(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اکبر کرګر

[16.Dec.2021 - 00:45]

د راډیو افغانستان ریُس او غوره لیکوال اکبر کرګر

محمد اکبر کرگر  دمحمد امان زوی په ۱۳۳۲هجري شمسی کال دکونړونو  دنورگل ولسوالۍ په مزار دره کې په يوه بزگره کورنۍ کې زيږيدلی ده ۔

ده خپلې لومړنۍ زده کړې دمزار درې په لومړني ښوونځي کې ترسره اوبيا دکابل دابن سينا په عالي ليسه کې دليليه زده کوونکي په توگه په درس پيل وکړ ۔ په ۱۳۵۳ کال دکابل پوهنتون دادبياتو اوبشري علومو په پوهنځي کې شامل اوپه ۱۳۵۶ کال ددغه پوهنځي  دفلسفي اوټولنيزو پوهنو له څانگې فارغ شو ۔ کرگر   ان له لسم ټولگي څخه دپښتو ټولنې دزيرې په جريده کې په ليکلو پيل وکړ اوبيا دهيواد دنورو خپرونو سره هم همکار پاتې شو ۔ له فلسفي زده کړو سره يې په ښوونځي کې مينه پيدا شوه اوپه همدې موخه دځينو باتجربه استادانو څخه يې په انفرادي توگه دفلسفې زد ه کړو  درسونه تعقيب کړل ۔ له پوهنتون څخه دفراغت نه ورورسته يې دافغانستان دعلومو اکاديمي دپښتو څيړنو په نړيوال مرکز کې په کار پيل وکړ اود۱۳۵۸ کال په لومړيو وختونو کې سياسي بندې شو ۔ له زندان څخه وروسته سملاسي دثور انقلا ب دحقيقت په ورځپاڼه کې په کار پيل وکړ ۔ په ۱۳۶۰ کال کې دعسکري خدمت تر بشپړولو وروسته دراديو افغانستان په اداره کې لومړی دمرستيال اوبيا دخپرونو دلوي ريس په توگه وټاکل شو ۔ د۱۳۶۴ کال دجدي په مياشت کې دافغانستان دچاپ اوخپرونو ددولتي کميټې دمشر په توگه له رتبې څخه په خارج  بست کې وټاکل شو ۔ په ۵ ۱۳۶ کال کې  دکابل پوهنتون دفلسفي اوټولنيزو علومو په پوهنځې کې داسيستانت په توگه وټاکل شو چې ديو ه علمي اثر دليکلو په نتيجه کې يې دپوهينيارۍ علمي رتبه ترلاسه کړه۔ په ۱۳۶۷ کال  کي دافغانستان دخلک دموکراتيک گوند دگوندې نشراتو چارې يې هم پر مخ وړلې اوپه ۱۳۶۹ کال کې دافغانستان دليکوالو دټولنې دمنتخب مرستيال په توگه وټاکل شو ۔ تر ۱۹۹۲ کال پوری دليکوالو دټولنې مرستيال اوله هغه وروسته په پيښور کې دنوی کور نوی ژوند په پروژه کې دليکوال سکرپت  ليکونکي او بيا دمالوماتو دراټولو لو دڅانگې مسوول وټاکل شو ۔ 

اکبر کرگر په ۱۳۵۲ کال کې په خپل  کلي واده کړی  چې پنځه لورگانی اويو زوی لري ۔ ټول اولادونه يې له پوهنتوني زده کړو څخه برخمن  ٬اکاديمک ٬ليسانس ٬ فوق ليسانس اودپی اچ ډې تر کچې زده کړي لري ۔ 

کرگر ليکوال څيړونکي نقاد اوکيسه ليکوال دی ۔ دهغه زيات شمير اثار دهيواد په مطبوعاتو کې خپاره شوي دي ۔

اکبر کرگر په ۱۹۹۰ کال کې داطلاعاتو اوفرهنگ په وزارت کې دافغانستان دجمهوريت دفرهنگي پاليسۍ دتدوين اوجوړولو ددرې کسه ييز  کميسون غړی و۔ 

په ۱۹۹۹کال کې لند کې ميشت شوي  

له ۲۰۰۵ نه تر  ۲۰۱۲ پورې  په لندن کې دپښتو ژبې استاد 

له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۴ پورې  پهافغانستان کې فرهنگي سلاکار 

داکبر کرگر چاپ شوي اثار په دې ډول دي

دلنډو کيسو په برخه کې

شيبې  دلنډو کيسو ټولگه 

سينده ځه سينده بهيږه 

دزمانو سندره 

کله چې ماشومان سندره وايي 

انځورونه که هينداره 

  ناول : دغوېي هډوکي 

واټنونه: ناول 

له تورتمه روايت  دلنډو کيسو ټولگه 

څيړنيز اثار

څو ادبي يادونې 

غني دشگو په محل کې 

په حالنامه کې دبايزيد روښان عرفاني اوفلسفي څيره 

دشعر درناوی 

رحماني ليدتوگه 

پښتو گړنې ( په مجلو کې چاپ شوی دی

دميرزاخان انصاري  فلسفي اوعرفاني نړی ليد 

ژباړې

کيسې اوحماسې 

ترهگري اوجگړه له انگريزي څخه چاپ 

قران ٬لپ ټاپ کلاشينکوف  له انگريزي څخه چاپ ۲۰۱۳کال 

( یوسف هیواددوست ـ له ډنمارک څخه د افغان غږ راډیویي مجله )

-
بېرته شاته