(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

یوکس

[02.Nov.2021 - 14:54]

سمسور وطن / يو کس يوه ونۀ   

چيري چې وني وي ، هلته ژوند وي.  ونې وژغورۍ مځکه وژغورۍ.

دا هغه شعار دي، چې وخت په وخت په نړۍ کې د سمسورتيا دپاره پورته سوي دي.

 نړۍ ټوله په دغه خبره قانع ده،او پرله پسې ورته کار کوي،چې ونه ژوند دئ، داسې ډېري بېلګې لرو، چې په نړۍ کې يې د ونو لګول يو ډېر لوړ پيام جوړ کړی دئ.

    لومړی ځل پۀ 1957 کې پۀ چين کې The great green wall پۀ نوم يوه د ونو لګولو پروژه پېل سوۀ، چې د چين پر 5مه برخه يې ځنګل را منځ کړ.

  پۀ جاپان کې يو کس او د‌ هغه کوروداني د پنځويشت کلنۍ پروژې پۀ ترڅ کې بشپړ شين ځنګل په وچۀ سيمه کې را منځ ته کړ، چې د هغې سيمې د اورښت زياتوالی لس چنده سو .

پۀ افغانستان کې ناکامورا په ننګرهار کې په يوه داسې سيمه کې وني ولګولې، چې ژوي يې د لوږي او تندي مړۀ کېدل، خو اوس هلته ځنګلونۀ او پارکونۀ شتون لري.

د نړيوال کښت کرهڼي پوهنتون د Green world په نوم يوۀ پروژه بشپړه کړه، چې شا و خوا 20 ميليونه يا دوه سوه لکه وني يې  ولګولې .

په 2015 او 2016 کې په خيبر پښتونخوا کې د Billion tree tsunami په نوم پروژه کي 450 ملين ( څلور سوه پنځوس لکه ) وني ولګولې ..

په 2019 کې په لاهور د Afforestation Lahore په نوم يوه پروژه کې يو بلين ونې ولګولې .

 نور هم ډيري بېلګي د ياد کار په هکله لرو .

دا کار د وخت د حکومت دئ ، چي د زراعت کرهڼيز او ځنګل او ځنګلي حيات رياست يې هم په دغه موخۀ جوړ کړی دی، چي وطن ټول په يوه نظر زرغون وساتې، خو چيري چې حکومت د نورو ونو لګولو په مقابل کې لګول سوي وني باسې، او قدرتي شنۀ او روغ ځنګلونه وهي او له منځه يې وړي ، نو بيا به دا کار يو سياسي سسټم کوي، چي خپل وطن وژغوري. چيري چې ریاست نه وي هلته به سیاست وي.

داسې د سوېلي پښتونخوا په ژوب ولسوالۍ کې ځوان کهول د ونو لګولو دپاره د سمسور وطن (چي دا نوم حتمي نه دئ.) په نوم يو اجتماعي پروژه پېل کړېده، چې ژوب او ژوب ته نيږدې سيمي سمسوري کړي.د ونو لګول شاليد لري.

لومړی: د اورښت زياتوالی او د سېلابونو مخه نيسي.

دويم: د ژو ژغورنه ده. او د نورو ژوو زياتوالی رامنځ ته کوي.

دريم: د تودوښې کموالی او د اکسيجن زياتوالی رامنځ ته کوي چي د سالنډۍ د وينې فشار ناروغي له منځه وړي .

څلرم: د ژوب بهاندي اوبه پر کار اچول دي. او مځکه د ماتولو يا ښوېدولو څخه ژغوري. پنځم:د مرغانو ژغورل او خپل سيميز ناياب مرغان د ورکېدلو څخه ژغوري

 شپږم : د ژوب د چېښولو په اوبو او په کښت کرهڼه کې زياتوالی را منځ ته کوي.

 اووم : د يخنۍ او تودوښې کموالی او زیاتوالی برابر ساتي.

 اتم : فکري همږغي را منځ ته کوي ،د سيميز يوالي ضمانت جوړوي.

 نهم : د سیلانیانو زياتوالی ، سيميز اقتصاد او بازارونه ته وده ورکوي .

 داسې نوري ډېري فايدې لري، چې د کښت کرهڼي پوهان يې ښه وضاحت کولای سي . د سوهېلو پښتونخوا ټول ځوان قشير ته ږغ کوو چې د ژوب د ځوان کهول دغه ګام دي وستايې اود هر قسم کومک دپاره دي ځيګرونه وډبوي. دا قامي اشر دی، او دا اشر به د سوهيلي پښتونخوا نورو سيمو ته غزوو. موږ ورسره په فکري ملګرتيا مل يو، تشويق او په اجتماعي بڼه يې خپرول کولای سو ،او دا ږغ بايد دمره بدرګه کړو چې د ټولني ټول وګړي خپله برخه په کې واخلي .

 د ژوب په دغه «سمسور وطن پروژه» کې د ټولني هر وګړی بايد بشپړه ونډۀ واخلي. دا  د وطن د ښايسته کولو پروژۀ ده ، په کار ده هر وګړی خپل اند ورسره شريک کړي تر څو دغه کار لوړ معيار پيدا کړي. ژوب او ورسره نوري سيمي زرغونې شي

 ټول سياسي ګوندونۀ، ادبي ټولني ، مدني فعالان، قبايلي مشران ، ژورنالسټان، حکومتي  کارکوونکې، په ياد کار کې بشپړه کومک وکړي، تر څو ژوب سمسور شي . چې ورستۀ به دغه پروژه د پښتونخوا وطن نورو سيمو تۀ هم وغزوو، پر ټولنيز رسنۍ دي د سوېلې پښتونخوا د نورو سيمو ځوانان هم تياری ونيسې، چې د ژوب ورستۀ بۀ نوري سيمي هم د يادي سمسوري پروژې برخه کړو.ويښ او استعداد لرونکي وګړي د وطن پر هر کونج نظر ساتي ، او خپل وطن سالم، ودان او پر مخ تللی ساتي ..

  سمسور وطن  د ويښتيا علامت دئ.

 (اشنا)

-
بېرته شاته