(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کابلی

[25.Nov.2021 - 04:10]

دافغانستان هر وګړي ته دکابلي او کابلي والا خطاب سم نه دی

په پښتونخوا او هند کې دکابل او کابلیانو په اړوند یوه تیروتنه

په پښتونخوا او هند کې هر هغه افغان چې دافغانستان وي هغه دکابلي او یا کابلي والا په نامه سره یادوي . حال داچې داسې نه ده . په دې کې شک نشته چې کابل دافغانستان پلاز مېینه ( پایتخت ) ده ، خو دافغانستان ټول اوسیدونکي دکابل نه دي . افغانستان (۳۴) څلوردیرش ولایتونه یا کوچني سټیټونه لري او افغانان دافغانستان په دغو (۳۴) بیلا بیلو ولایتونو کې اوسیږي . هرافغان دکابل اوسیدونکی نه دی . هغه افغانان چې دکابل دښار اوسیدونکي وي موږ ورته کابلی وایو چې جمعه یې کابلیان دي . خو په پښتونخوا اودپښتونخوا په مرکز پيښورکې هر افغان ته کابلي ویل کیږي . په همدې توګه په هند کې هم ځینې خلک هر افغان ته کابلي والا وايي . دهند ستر بنګالي لیکوال او دنوبل دجایزې ګټونکي رابیندرا نات ټیګور په خپل دکابلي والا په مشهوره کیسه کې هم دخپلې کیسې پښتون کرکټر رحمت خان دکابل اوسیدونکی بللی دی او هغه ته یې دکابلي والا خطاب کړی دی. حال داچې دهند دلویدیز بنګال په مرکز دکلکتې (کولکتې ) په ښارکې چیرته چې رابیندرانات ټیګور ژوند کاوه او دهند دآسام او بیهار په ایالتونو کې دپکتیا دزرمت(زرملې )، پکتیکا او کټواز پښتانه اوسیږي او هلته سوداګریز کاروبارونه لري او همدا اوس اوس هم په زرګونو پښتانه دهند دلویدیز بینګال په مرکز دکلکتې ( کولکتې )په ښار او دهند د اسام او بیهار په ایالتونو کې میشته دي .

زما ددې لیکنې موخه او هدف داو چې دافغانستان هر وګړي ته دکابلي او کابلي والا خطاب سم نه دی. په افغانستان کې کندهاریان ، ننګرهاریان ، بکتیاوال ، خوستوال ، هیلمندیان ، لغمانیان ، کونړیان ، هراتیان ، مزاریان او نور ډیر خلک میشته دي چې دا ټول خلک دکابل نه دي . کابل دافغانستان پایتخت دی او دکابل اوسیدونکی کابلیان دي نه دټول افغانستان اوسیدونکي او موږ باید دافغانستان هر اوسیدونکی ته کابلی او کابلی والا ونه وایو ، بلکې ورته افغان ووایو.

[‌‌‌‌‌‌ډاکتر لطیف یاد]

......................

 

دډیورنډ لنډژوند لیک او پیژندګلوي

-----------------------------------------------------

هینري مور ټایمر ډیورنډ د۱۸۵۰ زیږدیز کال دفیبرورۍ دمیاشتې په ۱۴ نیټه دهند دمدهیا پردیش د ایا لت د مرکز بهوپال په سیهور نومې سیمه کې زیږیدلی و. دپلار نوم یې هینري ماریون ډیورنډو چې دهند په برو ډا کې اوسیده . ډيورنډ خپلې زده کړې دانګلستا ن په بلیک هيت پروپرايټېري او ټونبرېډج ښوونځيو کې ترسره کړي وې .نوموړی په ۱۸۷۳ زیږدیز کال کې دانګریزي سرکار له خوا په ملکي دنده وګومارل شو. دافغانانګریز په دویمه جګړه ۱۸۷۸-۱۸۸۰ زیږدیزو کلونو کې په کابل کې دانګریزانو بهرنی سیکرټري و.د ۱۸۸۴ کال نه د۱۸۹۴ کاله پورې یې په تهران کې دانګریزانو له خوا دغیر رسمي ستر استازي په توګه کار کاوه .د۱۹۰۳ زیږدیز کال نه تر ۱۹۰۶ کلونو پورې په امریکې کې دانګریزانو سفیر و.

له ۱۹۰۶ زیږدیز کال نه وروسته چې کله ډيورنډ بېرته خپل پلرني هېواد انگلستان ته ستون شو نو هلته يې ځان له سرکاري کارونو گوښه کړ او بيا يې يواځې ځان ليکنو ته وقف کړ چې په دې لړ کې يې خپل د پلار جنرال هېنري ماريون ډيورنډ (۱۸۱۲ - ۱۸۷۱) ژوندليک وليکه. ډيورنډ د ناول ليکلو لېوال هم ؤ او د خپلې مېرمنې اېلا آر ډيورنډ (۱۸۵۲ - ۱۹۱۳) سره يې په گډه يو څو کتابونه خپاره کړي، چې د هغو نه په لاندې توګه نومونه اخیستلی شو::

 ۱- په لوېديځ فارس کې د مني يو سفر چې په ۱۹۰۲ زیږدیز کال یې لیکلی دی 

 ۲- نادر شاه: يو تاريخي ناول چې په ۱۹۰۸ زیږدیز کال یې لیکلی دی 

 ۳- د فيلډ مارشال جيورج سټوارټ وايټ ژوند چې په ۱۹۱۵ زیږدیز کال لیکل شوی دی

ډیورنډ د ۱۹۲۴ زیږدیزکال دجون دمیاشتې په اتمه نیټه مړشوی دي.-

...........

 

پاچا خان په خپل اثر«زماژوند او جد و جهد» کی لیکی چیپه پښتنو کی ډیر لوی لوی

پاچا هان او مشران پیدا شوی دی،خو هیچا په پښتنو کی اجتماعی ژوند او داجتماعی ژوندفکر نه دی پیدا کړی.»[عبدالغفار خان:زما ژوند او جدوجهد ]

..........

-
بېرته شاته