(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

علما د پېغمبر

[16.Dec.2021 - 19:22]

 العلماء وراثت الانبياء علماء د پیغمبرانو وارثین دي (حدیث شریف)

 په عربۍ ژبه کښې عالم هغه چاته ویل کېږي، چې زده کړې یې کړي وي. د فیزیک ، کېمېا ، بیولوژي، سیاست او  نورو علومو ښوونکي/استاد او پروفیسر  ته هم عالم  ویلې شي. علما یې د جمع حالت دي او علما پوهانو ته وایي

د رسول الله ص په وخت کښې خو یا صحابه وو او یا منافقین او د اسلام نه منونکي . د خدائ د رسول ص په دور کښې ملاېان چرته وو؟ مفتیان چرته وو؟ ایا تاسو چرته دا اوریدلی چې پلانکې صحابه مولانا یا مولوی یا مولا ؟

پښتانه ملاېان وایي، چې  دا حدیث ېوازې د ملاېانو په اړه دی. دوۍ یې په پښتنه ټولنه کښې یې د خپلې بدمعاشئ او ځاني ګټو لپاره کاروي. دوۍ وایې مونږ د انبیاؤ وارثین یو خو دوی ته هیچا ونه وئیل چې دغه حدیث ستاسو د پاره نه دی.  

باشعوره عام اولس دې خبر وي چې د پردیو پراکسي ملا د نېوکې(تنقید) لاندې راوستلو کښې هیڅ ګناه نشته باید د دوی جنایتونه مونږ په ګوته کړو او په پښتنه ټولنه کښې  د دوی بادشاهت ، غضب  او ویره ختمه کړو چې رارون نسل مو د امن په ماحول کښې ژوند وکړي .

امیر یوسپزی

-
بېرته شاته