(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

علومو اکاډمي

[02.Nov.2021 - 14:43]

د کابل د علومو درنه اکاډمي د خپلو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو په جريان کي د پښتو پر ليکدود او د هغه پر معيار له څو وخت راهيسي دوامداره غونډي جوړوي، چي د ستايلو وړ يو کار دی.

 

کله چي د دغو غونډو د شفافيت او پرېکړو په هکله بعضي رغنده او يا هم بعضي تحريک کوونکي نظرونه او په همدې شان تنقيدونه وسول نو درنې اکاډمۍ وويل چي هيڅ داسي پرېکړي نه کوي لکه څنګه چي يې په اړه بعضو اړخونو اندېښنه ښودلې وه.

 

خو د فاضل عاليقدر محترم او ښاغلي پوهاند زيار صاحب د «ښ» او «ږ» تورو او د هغوی د فونېميکي بڼي په هکله په يو تازه فيسبوک پوست کي ليکلي «...نو زه, ښاغلی زیار, تاسو ته یو وړاندیز لرم چې دا باید (xh) ولیکل شي چې داهم یو شتمني ده د پښتو نومونو په انګریزي ژبه کې (د پښتو نومونو د لیکنې)....او دا درېيمه (نحوه)د اکادمۍ د مشرڅېړنپوه شکېب تر مشرتابه لاندې  په کابل کې تېره مياشت هوکړه شوه او زه ورسره له اکسفورډه پر ليکه وم په مله لښتيليک کې له منځني وينگ سره سم  دکره منل شوي ( ښ)سېمبول د اېکس له پاسه ننگښی لري له ځان سره يې کاپي کړه

 

په دې توګه يو اړخ وايي چي پر بعضو شيانو هوکړه سوې او بل اړخ بيا برعکس وايي چي نه« موږ صرف بحثونه کوو او پرېکړې نه دي سوي

 

پښتو هم د کندهار، هم د ننګرهار، هم د مزار، هم د کوټي، هم د غزني او هم د پېښور ژبه ده. په همدې توګه دغه ژبه هم د شاعر، هم د ژورنالست، هم د ډاکټر، هم د موټروان، هم د بزګرر او هم د مزدور ژبه ده. له دې کبله بايد د هر ډول اقدام او پرېکړي مخکي بايد «زمينه سازي» وسي او فيصله که هر څومره منطقي او علمی بنسټ لرونکې هم وي، بايد پکښي مشارکت حتمي موجود وي.

 

که د علمي او عملي کار خبره سي، نو به هغه څه چي د کابل درنې اکاډمۍ په تيرو شلو کالو کي په لاس راوړي دي، د هغه څه سره به يې په ترازو کي واچوو چي د پېښور پښتو اکاډمۍ په نژدې تيرو کالونو کي کړي دي.

 

که د ويونکو د شمېر خبره سي نو به هم د اړونده لهجو د ويونکو شمېر د ترازو په تله کي واچوو چي څرګند سي چي د بېلګي په توګه د پښتونخوا ۳۴ مليونه پښتانه ډېر دي او که د ټول افغانستان...

 

که د علمي کادرنو او مسلکي ژبپوهانو خبره سي، نو دمګړی صرف په پېښور کي ژوند کوونکو هغو پښتو پوهانو ليسټ ماشالله زښت اوږد دی، چي د ژبيوهنې په بيلو څانګو کي يې په نړيوال معيار علمی رتبې له کور او بهر څخه په لاس راوړي دي. شکر اوس د ژبپوهنې په ډګر کي د کرښي پر دواړو اړخونو زيات پوهان لرو.

 

زه نه د کندهار نه د کوټي نه د پېښور وکيل يم او نه هم په دغه بحث کي د ونډه اخيستلو له پاره د کافي سواد يا علمي سويې لرلو مدعي يم. خو دا چي پښتو زما هم مورنۍ ژبه ده، نو صرف يو عاجزانه پخوانی وړانديز بيا تکراروم چي شفافيت، مشارکت او علمي اصول بايد په زياته د ژبي په موضوع کي هيڅکله له پامه ونه غورځول سي

 

احمدولي اڅکزی

 

اړونده لينکونه:

د زيار صاحب د فيسبوک پوست لينک

https://www.facebook.com/profile.php?id=100002315391564

 

پر همدغه موضوع زما پخوانی فيسبوک پوست چي فاضل استاد شکيب صاحب ورته له مهربانۍ له مخي جواب هم ليکلی ؤ

https://www.facebook.com/qamosona.pashtodictionary/posts/3533853476664746

-
بېرته شاته