(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غر اومره سړی

[02.Nov.2021 - 14:45]

دَ غر هومره سړی 

        ليک:- ګل محمد بيتاب

زما دَ ډېرې مودې نه خيال وو چې په سعدالله جان برق به څۀ ليکم خو چې هرځل مې خپل دې خيال ته دَعملي جامې اغوستو فکر کړے نو ناکامه شوے يم ۔ولې چې زما په خيال په داسې سړي ليک که ناممکن نۀ دے نو ګران ضرور دے ۔دا کار نۀ په آمد کيدو او نۀ په آورد ، نو بس ترې قلار به شوم خو آخر مې فېصله اوکړه چې ياهلکه راشه توکل کړه او ځان دَ يوسف په خريدارو کښې شامل کړه ، سبا له خو به خلق وائي چې دۀ هم پرې څۀ ليکلي دي کۀ ښۀ او کۀ ګذارې واله ماله پرې څوک کوم انعام راکوي ۔دَ دې يوه وجه دا هم ده چې سعدالله جان برق زما په خيال لوئې سړے دے که دَ فن په لحاظ وي او که دَ وجود په لحاظ ۔ځينې خلق ورته دَ وجود په لحاظ لوئې سړے وائي او ځينې ورته دَ فن په لحاظ او زۀ ئې په دواړه اړخه لوئې سړے ګڼم خو بيا هم هغه شان يادؤنه ئې نۀ ده شوې څومره چې پکار وه ۔ هغه دَ فضل احمد غر خبره :

دُنيا ړنده شوه چې دَ غر پشان سړے نۀ ويني

نو ځان دَ ړندو دَ دې قطاره وباسم ۔ او کوشش کوم چې دَ دې غر هومره سړي سره انصاف اوکړے شم ، دَ هغۀ دَ شخصيت او فن پحقله يو ښۀ تصوير وړاندې کړم دَ خپلې مطالعې او مشاهدې سره سره دَ هغه پحقله دَ يو بل نه اوريدلې خبرې هم اوليکم او زما په خيال به داسې دمه په دمه دَ دې غر سرته اوختے شم ګني نو هسې خو هغه دَ ډاکټر راج ولي شاه خټک خبره :

بيا په طمع دَ وصال مې واورې پرېوځي

چې دا ستا دَ کلي غرونو ته مې پام شي 

 

خو هغه دَ پښتو متل دے که غر لوئې دے نو په سر ئې لار شته ۔ اوپه دغه لاره چې بنده ځي او همت اونۀ بائيلي نو آخر دَ غر سر ته اُورسي او ما هم همت کړے دے ۔

سعدالله جان برق لکه دَ غرپه وجود لوے ، او خور وور دے بې شماره خوبۍ او خامۍ لري ۔خو خامۍ  يې ښکاره او خوبۍ يې پټې دي او دَ ټولو نه لويه خامي يې غريبي ده ځکه چې ځانله څۀ نه مومي نو بل له به څۀ ورکړي ۔ په دې سرکاري افسرانو يا مالداره خلقو کښې چې دَ چاخلۀ خرابه وي او سپکې سپورې وائي نو ماتحتان او نوکران ئې ځان له په دې زړۀ ښۀ کوي چې صېب دَ زړۀ نه ډېر ښۀ دے خو دَ دۀ متعلق دا څوک ځکه نۀ وائي ولې چې دے نۀ افسر دے او نۀ مالداره ځکه هراکثر خلق وائي بې سړيتوبه دے ، خلۀ پورې يې سپے تړلے وي دَ دۀ پاکې او پليتې دَ ليکلو او نۀ ليکلو خبرې که څوک راجمع کړي نو يقين دے چې څو لوئې کتابونه ترې جوړيدے شي او دَ ليکلو نه ئې هغه دَ نۀ ليکلو خبرې بنده له ډېر خوند ورکوي دَ خپلو خبرو څۀ تراشلې برخه ئې په يو کتاب کښې چاپ کړې ده چې نامه يې دهرښتيا دروغ او دروغ رښتياپه دې کښې ئې دروغ او رښتيا سره داسې ګډوډ کړي دي چې رښتيا ئې دروغ او دروغ ئې رښتيا ښکاري ۔ دَ هغه خبرې هم داسې دي خو زما په خيال مثال ئې دَ مداري يا سنډاسي دے چې خلقو ته يوه زبردسته قيصه شروع کړي او يا اعلان وکړي چې اوس به زۀ په دې مېدان مار او نولے جنګوم او تاسو به دا هر څۀ پخپلو سترګو اووينئ بيا يو غر او بل غر جنګوي په مينځ کښې خپلې ګولۍ او دارو خرڅ کړي او دَ مار او نولي جنګ په ځائې پاتې شي۔

سعدالله جان برق په داسې کلي کښې پېدا شوے دے چې ورته ډاګ بېسود وائي او که چا ليدلے وي نو واقعي چې بې سوده ډاګ دے ۔بلکه چار چاپېره غرونو هم ورسره اوچ کلک دي ۔هسې دَ خلقو سره دَ سيالۍ دَ پاره وائي چې ما لسم جماعت پورې سبق په سکول کښې وئيلے دے خو دا ماته ګپ ښکاري البته دريم څلورم پورې به سکول ته تلے وي ځکه چې اکثرو مزاحيه ډرامو او خاکو وغېره کښې به ئې دَ پخواني څلورم پاس يو کردار ضرور وو ۔ دَ ځوانۍ نه تر بوډا توبه هره جائزه مزدوري ئې کړې ده ۔ دَ خټو لوټو دَ  دياړۍ نه تر مصالحو، پوزکو او هوټلو پورې هر څۀ ته ئې لاس اچولے خو هر ځائې ئې پښه نۀ ده لګيدلې غريب وو او غريب پاتې شو او چې کله ئې زړۀ په چا نازنين ورغلے نو بې واره ئې دَ خلې نه ختلي دي ۔ 

 

دا زما خاورې ايرې ژوند پکښې ستا نيازبينه مينه

لکه  ګل وي چا  ټومبلے په  ريښې ريښې  پګړۍ کښې

 

هم دې غربت، لوږو تندو ، مايوسُو او محرومو هغه شاعر کړے دے ولې چې دا دَ ښې شاعرۍ دَ پاره ضروري دي او چې کله ئې غريبي دَ حده اوړيدلې او څوک صاحب مال باذوقه سړے ورله په ګوتو ورغلے نو خپل شعرونه ئې هم پرې ورخرڅ کړي دي که څوک  ئې  فن فروشه او ضمير فروشه ګڼي خو زۀ ئې ځکه معاف کوم چې ما خپله دا حالت ليدلے او نقشه ئې څۀ لږه ډېره  په دې شعر کښې شته۔

په دغه وخت کښې دَ بنده دَ زړۀ نه خدائے خبر وي

چې ورته اوژاړي دَ لوږې نه واړۀ په کور کښې

 

داسې حال ته يواځې زۀ يا برق نۀ يو رسيدلي نور هم ورسره مخ شوي دي لکه چې ساحر لدهيانوي وئيلي وو :

وه ګيت جو ميں نے تيرے پيار کے خاطر لکهے

آج اُن ګيتوں کو بازار ميں لے آيا هوں

 

بلکه کله کله خو لکه دَ خوشحال خان خټک غوندې لويې لويې خلق هم په دې وېنا مجبوره شويدي ۔

زۀ ئې چا لره وهم قدر ئې چا زده

په اور اوسوزه دا تورې قلمونه

 

دا مې هم ليدلي دي چې سعدالله جان برق دَ ليک نه زياته دَ لوست سره مينه لري ۔ماچې کله هم دے  پېښور او پبو کښې ليدلے نو ورسره مې په لاس کښې ضرور څۀ کتاب او خصوصًا دَ اُردو کرم زوړ ډائجسټ ليدلے دے چې په بس کښې خو څۀ چې په بازار کښې مې په روانه هم په مطالعه څوڅو ځله مشغول ليدلے دے ۔ پبو بازار کښې يو ځل روان وو او په روانه ئې څۀ کتاب لوستو نو ماته يو ملګري ووې هغه اوګوره دا روغ دے او که لېونے ۔ ما ورته وې څوک يادوي ۔هغه وې برق دے او که غرق دے او واقعي چې ما وکتل نو برق په مطالعه کښې غرق وو ۔ په مينځ بازار کښې ئې ښۀ بې غمه کتاب په لاس کښې نېولے په لوستو روان وو ۔ دَ دوئ دَ علاقې يو ليکوال به پرې الزام  لګولو چې دے دَ دې زوړ ډائجسټونو نه استفاده کوي او دې کښې دَ درج شوؤ لطيفو نه ريډيو او ټي وي له مزاحيه خاکې جوړوي او دَ سنجيده قيصو نه دَ ډرامو آئيډيا اخلي ۔ ماهغه ته څو ځله دَ چيلنج په توګه وئيلي وو چې تۀ دَ دې څۀ ثبوت راوړه خو هغه تر آخره پېدا نکړے شو ۔

برق دَ فراخه مطالعې له کبله هرفنِ مولا دے شعرونه ليکي ، افسانې ليکي ، ډرامې ليکي او نور هم ډېر څۀ ليکي او ليکلے شي ۔هم دَ دې مطالعې په وجه تنهاپسند دے ځانله خوشحاله وي خو که څوک ورشي نو بيا ورسره مشغولا کوي ۔ سنجيده ليکونه ئې ډېر کړي او کولے شي خو طبيعت کښې ئې طنز ومزاځ زيات دي او که څۀ هم دۀ نه وړاندې مشرانو ليکوالو طنزيه او مزاحيه ليکونه کړي خو دے باقاعده دَ يو طنزيه او مزاحيه ليکوال په توګه شهرت لري ۔ريډيو پاکستان پېښور او پېښور ټيلي ويژن سنټر له ئې ډېرې مزاحيه ډرامې او نور دَ ټوقو ټقالو پروګرامونه ليکلي دي ، ډېر شهرت ئې هم دَ دې په ذريعه ترلاسه کړے دے خو که دۀ ته څوک هغه ډرامې يادې کړي نو وائي چې ما ريډيو او ټيلي ويژن کښې مزدوري کړې وه ۔

برق مستقل مزاجه بيخي نۀ دے په عام ژوند کښې ئې دَ غېر مستقل مزاجۍ دا حال دے چې زر زر ئې فکر بدليږي او ورسره کارونه بدلوي ۔ دَ برق سره نزدې پاتې شوي خپلوان او دوستان وائي چې دے زر زر کارونه بدلوي نو دَ غربت او ناکامۍ نه زياته وجه پکښې دَ دۀ دَ طبيعت ده ، يو نزدې خپلوان اسلم خان حاجي ئې وائي چې دَ کلي نه بهر مېره کښې ئې څۀ لږه ډېره زمکه ده نو يو ځل ئې په هغې کښې نيمبوان کرلي وو۔څوکاله زمکه دَ نور فصل نه وتلې وه خو چې کله نيمبوان ورسېدل نو طبيعت ئې ورته خراب شو او هغه ئې واړول ۔ بيائې اعلان وکړو چې زۀ دَ مهيانو فارم جوړؤم ۔ نو دې دَ پاره  ئې ټريکټر راوغوښتو او پټي کښې ئې لويه کنده جوړه کړه ۔ دَ مردان نه ئې مهيان هم راوړل ۔ خو دَ دۀ دَ بې غورۍ له وجې هغه هم دغسې پراتۀ وو آخر دا چې ختم شول او بيا څو کاله پټے شاړ پروت وو۔

غېر حاضرِدماغه هم دے او دَ عمر تيرېدو سره ئې دا مرض نور هم په سېوا کېدو دے هم دغه حاجي اسلم وائي چې يو مېلمه راغلے وو ۔ هغه ماته وې ماسره دَ برق ځائې ته لاړ شه ۔ نن سبا هغه دَ کلي نه بهر مېره کښې خپلو پټو کښې کور جوړ کړے دے چې ورغلو نو زۀ وروړاندې شوم ستړي مشي مې ورسره اوکړل بيا مې ورته اُووې ما سره دا راغلے سړے مېلمه دے نو دَ هغه په ځائے بيا ماته راغاړه وتو ۔ هم په دې غېرحاضر دماغۍ کښې چې ورسره کله کله دوه درې تنه ناست وي نو دے به چرته په فکر کښې تلے وي ۔کيدے شي چې دوئ ته ناڅاپه ستړي مشي اُووائي او يا دَ بل چا په ټس کښې ورته يو غټ کنځل اوکړي ۔

دا مې هم اوريدلي دي چې يو ځل ئې دَ پي ټي وي نه بائيکاټ کړے وو چې نورې ډرامې نۀ ليکم ۔ هغوئ ورته په نزدې ورځو کښې ډېر ووې خو دۀ ونۀ منل او چې داسې مياشت يو نيمه تېره شوه نو پخپله ټي وي سنټر پېښور ته ورغلو هلته ورته يو پروډيوسر اُووې برق صېب هسې دې زمونږه نۀ منل دَ ليکوال کله دَ ميډيا نه بغېر ګذاره کيدے شي او ماته پته وه چې تۀ به ضرور پخپله فېصله پښيمانه کيږې برق وے ما بائيکاټ نۀ دے ختم کړے ۔ پروډيوسر اووې چې بائيکاټ دې نۀ دے ختم کړے نو بيا څله راغلے ئې ؟ دۀ ورته اووې صدر ته راغلے وم نو ګيډه کښې مې داسې لږ ګړ بړ وو بل ځائې راته نۀ وو معلوم نو ځکه دلته راغلے يم ۔

سعدالله جان برق دَ روزګار په تکل کښې څۀ موده ډاکټري هم کړې ده ۔ دَ هيوميوپيتهي کورس ئې کړے دے ۔ او دَ دغه علاج پحقله اکثر کتابونه ئې لوستي وو ۔ يوځل چې دۀ بيا دغه وخت ډاکټري دَ خپل آواره طبيعت مطابق پريښي وه چا ترې تپوس کړے وو چې برق صېب دَ هيوميوپيتهي دَ علاج څۀ فائده شته ؟ په جواب کښې ئې ورته اُووئيل هيڅ فائده ئې نشته خو علاج کؤونکي ډاکټر ته دَ دې فائده رسي چې خلقو نه پيسې اخلي او کار ئې روان وي ۔ البته دَ دې دارو يوه غټه فائده دا ده چې که بنده ښه نکړي نو خرابوي ئې نه او ايلو پيتهک علاج سره که څوک ښۀ نشي نو خراب اثرات پرې ضرور کيږي ۔ په يوه بله موقع مې ترې دا هم اوريدلي وو چې دَ څلويښتو کالو نه څوک واوړي نو هغه دې دا علاج بيخي نه کوي ولې چې دَ مرض ښۀ کېدو دَ پاره شل ديرش کاله دا علاج مسلسل پکار وي او دومره موده به يا څوک پائي او يا نه خو بيا هم زۀ خپله دوه څلور داسې مريضان پيژنم چې دَ دۀ نه ئې علاجونه کړي وو او ښۀ شويدي ۔ ډېر تعريف ئې کوي ۔ په ليکوالو کښې ئې يواځې نوموړے شاعر او ليکوال سليم راز صېب دَ ډاکټرۍ قائل وو خو اوس هغه هم څۀ نۀ وائي او برق هم دَ خپلې غېرمُستقل مزاجۍ په وجه دغه پيشه پريښې ده ۔

سعدالله جان برق څۀ موده په عملي سياست کښې هم برخه اخيستې وه خو دَ خپلې غېر مستقل مزاجۍ غربت او خصوصًا دَ خلې دَ لاسه دغلته هم دَ ناکامۍ سره مخ شو او هيڅ کوم لوئې مقام ته نۀ دے رسيدلے ۔ دَ تعلقاتو سلسله ئې هم څۀ ډېره فراخه نۀ ده دَ خپلو نزدې خپلو خپلوانو نه علاوه کله چې کلي کښې اوسېدو نو دوه څلور دوستان ئې وو چې مازيګر کښې به ګهينټه نيمه دوئ کيناستل او برق به پکښې اعلان وکړو چې هغه خبرې به کوؤ چې بل ځائې دَ کولو نۀ وي سم صفا به ئې وئيل چې غل غوشان به خورو اګر چې دَ ليکوال او دانشور په توګه ئې ډېر خلق پېژني خو دَ شمير دَ څو ليکوالو سره ئې تعلقات وو او دي چې پکښې قلندر مومند ، ايوب صابر، سليم راز ، محب الله شوقؔ او حمدالله جان بسملؔ دَ يادؤلو وړ دي ۔ دَ قلندرمومند او ايوب صابر سره ئې دَ عقيدت مندۍ تعلق وو او دَ دوئ دَ ښيګڼو اعتراف کوي ۔حمدالله جان بسمل صېبؔ سره ئې دَ همزولتيا او ملګرتيا تعلق دے ۔ دا دواړه چې دَ يو بل په موجودګۍ او غېر موجودګۍ کښې کومې شانداره تبصرې کوي هغه دَ اوريدلو خو دي ولې اکثرې دَ ليکلو نۀ دي ۔ برقؔ وائي چې کله بسمل صېب ريډيو پاکستان کښې بهرتي شو نو په سبا له ئې خپل بريت اوخرئيل او وئيل ئې چې دَ ځان سره مې دغه يوه دَ سړيتوب نخښه راوړې وه نو ما وې چې دا هم لرې کړه ۔ او بسمل صېب دَ سعدالله جان برقؔ پحقله وائي چې ايمان کښې ئې لس اتۀ ټانکې لګيدلي دي ۔ دَ هغه په خيال داسې هيڅ خرابي او بدبختي به په دُنيا کښې نۀ وي چې برق به ورسره مخ شوے نۀ وي خو بيا هم هغه دا مني چې لوئې ليکوال او صحافي دے ۔

دې کښي شک نشته چې برق ډېر لوئې شاعر ، افسانه نګار، ډرامه نګار او طنز ومزاح ليکونکے دے ۔ په پښتو او اردو کښې ئې يو شان قلم چليږي او دواړو ژبو کښې ئې خلق دَ ليکونو نه متاثره شويدي ولې چې ليک په عامو انساني مسئلو کوي او په ډېر ښۀ انداز کښې ئې کوي ۔ دَ طنزيه او مزاحيه ډرامو لوئې ليکوال ګڼلے شي ۔او ډېرې ډرامې ئې نشر شوي چې په اولسي توګه خوښې کړے شويدي خو زما په خيال دَ هر څۀ نه ئې شاعري ډېره زورداره او فطري ده ولې چې دا محض دَ خپل ځان دَ پاره کوي او چې څنګه ئې په زړۀ وي نو هم هغه شان ئې ليکي ۔

کله کله دَ سعدالله جان برق سره پخپله هم ټوقې شويدي وائي چې يو ځل دَ افغانستان دَ فارسۍ ژبې مشهور سندرغاړے چې دَ شاهي سندر غاړي درجه ئې لرله استاد سرآهنګ پيښور ته راغلے وو ۔دلته ريډيو پاکستان پېښور کښې ئې څو دَ فارسۍ او پښتو سندرې وئيلې وې برق په دې خيال ورغلے وو چې ريډيو کښې دَ هغه دَ ټېپ نه به ځان له کاپي واخلي ۔چې کله وَرغلو نو دَ خوش قسمتۍ نه هغه ټېپ پېدا شو چې دَ پاسه پرې دَ سندرو تفصيل او دَ استاد سرآهنګ نامه درج وَه خو چې اوئې لګولو نو په هغې کښې دَ استاد سراهنګ په ځائې دَ کرکيلې پروګرام وو چې پکښې يو ماهر دَ ډيراني سرې خاصيتونه بيانول۔ اُوس يو ځل بيا دَ صحافت ميدان ته راغلے دے چې وائي دا مې پټے دے او پښتو مې کور دے ۔يعني لکه څنګه چې يو کرونده ګر دَ پټي ګټه په کور کښې لګوي نو دے هم دَ اُردو په کالم نګارۍ ګټلې روپۍ دَ پښتو په کتابونو چاپ کولو مصرف کوي ۔ خودلته هم ورسره ټوقې کيږي ۔يو خو دا چې دَ زړې او نوې املا ٔ په جنجالونو کښې نښتے وي دوئم دَ پروف ريډنګ مسئله هم نشي حل کولے او دريم دا چې دَ زوړ وخت سړے دے نو دَ نوې زمانې په چل ول نۀ پوهيږي او هم داسې چې يو کتاب ئې څو څو ځله دَ چاپ دَ پاره يو بل ته وسپارلو او بيا هم چاپ نشو نو دَ هغې خلاف ئې فتوه جاري کړه چې دا منحوس کتاب دے اګر چې دا وړومبے سړے نۀ دے چې دَ خپل کتاب په ضد ئې اقدام کړے دے ۔ دۀ  نه وړاندې مسلم ليګي قيوم خان هم پخپل يو کتاب بنديز لګولے وو ۔سرفرازخان عقاب خټک دَ رحمان بابا خلاف يو خلاف کتاب ليکلے او بيا ئې سيزلے وو ۔ دَ تقويم الحق کاکاخېل صېب تحقيقي کتاب چې دَ غلطو ډک چاپ شوے وو نو دَ هغه خلاف ئې ليکلي وو ۔ چې زۀ دَ خپل کتاب په غندنه کښې ليکل کوم لکه څوک چې خپل لېونے ځوئے په څپېړو وهي ۔خو دۀ پخپل کتاب دَ منحوس کتاب نامه ايښې ده حالانکه کتاب غريب ته ځۀ ګناه وه غلطي هم دَ دۀ خپله وه هغه پښتانه وا ئي چې په پردي لاس مار هم وژل نۀ دي پکار۔

بهرحال اوس ئې دَ پټي دَ ګټې يعني اُردو کالم نګارۍ په وجه لږ لاس آزاد شوے او څۀ قدر دانان ئې هم پېدا شوي دي دَ اردو کالم نګارۍ کښې دَ ژبې کمزوري دَ اُردو دَ کلاسيکي شاعرانو په ګرانو شعرونو ليکلو پوره کوي که مياں تقويم صېب ژوندے وے نو کيدے شي چې دَ دۀ دَ کالمونو دَ ژبې پحقله ئې هم هغه تبصره کړې وه کومه چې هغه دَ پريشان خټک صېب دَ اردو کتابپشتون کونپحقله کړې وه چې دا دَ ماضي اُردو نۀ ده دَ حال هم نۀ ده دا دَ مستقبل اردو ده نو دې مار خپله او دَ يو بل په مرسته دَ پښتو او اردو کښې کتابونه چاپ کوي چې لوستونکي ئې خوښوي ۔او اوس ئې ورسره په سپينه ږيره دَ تحقيق او تاريخ مېدان ته هم وردانګلي دي ۔ زۀ خو چې دے دَ يو محقق او مورخ په توګه وينم نو دَ نوموړي محقق ، مؤرخ او ليکوال قاضي عبدالحليم اثر افغاني صېب په زيرګۍ مې يقين راشي ۔ ولې چې برق به هغه پورې اکثر ټوقې کولې چې اثر صېب له دَ داسې کتابونو دوه درې پاڼې په ګوتو ورځي چې نور اکثر وينو خوړلې وي او بيا دَ کشف القبور او اندازو په ذريعه څۀ ليکي ۔خو اوس دے خپله دَ پښتنو پحقله دَ تاريخ او تحقيق په سلسله کښې محض اندازې لګوي هغه دَ رحمان بابا خبره :

په آزار دَ چا راضي مه شه رحمانه

هر چې بل آزاروي هغه آزار شي 

 

دَ برق دا حالت چې ما وليدو نو راته دَ دوه لويو امامانو واقعه راياده شوه کومه چې دَ تاريخ په پاڼو کښې خوندي ده ۔اوهغه دې له بيانول ضروري ګڼم چې ترې دَ قاضي عبدالحليم اثر صېب زبرګي ثابتيږي ۔ وائي چې امام ابويوسفؒ او امام محمدؒ دواړه دَ امام اعظم ابوحنيفهؒ شاګردان وو چې دَ هغوئ دَ وفات نه پس بيا امام محمدؒ خپل نيمګړے عِلم دَ امام ابويوسفؒ نه مکمل کړے وو نو امام ابويوسفؒ دَ امام احمدؒ سبقي او استاد وو ۔کله چې امام ابويوسفؒ قاضي مقرر شو او امام محمدؒ ته پته اولګيده نو هغه اووې چې دا ئې ښۀ نۀ دي کړي او پکار وه چې دَ خپل استاد اِمام اعظمؒ اتباع ئې کړې وې چې هغه وهل خوړلي وو او جيل ته تلے وو خو دَ قضا ٔ عهده ئې نۀ وه قبوله کړې ۔ امام ابويوسفؒ چې کله دَ دې نه خبر شو نو هغه لاسونه پورته کړل او دُعا ئې وکړه چې ياالله تر هغې امام محمدؒ له مرګ مۀ راولې تر څو چې قاضي شوے نۀ وي ۔ او بيا امام محمدؒ خپله قاضي مقرر شو ۔ نو برق هم دَ اثر صېب دَ ښيرو يا دُعا په وجه محقق او مؤرخ شويدے ۔هغه دَ کوهاټ دَ نوموړي شاعر رحمت شاه رحمت خبره :

 

سامعه خدائے خو دې اخته کړه دَ سُخن په مرض

چې هر شاعر دې په محفل کښې په واه واه ګز کړو

 

عجيبه خبره دا ده چې قاضي صېب خو به څۀ نه څۀ دَ کتابونو حوالې ورکولې دے خو بيخي په خپل سمي لګياوي اندازې جنګوي بلکه دَ خوشحال خان خټک غوندې معتبره حواله هم شايد نۀ مني چې هغه پښتانۀ بني اسرائيل ګڼي ۔

چې له پښته دَ يعقوب(ع) دي

 

ماسره ويره ده چې هسې نه لکه دَ محترم پريشان خټک صېب په آخره دې نتيجې ته اورسي چې لکه هغه د "پښتون" دَ ټکو تشريح شروع کړي چې دَ پ نه پت ن ، نه ننګ او ت، نه توره۔ ډاکټراسرارصېب يو ځل وئيل که داسې شي نو دا خو "پنجابنه هم جوړيدلے شي ۔

برق دَ پښتنو دَ اصل نسل پحقله په پښتو او اردو کښې کتابونه ليکلي او چاپ کړي دي چې ځيني خلق ئې حمايت او ځينې مخالفت  کوي۔ مخالفت کوؤنکي ئې وائي چې تحقيق کښې حوالې ضروري وي۔ په تشو اندازو کار نۀ کيږي۔ او برق وائي چې اندازې به لګوؤ ولې چې دا تاريخونه مُختلفو بادشاهانو دَ خپلو غرضونو دَ پاره ليکلي دي۔ 

تيرو ورځو کښې زلمي شاعراوليکوال آيازالله ترکزي صېب نه خبر شوم چې هغه په سعدالله جان برق ليکونه راغونډوي او دَ دۀ دَ ژوند او فن پحقله يوکتاب چاپ کؤل غواړي ۔ زما زړۀ غواړي چې ورته اووايم چې دَ ليکونو په ځائې به دا غوره وي چې شل ديرش تنه راغونډ کړي او برق له غُوټه دا خلۀ ماته کړي ځکه چې داسې به هغه هم دَ غمه خلاص شي ولې چې هغه دَ مشرانو خبرهابا مړاو تبه ئې پرې شوههغه خپله هم څو څو ځله خلقو له دعوت ورکړے دے چې ماله دا خلۀ ماته کړئ ۔که په دې ورته ځان بدي ښکاري چې مشر دے او تر اوسه دَ هغه نه ښو مشرانو ليکوالو برداشت کړے نو پکار ده چې په شريکه ئې په ګڼو کسانو اُونيسي او دَ مازغو ډاکټر له ئې بوځي  چې علاج ورله اوکړي ځکه چې دَ لېونتوب ټولې علامې پکښې شته او خپله ئې مني هم ۔

يو شاعر چې نوم ئې برق دے

په مازغو کښې ئې لږ فرق دے 

 

که داسې پاتې شو او لا حوصله افزائي ئې اوشوه چې دَ هغه دومره قدرداني کيږي او خلق پرې کتابونه چاپ کوي نو کيدے شي چې ټول ګزګومبت کړي ۔هسې هم ترې څوک خلاص نۀ دي ۔نه  شاعران معاف کوي ۔ نۀ مليان، نۀ سياستدانان او نۀ عوام ۔ نوپه داسې سړي کتاب چاپ کول نۀ ښائي ته ګوره خپله شاعر اديب دے خو دَ هيڅ يو شاعر دا خبره نۀ مني چې ګني هغه دَ پښتو ادب خدمت کوي ۔ يو شاعر ته خو ئې ډېر په بې باکۍ وئيلي وو چې ته دې خپلې درې څلور شعري مجموعې دَ پښتو ادب نه لرې کړه نو هيڅ فرق په پښتو ادب نۀ پرېوځي ۔ ځانله دَ شهرت اوږے ئې او په دې طريقه ځان مشهورؤل غواړې ، نو چې څۀ دې خوښه وي هغه کوه خو دَ پښتو ادب دَ خدمت خبرې مۀ کوه ۔يومحقق ورپسې کلي ته ورغلے وو او ورته ئې وئيلي وو چې دا برق صېب څۀ په ګډوډ سر ئې ۔ دا پريږده او دې کلي علاقه کښې دَ ورکو شاعرانو ژوند حالات کلامونه راغونډ کړه ۔ دادے ما خپله دومره څۀ راپيدا کړل چې روغ کتاب مې ترې چاپ کړو نو دې سپين سترګي ورته پخپل ځائې کښې وئيلي وو ۔ تاسره دَ مړو شاعرانو دَ ورکو کلامونو غم دے او  زمونږه  دې علاقه کښې دوه درې ژوندي شاعران دي زړۀ مې غواړي چې په دې مرۍ ورله غلے شم او کلامونه ئې په سيند لاهو کړم  يو ځل ترې چا دَ غني خان دَ شاعرۍ پحقله تپوس کړے وو نو ورته ئې په جواب کښې وئيلي وو چې هغۀ دَ شاعري دَ کباړي دوکان دے ښۀ څيزونه پکښې شته خو لټون غواړي ۔مُحقق او پوهان تهپوخانوائي ۔ نووړومبے خو ئې دا ټولې خبرې غلطې دي او که سمې هم دي نو هغه دَ سياستدانانو خبره دَ جمهوري اُصولو خلاف دي ۔ولې چې مونږه شاعران اديبان خو ځانله په دې خبره زړۀ ښه کوؤ چې ګني مونږه دَ پښتو ادب خدمت کوؤ چې دے ئې نۀ مني نو غوره خبره به دا وي چې ښۀ سم سم اُووهلے شي او توبه ګار کړے شي خو کيدے شي ايازالله  ترکزے اُووائي چې که داسې وه او دا سړے دَ وهلو ، تړلو او شړلو وو نو تاسو ولې دا کار نۀ کولو نو زۀ وائم چې هغه وخت ئې کتابونه نۀ وو چاپ شوي تشې دَ خلې خبرې ئې وې او لونده ژبه ده په هر اړخ اوړيدلے شي کيدے شي بيا ترې منکر شوے وو چې ما خو هيڅ نۀ دي وئيلي اوس پرې هر څۀ ثابت دي ولې اوس ئې خپلې خبرې په کتابونو کښې ليکلي دي ۔ نور خو پريږده  چې دَ مشرانو خبرو يعني "اقوال زرين" ته ئې هم ډېر په سپک نظرکتلي دي ۔ وائي چې دَ مشرانو بل څۀ کار نۀ وو نو ټوله ورځ به ئې اقوال زرين ارشاد کول ۔او چې کوم کارونه به ترې پخپله نۀ کيدل نو دَ هغې دَ کولو پحقله به ئې اقوال زرين جوړؤل مړه بس کومه کومه خبره به ئې کؤم خو هغه دَ چا خبره "ګل دَ کدو ګل دے چې يو ترې شوکؤم ورلاندې بل دےيو عېب ئې نۀ دے او نۀ يوه خرابي ده ځکه نو شريفانه کار به دا وي چې شل ديرش تنه ليکوالان راغونډؤل غواړي چې په زور ئې دَ دماغو ډاکټر له بوځو۔ څلورشپږ تنه پرې زړۀ نشي کولے۔ زور به پکښې يا دومره وي او يا نه خو په وجود غټ او هغه دَ چا خبره دَ غر هومره سړے دے نو هسې ترې خلق څنډه کوي خو يقين مې نشي که دا دَ خېر کار سرته اورسي ۔هسې هم دَ شاعرانو او ليکوالو متعلق مشهوره ده چې دوئ دَ عمل په ميدان کښې پاتې راځي ۔ دا دے ماته ګورئ نه چې دومره پاڼې مې تورې کړې او څومره ورځې مې پرې اولګولې حالانکه که هډو ما کوشش کړے وو نو په دې دومره ورځو کښې مې دوه څلور تنه خو خپل هم خيال پيدا کولے شول چې سعدالله جان برق مو دَ مازغو ډاکټر له بُوتلے وے ۔ځکه نو ګمان کوم چې نور هم زما وروڼه دي ليکل به پرې دوه سوه کسان اوکړي خو دَ علاج دَ پاره به ئې تر قيامته هم شل کسان او بيا ليکوالان راغونډنشي .

23/12/2017

-
بېرته شاته