(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سائین کمال خان

[11.Nov.2021 - 11:38]

سائیں‌کمال خان شېراڼی د‌ نړيوال قامپالو په قطار کې:

ليکفضل اشنا 

سائيں کمال خان شېراڼی څوک وو څه وو د‌کوم ځای وو څه يې وکړه ، دا خبري پر خپل ځای دي، خو زه دلته يو کوشنوټې مرکه راوړم چې په تېرو شپو کې مې چارجر بتۍ ته د فرانز فينن کتاب                     " Black Skin, White Masks" په نوم اردو ته ژباړلی سوی د " سیاہ جلد، سفید چہرے" په نوم چاپ سوی دی، په ياد کتاب کې فرانز فينن پر قامي غلامۍ باندي هر اړخيز تحقيق کړی دی چې په هغه کې يې د نسلي توپير په هکله د يو ډاکټر سره مرکه کړې ده

فرانس کې په ۱۸۸۹ کې نيشنلسټ انقلاب وسو ، فرانس په خپله يو قام دی چې ټول شرائط يې پوره دي، د فرانس په جغرافيه کې د نورو قومونو سره سره دوه قامونه چې سيني ګالي (سپین پوستی) او بل حبشي (تور پوستی) قامونه هم اوسېدل، د شلمې پېړۍ په دويمه لسيزه کې په فرانسه کې د سيني ګالي او حبشي د خپلواکۍ کسه په يوه مرکه ولولی.

فرانس فينن ليکې چې په فرانسه کې به فرانسوي ډاکټرانو د تورانو حبشيانو علاج نه کوئ، او د سينګاليانو د‌علاج دپاره به يې ډېره هڅه هم کول او عزت او احترام به يې هم ورکاوه، فينن ليکي چې زه ډاکټر ته د نفسياتي غلامۍ دپاره مرکې ته ورغلم ، مرکه ولولئ ، !

 

فرانز فينن : تاسو ولي نسلي نفرت ساتی تاسو ولي د تور پوستو يا حبش خلکو سره ناوړه چلند کوئ، هغه له ناروغۍ څخه مري او تاسو ورپوري پسخند وهئ، او بل اړخ ته بيا د سينيګاليانو دومره عزت احترام کوئ چې درمل وړيا (مفت) يې ورکوئ ؟

 

ډاکټر هين: تور پوستي زموږ دايمي غلامان دي،زموږ کورونه له غلو ساتي، او زموږ ماشومان ورباندي سپاره وي لکه خره يا اسان په کوڅې کي يې ګرځوي، موږ دوی ته د سپي په نوم ور ږغ کوو، موږ د نسل او د عقيدې ښکنځل ورته کوو، موږ د ښار واټونه او کورنۍ ټټۍ په پاکوو زموږ موسيقي خوښوي، زموږ د ازادۍ په ورځ خيراتونه کوي او رقصونه کوي، داسې نوري ډېري سپکي  ....... خو دوی بيا هم کوښښ کوي چې ځانونه فرانسويان ثابت کړي، هيڅ نه وايې موږ يې هر څه قبضه کړې دي، بس دا يو مفت افرادي قوت دئ چې هم کارونه په کوو او هم وطن په جوړو، د بل قام سره که دننه وي که دباندي وي جنګوي يې، دوی قربانۍ ورکوي موږ قرار ناست يو ، او د دوی هيڅ قسم خدمت او قرباني نه منو، نه يې معاوضه ورکوو، دوی د فرانس نه دي نه يې موږ فرانسويان را ګډوو .

 

فرانز فينن : ډاکټر هين بيا خو سينګاليان هم د فرانس نه دي او نه ستا سو نسل دئ، هغه ته مو اول ډېر وهل ټکول ورکړه خو اوس يې بيا داسي عزت احترام کوئ لکه چې ستا سو سکني فرانسويان وروڼه چې وي دا ولي ؟

ډاکټر هين : ګوره سيني ګالي قام چې کله پوه سو چې فرانسويان زموږ خپلواکي نه مني ملي تشخص نه راکوي خپلواکي راڅخه قبضه کړه نو دوی له موږ څخه نفرت پېل کړ ، او دا نفرت د ازادۍ بنسټ دئ. دوی زموږ د ازادۍ ورځ نه لمانځي، دوی زموږ موسيقي نه اوري، دوی زموږ د بيرغ سره مينه نه لري، دوی د يو قوم فرانس پر خبره پټه خوله دي، موږ ډېر ووهل ډېر مو ورک کړه ډېر مو په مځکه کې ښخ کړه، خو دوی اوس پټ کار روان کړی، تعليم کوي ، کاروبار کوي ، نوکري کوي، په خپل منځ کې ودونه کوي، هر کار په اشر کوي، تر ډېرو لويو لويو منصبو پوري يې ځانونه ورسول، خو زموږ دپاره ګواښ دی، 

موږ زکه احترام ورکوو چې مراعات ورکړو مځکې ورکړو، د عقيدې په نوم يې راشريک کړو، دوی ته مو کلي اختيار ورکړی دی، اوس يې په هره قبيله کې يو يو ملک ورته جوړو چې قامي وحدت يې مات سي ، قيمت بها موټري، بنګلې ، ښې ډيري پيسې، تاریخ يې ور مسخ کوو، تهزيب يې ختموو، ژبه يې په فرانسي ژبه اړوو .... خو بيا هم دوی د خپلواکۍ او ازادۍ د خبري څخه نه کښېني ...

فرانز فينن: ولي نه کښېني او دا پټ انقلاب څنګه  ؟

ډاکټر هين : دوی خپلواکي غواړي خپله ژبه غواړي، په فرانس کې د يو سيال قام په حيث اوسېدل غواړي ، نو د دوی زهن سازي وسوه ، د دوی سياسي او قامي مبارزې دپاره تربیت وسو ، د هغه په نتيجه کې دوی اوس ځانونه د سينګالي خاوري زامن بولي ..

فرانز فينن : تربیت يې چا وکړ دلته څوک سته چې دوی ته د ازادۍ  درس ورکړي دا خو ټول ستا سو غلامان وو ؟

ډاکټر هين : دوی خپلو مشرانو ته ورتلل له هغو به يې زده کړه کول د هغو سره به يې ناستې کولې ،هغو به د خپلو اتلانو کسې ورته کولې ، او د ازادۍ دپاره يې لاري او کودري ورښولې ، د خپلو نابغه اشخاصو څخه يې ډېر کار واخيستی ، زکه چې هغه خپله د قامي خپلواکۍ دپاره په عملي، نظري، او په علمي بڼه پوه درلوده ، سنيګاليانو د خپلو علمي، سیاسي، دانشورو، او پاميده مشرانو څخه ډېر څه واخیستل چې اوس يې هغه د خپلواکۍ مشعلونه په لاس کې دي، دغه د استعماريت توره شپه به يو وخت شاته وتمبوي.

 نو د دغه خبره سره ماته د مشر محمود خان اڅکزي هغه خبره رایاده شوه، چې د سائيں د جنازې په ورځ يې وکړه ، چې سائیں زموږ مشر وو موږ به هر وخت ورته راتلو، دی به راته ګډ وو.

 او بيا د هغه ورسته څومره ډېر پښتانه او بلوڅان د  پښتونخوا وطن د سائیں د ليدو دپاره تلل خپله خپله تنده به هر چا خړوبول، نو نن چې د سائيں کمال خان شېراڼي د تلين ورځ لمانځل کیږي، ماته معلومه سوه چې د پښتونخوا وطن دا لوی سياسي استاد نابغه شخصيت هم په سر کې د هغه سينګالي سپېږيرو ماغزه درلوده، چې خپل بچيان يې د خپلواکۍ او سيالۍ مبارزې ته هڅول ، ما چې د فينن د کتاب دغه مرکه وويل نو پوه سوم چې کمال د کمال سړی وو ، او سائیں د نړیوال نيشنلزم د مخکښانو د اول صف شخصيت دی بايد سائيں نه شي هېر ، بايد موږ نور هم د سائيں په شان سياسي نابغه اشخاص ولرو تر څو خپل قام د خپلواکۍ په معنا معطر وساتي .

پر کتاب تبصره بيا پوسټ کوم ، نن د سائيں کمال خان شېراڼي تلين ورځ وه .   

         روح يې ښاد خدمتونه يې افتخار  

         فضل. اشنا

-
بېرته شاته