباد دکن ته راغلے ؤ. هغۀ دا ووې چې د هندوانو مقابله کښې د ټول هندوستان د مسلمانانو یوه ژبه اردو کېدې شي خو د دې د پاره باید علمي سطح باندې وه اردو یونیورسټي جوړه کړې شي او د پان اسلامزم د دې مفکر متعلق خو اوس معلومه ده چې د دۀ شا ته انګرېز استعمار او د ډرمنډ وولف غوندې انګرېز مدبرین وو. عمثانیه یونیورسټي د وائسراے پۀ تجویز او د ډاکټر مېکنزي پۀ هلوځلو 1917ز کښې میر عثمان علي خان نظام دکن جوړه کړې وه.

 

نوموړےانګرېزپالسر اکبري حېدري چا چې سر محمد اقبال، مولانا محمد علي جوهر، مولانا ظفرعلي خان ته هم ریاست نه وظیفه لګولې وه، د دې پوهنتون مؤسسین کښې شامل ؤ. د دې پوهنتون پرو وائس چانسلر ډاکټر مېکنزي انګلستان کښې هم د دې طالبانو د پاره وظیفې لګولې وې او هلته د دې طالبعلمانو د پاره د انګرېزانو طرف نه مشیر عهده د سر محمد اقبال استاد پروفېسر اٰرنلډ سره وه. میر عثمان علي خان چې د هغې شومتوب دومره مشهور دے چې څومره د سخي ارسلاخان سخاوت، د دې پوهنتون د پاره د وائس راے پۀ حکم هغه وخت یعني سل کاله مخکښې درې کروړه روپۍ ورکړې وې. ډاکټر حمیدالله د مناظر احسن ګېلاني د کتابامام ابوحنیفه کی سیاسی زندگیپۀ سریزه کښې لیکلي دي چې جامعه عثمانیه کښې د انګرېزي سفارتکار )ریزیډنټ( د رضا نه بغېر یو کار هم نۀ کېدو خو هغه هم د یوې تېروتنې ښکار شي، لیکي چې دا پوهنتون انګرېز ځکه منظور کړو چې سیاسي شورش برپا کوونکو )یعني اٰل انډیا کانګرس( ته وښودلے شي چې یوه توره ژبه کښې نوے تعلیم نۀ شي کېدے. دا هم داسې لطیفه ده لکه چې یو اردو دانشور وئیلي دي چې کۀ انګرېزان د سر محمد اقبال پۀ شاعرۍ پوهه شوي وو چې دے څۀ وائي نو غرغره کړے به ئې ؤ؛ حالانکې سر محمد اقبال هم خپله شاعرۍ کښې د انګرېز د سیاسي منافرت پالیسي د هند مسلم تضاد پۀ شکل مخکښې بوتله او د ډرمنډوولف پان اسلامزم مفکورۀ نیل و کاشغر ئې خوروله او جامعه عثمانیه هم دغه منافرت د اردو پۀ ذریعه ترویج کولو. ګوندې دې کښې د وائسراے ډاکټر مېکنزي د هلوځلو څۀ ضروت ؤ؟ او د حېدراباد البته ډاکټر حمیدالله اصل خبره کړې ده چې سیاسي شورش برپاکوونکي یعني کانګرس ئې پۀ ګوته کړے چې انګرېزان ترې نه پوزې ته راغلي وو او د هغوي لاره نیولو د پاره ئې دا ډول حربې استعمالولې.

 

دا خبره هېرول نۀ دي پکار چېحیاتِ جاویدکښې خپله مولانا الطاف حسېن حالي هندوانو سره د سرسید احمد خان ټسل هم د اردو پۀ وجه بیانوي. فورټ ویلیم کالج او دهلي کالج چې اردو کښې کتابونه ژباړل نو سرسید احمد خان ګورنر جنرل ته خط پۀ 1867 اګست کښې ولیکلو چې انګرېزي سره اردو هم د امتحان ژبه وګرځوي او مونږ به د خپلې سائنټېفک سوسائټي نه اردو ترجمې چاپوو. باید ورنیکلر یونیورسټي ئې حکومت جوړه کړي. دې خط پسې هغه انګرېز کمشنر شېکسپئیر سره پۀ دې حقله خبرې وکړې او دتحفظِ اردو تحریکئې هم شروع کړو.

 

پروفېسر ګوهر نوید محترم لیکي چې اردو د فورټ ویلیم کالج نه سل کاله وړاندې د ولي دکني وغېره د شاعرۍ نه پېل شوې ده او اردو لفظ مصحفي همداني 1784ز کښېتذکرة گلزار ابراهیمکښې استعمال کړے دے.

 

اصل خبره دا ده چې دلته هم هغه مغالطه تکرار شوې ده چې اردو ژبه او رېخته یو شے دے. ولي دکني او هغۀ نه پس مرزا غالب پورې کومه شاعرۍ چې شوې ده، اردو ژبه کښې نۀ، رېخته ژبه کښې شوې ده. رېخته هغه ګډه وډه ارګچه ژبه ده چې شاعري به پکښې کېده. د اردوئے معليّٰ دا اصطلاح د دې رېخته پۀ ترڅ باندې راوتې ده. یعني هغه ژبه چې رېخته نۀ ده. رېخته ژبه د وېنا ژبه نۀ ده، دا د شاعرۍ ژبه ده او امیر خسرو ئې موئد دے. تاسو وګورئ امیر خسرو هندي فارسۍ، ولي دکني ګجراتي نما هندي اردو، مرزا غالب فارسي نما اردو کښې لیکل کړي دي. هم دغه قسمه ژبې تهرېختهوئیلې شي. یعني ارګجه ژبه، یا پرېوتې ژبه ـــ ځکه به د هندوستان مسلم اشرافیه فارسۍ کښې نثر خط و کتابت کول، صرف شاعري به ئې اردو کښې کوله. مرزا غالب به هم خپله فارسي شاعري اوچته ګڼله، اردو شاعرۍ ته به ئې سپک کتل. داغ دهلوي صرف د شاعرۍ تر حده اردو پکاروله. کۀ د خطونو مجموعه ئې وکتلې شي نو لکه چې د ځان خلاصي ژبه کښې ئې لیکلي وي.

 

داصلاحِ زبانهغه تحریک کوم چې د دهلي مسلم اشرافیه روان کړے ؤ او نمائنده پوهاند ئې د اورنګزېب عالمګیر خوریے مرزا مظهر جان جاناں ؤ، دراصل د رېخته د صفا کولو او دې نه د اردو معليٰ یعني اوچته یا اعليٰ اردو جوړولو تحریک ؤ. د دې تحریک اردو نه د هندۍ لفظونه وباسل او فارسي عربي ئې پکښې ورټومبل غوښتل. لکه درپن آئینه، دیا چراغ، سنسار دنیا، سون سے، ګال رخسار، من دل، رین رات، پنډا بدن، مهندي حنا، لګن محبت، پګاه سحر، دارو دوا، کهوج نشان، جګ دنیا وغېرهم هغه لفظونه دي چې مرزا مظهر نه ناسخ پورې مسلم اشرافیه د لساني فرقه واریت ځپلي شوي دي. خو ژبه د اولس وي، ځکه تر اوسه پورې لا ژوندۍ دي. حافظ محمود شیراني ځکه سرګومه لیکي چې مذهبي خیالونه، عربي فارسي لفظونه او د ګرائمر پۀ خاص صورت ټاکنې به هندي اردو منلې کېږي ګنې نور ئې بېلول ګران دي. دا عجیبه منطق دے ځکه چې اردو هغه وخت ځانګړې ژبه نۀ ده نو خود ساخته اصول جوړ شو. اصل کښې د ژبې د تطهیر دې عمل ته د اورنګزېب عالمګیر د متشددانه مذهبي پالیسۍ تر شا کتل غواړي. هغۀ چې څنګه پۀ هندوانو سختي کوله، دغسې دې اشرافیه ورستو دغه سختي ژبې ته راوړه. انګرېز استعمار چې کله فورټ ویلیم کالج جوړ کړو نو داصلاح زباندغه تحریک ئې مخې ته ؤ، نو هغوي دغه اصلاحِ زبان د یوې هندوستاني ژبې هندۍ/ هندوي د ماتولو او د دې تر شا خپل منافرانه سیاست خورولو د پاره استعمال کړه، ځکه کۀ مصحفي همداني د اردو لفظ فورټ ویلیم کالج د بنیاد نه شپاړس کاله وړاندې استعمالوي نو هم دغه داصلاحِ زبانشالید لري.

 

خو د اردو نثر ابتداء هم د فورټ ویلیم کالج نه کېږي او پۀ دې خبره د اردو ټول شاخوږي پوهان پۀ یوه خولۀ دي. دتاریخ اردو ادبنوموړے مؤلف رام بابو سکسېنه لیکي چې د اردو نثر ابتداء د فورټ ویلیم کالج نه شوې. ډاکټر انور سدید صفا لیکي چې ګل کرسټ نه وړاندې اردو نثر نۀ ؤ او پۀ دې حقیقت سترګې نۀ شي پټېدلې چې ګلکرسټ د اردو نثر وړومبے ادب پېدا کړو. دغه خبره د اردو نومیالے ادیب حامد حسن قادري همداستان تاریخ اردوکښې لیکلې ده او انور سدیداردو ادب کی تحریکینکښې دا هم صفا لیکي چې د فورټ ویلیم کالج کلکته اردو تحریک شا ته سیاسي اغراض و مقاصد وو.

 

پروفېسر ګوهر نوید چې د ولي دکني، میراجي، شېخ باجن، خواجه ګیسودراز، بوعلي قلندر، شاه جانم پۀ حواله د اردو خبره کوي نو غلطه ده. هغه اردو نۀ وه، هندي/ هندوي او رېخته ژبه ده کومه چې فورټ ویلیم کالج کښې منسوخ کړې شوه، لکه:

 

الف. این سہاگ کی جاگی پی کے سنگ تن میرا من پیو کا دوڈهئے یکرنگ امیر خسرو

 

ب. سرج ہے شعلہ تری اگن کا جو جا فلک پہجهلک لیا ہے

 

نمک نے اپنے نمک کو کهو کر ترے نمک سوں نمک لیا ہے ولي دکني

 

ج. مسجد مسجد بانگا دیویں بت خانہ تیرا زور میخانے بهتیر رنگ کرے ایسا تیرا شور شیخ باجن

 

د. نبی کہے تحقیق خدا کے درمیان تے ستر ہزار پردے اوجیالے کے ہور

 

اندهیارے کے اگر اوس میں ایک پرده اٹھ جائے تو اس کی آنچ تے میں جلوں خواجہ گیسو دراز

 

ہ. قدیم کا بھی کرن ہار سہج سہج سو تیرا ٹھارو سہج ہو ا بھی توج تھی بار شاہ جانم

 

و. ساہرے نہ مانیو پیو کے نین تھانو کتہ نہ پوچھی بات روی دھی سہاگن نانو بو علی قلندر

 

دا د هغه لیکوالانو ژبه ده کوم چې یاد کړے شوي دي. اٰیا واقعي دا اردو ژبه ده؟ دا بالکل اردو ژبه نۀ ده. دا هغه هندوي/ هندي ژبه ده د کومې د کومي نه چې اردو بیا راوباسلې شوې ده. د اردو پروفېسران غواړي چې دغه اصلي ژبه د اردو د ارتقائي کړۍ باوري کولو سره لوستونکي تېرباسي. حالانکې د امیر خسرو ژبه برج بهاشا، ګنج شکر او بوعلي قلندر کهړي بولي ده، چې نن هم د لکهنو مضافات کښې وئیلې کېږي خو دوي ئې ارتقائي کړۍ کښې واچوي او د اصلاح زبان تطهریت نه د فورټ ویلیم کالج منافرت پورې پۀ اصل رُخ پرده واچوي. اګر کۀ میر تقي میر غوندې شاعر خپلې ژبې ته اردو نۀ هندي وائي اوسرورِ قلباجنبي ترکیب ګڼي چې د هندي نۀ دے:

 

کیا جانوں لوگ کہتے ہیں کس کو سرورِ قلب آیا نہیں ہے لفظ یہ ہندی زباں کے بیچ

 

تاریخ او حقائق مسخ کولو کښې یو قامي لیکوال هم اردو لیکوالانو ته نۀ رسي. هندي/ هندوي د فورټ ویلیم کالج نه ړاندې د هندوستان ډېرو ځایونو کښې یوه عامه ژبه وه چې ورباندې به د یوې علاقائي ژبې اغېزه هم وه لکه ګجرات کښې د ګجراتۍ، دکن کښې د دکني ـــ اردو پروفېسران دا ګړبړ کوي چې د اردو ارتقائي کړۍ کښې دغه ژبه هم واچوي او رو رو اردو پۀ شا باندې وغزوي. اګر کۀ دا ځان له ژبې دي. لکه بهمني سلطنت چې ظفر خان افغان جوړ کړے ؤ، دوه سوه کاله ئې سرکاري ژبه دکني وه. میران جي هم د دې دور لیکوال دے. ورپسې دور کښې ګولکنده او بیجاپور کښې هم دغه دکني ژبه وه چې شاه جانم، ملا نصرتي او ملا وجهي د دې دور لیکوالان دي. د دوي د لیک ژبه اردو نۀ ده، دا هندوي/ هندي ده، هغه هندي چې پۀ اېبورشن ترې اردو راوباسلې شوې ده.

 

دغه زړه هندوي ژبه یوه پراخه او اولسي ژبه وه. دې کښې رحمان بابا هم خپل مشهور غزل، بوصل تمہار کجا ہات ہے کہ وصلے تو خیلے بڑی بات ہے لیکلے دے. دې په کښې پیر روښان هم دخېرالبیانڅلور لساني متنونو کښې یو لیکلے دے؛ خو دغه هندوي ژبه وړومبۍ داصلاح زباناو بیا د ګلکرسټ د استعماري منصوبې ښکار شوه. ډاکټر ګلکرسټ د مسلمانانو پۀ طرفدارۍ او د هندوانو مخالفت کښې څومره حساسه ؤ، هغۀ خپلاردو ګرائمرکتاب کښې لیکلي دي، بالاخر به هندوان د هندي او مسلمانان به د عربۍ فارسۍ پله خواهش کوي او دغسې دوه اسلوب )یعني دوه ژبې( به جوړې شي.

 

هر کله چې ګلکرسټ کالج کښې یوه مباحثه عیسائیت او هندوستاني مذهبونو باندې کېښوده نو مسلمانان حسبِ معمول چپ پاتې شول البته هندوانو غوبل جوړ کړو. ګورنر جنرل ته ئې پۀ دې مباحثه احتجاجي خطونه ولېږل نو د مباحثې عنوان سنسکرت د هندوستاني ژبو بنیاد کېښودے شو. پۀ دې باندې لۀ ډېره قهره ډاکټر ګلکرسټ د کالج نه استعفيٰ ورکړه، ځکه مولوي عبدالحق صفا وائي چې د اردو ژبې د ټولو نه لوے محسن ګلکرسټ دے. کۀ ګلکرسټ نۀ ؤ نو اردو ژبه به نۀ وه، کۀ اردو ژبه نۀ وه پاکستان به نۀ ؤ، کۀ پاکستان نۀ ؤ باباے قوم به نۀ ؤ.

 

کالج جوړېدو سره سم د اردو چې ورته هغه وخت هندوستاني ژبه وئیلې کېده، تدریسي منظوري ورکړې شوه. د هندي ژبې د تدریس منظوري ډېره وروستو 1835ز کښې ورکړې شوه. 1837 کښې کالج هډو ختم شو خو هم پۀ دغه کال ئې د دغه کالج پېدا کړې کتابي اردو د فارسۍ ژبې پۀ ځاے دفتري به وګرځوله. ډېر وروستو چرته 1867 کښې هندوستان دا غوښتنه وکړه چې دېوناګري رسم الخط کښې دې هم هندي دفترونو ته منظوره کړې شي، نو مسلمانانو باندې دا دومره بده ولګېده چېحیات جاویدکښې مولانا الطاف حالي لیکي چې سر سیداحمد خان د بنارس انګرېز کمشنر ته ووې چې اوس بس! زۀ پوهه شوم چې هندو مسلمان خپلو کښې نۀ شي چلېدے. سر سیداحمد خان خپله د مسلم اشرافیه نمائنده شخصیت ؤ. علیګړهـ کالج هغۀ د مسلمانانو د پاره نۀ د لویو خاندانونو مسلم اشرافیه د پاره جوړ کړے ؤ. 1887 محمډن ایجوکېشنل کانفرنس تقریر کښې ئې صفا وئیل چې کۀ یو غریب او کم ذات مسلمان بي اے اېم اے وکړي نو هم پۀ اشرافو د حکومت جوګه نۀ شي کېدے. 1879 انګرېزانو د لس روپۍ نه زیات سرکاري ملازمت د پاره اردو ژبه لازمي وګرځوله. د دې نه ډېر وروستو 1900 کښې دغه رعایت هندي ژبې ته ورکړے شو. اٰیا دا منافرت او تعصب نۀ ؤ؟ اردو ژبې سره د انګرېز د دومره مینې او رو رعایت مطلب به څۀ اخلو؟ ورپسې زر 1903 کښېانجمن ترقي اردوهم انګرېزانو جوړ کړو چې وړومبے صدر ئې سر تهامس واکر اٰرنلډ او سېکتر ئې شبلي نعماني ؤ. دا هم هغه پروفېسر اٰرنلډ دے چې سر محمد اقبال ئې اسلامي شاعري کلو باندې ګومارلے ؤ. وړومبے ملازمت ئې ورله ګورنمنټ کالج لاهور کښې د منشي توب ورکړے او بیا وروستو هم پرېښودې شاعري ئې پرې دوباره شروع کړې وه او د انګرېزي دان طبقې سره ئې هم متعارف کړے ؤ. د پروفېسر اٰرنلډ پۀ جدایۍ کښې سر محمد اقبال یو دردناک نظم هم دنالۀ فراقپۀ سرلیک کښلے دے. پروفېسر اٰرنلډ بیا د هندوستان تعلیمي نصاب هم مرتب کړے ؤ او څنګه چې ئې پۀ عبدالحلیم شرر تاریخي اسلامي کتابونه لیکلي وو، هم دغسې دې نصاب کښې هم اتل پرستۍ، ماضي پرستۍ او شخصیت پرستۍ باندې زور ؤ. وروستو انګلستان کښې د هندوستاني طالبعلمانو د پاره انګرېز استعمار خپل مشیر وټاکلو. دغه هندوستاني طالبعلمانو کښې بیا ځینو پۀ اکسفورډ کښې وروستو د پاکستان تجویز وړاندې کړے ؤ. د پروفېسر اٰرنلډ شاګردۍ نه پس د سر محمد اقبال د شاعرۍ بنیادي نکته پان اسلامزم وګرځېده. دانجمن ترقي اردونه درې کاله پس اٰل انډیا مسلم 1906 کښې د سر سلیم الله خان پۀ کوټهۍ کښې سر اٰغان خان، نواب محسن الملک وغېره جوړ کړو. دا دواړه تنظیمونه خپله کښې پۀ یوه صلاح یو سازش یوه منصوبه کښې شریک وو چې د اردو پۀ ذریعه به مسلمان سیاست کېش کوي، ځکه ډاکټر فرمان فتحپورياردو هندي تنازعهکښې پۀ ډاګه لیکلي دي چې دې درې واړو ادارو یعنيایجوکېشنل کانفرنس،انجمن اردواومسلم لیګکښې چې کوم اتحاد د وړومبۍ ورځ نه ؤ، هغه تر اخره پۀ ځاے پاتې شو. دلته د مولوي عبدالحق خبره بالکل رڼېږي. د عبدالحلیم شرر خبره وشوه نو عبدالحلیم شرر هم پۀ 1890ز کښې د مسلمانانو د پاره د بېل ملک وړاندیز کړے ؤ. یعني د دۀ ناولونه د دۀ سیاسي او ادبي نظریې نه بېل نۀ دي.

 

پروفېسر ګوهر نوید لیکي چې اردو د بادشاهانو امیرانو نۀ، د صوفیانو فقیرانو د روحاني پېغام رسولو ژبه ده او د دې ابتدائي شکل د دوي ملفوظاتو کتابونو کښ ملاوېږي.

 

دا حواله ئې د پروفېسر احتشام حسېن غوندې مارکسټ پۀ حواله راوړې ده خو دې کښې هم مغالطه ده، ځکه یو خوا دوي رېخته او دکني د اردو ابتدائي صورتونه ګڼي نو دکني اردو خو تغلق خاندان نه پس د ظفر علي خان افغان بهمني خاندان دوه سوه کاله سرکاري ژبه ساتلې وه او ورپسې ګولکنډه او بېجاپور کښې سرکاري درباري ژبه وه، بل خوا واجد علي شاه، نظام حېدراباد، نواب رامپور، بهادر شاه ظفر هر چا هم د اردو سرپرستي کړې ده، نو پروفېسر احتشام حسېن ولې پۀ دروغو خلق ګمراه کوي او همدردي حاصلوي؟ اوس هم هندوستان کښې اردو د قومي ژبو اتم شیډول کښې شامله ده او پاکستان خو نصاب تعلیم، ذرائع ابلاغ او قومي ژبه ګرځولې شوې ده، او د صوفیانو خو مجبوري وه ځکه چې د هغوي کار عوامو او پیرۍ مریدۍ سره ؤ نو خامخا به ئې خپل خانقاهي کاروبار و دهنده چلولو د پاره د عوامو پۀ ژبه خبره کوله. خو د اردو پروفېسران خپلو لوستونکو ته دا نۀ ښائي چې دغه د صوفیانو د ملفوظاتو هندوي ژبې ته به سرسید احمد خان د اجلاف )خوشو تشو( ژبه وئیل. د هغۀ دا تبصره د سر ولیم هنټر کمېشن مېمورنډم کښې لیکلې ده او اردو ئې د اشرف ژبه لیکلې ده.

 

ما لیکلي وو چې اردو ژبه پۀ پېراشوټ باندې دهلي لکهنو نه راغله او پاکستان کښې ئې پرې قامي ژبې ووژلې ـــ نو پروفېسر ګوهر نوید ځواب لیکي چې وېش نه مخکښې کراچۍ کښې مېمنانو بوهرانو اردو ژبه وئیله، خو داسې نۀ ده. د مېمنانو خپله مېمني ژبه ده، بوهریان ګجراتي ژبه وائي، دغسې د بلوچو مکرانانو خپله ژبه ده ـــ کراچۍ کښې اردو د مهاجرانو د هندوستان نه د راتګ نه پس لویه ژبه شوه. وېش نه وړاندې دلته لویې ژبې کچهي، ګجراتي او بلوچي وې. پروفېسر ګوهر نوید د دې خبرې ځواب کښې چې اردو یوه علمي ژبه نۀ ده، لیکي چې څوارلسمې صدۍ نه تر اوسه اردو کښې کروړونو کتابونه، تفسیرونه احادیثونه چاپ شوي دي نو ځکه دا علمي ژبه ده. منم جامعه عثمانیه اردو ژبه علمي کولو د پاره ډېر کار کړے دے. دې ژبه کښې اوس معلومات هم شته، اخبارات هم، ترجمې هم، شاعري هم ډېره ـــ خو اوس هم دا علمي ژبه بالکل نۀ ده، ګنې ما ته دې څوک سوچه اردو کښې یوه علمي اصطلاح وښائي چې هغه عربي فارسي نۀ وي؟؟؟ وېش نه پس ته پۀ ریښتیا چې پۀ لکهونو کتابونه به پکښې چاپ شوي وي خو دې کښې به علمي کتابونه صرف ترجمه وي او هغه د شمېر څو کتابونه چې پینځۀ سوه نه زر تعداد کښې به چاپ کېږي. اوس هم د مشهورو علمي ادارو کتابونه لکه د پښتو لږه شمېره کښې چاپ کېږي، البته د ابو لبلبه شاه منصوريمهدی اور دجالټائپ، د عمېره احمد بکواس روماني ناولونه پۀ زرګونو شمېره کښې چاپ کېږي. دغه حال د فضائلِ عمال او بهشتي زېور دے، او ریښتیا هم د نسیم حجازي ناولونه هم زیات چلېږي.

 

خطبات عبدالحقدوېم جلد کښې د 1931 نه 1941 پورې د لسو کالو د هندۍ او د اردو د هغه کتابونو فهرست دے کوم چې د اردو ژبې د منافرت ګړهـ سي پي یو پي نه چاپ شوي، نو د هغې لۀ مخه لسو کالو کښې د اردو 1749 او د هندۍ 122422 کتابونه چاپ شوي دي. د هندۍ مقابله کښې د اردو کتابونه اوړو کښې د مالګې برابر هم نۀ دي. باوجود د دې چې ټوله سرکاري مرسته اردو ژبې ته حاصله وه. ځکه زۀ وایم چې پاکستان پۀ زور پۀ مونږ پښتنو، بلوچو، سندهیانو او سرائیکیانو باندې دغه پېراشوټي ژبه ومنله او د دې نۀ ژبې نه ئې راته ژبه جوړه کړه. دا د تاریخ بدترین جبر دے. عربي استعمار د مصریانو نه خپله قبطي ژبه اخستې وه او پنجابي استعمار زمونږ نه خپلې قامې ژبې واخستې. د انګرېز استعمار یو څېړنکار کرسټوفر کنګ هم پۀ خپل کتابهندي نېشنلزمکښې د یو پي تر حده د اردو هندي چاپ کتابونه، اخبارونه مجلې د 1868 نه 1925 پورې ښائي خو دغه تعداد مشکوک او خطا کوونکے ښکاري، خو بیا کۀ مونږ ئې هم منو نو د دې لۀ مخه دې دوران د هندۍ دېرش لکهه اووۀ اتیا زره یو څلوېشت او د اردو پینځۀ لکهه دیارلس زره پینځۀ اتیا شمېره کښې چاپونه شوې ده. ښائي دا تعداد د چاپ شمېره وي نۀ چې د کتابونو شمېره. ډاکټر فرمان فتحپوري هم یو چالاک اهل زبان پروفېسر ؤ. هغهاردو هندی تنازعهکتاب کښې د اردو اخبارونو مجلو شمېره د هندۍ هغې نه زیاته ښودلې ده خو دا خبره ترې هېره شوې ده چې د اردو او هندۍ د کتابونو شمېره څۀ وه؟ او دا هم چې د هندو مسلم منافرت خورولو د پاره د اردو اخبارونو او مجلو زیاتې خپرونې د انګرېز استعمار د دروغژن پرچار ضرورت ؤ د کومې متعلق چې پۀ خپل کتاباردو هندي تنازعهکښې ډاکټر فرمان فتحپوري لیکي چې د مولوي عبدالحق اردو خدمات د مسلم لیګ د لساني حکمت عملۍ یوه برخه وه.

 

یوه ډېره افسوسناکه خبره چې ما ئې د ښاغلي محترم پروفېسر نه هیله نۀ لرله، هغه ډاکټر مبارک علي ته پۀ دې مجهول او متنازعه لیکوال وئیل دي چې هغۀ هم اردو ژبه علمي نۀ، شعري ګڼلې ده. سمه خبره ده چې هند پاک کښې پۀ تاریخ چا د ډاکټر مبارک علي ترین هومره کار نۀ دے کړے. کۀ مونږ د هغۀ دغه کار و زیار اردو نه وباسو نو اردو ژبې لمن به د تاریخ نه تشه د دروغژنو افساني کهانۍ او د عبدالحلیم شرر نسیم حجازي ناولونه تر حده پاتې شي.

 

ما خبره کړې ده چې اهل زبان لفظ سر کښې ولاړ حرف نۀ شي وئیلے لکه سترائیک،اسټرائیکاو سکولاسکولوائي، نو پروفېسر صاحب وائي چې اېس حرف کښې الف راځي ځکه سکول اسکول لیکل سم دي، نو بیا سوال دا دے چې پښتونخوا کښې ولې د اسکول پۀ ځاے سکول لیکلے کېږی؟ کۀ خبره پۀ لفظ کښې د حرفونو پۀ ادائیګۍ شوه نو بیا باید اسکول هم نۀایسکولاو اسټرائیک همایسټرائیکولیکل شي، خو داسې نۀ ده؛ اهل زبان خپله مني چې هغوي ځینې حرفونه نۀ شي ادا کولے. جمیل الدین عالي پۀ دې باندې یو ځاے بحث کړے دے.

 

زما د دې خبرې ځواب کښې چې اردو دان او اهل زبان دواړه خپلو کښې تل د ژبې پۀ سر یو بل ته پۀ کنځلو بدو ردو مناظرو او مقابلو کښې پاتې شوي دي، پروفېسر صاحب لیکي چې پښتو کښې هم دیاوګمسئله ده ـــ نو اول خو دا کشاله د املاء ده، د محاورې روزمرې نۀ ده او نۀ چا تر اوسه پۀ دې باندې یو بل ته کنځل کړي دي، مناظرې مقابلې ئې کړې دي. اهل زبان او بیا چې کله اردو پنجابیانو خپله کړه نو زبان دانو هم تل پۀ لفظ او محاوره روزمره یو بل پسې دومره سپکې سپورې وئیلې دي چې هغې نه ټول اردو ادب تاریخ ډک دے. د میر او سودا، مصحفي او انشاء، د اٰتش او ناسخ، د غالب او قتیل، د اقبال او حسرت موهاني، د اکبر او سرسید، د خواجه نظامي او اقبال، جوش او شاهد دهلوي، د تاثیر او عسکري وغېرهم مقابلې سپکې سپورې ئې ژوندي تاریخي ثبوتونه دي. وجه دا ده چې اهل زبانمستند هے میرا فرمایا هواچکر کښې دي. د لکهنو او دهلي مقابله هم دغه ذهنیت دے. پروفېسر رشید احمد صدیقي چې د سر محمد اقبال دیدن ته لاړ شي او د هغۀ د خولې نه دجي هاںپۀ ځاےهاں جياوري نو سر پرې ګرځي چې دا څۀ وائي؟ د اهل زبانو دا ذهنیت هغه داصلاحِ زبانواله ذهنیت دے. انشاء الله خان انشاء غوندې پښتون نژاد چېدریائے لطافتلیکي نو سوچه اردو د دهلي یو څو محلتونو کښې د یو څو کوڅو یو څو کسانو پورې ورتړي. د دې وجه هم دغه ده چې اردو ژبې سره تهذیب نشته، د تهذیب یو سیورے ورسره دے. دا د طوائف الملوکي د وړو وړو دربارونو، غلام ګردشونو او د طوائف د بالاخانې او د فورټ ویلیم کالج د سیاست نه راوتې ژبه ده. بل د دې مزاج هم نسائي دے، ځکه چې د دې لوے مرکز بیا لکهنو پاتې شوے دے چې د لکهنو تهذیب ته ټول پوهان د طوائفو او کسبیانو تهذیب وائي ځکه د پرېم چند نوموړي افسانه نګار زوي الوک راے دا رایېهندي نېشنلزمنومې کتاب کښې برملا لیکلې ده چې اردو ژبه د طوائفو ژبه ده، د هندوانو رئیسانو بدکردار هلکان د طوائفو او دلالانو سره د خبرو اترو د پاره دا ژبه زده کوي. اوس پۀ دې بد نۀ دي ګڼل پکار، دا تاریخي حقیقتونه دي چې اودهـ لکنهو تهذیب د طوائف تهذیب ؤ، ځکه مونږ ګورو چې د اردو غزل معشوقه هم طوائف ده. دغه خبره اٰنند نرائن ملا هم کوي خو رالف رسل د غزل محبوب جنس مجهول او مشکوک ګڼلے دے. اٰیا دا خبره مونږ د پښتو ټپه پۀ حقله کولې شو؟ ځکه چې اردو شاعرانو به د طوائف پۀ بالاخانه حاضري کوله. د اردو منلے شوے نمائنده ناولامراؤ جان اداهم د یوې طوائف ژوندلیک دے. اردو مسلم اشرافیه به خپل اولاد د طوائفو بالاخانو ته د ادب و اداب زده کولو د پاره لېږلو. د طوائف ګډا ته چېمجراوائي، د هغې هم دغه وجه ده. اګر کۀ مجرې مطلب ګډا نۀ تعظیم ورکول دي. بل خوا لکهنو کښې خصوصي توګه د رنډي خانو پوره جال خور ؤ. دغه رنډۍ ځکه د غزل محبوبه ده. د حد نه زیات رکهـ رکهاو او اداب هم یا د دربار غلامانه فضا یا د رنډۍ بالاخانې نه پېدا کېږي او هم دغه مصنوعي ادب اداب د اردودانو خاصه ده. اردو ژبه کښې د تذکیر تانیث کشاله هم ځکه ده چې خواجه سراګان، امرد پرست، هَم جنس پرست د د تهذیبي شالید کښې موجود دي. یو د دوي او بل د مختلفو سیمو خپلو کښې لساني جنګ لۀ کبله اکثر لفظونو کښې تعقلي ادراک غلط راغلے دے. سپوږمۍ مذکر نو اور مؤنث شوے دے. اهل زبان د خپلې ژبې پۀ حقله څومره متعصب دي، د هغې انداز دې نه کېږي چې د دهلي او لکهنو لساني جنګ به اکثر پۀ تذکیر تانیث یا تلفظ باندې ؤ. اردو ژبه کښې هر لفظ، املاء، تلفظ او جنس ټاکلے تړلے هسې هم منلے کېږي، بیا دې د پاره پۀ توګه د سند د کوم لغت، علاقه، شخصیت او ذات حواله هم راوړلې کېږي. د دې لۀ کبله لکهنو او دهلي ښار ته د مرکزیت موقع ترلاسه شوه. اردو د دربارونو او خواصو اشرافو روزمره مهارت مستنده مني ځکه چې دا د درباري خلقو او محلونو ژبه ده. د عوامو ژبې ته دوي لکه د سر سیداحمد خان د خوشو تشو )اجلاف( ژبه وائي. ځکه نظیر اکبرابادي غوندې ستر شاعر هم تر اخره دې اشرافو نۀ منلو. یوه اردو تذکره کښې ئې هم ذکر نشته، کۀ چرې شته نو پۀ بد لفظونو کښې دے. د اردو مقابله کښې هندي ژبه کښې ډېر لچک دے او لکه د پښتو پکښې د یو لفظ څو څو صورتونه دي. د خاص تلفظ، املاء او جنس باندې پکښې خامخا زور نۀ اچولے کېږي چې دا ئې د لوے ظرف نخښه ده. اردو اهل زبان څومره تنګ نظره او تنګ زړۀ وو، اندازه ئې دې نه کېږي چې حسرت موهاني به دتنقید همدردپۀ قلمي نامه د سر محمد اقبال بار اېټ لاء پۀ شاعرۍ د روزمرې تنقید کولو، جعفر علي خان اثر به د مسعود حسن رضوي غوندې ادیب ځکه مستند نۀ منلو چې هغه خاص لکهنو کښې نۀ پۀ مضافات نیوتني کښې پېدا شوے ؤ. محوي صدیقي به ځان لکهنوي ځکه لیکلو چې بهوپالي لیکلو باندې هغه بیا غېر مستنده کېدو. د یګانه چنګېزي غوندې شاعر ځکه مستند نۀ منلے کېدو چې هغه لکهنو نه بهر د عظیم اباد ؤ. دا هغه اردو ته د سنسکرت د پنډتانو د تنګ نظرۍ روایت پاتې شوے ښکاري. خپله انشاء الله خان انشاء پوره دوه کاله دهلي کښې نۀ وو تېر کړي خو ځان سره به ئې دهلوي لیکلو چې د ژبې سند ورته حاصل وي. اردو ژبې دغه تنګ نظري ځان سره مهاجره پاکستان ته راوړې ده او اوس د پاکستان پۀ قامي ژبو دغه تنګ نظري خرڅول غواړي. دا تعصب دومره اردو ژبې ته حقیقي دے چې د مولانا حالي ټائپ شریف النفس ګلوبند تړلو واله لیکوال لیکي چې د اردو لغت د پاره دوه ضروري شرطونه دا دي چې دا مؤلف به شریف مسلمان او د هلي اوسېدونکے وي.

 

دغسې دې سره یو بل مهم عنصر اردو ژبه کښې د تشعیت دے. دا ځکه چې د لکهنو ټول لیکوالان او د دهلي هم زیاتر مسلمان اشرافیه چې اردو سره ئې تړون ؤ، د تشیع مسلک منونکي وو. لږ عنصر پکښې بیا د برېلوي مسلک دے چې هغه زیاتره پښتون نژاد لیکوالان دي چې د روهیل کهنډ او رامپور نه راخوارۀ شوي دي، خو کۀ محاوره ګورو نو د هغې ډهانچه کهانچه مسلک تشیع ده. لکهصلوٰتیں سناناکنځل کول،تین نہ تیرہدرې خلیفه او عشره مبشره، اېکس وائي زېډ ته زېد بکر عمر وئیل، نائي ته خلیفه وئیل او دغسې نور، عن تر دې د لیک خاتمه کښې د ۱۲منه لیکل هم دا معنيٰ لري چې لیکونکے پۀ دولسو پاکو امامانو ایمان لري. دا کومو هندوانو شاعرانو چې منقبتونه نعتونه لیکلي، دا هم د تشیع مسلک د اغېزې ترلاندې وو، ځکه چې دا مسلک د اردو پۀ مزاج دومره حاوي ؤ چې هندو اشرافیه کائستهـ او کشمیري پنډتانو به دا د اردو ژبې خاصه ګڼله چې مدح پنج تن پاک ولیکي لکه د لکهنو راجه الفت راے بخشي الملک چې لیکي: سوا علی کے نہیں شافعِ جزا کوئی

 

علی کے صدقے سے ہم سب کی مغفرت ہوگی

 

علی امام من است و منم غلامِ علی ہزار جان گرامی خدا کے نامِ علی

 

درحقیقت د اردو اشرافیه ذهن هم هغه دمستند هے میرا فرمایا هوادے. دوي ته د پان پچکاري، اګل دان، پاجامه، مجرا او پودینه د ثقافت او تهذیب معراج ښکاري خو پروفېسر ګوهر نوید د دې هر څۀ نه بې خبره لیکي چې پښتو کښې هم د ګ گ او پینځۀ یاګانو مسئله ده، اګر کۀ پۀ پینځۀ یاګانو یا ګ گ هېچا چا ته کنځل بد رد نۀ دي وئیلي، البته د هـ او ۀ لانجه کس نیم بدو ردو ته رسولې ده خو دا هم د لیکدود د نیمګړتیا مسئله ده او وخت سره به هواره شي. خو تر اوسه قندهاري او پېښوري لهجو واله پۀ یو بل د خپلې لهجې د برترۍ قائمولو هڅه نۀ ده کړې. نۀ ئې یو بل ته کنځل کړي دي اګر کۀ د نوو لسانیاتو لۀ رویه قندهارۍ لهجه حق لري چې هغه وستائیلې شي. پروفېسر ګوهر نوید دا هم لیکي چې زۀ یوسفزيایسپزيلیکلو باندې قران نه انحراف کومه، نو دا خو وروره سمه دمه د منصوره نه راغلې فتويٰ شوه!!! د قران پاک د یوسف علېه اسلام د پښتنو د ایسپزو سره څۀ تعلق نشته ـــ یوسف علېه السلام د بني اسرائیلو یو پېغمبر ؤ او ایسپ زي د پښتنو لرغونې قبیله ده چې چرته پخوا ئې زرګونو کاله وړاندې د اسپ سورلي وړومبي ځل زین کړې وه او یرغلونه ئې پېل کړي وو نو د هغه وختونو نه د اسپ زي پۀ نامه مشهور راروان دي. لرغوني تاریخ کښې هم دا هغه د بلخ کیاني شاهي ټبر دے چې د هر باچا نامې سره به ئې د اسپ نامه راتله لکه شنسپ ګستاسپ وغېره. اوس هم عام اولس یوسفزي نه ایسپ زي تلفظ کوي. عربۍ اثر نه پس چې څنګه سوابۍ نه صوابۍ، یکوبه یعقوبي، سمېله اسماعیله، اساک زي اسحاق زي، دويزي داودزي، هپتالي ابدالي شوي، دغسې اسپ زي هم یوسف زي شوي دي. اٰیا پروفېسر ګوهر نوید صاحب واقعي دا عقیده لري چې یوسفزي د حضرت یوسف علېه السلام د نسل قبیله ده؟

 

ما دا لیکلي وو چې هندکو چې د پنجابۍ یوه مغربي لهجه ده، د دې لیکوالان خپل بائیللي تشخص بقاء اردو کښې ويني ځکه هر ځاے د اردو بابولالې وائي. د پېښور پۀ صحافت هم د دې درباریانو قبضه ده. دوي ټول لیکونه د پښتون او پښتونیت او پښتونخوا پۀ ضد کوي. د وفاق پرستۍ نه راواخله تر کالاباغ او هزاره صوبه مومنټ پورې د دوي قلمونه د پښتون خلاف استعمالېږي. کۀ د پېښور د اخبارونو کالمونه او اداریې وکتلې شي نو مکمل پښتون دښمن پالیسي د پنجاب بیانیه د پاکستان پۀ نامه پۀ مخه بوځي. عطش دراني نومې هندکے د علامه اقبال اوپن یونیورسټۍ تعلیمي نصاب کښې لیکي چې هندکو عامه ژبه ده او پښتو خال خال پښتونخوا کښې وئیلې کېږي. د شعبه اردو چئیرمېن صابرمنګلوري نه دا هم برداشت نۀ شو چې خلق وائي چې سر محمد اقبال شاهین د خوشحال خټک نه اخستے. هغۀ ولیکل چې دا خو د ډېره اسماعیل خان یو چوهدري به بازونه ساتل نو اقبال هلته نه دا علامت واخست. پروفېسر صاحب د رحمان بابا مقابله کښې پېښور د سائین احمد علي ښار ګڼلے دے، عرض دے چې سائین د چاربېتې شاعر ؤ چې پنځوس کاله مخکښې تېر شوے دے، د هغۀ مقائسه رحمان بابا یا میا عمر د څوکنو سره نۀ شي کېدې. نۀ پېښور د پښتو ژبې مقابله کښې د هندکو کوم اثار لري نۀ ئې کلاسیک او عام ادب شته، البته اوس دا هڅه شروع شوې ده ځکه چې کله سسي پلیجو او مختار دهامرا سېنټ کښې د اردو سره د اصلي قامي ژبو سندهي، سرائیکي، پښتو، بلوچي بل جمع کولو نو هندکوانانو ورته ځان ورسولو او هندکو ئې هم پکښې شامله کړه خو هغه ترې وباسلې شوه، خو دغه بِل د چوهدري اعتزاز غوندې د پنجابي سیاستدان د وجه بدل کړے شو او دغه ژبې د قامي پۀ ځاے صوبائي وګرځولې شوې او قامي ژبه هغه اردو پاتې شوه کومه چې د فورټ ویلیم کالج نه قومي شوې راروانه ده. د دې مطلب هم دغه دے چې اقتدار پرسته طبقه اردو ژبه د خپل اقتدار د پاره ضروري ګڼي او دې نه هم دغسې کار اخلي لکه څنګه چې فوج، کرکټ او مذهب نه اخلي. ځکه اردو اوس د واکمنۍ اٰله ده او د دې استعمال مقصد او مطلب د سیاسي هدف ترلاسه کول دي. د اردو نوموړي لیکوال او صحافي مبین مرزا خپل لیکاردو اور قومی سالمیت’ )بحواله اېکسپرېس سنډے، 11 جون (2017 کښې صفا لیکي چې اردو سره نورې ژبې قامي ګرځول به الټه اثر پېدا کړي او دغه ژبې به تخریف او تخفیف حالات رابرڅېره کړي او د مخاصمت او مسابقت محاذ پرانستے شي او قوم به د نفاق ښکار شي. خو پروفېسر ګوهر نوید صاحب غېر سیاسي لیکوال دے، هغه د ژبې د استعمال تر شا دا ټول حقیقت نۀ مني. هغۀ د پاره اردو یوه معصومه ژبه ده چې صوفیانو پکښې د وحدانیت او رسالت پېغامونه زمزمه کړې دي. دا پښتانۀ هسې اردو نه نفرت کوي. هغه دا هم لیکي چې پشتانۀ دې شکر وباسي چې پنجابیان د پښتو د پاره کار کوي، چېنلونه ئې پرانستي، باید دا کار پښتنو خپله کړے ؤ ـــ نو هغه متل دے وائي پیشو منږک د خداے د پاره نۀ وژني، جماعت اسلامي د کشمیر غزا پۀ دې نۀ کوي چې هلته د پاکستان د اوبو سرچینه ده، بلکې د خداے رضا د پاره ئې کوي. هغه بېله خبره ده خو پنجاب خدا ترسه نۀ دے چې پۀ پښتو ژبه ئې زړۀ وسوي. یو خوا کۀ د اردو پۀ ذریعه پښتو وځپلې شوه نو بل خوا د پاتې پښتو نه رېخته جوړولو د پاره دغه چېنلې کار کوي. د دې چېنلونو ژبه پښتو کمه اردو انګرېزي زیاته ده. دغسې پښتون ثقافت پورې مسخرې کولو ته دوي انټرټېنمنټ وائي. څومره څۀ پښتنو د چېنلو د پاره کوششونه وکړل. جمال شاه، رحمت شاه اپریدي، خپله عوامي نېشنل پارټۍ چې د بېل پښتو ټي وي د پاره کوم زیار کړے دے هغه ځان له قیصه ده، لائسنس صرف هغه چا ته ملاوېږي چې یا پنجابے وي او یا هندکو وان ـــ اخر وجه؟ څۀ وجه ده؟ پروفېسر ګوهر نوید دا هم لیکي چې باید قامي ګوند خپل حکومت کښې د پښتو ژبې د پاره کوشش کړے ؤ ـــ باید دا خبره د پروفېسر صاحب پام کښې وي چې د قامي ګوند حکومتي دوره کښې پښتو ته دولسم پورې د لازمي مضمون حېثیت ورکړے شوے دے چې مرحله وار عمل درامد پرې روان دے او د پښتونخوا پۀ سیمه د پښتو سره نورو ژبو هندکو، کهوار، سرائیکي او کوهستاني ته هم د قامي ژبې حېثیت ورکولو سره دې ژبو کښې د نصاب سازۍ کار شوے دے ـــــ

 

سږکال دوه زره اتلسم نه پرائیوېټ سکولونو کښې هم د هغه بِل لۀ کبله پښتو مضمون پنځم نه لازمي شو.

 

زۀ بیا دا خبره تکراروم چې اردو ژبه یوه متعصبه تنګ نظره ژبه ده. د دې زېږون او خصمانه انګرېز پۀ فورټ ویلیم کالج کلکته، دهلي کالج او عليګړهـ کالج کښې کړې ده. دا یوه کتابي ژبه ده چې د جامعه عثمانیه د دار الاشاعت او بیا پاکستان تعلیمي نصاب او ذرائع ابلاغ پۀ ذریعه پۀ قامي ژبو راوتپلې شوه ځکه اوس هم دا لکهنو نه څلور میله بهر څوک نۀ وائي. دا حقیقت فېض احمد فېض )بحواله فیض کی شاعری/ نصرت چودهري( داسې پۀ ګوته کوي، اردو ښارۍ ژبه ده، یوه کلیواله علاقه کښې هم دا نۀ وئیلې کېږي. لکهنو نه درې میله بهر کهړي بولي برج بهاشا وئیلې کېږي. دغسې هاشمي فریدابادي )بحواله اردو زبان کی حقیقت/ قومی زبان، جولائي (1961 کښې صفا وائي چې زمونږ خاندان درې سوه کالو نه د دهلي ښار پېڅکه کښې پاتې کېږي خو هلته کروندګر، باغوانان هندي ژبه نۀ شي وئیلې، خاص دهلي ښار هندوان هم بدله ژبه کورونو کښې وائي. اردو او هندي دواړه ژبې یو وخت یوه ژبه هندي ژبه ده. د مدهیه پردېش د کهړي بولي نه راوتې ده. مدهیه پردېش همېش نه د یرغلګرو هدف پاتې شوے دے ځکه دا کهړي بولي د افغان ترک ایراني یرغلګرو د ژبې د اثر لاندې د چهاوڼۍ تر حده راغله. هلته نه دا کهړي بولي دکن ته ورسېده او د مسلمان صوفیاء او دربار اثر لاندې راغله. بل خوا د کهړي بولي معاصره برج بهاشا دې اثر نه لرې عام اولس کښې وده وموندله او سنسکرت او وشنو بهګتي تحریک سره ئې تړون وشو.

 

بل خوا عالمان وائي چې ویدک بهاشا )چهندس( نه لولک سنسکرت )د رامائن او اپنشد ژبه( او پالي )د مدهیه پردېش ژبه( هغې نه پراکرت هغې نه اپ بهرنش )د سوېل ختیځ نه د منځ هند پورې ژبه وه( جوړه شوه. اپ بهرنش کښې شورسیني هم ګډه وه. دا د اهیرو ګوجرانو ژبه وه. شورسین نه مغربي راجهستان او هلته نه ګجرات ته دا ژبه خوره شوه. د دغه ګجراتي لۀ کبله پروفېسران پۀ زړو مخطوطو د اردو د قدامت دعوې کوي خو سمه خبره دا ده چې د قواعدو لۀ رویه هندي اردو هریاني او د صوتیاتو لۀ رویه برج بهاشا سره یو شان ده. هریاني خپله مغربي هندي ده او بل شکل ئې پنجابي دے، ځکه دا چې زۀ وایم چې هندکو وان خپل تشخص بقاء اردو کښې ویني نو د دې خبرې لساني تصدیق شته دے او دا پنجابیان چې اردو ته دوه دوه زوره کوي او دا انګرېز چې نولسمه صدۍ سر نه بنګال بنارس اګره اوده سره سره پنجاب نه هم فارسي د سرکاري دفتري ژبې نه لرې کوله او د دې ځاے ئې اردو ته ورکولو، دا ئې سرکاري عدالتي ژبه ګرځوله، نو شا ته ئې هم دغه حقیقت ؤ چې دا ژبې خپلو کښې سره یو دي. خپل لیک د پروفېسر صاحب د قومي ژبې د یو لیکوال مولوي ندیم الحسن پۀ لیکاردو کی قومیتپۀ دې اقتباس ختموم )بحواله رساله اردو، اپرېل (1922:

 

ابتدائے تاریخ سے فاتحین ہمیشہ مفتوحین کی زبان یعنی ان کی قومیت و تمدن کو برباد کرنا فوجی استبداد سے دوسرے درجے پر جانتے ہیں کیونکہ ان سے من جملہ دیگر فوائد کے دو بہت بڑے اور اصولی فائدے حاصل ہوتے ہیں۔ ایک تو فاتحین کی زبان مفتوحین کی زبان کا درجہ لے لیتی ہے ، دوسرا یہ کہ مفتوحین کی زبان یا قومیت بالکل مردہ ہوجاتی ہے۔ زبان کے غیر محسوس اور خاموش اسلحہ فوج کے خاراشگاف اور ہنگامہ زار اسلحہ سے زیادہ مار رکھتے ہے۔

 

اٰیا اردو پښتو سره دا نۀ کوي؟

-
بېرته شاته