(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په پښتو شعرونو کښې

[13.Dec.2021 - 19:48]

په پښتو اشعارو کې د منصور یادونه

لیکوال :ډاکتر لطیف  یاد

یو خونه دی ټول جهان منصور منصور دی

وخت به کوم یو منصور وخيژوي دار ته

منصور د پښتو، فارسي، اردو، هندي، ترکي او عربي ژبې د شاعرانو په شعرونو کې ډیر یاد شوی دی. دی یو صوفی و چې اصلی نوم یې حسین و، بلار یې منصور حلاج نومید او دی هم د خپل پلار منصورد نامه له وجې په منصور سره مشهور شوی دی او د ده پلار ته یې ځکه حلاج وایه چې مالوچ (رویي) به یې حلاجي کول. حلاج په یوه سنی مذهبه کورنۍ کې پیدا شوی و. د ده د زیږیدو نیټه د۸۵۸ زیږدیز/میلادي کال د مارچ د میاشتې ۲۶ مه نېټه یا ۲۴۴ لیږدیز/هجري کال ښودل شوی دی.

نوموړی د فارس په یوه سیمه کې چې الطور نومیده زیږیدلی و هماغلته په یوه دیني مدرسه کې شامل شو او ۱۲ کلن و چې سپيڅلی قرآن یې حفظ کړ او د سهل بن عبدالله تستری نه یې تجوید او د تصوف علوم زده کړل. بیا چې لږ لوی شو نو عراق ته لاړ او په بصره کې د عمرو مکي نومي صوفي د مریدانو په کړۍ کې ورننوت، ورپسې بیا بغداد ته لاړ او د مشهور صوفی جنید بغدادي مریدو. همداراز ده د خپل ژوند ډیره موده په سفرونو او د نورو ځایونو په لیدلو کې تیره کړه. ده په دغه سفر کې هند هم ولید او د بودیزم د مذهب سره هم آشنا شو. منصور ۲۶ کلن و چې د مکې شریفې زیارت ته لاړ او یو کال د مکی شریفې منجور ( مجاور ) و او په دریو ورځو کې به یې لږه ډوډۍ خوړه او لږې اوبه به یې څښلې.دی درې ځلې حج ته تللی و، خو په دریم ځل چې حج ته لاړ هغه ۲۹۰ هجري کال و، دا دریم ځلې ده دوه کلونه په کعبه کې اعتکاف وکړ. نوموړی په تصوف کې د وحدة الوجود د نظریې پیرو و چې معمولا د دغې عقیدې پیروان په هر څه کې الله تعالی ویني، منصور به ویل ( انا الحق ) یعنې زه حق یم چې ځینو خلکو د حق کلمه خدای بلله) نو ځکه د ده مخالفین د ده پر خلاف راپورته شول دي یې مرتد او بې دینه وباله او د کفر ټاپه یې پرې ووهله. دی مجبوره شو چې له بغداده وتښتي او دوه کلونه پټ و او بیا د ابوالحسن علی‌ بن احمد راسبی له خوا چې د ده دښمن و د ده د پټیدو ځای څرګند شو او ونیول شو او د ۳۰۱ لیږدیز/هجري کال نه د ۳۰۹ لیږدیز/هجری کاله پورې په زندان او قید کې و .

په پای کې په ۳۰۹ زیږدیز/هجري کال کې په بغداد کې د عباسي خلافت د واکمنۍ په وخت کې د ابوبکر محمد بن داود سهل بن اسماعیل بن علی نوبختی او د ابو الحسن بن علي فرات په سپارښتنه او د هغه وخت د متنفذو روحانیونو په سلا او مشوره او دقاضي ابو عمرو په فتوا سره امر وشو چې دی به زر ځلې په درو وهل کیږی هماغه و چې لومړی یې په زرو درو وواهه او بیا یې په دار وځړاوه او سر او پښې يې ورنه غوڅې کړې او بیا دده مړی وسوځول شو او ایرې یې د دجلې په سیند کې وغورځول شوې.

د منصور نه خينې لیکلي آثار پاتې دی چې په عربي ژبه دي او نومونه یې دا دي :

• « طاسین الازل و الجوهر الاکبر »

• « طواسین »

« الهیاکل »

• « الکبریت الاحمر »

• « نورالاصل »

• « جسم الاکبر »

• « جسم الاصغر »

• « بستان المعرفة »

. دحلاج د اشعارو دیوان

لکه چې د مخه مو وویل د پښتو ژبې پخوانیو او اوسنیو شاعرانو په خپلو شعرونو کې د ده نوم ډیر یاد کړی دی چې دا دی د پښتو ژبې د ځينو پخوانیو او کلاسیکو او اوسنیو شاعرانو هغه بیتونه راوړم چې د منصور یادونه یې پکې کړې ده :

ګوره د منصور غوندې په دار نه شي رحمانه

مکړه دا د عشق خبرې مستې رندانه

( رحمان بابا )

هر وګړی چې منصور غوندې په دار شي

دار یې پس له مرګه نخل میوه دار شي

( رحمان بابا )

كه مې سر لكه منصور غوندې په دار شي

دغه دار دى و رحمن و ته معراج

( رحمان بابا )

د منصور رشتيا سبق و

دا سبق يې پر ورق و

هر ورق باندې يې كښلى

سر كلام د انالحق و

( ارزاني خیشکی )

پر منصور علماو ځكه سياست تير كا

چې یی هر تقليد فاش نكا

( دولت لواڼی)

هر چې دار نه قبلوينه د منصور دعوه دې نه كا

هر چې ويره كا له داره دى ملحد حال يې تباه دى

( دولت لواڼی)

منصور چې مست وو له هغه جامه

جرعه يې راغله زما تر كامه

منصور په دار شه زه به لا نور څه شم

كه راز مې ورسي تر خاص و عامـه

( ستر خوشال بابا )

لكه منصور په سر د دار دعوه د عشق نه پريږدي

كه مبتلا يې په بلا كاندي پښيمان به نه شي

( حافظ الپوري )

كه د راز د انالحق په زړه كې پټ كړ

څوك به تا څكــوي و دار ته د منصور

( شمس الدین کاکړ)

كه هوښياران مې راخبر شول په اسرار د مينې

لكه منصور به په خندا پړى د دار ونيسم

( شاعر ؟)

که منصور غوندې په دار او په سنګسار شم

نشته داچې ستا له مینې توبه ګار شم

( حمید ماشو خیل )

سر به نظرانه کړو که زموږ په کلي بیا راغلي

تا ته ډیر سرونه د منصور غوندې په دار خیژي

( رحماني )

نه مې شمعې بلې کړلې

نه مې ژوند د خوار پتنګ شو

نه منصور غوندې په دار شوم

نه مې ځان په وینو رنګ شو

( عنایت الله پویان )

د منصور غوندې په دار یم چې ریښتون یم

په شته کور کې در په در یمه پښتون یم

(ظهیرعباس خان زاک)

په رښتیا ویل منصور غوندې په دار شوې

خپل افغان ولس. وطن ته وفادار شوې

( اسماعیل اړم)

مونږ د منصور په پلونو د رومو ځکه دار خوښوو

چی تر جانانه پری رسیږو هغه لار خوښوو

( شاعر ؟ )

که منصور غوندی په دار شم پروا نشته

بیا به هم وایم اشنا ته می حاجت دی

( شاعر ؟ )

وخت به راځي چې غاښ د زهرو به ښامار نه لري

منصور به ګرځي مستانه ملا به دار نه لري

( پیر محمد کاروان )

خدايه ! په دار بيا د منصور غوندې شوم

پـه دې حالاتو کې مجبور غوندې شوم

( مصطفی پسرلی )

دا کمزوری ; د زمانی : ده ګرانه

منصور تیار دے خو؛ دار نه دے تیار

( محمد ګل منصور )

ستا مینه که جرم وي سنګسار دې شم

خیر دی د منصور غوندې په دار دې شم

( هلال مهاجر )

مونږ په مسلک يو د منصور د مرګه نه ويريږو

د حق اواز مو ښه ښکاره په سر د دار کړې دې

( شاعر؟)

دا وطن د منصور نه دی په رضا چي دار ته خيژي

جلادان تېره تېغونه چي راځي پرېږده چي راسي

(عبدالباري جهاني)

ما په دار کړئ چې منصور خلکو ته یاد شي

موده وشوه څوک په دار نه دي ختلي

( شاعر ؟ )

دلته د مرګه ن بل روزګار نشته

چا وییل منصور نشته دی دار نشته

( جمیل خان جمیل )

دانالحق دوره راغلى خو څوک دومره نشته

چې پيروي دحق په چغه له منصوره وکړي

د دیــدار د خــوند خـــو دغه انــدازه ده

چې منصور پسې په خوښه دار اخیستی

( عبدالرحیم روغانی )

پۀ مینه د محبوب کې مې پۀ دار وزنګوئ

راځئ! ما د منصور پۀ دغه لار وزنګوئ

(شاعر؟)

یو خونه دی ټول جهان منصور منصور دی

وخت به کوم یو منصور وخيژوي دار ته

(؟)

زۀ شاهين چې حق وېنا کړم پروا نشته

که منصور غوندې اوچت په سر د دار يم

(انور شاهین خانخیل)

دا و د پښتو ژبې د شاعرانو په لیکنو کې د منصور د نوم یادونه

ډاکتر یاد

-
بېرته شاته