(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خپلوان په څه نامه

[16.Dec.2021 - 00:47]

خپلوان په څه نامه وبولو؟

لیک: محمدمعصوم هوتک

تېره ورځ مي (۱) په تاندویبپاڼه کي د ښاغلي منلي صاحب خوندوره لیکنه ولوستله چي دخپل مي یې خونه دي پېژنم ….” ترسرلیک لاندي خپره سوې وه . له لیکني څخه داسي ښکارېدله چي دد غي موضوع د طرح کولونوښتگر ښاغلي ومان نیازی دئ . ما د ښاغلي نیازي لیکنه نه ده لوستلې . منلي صاحب پردغه مشخصه موضوع باندي ښه تفصیلي خبري کړي دي . پښتوپه همدغه رازلیکنوبډایه کېږي، لهجې ئې دهمدغه شان لیکنوله لاري سره نزدې کېږي اومعیاري ژبي ته درسېدلو کوڅې ته هم همدغه لاروتلې ده .

په دغه لیکنه کي دخپلوانوله پاره پښتونومونه په یوه جدول کي سره اوډل سوي دي اوپه پای کي ئې داجمله پرزیاته سوې ده چي وایيله دوستانواواستادانوڅخه د ومان په اقتداهیله کوم چي داجدول د امکان ترحده بشپړکړي،روښانه یې کړي اونقدپرې وکړي چي دپښتنو دخپلویویوعلمي انځورپیداکړو”.

دې غوښتني ماته جرئت راکړچي په دې برخه کي خپل اورېدلي او لوستلي له دغوښاغلواونورودرنولوستونکوسره شریکي کړم .

۱ ــ دپلاراومور(والدینو) مورته دنیاپرڅنگاناهم وایي . نازوانا او زرغونه انا زموږ دتاریخ ویاړلي پښتنې مشراني دي . داناکلمه دپښتوکلاسیک ادب ملاتړهم لري . خوشحال خان وایي :

که د واړوپښتنوراته تسلیم دئ

خوبیاهم دسباکۍ اناخښتک یم

په جدول کي بایددنیاترڅنگاناهم ولیکل سي . په ژبه کي دیوه مفهوم له پاره متعددي کلمې دژبي دبډایۍ معنالري.

۲ ــ دپلارخورته پښتانهامهوایي. زموږملاطبیعتولیکوالواو میرزایانودپښتوامهله عربيعمهسره یوشان بللې ده . په پښتو او نوروهندواروپایي ژبوکي دغه رازتصادفات نورهم سته . دانگرېزي ژبي ( meaning) اوعربي ژبي (معنی) دیوه مفهوم له پاره په تصادفي توگه ورته شکلونه موندلي دي. موږته معلومه ده چي عربي اوانگرېزي په دووجلاجلاژبنیوکورنیوپوري اړه لري . دکلماتودغه رازورته والی تصادفي دئ . یابه دارازضرورت وي چي موږئې دمنځ ته راتگ په علت نه پوهېږو. خبره چي هرڅه وي، وي به، خودپښتوامهاود عربيعمهیوله بله تصادفي ورته والی لري . دامهنورمشتقات په اریایي ژبوکي سته . دانگرېزي ژبي (اَمي، اَما، ممي) اودپښتو(امۍ) ئې په مثالونوکي راوړلای سو. که دپلارخورتهامهاودمورخورتهترورولیکو، دابه موپه ژبه کي دمکرروکلماتودمخنیوي پر لور یوگام وي.

۳ ــ په جدول کي دپلار ورور تهتره، کاکالیکل سوی دئ . که پرڅنگ باندياکاهم ورسره ولیکل سي، ښه به وي. خوراډېرپښتانه (تره) ته (اکا) وایي.

۴ ــ په جدول کي دپلار تره (اکا)تهترلهلیکل سوی دئ چي غالبابه چاپی تېروتنه وي. زماپه لهجه کي دپلاراوموراکاگانو(ترونو) ته هم (نیکه) ویل کېږي اویائې په تشریحي نامه (دپلاراکا) یا(دموراکا) بولي . په جدول کي چي دمور د تره خانه په ( @@@) ډکه سوې ده، کولای سود(نیکه) یا(دمورداکا) په نوموئې ډکه کړو.

۵ ــ زموږپه لیکنوکي اوس د(میرمن) عامه کلمه دماندینې (ماینې) له پاره کاریږي . زمانظرداسي دئ چي که دغه عامه کلمه د(ښځي = woman) دعام نامه له پاره راوړو او د(میرمن = wife) له پاره (ماندینه) ولیکو، د پښتوپه خیرتمامیږي. ماندینه د پښتنوپه خورا لوی جمعیت کي ژوندی نوم دئ.

۶ ــ په جدول کي د ورورمیرمنورینداربلل سوې ده . دغه ویی زماپه لهجه کي دتانیث (هـ) لري اود(ورېنداره) په شکل ویل کېږي . دجمع بڼه ئې ( ورېندارگاني) اومغیره شکل ئې (ورېنداري)دي. ماته معلومه ده چي دپښتوپه ختیځه لهجه کي دغه ویی د(وریندار) په شکل ویل کېږي اودپخوانیوگرامرپوهانوپه اصطلاح سِماعي مونث دئ. خوکه داکلمه دسماعي ښځینه توب څخه د(هـ) په زیاتولوسره راوتلای سي، بایدچي وئې منو. که ئې په منلوکي ستونزه وي، نوبیادي په جدول کي دواړه شکله ( ورېندار، ورېنداره) ولیکل سي.

۷ ــ پښتانه د زوی ماندینې ته (نږور،مږور) دواړه وایي . دنون اومیم د کارېدلوبل مثال (نښلول، مښلول) دئ. که په جدول کي (مږور) هم پرزیاته سي، بده به نه وي.د(مږور) جمع (مږندي) ده.

۸ ــ په جدول کي دخورزوی تهخوریهلیکل سوی دئ. مادختیځی لهجې له ویونکوڅخه (خوریین) اورېدلی دئ . زماپه لهجه کي ئې (خوریی) بولي . د( ay) لاحقه په لمسی، کړوسی، کودی، پردی، بنزی، لېورزی،پرکټی اونوروکي مشترکه لاحقه ده . دغه لاحقه، نه پوهېږم د(خوریی) په کلمه کي ولي ځینولهجوله لاسه ورکړې ده . راژوندۍ کول ئې دپښتوگرامري قاعدوله انسجام سره مرسته کولای سي. په دې معناچي د(خوریه، خوریین) پرځای دي (خوریی) ومنل سي. که ئې بیاهم په منلوکي ستونزه وي، نودواړه شکله دي په جدول کي راوړل سي.

۹ ــ پښتنې ښخی د مېړه خورته (ندرور) اود لېوره (د مېړه د ورور ماندینې) ته (یور) وایي . جمع ئې په ترتیب سره (ندرندي) او(یوڼي) دي. دغه نومونه په جدول کي نسته. که ورشامل سي،ښه به وي.

 دغه څوټکی مي سمدلاسه ذهن ته راغلل اوستاسي سره مي شریک کړل. که نورراپه یادېدل، په راتلونکي کي به ئې درسره شریک کړم( انشاءالله).

اوکویل ــ کاناډا

-
بېرته شاته