(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسوات د والي

[16.Dec.2021 - 18:59]

دسوات والي( غازی ملت ) میاګل عبدالحق جهانزیب(۱۹۰۸-۱۹۸۷زیږدیز

او دسوات خلکو ته دده خدمتونه 

لیک: ډاکتر لطیف یاد

دسوات والی میاګل عبدالحق جهانزیب چې دسوات په باد شاه سره یې هم شهرت درلود او دخلکو له خوا دغازي ملت خطاب ورکړل شوی و په ۱۹۰۸ زیږدیز کا کې په سیدو شریف کې زیږیدلی و .دی دسوات دوالی میاګل ګل شهزاده عبدالودود ( بادشاه صیب ) ز وی او دنسب سلسله یې یې دسوات آخوند مولوی عبدالغفور صیب ته چې دسوات مشر او ستر روحاني پیر او مرشد واو دهغه ځای خلکو ورته ډیر ارادت درلود.

دسوات والي عبدالحق جهانزیب په ( ۱۹۲۳)زیږدیزکال کې خپلې زده کړې د پښتونخوا پيښور په اسلامیه کالج کې تر سره کړې وې .

دعبدالحق جهانزیب پلار میاګل عبدالودود خان د(۱۹۱۸ کال نه د۱۹۴۹) کاله پورې د

( ۳۱ ) کلونه لپاره دسوات والي و. جهانزیب دخپل پلار په ژوندانه کې ولیعهد او په ۱۹۴۹ زیږدیز کال کې دسوات والې شواو دغه دنده یې د۱۹۶۹زیږدیز کاله پورې چې پوره شل کاله کیږي په ډیرې ایماندارۍ سره سرته ورسوله .

دسوات والی دسوات خلکو ته یو داسې اداري سیسټم او ايډ مینیسټریشن رامینځ ته کړ چې ټول خلک ترې خوښ و او دهر چاعرض او شکایت به اوریدل کیده . دده په وخت کې قاضیانو ( ججانو) دعدالت له مخې فیصلې کولې او ډیر وخت به یې نه نیوه تر څو خلک په عذاب نه شي او حق به حقدار ته رسیده او ظالمانو به پر مظلومانو

ظلمو نه شول کولای. .دسوات والي دتعلیم او ښوونې او روزنې په برخه کې یو داسې ښه سیسټم رامینځ ته کړ چې دخلکو زامن او لوڼه دعلم او پو هې په رڼا منور شی. ده دنارینه وو زده کوونکولپاره دجهانزیب کالج جوړکړ او دنجونو لپاره یې په سنګوټا کې میشنري ښوونځي ( سکول ) جوړ کړ.

دده په وخت کې روډونه او سړکونه جوړشول . داوبو لګولو سیسټم منظم شو او د دټیلیفون او ټیلګراف او کمیو نیکیشن لپاره یې دیر اوچت ګامونه پورته کړل . دده په وخت کې په سوات کې داسې امنیت ټینګ شو چې نه به چا غلا کولای شوه او نه وژنې او قتلونه او نه هم نور جرمونه وو.

ده او پلار یې دواړودپښتوژبې دبر مختګ لپاره او چت ګامونه پورته کړل اوپه سوات کې ډیر کتابونه په پښتو ژبه ولیکل شول . ده غو ښتل چې دسوات دفتري ژبه هم پښتو کړي .

په ۱۹۵۹ زیږدیز کال کې دسوات میوزیم هم دده دهڅو او هاندپه برکت جوړشو چې دګندهارا د تهذیب او تمدن استازیتوب کوي .

همداراز دسوات دبادشاه یا والي په وخت کې مذهبي ورځو لکه اخترونوښه رونق موندلی وو او په سوات کې به ښې پسرلنۍ میلې کیدلې . دده په وخت کې دمو سیقي هنر او نورو لوبو او ورزشونو ته هم ډیره پاملرنه وشوه .

په هغه وخت کې چې جهانزیب دسوات والی و نو سوات ځانته جهنډه ( بیرغ ) او نښان او کرنسي درلودله .

په بهرني سیاست کې هم دسوات والي یو آزاد سړی و اوپه ۱۹۶۱ زیږدیز کال کې دانګلستان ملکه الیزابیت دده په په بلنه دسوات په رسمي سفر راغله او څو شپې یې هلته تیرې کړې او هغې سوات ته (دختیز ( شرق ) دسویزرلینډ )لقب ورکړ .

لنډه داچې دسوات دوالي دواکمنۍ په وخت کې دسوات خلکو ته ډیر خدمتونه تر سره شول او دسوات اولس او خلکو تر نن ورځې زر چنده خوشاله ژونددرلود.

دسوات والي جهانزیب د۱۹۸۷ کال دسپټمبر دمیاشتې په ۱۴ نیټه له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې او په سیدو شریف کې خاوروته وسپارل شو . اروادې  یې ښاده وي

-
بېرته شاته