(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

محاورتي غږونه

[02.Nov.2021 - 14:52]

په پښتو ژبه کې ځناورو او مرغیو سربېره د نورو څیزونو لپاره بیلا بېل محاورتي اوازونه کارولی کېږي. لکه:

اس هڼېږي

مېښه/ سنډا ناړي

غويی ‌‌‌‌‌‌ډراکېږي

اوښ بړېږي

ډنډوکره ټرېږي

مچ/ ماشی بڼېږي

چرچڼه چغېږي

چېنه شړېږي؛ وغېره ـ 

دا محاورتې اوازونه زموږ نوي نسل ته مالوم نۀ دي او د اوسنیو څخه هم زیات په هیرېدو دي.

غني خان په خپل یو نظم کې دا ډول اوازونه رېکاډ کړې دي، هغوي د خپل نظم «ساز» د عنوان لاندي لیکي ـ 

شونډو له خوند او سترګو له رنګ

پوزې له بوي; د نرګس د لونګ

زړۀ له امید او مستۍ او ارمان

غوږ له سرود او شڼا او شړنګ

ما له سرور او ژوندون او نور

دا څو اوازه د ژوند د رنګ

ټک ټک د اور, ټپ ټپ د باران

اخ اخ د وصال, اف اف د ارمان

وۍ وۍ د جنون, وخ وخ د صنم

نۀ نۀ, او او هر وخت د صنم

کټ کټ د خندا, پړک پړک د مستۍ

شړنګ شړنګ د پانزېب, چڼ چڼ د لښتۍ

شړ شړ د اوبو, شغ شغ د نسیم

بس بس د دلبر, بړ بړ د غلیم

هیں هیں د هنډر, شنګ شنګ د ګولۍ

کړ کړ د چېلم, پر پر د لولۍ

دم دم د دوپړۍ, ټنګ ټنګ د رباب

غړ غړ د پیالۍ, سخ سخ د کباب

چپ چپ د کوکۍ, پس پس د دلبر

چړ چک د تارو, ګوګو د کوتر

بس بس د اشنا, بد بد یې روان

ایش ایش دا قلم, هاں هاں دا بیان

د غني ددې نظم څخه دده د فطرت او پښتو سره مېنه او دې سره نږدیوالي جوتېږي' چې د پښتو څومره غټه پانګه یې د نظم په څادر کې راټوله کړې ده او موږ ته یې د پنډ په بڼه پرېښي ده ـ خو سوال دا دی' چې موږ ټول به د غني خان دې پنډ ته لکه د تیار خوارو ناست یو او که خپله به هم د خپل وس مطابق د خپلې ژبې پانګه راتلونکي نسل ته جمع کوو؟

که دهغه ډول محاورتي اوازونه (اس هڼېږي، سنډا ناړي

غويی ‌‌‌‌‌‌ډراکېږي، اوښ بړېږي، ډنډوکره ټرېږي، ماشی بڼېږي، چرچڼه چغېږي، چېنه شړېږي؛ وغېره)!

وکاس یسپزی

-
بېرته شاته