(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له پرمنو یو ستوری

[02.Nov.2021 - 14:41]

لۀ پرمنو یو ستوری ولوید

لیک: مقبول 

اسمان پۀ ستورو ښایسته دۍهسې خو اسمان کښې کروړونه نه بلکہ کهربونه ستوري دي چې د اسمان ښکله یې یو پۀ چنده کړي دۍ خو ځنې ستوري پکښې نامدار او جوت ديلکه د سبا ستوری د قطب ستوری د سوئل ستوری یا مریخ چې پۀ نومونو یادیږي دې سره سره پرمني( پراوني) اووۀ ستوري یو ځای پۀ اسمان راجوتیږي . د شته وخت پښتو ادب پۀ اسمان  دا پرمني لکه رحمت شاه سایلاباسین یوسفزی. درویش درانیپیر محمد کاروان. عمردراز مروت محمود ایاز. پروفیسر اقبال شاکر او پروفیسر اسیر منګل یادیږي

  

بده مرغه دې پرمنو نه یو ستورۍ ( عمردراز مروتولویدوپۀ تلین یې نۀ صرف دا اووۀ ستوري نمګړي بریخي بلکہ د پښتو ادب تۀ پرې ډیر زیان ورسیدو.

مرګ یو تریخ حقیقت دۍ خلاصون ترې نشته خو د ستر خوشحال خبره 

چې څـوک اخ درپسې وکـه سره ټک وهـي لاسونه

دا ژوندون دی مردن ندی که دې وشي مردن هسې

 

د عمردراز پۀ داسې ناسپي مرګ بۀ داسې ټولنه یا کوم لیکوال پاتی نۀ وي چې د خفګان څرګندونه یې نوي کړي.

            شــګــفــتــه کـړه لکـه لـمـر تنـدی هـر چاته

            چې پۀ تلۀ دې سیاه پوش واړه جهان شي

                  ( کاظم خان شیدا)

 د روڼ تندي چیختن د غوړیدلي تندي چیختن عمر دراز مروت د لر او بر مشاعرو ښکله وه پۀ مشاعره کښې یې شتون د کامیابی علامت وو. زمونږ د ټل هره واړه لویه مشاعره بۀ یې د خپل تنظیم مشاعره ګڼله او پۀ سټیج بۀ یې ناستې پۀ محفل ښکله پاشله .

عمردراز بۀ د پښتني اقدارو پوره پوره خیال ساتلو که کوم شاعر بۀ مزحیه شعر واورولو نو مروت صیب بۀ ایله پۀ شونډو کښې مسکے شو. سامعین بۀ د عمر دراز صیب راپاسیدو ته ګړندي وو چې کله بۀ یې شعر اورول شورو کړل نو سامعینو کښې بۀ یوه رنګیني خواره شوه د هر شعر بۀ ورنه بیا بیا غوښتنه کیدهعمدراز مروت پښتون لیکوال وو پښتو او پښتانو سره یې مینه درلوده ځکه خو ې لږ تر لږه څۀ د پاسه سل کتابونه چاپ کړي دي غوښتل یې چې پښتنو پام د پښتو لیک لوست پلو راوګرځوي او پښتانۀ دې لیکونو نه څۀ استفاده وکړي خاصکر د نوي کهول  غم یې تل ځان سره ساتلو ژوند یې د پښتو ژبه خدمت ته وقف کړی وو پښتو هم غیرتي ژبه ده چا چې پښتو خدمت کړی دۍ نو پښتو هم ورسره خپله پښتو کړي ده څنګه چې عمردراز مروت صیب د پښتو پۀ خدمت بوخت وو نو پښتو هم ورسره پوره پوره وفا وکړه او عمردراز مروت صیب یې پۀ نړی وپیژندو او قدر او عزت مرتبه یې ورته و بخښله نن د نړی پۀ ګوټ ګوټ کښې د هر پښتون لیکوال پۀ خلۀ د عمردراز مروت صیب نوم دۍ خو افسوس چې مرګ ظالم مونږ نه داسې لوړ شخصیت بې وخته بوتلو. نن که عمردراز د مونږ مینځ کښې نشته خو نوم بۀ یې د ځلنده ستوري غوندې تل ځلیږيهمده وجه ده چې پۀ تلین یې لر او بر غمجن دۍ

 پروقاره څهره ښکلی پټکۍ نیم خاندې شونډې یې د نۀ هیردو دي.

           الله تعالی نه ورته د مغفرت غوښتونکۍ یم پۀ ګور یې نور اوسه.

 

                    مقبول محمد مقبول

-
بېرته شاته