(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو کښې د واو

[13.Dec.2021 - 20:03]

 

په پښتو ژبه کې واو (و) لاندې بېلابېل ډولونه لري :

نرم (و)

څرګند (و)

اوږد (و)

لنډ (و)

د جمع (وو)

مفرد (ؤ)

۱_ نرم واو :

نرم واو هغه واو ته ويل کيږي چې مخکې(ماقبل) تورى يې زور ,زوروکى و لري ؛ لکه : (لو،پلو،بو،چلو،دو،رو، زور، مو، یو…) دا (و) فقط په اسماوو کې راځي نه په افعالو کې.

څرګند واو :

۲_ څرګند واو هغه واو دى ؛ چې مخکينى تورى يې پېښ(ضمه )لرونکى وي لکه : (چاکو،تالو،آلو،شفتالو،ذردالو، سالو، …)

دا (و) هم فقط په اسماوو کې راځي.

۳_ اوږد واو:

اوږد واو هغه واو ته ويل کيږي چې مخکينى تورى يې اوږد پېښ (ضمه) ولري لکه : (مـــور،کـــور،اور،لـــور،خور،ورور،شـــور،سپـــور،ټکـــور،نسکـــور،زور،پېغور،سرتور…)

۴_ لنډ واو:

وړوکى ، يا لنډ واو هغه واو دی چې مخکينى تورى يې لنډ او سپک پېښ (ضمه) ولري لکه : (تاسو،مستو،شيدو،شلومبو،ورشو،راتلو،ورتلو،اوبو،آتو،مڼو) دغه (و) بیا هم په اسماوو کې راځي او هم په افعالو کې.

۵_ د جمع (وو):

د جمع واو هغه واو ته ویل کیږي چې مخکینی توری یې واو وي او هم نرم پېښ یا ضمه ولري لکه: (دوی هلته وو، که نه وو؟ څوارلس تنه مېلمانه راغلي وو ) دغه واو فقط په افعالو کې راځي.

۶_ مفرد واو:

مفرد واو هغه واو ته ویل کیږي؛ چې هغه له ځانه سقیل پېښ وزیږوي ، ماقبل توری یې یوازې زور او زېر (مفتوح او مکسور) راتلی شي لکه: (احمد پرون په پوهنتون کې ؤ. حشمت الله سهار مدرسې ته تللی ؤ؟) دغه واو هم فقط له افعالو سره راځي، له (وو) سره یې توپير یوازې په دې کې دی؛ چې (وو) په جمع کې کاریږي او (ؤ) د مفرد لپاره راځي.

غلام سخي همت

-
بېرته شاته